ولسمشریزو ټاکنو پایلې؛ او په افغانستان کې سوله او امنیت

امان الله کاکړ

ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې میاشتې په ۶ مه نېټه د افغانستان په هغه ځایونو کې چې هلته یې د تر سره کېدو زمینه برابره وه تر سره شوې، د یادولو وړ ده، چې یادې ټاکنې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شوې او د ټاکنو په ورځ د هېواد په ځینو برخو کې جګړه، توغندیز بریدونه او بمي چاودنې هم وشوې.[۱]

وسله والو طالبانو ګواښ کړی ؤو، چې د رایو ورکولو بهیر مخه به نیسي او د امنیت ټینګښت لپاره د رایو مرکزونو کې نژدې ۷۲ زره پولیس او پوځیان ګومارل شوي ؤو.[۲]

دغه ټاکنې له دوه ځله ځنډېدو وروسته تر سره شوې، هغه هم په داسې حال کې تر سره شوې،  چې د افغانستان د نژدې ۳۷ مېلیونه نفوس له منځه شاوخوا ۹ مېلیونو کسانو د رائې ورکولو لپاره نوملیکنه کړې وه او له دې جملې څخه یوازې ۱.۹ مېلیونه کسانو ګډون کړی ؤو، چې د رایې په شرایطو برابر کسانو ۱۱ سلنه تشکیلوي. [۳]

ټاکل شوې وه، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې/ میزان میاشتې په ۲۷ مه نېټه اعلان شي، خو د ټاکنو په ورځ پراخه درغلی، د بایومټریک سیستم کې ستونزې، د کمېسیون په دننه کې داخلي اختلافات، د ټاکنیزو ډلو ترمنځ شته ابهامونه هغه څه دي، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې یې تقریبآ یوه میاشت وروسته کړلې.[۴]

د تلې د ۶ مې ټاکنو پروسې ته کتنه

په پام کې وه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان ۱۳۹۸ کال د وري (حمل) په ۳۱مه نېټه ترسره شي، خو وروسته د چنګاښ (سرطان) ۲۹مې او بیا د تلې شپږمې ته وځنډېدې. یو علت‎یې هم د ټاکنو په کمېسیون کې اصلاحات ؤو. د کمزوري مدیریت او پراخو درغلیو له امله، د ۱۳۹۷ لمریز کال ولسي جرګې ټاکنې جنجالي شوې د پایلو اعلان یې څو میاشتې وځنډېد.[۵]

وروسته د ولسمشر اشرف غني د تقنیني فرمان له مخې د ټاکنیزو کمېسیونو کمېشنران له دندو لیرې او پر ځای یې د ۱۳۹۷ لمریز کال په کب (حوت) میاشت کې نوي ۱۲ کمېشنران وټاکل شول ترڅو ولسمشریز ټاکنې د دوی په مدیریت ترسره شي[۶]. د ټاکنو د نوي مهالوېش له مخې ټاکنیز کمپاین د اسد په ۶مه پیل شو. د ولسمشرۍ د ۱۸ کاندیدانو له ډلې د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله په دغه ټیم کې د داخلي اختلاف له امله وپاشل شوه او څو ورځې وړاندې له ټاکنو د شاته کېدو اعلان یې وکړ، خو څلور نور نوماندان شیدا محمد ابدالي، زلمی رسول، ابراهیم الکوزی او نورالحق علومی د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت‎ساز ټیم سره یوځای شول. د میزان ۶مې په ټاکنو کې ۱۳ کاندیدانو برخه درلودله، د دې ټاکنو لپاره له ۱۰۰ زرو ډېر کورني او نړیوال څارونکي ګمارل شوي ؤو. په دوی کې ۳۰زره څارونکي د ښاغلي عبدالله او ۳۰زره نور د ښاغلي غني ؤو.  همدارنګه مدني ټولنو استازو، کمېسیونونو غړيو، خپلواکو ادارو استازو، ملګري ملتونو، امریکا، بریتانیا، ایران، د سیمې او همسایه هېوادونو سفیرانو  پر دغه بهیر څارنه درلوده.[۷]

د لومړنیو پایلو د ځنډ عوامل

د کمېسیون غړو د دغه ځنډ لامل تخنیکي ستونزې او په ځینو برخو کې د خپلو فعالیتونو کمزوري وبلله او دغه راز یې وویل چې انټرنیتي ستونزې او له نامعلوم لوري په مرکزي زېرمې د سایبري بریدونو ګواښونه هم د ځنډ لاملونه ؤو. په لومړیو کې ټاکل شوې وه، چې د تلې د شپږمې نېټې ټاکنو پایلې د همدې میاشتې په ۲۷مه اعلان شوې وای، خو کمېسیون په خپل وخت د پایلو په اعلان ونه توانېد او اوس یې د لړم په ۲۳مه د دغو پایلو اعلان ته ټاکلی. د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلانه به ډیجیتلي زېرمه کې ځای پرځای شوي معلومات چاڼېږي او په ولایتونو کې به د مرکزونو رایې هم له سره شمېرل او له ډیجیتلي هغو سره به پرتله کېږي.[۸]

همدارنګه درملوک تخنیکي شرکت کمېسیون ته د ټولو رایو په اړه مالومات استولي دي، خو کمېسیون د ور رسېدلو مالوماتو په تړاو جزییات نه ورکوي او وايي په دې اړه دوی خپله هم پوښتنې لري او دا پوښتنې یې لا نه دي ځواب شوې. د درملوک شرکت د رپوټ پر بنسټ د پاکو او ناپاکو، او همدارنګه هغه رایې چې د قانوني سن نه پوره کوونکو له خوا کارول شوې، په اړه یې معلومات د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته استولي دي، خو کمېسیون په دننه کې کمېشنرانو تر منځ د هغه معلوماتو په اړه چې درملوک شرکت ورکړي دي د نظر اختلاف لري. داسې ویل کیږي، چې درملوک شرکت ۸۶۲۲۶ زره رائې باطلې اعلان کړې دي خو په کمېسیون کې ځیني کمېشنران ټینګار کوي، چې د باطلو رایو شمېر له ۱۳۹۰۰۰ څخه زیات دی.[۹] د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې څارونکي داوود سلطانزوي د کمېسیون له خوا په ځنډ د لومړنیو پایلو اعلان په اړه اندیښنه ښودلې او همدارنګه د درملوک شرکت له لوري د ۸۶۲۲۶ رایو د باطل کېدو ټینګار کوي چې له دې زیاتې رائې نه دي باطلې شوې. نوموړی زیاتوي، چې هر څومره چې د ټاکنو دا بهیر غځېږي، په هماغې اندازې درغلیو او توطیو ته لاره هواریږي. د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند فریدون خوځون بیا وایي، دا ځنډ ورته هغه مهال د منلو دی چې یوازې د روڼتیا په موخه وي، نوموړی زیاتوي، د درملوک شرکت لخوا ۸۶۲۲۶ زره نه بلکې له ۱۳۹۰۰۰ ډېرې رائې باطلې اعلان شوې دي. دا چې دواړه ټاکنیز ټیمونه تقریبا د یو لک رایو پر سره چې یوه ټاکنیزه ډله وایي چې باطلې دي او بله وایي چې نه دي باطلې دا هغه رایې دي چې که چېرې باطلې نه وي نو ۵۰ +۱ رائې دولت جوړونکي ټیم پوره کړې د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو وړونکی دی. که چېرې دا یو لک رائې باطلې وي نو په قوي احتمال سره ټاکنې دویم دور ته ځي، چې په دویم دور کې به د دولت جوړونې او همپالنې ټیم په خپل منځ کې سیالي کوي.

دویم پړاو او د ګډ حکومت د تشکیل اوازې

لومړی خو دا چې له ټاکنو مخکې کومې اندېښنې چې د درغليو په تړاو موجودې وې، سمې ثابتې شوې او اصلاً ترڅو چې له هېواده د جګړې لمن نه وي ټوله شوې، د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو تمه نه شي کېدای. دا چې ټاکنې له ټولو ستونزو او پراخو درغليو سره سره ترسره  او تر اوسه پورې ابتدائي پایلې هم نه دي اعلان شوې داسې ښکاری چې ممکن ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي او د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ سره دويم پړاو ته د ټاکنو د تګ احتمال هم زيات شوی، دويم پړاو ته له تګ مخکې د ګډ حکومت د جوړېدو ګنګوسې هم خپرې شوې؛ خو د ځېنې نوماندانو له دريځ څخه داسې ښکاري چې د ګډ حکومت په اړه به موافقه ونه کړي او د دويم پړاو ټاکنو غوښتنه به وکړي؛ خو که د افغانستان د نافذه قوانينو خلاف پر ګډ حکومت هم هوکړه کېږي، نو دا به يو ډېر ناسم ګام وي او راتلونکی حکومت به بيا هم د تېر حکومت په څېر د يوه سهامي شرکت  په بڼه وي او هغه نوماند ته به چې له خپلې نوماندۍ تېر شوی وي، په حکومت کې معلومه ونډه ورکول کېږي[۱۰]. که چېرې ټاکنې دویم پړاو ته ځي نو د دویم پړاو تر سره کېدل به څه وخت وي؟ که چېرې د لومړي پړاو د ترسره کېدو وضعیت ته وګورو نو د دویم پړاو تر سره کېدل د هوا سړېدل، د مالي سرچینو نشتون او  امنیتي ستونزې هغه عوامل دي چې د ټاکنو دویم پړاو به په خپل وخت سره تر سره نشي، په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون، د پایلو ځنډ او دویم پړاو ته یې د تګ امکان تر شا ممکن ډېر عوامل شتون ولري خو له ملت سره په شویو وعدو نه وفا، په ټاکنو کې پراخه درغلی، د کمیسیونونو ضعیف مدیریت او د بهرنیانو لاس‌وهنې هغه څه دي چې دا وضعیت یې حاکم کړی دی.[۱۱]

ټولو طرفونو ته د منلو وړپایلې

که څه هم داسې انګېرل کیږي، چې په ټاکنو کې دواړه د ملي یووالي حکومت شریکان مخکې دي او له نورو یې ډېرې رایې تر لاسه کړې، خو دا چې په دې دواړو کې یو طرف بری خپله وي بل طرف به د ټاکنو پايله ومني که نه؟ هغه وضعیت دی چې شاید ځیني ستونزې جوړې شي، خو دا چې د افغانستان په دې حاکم وضعیت کې ټاکنې ترسره شوې په ملي او نړېواله کچه وستایل شوې او په خپله د افغانانو په مدیریت تر سره شوې  د نورو ټاکنو په پرتله بريالی وبلل شوې، داسې ښکاري چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې فعال حضور ته په کتو سره به، د واک په انتقال کې تر ډېره جدي ستونزې رامنځته نه شي. که چېرې ټاکنې په لومړي پړاو کې یو بریالی ولري او سيال به يې له واک څخه د محرومېدو له امله، د افغانستان غوندې ټولنه کې تر خپله وسه اعتراض وکړي خو دا چې د راتلونکي حکومت دوام وګواښي داسې څه ناممکن بریښي[۱۲]. له بلې خوا په ټاکنو کې درغلۍ هم په ټوله نړۍ کې معمول دي، چې له همدې امله په افغانستان کې هم د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کميسيون فعاليت لري او کله چې کوم نوماند د همدغو کميسيونونو تر ادارې لاندې ټاکنو کې ګډون کړی وي او بيا له ټاکنو وروسته د همدغو کميسيونونو له خوا ترسره شوې ټاکنې نه مني، ښايي اعتراض به يې تر ډېره بې اغېزې وي. په ټاکنو کې درغلۍ، چې په ټوله نړۍ کې يې بېلګې شته دي، بايد د دې لامل نه شي چې له واک څخه د محرومېدو پر مهال د ټولو افغانانو رايې او قربانۍ بې ځايه ولاړې شي. د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو د کميسيون له خوا بايد هر شکايت په شفاف ډول وڅېړل شي او ټول نوماندان يې  پرېکړې ته درناوی وکړي؛ ځکه له دې پرته به واک ته د رسېدو لپاره نورې لارې، ښايي په اوسنيو شرايطو کې د پام وړ اغېز ونه لري[۱۳].

پایله

د امریکا او طالبانو تر منځ له تېرو دوه میاشتو راهیسې رسمي خبرې بندې شوې دي خو کله چې ټرمپ له طالبانو سره په دې بهانه خبرې بندې کړې چې د طالبانو په یوه برید کې د دوی سرتېرو ته مرګ‌ژوبله واوښتله، خو له لږ ځنډ وروسته د طالبانو د قطر استازو پاکستان ته سفر وکړ او امریکا هم خپل استازی، چې د افغان سولې لپاره یې ټاکلی ؤو، د لیدنې لپاره پاکستان ته واستولو، چې له دې لیدنې وروسته د امریکا له لوري د افغان کشالې د حل لپاره ټاکل شوی استازی زلمي خلیل زاد خپل سفر له اروپا پیل کړ په اروپا کې یې د اروپایي ټولنې له مشره سره په افغان سوله خبرې وکړې له هغه وروسته مسکو ته لاړ په مسکو کې یې د افغان سولې په اړه په جوړه شوې څلور اړخیزه ناسته کې ګډون وکړ چې په دې څلور اړخیزه ناسته کې د افغان کشالې له ټولو دخیلو لوریو غوښتنه وشوه، چې په افغانستان کې تل پاتې سولې ته د رسېدو په پار اوربند وکړي، او بین الافغاني خبرو ته د زمینه سازی په موخه دې دواړه لوري د ښه نیت له مخې بندیان خوشي کړي همدارنګه د چین په نوښت جوړېدونکې بین الافغاني غونډې هرکلی یې هم وکړ خو په چین کې جوړېدونکې بین الافغاني غونډه د افغان حکومت په غوښتنه وځنډول شوه علت یې هم د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو نا معلوموالی په ګوته شوی دی، همدارنګه خلیلزاد د مسکو له څلور اړخیزې ناستې وروسته کابل ته راغی له حکومتي چارواکو او سیاسي شخصیتونو سره یې لیده کاته وکړل او له هغه وروسته پاکستان ته ولاړ هلته یې هم له عمران خان او نورو چارواکو سره ولیدل، دا چې یو ځل بیا د افغان سولې په اړه دا خوځښتونه پیل شوي دي په نېک پال نیسو، او د افغانانو هیلې یو ځل بیا ورسره راټوکېدلې دي، هیله ده چې دا ځل خبرو د پیل سره به مثبتې پایلې هم ولرو، او دا چې ټاکنو په هر ډول تر سره شوې اوس اړتیا داده تر څو زر تر زره پایلې اعلان او د پایلو په نتیجه کې بری لوری معلوم شي او د پنځو کلونو لپاره د حکومت واګې په خپل لاس کې واخلي او په دې سره به د افغان حکومت دریځ هم د سولې په اړه غښتلی شي او په دې سره به وکولای شو، چې په نېږدې راتلونکې وخت کې په افغانستان کې د یوه نسبي امن راتلو په پار دخیل اړخونه یوې پایلې ته سره ورسیږي.

 

[۱] د عبدالله ټاکنیزې ډلې لیک: ۱۳۷ زره ثبت شوې رایې اعتبار نه لري

[۲] راتلونکې ټاکنې او د ملک کړکېچن وضعیت

[۳] د میزان د ۶ مې ټاکنې او د سولې په پروسه یې احتمالي اغېزې

[۴] د افغانستان ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې

[۵] https://www.nytimes.com/2019/10/13/world/asia/afghanistan-election.html

Afghans Demanded a Fair Election. They Could Be Waiting a While for Results

[۶]https://www.reuters.com/article/us-afghanistan-election/afghan-election-set-to-see-big-drop-in-voter-numbers-idUSKBN1WE056

Afghan election set to see big drop in voter numbers

[۷]https://www.theguardian.com/world/2019/sep/29/afghanistan-election-turnout-as-low-as-20-per-cent-taliban-threats

Afghanistan election: turnout may have been as low as 20% amid Taliban threats

[۸] https://www.afghanistan-analysts.org/afghanistans-2019-election-9-presidential-poll-primer/

Afghanistan’s 2019 Election (9): Presidential poll primer

[۹]https://www.aljazeera.com/news/2019/09/afghanistan-presidential-election-190924060851450.html

Afghanistan’s presidential election: All you need to know

[۱۰] https://thediplomat.com/2019/10/is-democracy-dying-in-afghanistan/

Is Democracy Dying in Afghanistan?

[۱۱] https://www.npr.org/2019/09/28/765380352/afghan-polls-close-as-voters-face-taliban-threats

Afghan Polls Close As Voters Face Taliban Threats

[۱۲] https://aiss.af/aiss/news_details/opinions/5d9db13b75819

Elections in Afghanistan: good omen for peace

[۱۳]https://www.rferl.org/a/afghanistan-s-presidential-election-results-delayed-until-november/30238827.html

Afghanistan’s Presidential Election Results Delayed Until November

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *