ولسمشرۍ ټولټاکنې؛ ستونزې او راتلونکې سناریوګانې

د طالبانو د امارت له ړنګېدو وروسته دا څلورم وار د ولسمشرۍ ټاکنې دي چې ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې/مېزان میاشتې په ۶ مه نېټه په ټول هېواد کې تر سره کیږی او افغانان ۲۰۰۱ م کال وروسته د درېیم رئیس جمهور د ټاکلو لپاره ټاکنیزو مرکزونو ته د رایې اچونې لپاره ځي د رایې اچونې پروسه سهار اووه بجې پیل د مازدیګر تر ۵ بجو پورې یې دوام وکړ.

ټاکل شوې لومړنۍ پایلې د تلې/ میزان میاشتې په ۲۷مه نېټه او وروستۍ پایلې یې د لړم/قوس میاشتې په ۱۶مه نېته اعلان شي.

دا ځل هم ټاکنې د یو لړ مشکلاتو سره مل وې، د شکایتونو خپلواک کمېسیون سره تر اوسه پورې تقریبا ۲۲۷۵ شکایتونه ثبت شوي دي همدارنګه امنیتي ارګانونو د طالبانو د حملو خبر ورکړئ په زیاتو ولایتونو کې مخابراتي شبکې او لارې د خلکو پر مخ تړلې وې خو بیا هم د دې ټولو ستونزو سربېره خلکو په ټاکنو کې ګډون وکړ، په ټوله کې د ظاهر په لحاظ دا ټاکنې د تېر پارلماني ټاکنو په پرتله منظم او شفاف ؤو.

دا چې د ټاکنو په پروسه کې کومې تخنیکي او عملیاتي ستونزې موجودې وې، په ټاکنو کې  د خلکو ګډون په کومه اندازه ؤو او راتلونکي سناریو به څه وي؟ هغه پوښتنې دي چې دلته یې د ځوابولو هڅه شوې ده.

 ټولټاکنو پروسې ته لنډه کتنه

په پام کې وه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان ۱۳۹۸ کال د وري (حمل) په ۳۱مه نېټه ترسره شي، خو وروسته د چنګاښ (سرطان) ۲۹مې او بیا د میزان شپږمې ته وځنډېدې. یو علت‎یې هم د ټاکنو په کمېسیون کې اصلاحات ؤو. د کمزوري مدیریت او پراخو درغلیو له امله، د ۱۳۹۷ لمریز کال ولسي جرګې ټاکنې جنجالي شوې د پایلو اعلان یې څو میاشتې وځنډېد.

وروسته د ولسمشر اشرف غني د تقنیني فرمان له مخې د ټاکنیزو کمېسیونو کمېشنران له دندو لیرې او پر ځای یې د ۱۳۹۷ لمریز کال په کب (حوت) میاشت کې نوي ۱۲ کمېشنران وټاکل شول ترڅو ولسمشریز ټاکنې د دوی په مدیریت ترسره شي.

د ټاکنو د نوي مهالوېش له مخې ټاکنیز کمپاین د اسد په ۶مه پیل شو. د ولسمشرۍ د ۱۸ کاندیدانو له ډلې د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله په دغه ټیم کې د داخلي اختلاف له امله وپاشل شوه او څو ورځې وړاندې له ټاکنو د شاته کېدو اعلان یې وکړ، خو څلور نور نوماندان شیدا محمد ابدالي، زلمی رسول، ابراهیم الکوزی او نورالحق علومی د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت‎ساز ټیم سره یوځای شول.

د میزان ۶مې په ټاکنو کې ۱۳ کاندیدانو برخه درلودله، د دې ټاکنو لپاره له ۱۰۰ زرو ډېر کورني او نړیوال څارونکي ګمارل شوي ؤو. په دوی کې ۳۰زره څارونکي د ښاغلي عبدالله او ۳۰زره نور د ښاغلي غني ؤو.  همدارنګه مدني ټولنو استازو، کمېسیونونو غړيو، خپلواکو ادارو استازو، ملګري ملتونو، امریکا، بریتانیا، ایران، د سیمې او همسایه هېوادونو سفیرانو  پر دغه بهیر څارنه درلوده.

 د ټاکنو په ورځ ستونزې او ننګونې:

۱- امنیتي ستونزې

 په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې داسې مهال ترسره شوې چې د دولت او مخالفینو ترمنځ جګړو هم زور اخیستی. طالبانو له خلکو غوښتي ؤو چې په ټاکنو کې له برخه اخیستو ډډه وکړي او ګواښ‎یې کړی ؤو،  چې په ټول توان به هڅه وکړي تر څو دغه بهیر ګډوډ کړي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او د دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې دوی وتوانېدل چې په نسبي امن سره د ولسشمرۍ څلورم دور ټاکنې په ټول هېواد کې تر سره کړي دوی وایي چې د دولت د مخالفینو له لوري زیات  خطر په تخار، لوګر، کونړ، پکتیا، پکتیکا، جوزجان، فاریاب، کندز او کندهار ولایتونو کې ؤو. په ورته وخت کې په بغلان، بدخشان، غور، فاریاب، غزني او کابل کې هم د نا امنۍ او چاودنو په اړه راپورونه ورکړل شول. د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د حکومت د مخالفو وسله‌والو په بریدونو کې دوه پولیس  وژل شوي او د درېیو سرتېرو په ګډون ۳۷ ملکیان ټپیان شوي دي. د ټاکنو کمېسیون ۷۳۰۰ مرکزونه  امنیتي ارګانونو ته پېشنهاد کړي ؤو چې امنیت یې ونیسي خو د ټاکنو په ورځ ۴۹۴۲ مرکزونه خلاص ؤو، پاتې نور چې شمېر یې ۲۳۵۸ ته رسېده د امنیتي ګواښونو له امله د ټاکنو په ورځ تړلي پاتې شول، تړل شوي مرکزونه تقریبآ د ټولو۳۰ سلنه جوړوي.

۲- تخنیکې او عملیاتي ستونزې

د کابل په ګډون د هېواد په هغو سیمو کې چې امنیتي وضعیت یې نسبتاً ښه ؤو،  د پام وړ خلکو په ټاکنو کې ګډون ونکړ؛ خو په دغو سیمو کې  بله لویه ستونزه د ټاکنو کمېسیون د کار مدیریتي ضعف ؤو. په ډیری سیمو کې مرکزونه په ځنډ سره خلاص شول چې له امله یې د ټاکنو موده دوه ساعته هم وغځېده، د رایه ورکوونکو لېستونه هم د یوه سایټ په ځای بل سایټ ته لېږل شوي ؤو، چې له کبله یې ډېری کسانو په لېست کې د نوم د نه موجودیت له کبله رایه ونه کاروله او که یې رایه وکاروله هم په سیستم کې ثبت نشوله، د بایومټریک ماشینونو ستونزې او په سم ډول کار نه کول او یا هم د بایومټریک ماشینونو پر کارونې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو نه پوهېدل او دې ته ورته نورې هغه ستونزې وې، چې دغه پروسه یې له ننګونو سره مخ کړې وه.د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا  وایي چې د ټاکنو پر وړاندې لویه ننګونه په نوملړ او بایو مټریک ماشینونو کې د رایه ورکوونکو د نوم نشتوالی بللی، د دې ادارې په خبره، په ۳۴ ولایتونو کې د رایې ۸۸ سلنه مرکزونه له دې ستونزې سره مخ ؤو او خلکو رایه نه ده ورکړې. دا اداره زیاتوي، ځینې ولایتونو کې ان د رایه ورکوونکو په نوملړ کې ځینې نومونه نه ؤو. بل هم په یوه مرکز کې د رایه ورکوونکو د نفوس او د نوملړ ترمنځ توپیر ؤو. د مثال په ډول د غزني د کډوالو ښارګوټي روغتیایي مرکز په خپل نوملړ کې د ۳۸۰ کسانو نومونه ثبت ؤو، خو دغه مرکز ته ۲۵۰۰ کسان ورغلي ؤو او ویل یې چې ټاکنو ته یې نوم په همدې مرکز کې لیکلی ؤو.

۳- د خلکو کم ګډون

دا ځل په ټاکنو کې په رښتيا هم د خلکو ګډون په بې ساري ډول کم‌رنګه ؤو، ښايي څو لاملونه به ولري. لومړی خو په ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون لامل دا ؤو، چې عامو خلکو سولې ته په ټاکنو اولویت ورکولو او دا یې غوښتنه وه چې لومړی سوله بیا ټاکنې خو حاکمې ډلې داسې ونکړل. بل دا چې د ۱۳۹۳ لمریز کال په ټاکنو کې خلکو په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړ خو د دوی ګډون ته درناوی ونشو د تېر ۵ کلن حکومت مشران د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وساطت وټاکل شول، ښایي امنیتي ستونزې او خپله د ټاکنو د پروسې ضعیف مدیریت او د درغلیو د شتون خبره هم کېدای شي چې د خلکو په نه ګډون یې تاثیر لرلی وي. همدارنګه د ۱۳۹۷ لمریز کال پارلماني ټاکنو کې د شویو درغلیو، ضعیف مدیریت او په پراخه کچه فساد هغه څه ؤو چې خلکو په دې دور ټاکنو کې د ګډون زړه ښه نکړ، همدا ډول د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا د خلکو ګډون پیکه بللی، په تېره بیا  په خوست، پکتیا، جوزجان، غزني، نیمروز، بدخشان، کابل، تخار، فراه، کندهار او سرپل کې د ښځو ګډون ډېر کم یاد کړی.کمېسیون ته تر اوسه پورې د ۳۷۳۶ مرکزونو پایلې رسېدلې دي چې تقریبا ۲ مېلیون  او دوه سوه زره کسانو رایه کارولې ده. داسې معلومیږي چې د ۳ مېلیونو شاوخوا کې خلکو په ټاکنو کې برخه اخستې وي، دا په داسې حال کې ده چې د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې ۹ مېلیونو کسانو نوم‌لیکنه کړې وه.

راتلونکې سناریوګانې

د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې دواړو حکومتي ټکټونو په ټاکنو کې د بري په موخه په لوړه سطحه کمپاینونه وکړل، دا چې دوی ولې وتوانېدل چې په دې سطحه کمپاینونه وکړي او نور نوماندان ونتوانېدل شاید په دې خاطر چې دوی له خپلو صلاحیتونو استفاده کړې وي او اوس په ټاکنو کې دواړه لوري د بري دعوه لري خو که په لومړي دور کې یو لوری اکثریت ونه ګټي خو دوهم دور ته به همدا دوه ټکټونه سیالۍ ته مخ ته کیږي. خو دا چې یواځې د ټاکنو صندوق به  آینده زعامت وټاکي، تېرو ته په کتو سره ناشونې ښکاري، قوي احتمال دادی چې اول خو به پایلې ځنډنۍ کیږي بیا به پایلې متنازع کیږي او په نتیجه کې به آخري تصمیم سپینه ماڼۍ نیسي. که چېرې امریکا به ریښتیا سره په افغانستان کې سولې راتلو ته ژمن وي نو بیا خو به انتقالي حکومت جوړولو ته لاره برابروي او که سپینه ماڼۍ سولې راتلو ته ژمن نه وي نو ډېر احتمال لري چې یو وار بیابه یو  ډول ائتلافي حکومت رامنځته شي.

======================================================================

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *