د فوټو ژورنالیزم په اړه علمي او عملي ورکشاپ ترسره شو

په تیوري او عملي توګه د فوټو ژورنالیزم په اړه د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د پروګرامونو په تالار کې یو ورځنی ورکشاپ د مرکز په اړه د جوړې شوې ویډیو په ښودلو او تلاوت سره پیل شو. د ورکشاپ په لمړۍ برخه کې د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د رهبري هیئت غړي استاد مصطفی نوید د فوټو ژورنالیزم په تاریخي، اخلاقي او د تصویر په اصولو او قوانینو په هر اړخیزه توګه وغږېد، ترڅو د تصویر اخیستو پر مهال یاد اړین اړخونه په پام کې ونیسو. د ورکشاپ په دویمه برخه کې د تصویر اخیستو په عملي اړخ او دا چې څنګه کولی شو، یو ښه تصویر اخیستونکی واوسو، د تصویر اخیستو پر وسایلو بلدتیا او اشنایي، تصویر اخیستونکی باید د تصویر اخیستو پر مهال نه یوازې خپل ژوند ژغورلو ته پام وکړي، بلکې د نورو ژوند ته هم باید پاملرنه وکړي، او داسې نور اړخونه د اصلاح میډیا ګروپ وتلي فوټو ګرافر ښاغلي فرهاد بیدار لخوا وړاندې شول.

د پروګرام په وروستۍ برخه کې د مرکز رئیس ښاغلي استاد نصیر احمد نویدي د ورکشاپ ګډون والو او راغلیو میلمنو څخه په یاد ورکشاپ کې د ګډون په پار مننه وکړه، او د ویرجینیا پوهنتون استاد او په امریکا کې مشهور دعوت ګر ښاغلي انجینیر محمد داوود نسیمي ته يې د خبرو کولو بلنه ور کړه، چې نوموړي د خپلو دعوتي هلو ځلو او دعوتي اړخونو په اړه د پروګرام ګډون والو ته معلومات ور کړل، او ځوان ژورنالستان یې وهڅول ترڅو د تحقیقي مهارتونو ترڅنګ د اسلام اخلاقي او معنوي معیارونو ته هم پوره ژمنتیا ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *