په کابل کې له امريکا سره د امنيتي تړون په مخالفت جرګه جوړه شوه

 

نن په کابل کې د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو ګڼ شمېر ديني عالمانو، سياسي او جهادي شخصيتونو او مخورو، له امريکا سره د امنيتي تړون او امريکايي پوځيانو ته د قضايي مصوونيت د ورکړې په اړه، کلک مخالفت څرګند کړ.

د زرګونو تنو په ګډون دغه پراخه غونډه نن (يکشنبه د لړم په 19مه نېټه) د پخواني جهادي مشر انجينر احمدشاه احمدزي په مشرۍ د بهرنيانو له پوځي اډو سره د مخالفت د جبهې له خوا، (له امريکا سره د امنيتي تړون په هکله د علماوو او پوهانو جرګه) تر نامه لاندې راغوښتل شوې وه.

په پرانېستونکې وينا کې جهادي شخصيت استاد محمد زمان مزمل، افغانستان په اوسني وخت کې له حساس تاريخي او خطرناک پړاو څخه تېرېدونکی وباله او د نننۍ راغوښتل شوې جرګې موخه يې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدلو په اړه، د چوپتيا ماتول وبلل.

ښاغلي مزمل په نژدې راتلونکي کې جوړېدونکې دودويزه لويه جرګه کې، راټولېدونکي کسان د بهرنيانو د ژباړنانو پلرونه او داسې څوک وبلل چې له امريکا سره پروژې او نور مصالح لري.

نوموړي دغه جرګه ناقانونه وبلله او په دغه جرګه کې ګډون کوونکي کسان يې مخاطب کړل: “د جرګو نوم مه بدوئ، جرګې خو د وطن د ازادۍ لپاره وي؛ که په افغانستان کې پوځي اډې قانوني کوئ، نو د ملت جنګ ته تيار شئ.”

ده زياته کړه چې: “په اوسني وخت کې طالبان نه جنګېږي، دومره طالبان له کومه شول چې هره ورځ دومره زيات زيات وژل کېږي او لاپسې زياتېږي؛ له همدې معلومېږي چې افغان ولس له امريکا او پر افغانانو تپل شوي حکومت او اپوزسيون څخه ستړی شوی دی.”

نوموړي امريکا وننګوله چې له شوروي څخه دې پند واخلي او دا دولس کاله يې چې افغانان ووژل نور دې خپل ظلم ودروي او له افغانستان څخه دې ووځي.

له پوځي اډو سره د مخالفت د جبهې وياند او سياسي شنونکي وحيد مژده په خپلو خبرو کې، د امنيتي تړون په اړه د افغان او امريکايي پلاوي د خبرو اترو په اړه، د نوموړي ګوتو ته دې ورغلي سند ځينو ټکو ته اشاره وکړه او پر بنسټ يې امنيتي تړون د افغانستان په زيان وباله.

نوموړي وويل، چې که څه هم له امريکا سره امنيتي تړون د مرستو په نوم لاسليک کېږي؛ خو تر اوسه پورې د شوو خبرو له مخې چې په دغه سند کې ذکر شوې وې، افغانستان ته د مرستو هېڅ ژمنه نه ورکول کېږي.

په ياد شوي سند کې راغلي وو، چې په امنيتي تړون کې د امريکا د استخباراتو (سي ای اې) او بې پيلوټه الوتکو ټول عمليات شامل نه دي او دغه راز امريکا پر خپلو پوځونو هېڅ ډول محدوديت نه مني.

نوموړي د دغه امنيتي تړون لاسليک کول، په افغانستان کې د جګړې د دوام او د ګاونډيانو د دښمنۍ په معنا وبلل او زياته يې کړه، څوک چې امريکايانو ته قضايي مصوونيت ورکړي او امنيتي تړون ورسره لاسليک کړي، نوم به يې د خاينينو او وطن پلورونکو په لېست کې وي.

د غونډې بل وينا وال د ولسي جرګې پخوانی وکيل او له پوځي اډو سره د مخالفت د جبهې غړی حاجي فريد و، چې په خپلو خبرو کې يې نړيوالو ته په خطاب کې وويل، چې اوسنی حکومت او د دوديزې لويې جرګې ګډونوال د افغان ولس استازيتوب نه کوي.

ښاغلي فريد ولسمشر حامد کرزی وننګاوه چې په راتلونکې جرګه کې راټولوونکي کسان تش په نامه دي. نوموړي کرزي ته په خطاب کې وويل: “که لس زره کسان راسره راټولوې هم زه درسره حاضر يم، خو څوک د افغانستان کور په کور راسره ګرځېدای شي.”

ده زياته کړه چې: “کوم کسان چې زموږ په نننۍ جرګه کې له ټول هېواده راټول شوي دي، دا د ولس اصلي استازي دي.”

نوموړي د غونډې له ګډونوالو څخه امريکايانو ته د قضايي مصوونيت د ورکړې او امنيتي تړون د لاسليک په اړه وپوښتل چې ټولو په يوه اواز د نه ورکړې غږ اوچت کړ.

د حاجي فريد په وينا، که امريکايان د جرم هوډ ونه لري، نو قضايي مصوونيت ته څه اړتيا ده او ولې قضايي مصوونيت غواړي. نوموړي څرګنده کړه چې کرزی غواړي د افغانانو د عزت قباله د همدوی په لاسليک امريکايانو ته وسپاري.

حاجي فريد وويل: “د حضرت صبغت الله مجددي په خبرو کې مې واورېدل چې وايي که کرزی امنيتي تړون لاسليک کوي کنه، زه يې لاسليک کوم. زه حضرت صاحب ته وايم چې ته خپله په افغانستان کې مهاجر يې، زموږ د دا ټول احترام بدله دا راکوې، چې زموږ ناموس پر امريکايانو خرڅوې.”

په دغه جرګه کې د افغانستان له بېلابېلو سيمو ګڼ شمېر نوموتو ديني عالمانو هم ګډون کړی و او څو تنو يې د څو څو ولايتونو په استازيتوب خبرې وکړې.

دوی په خپلو خبرو کې له امريکا سره د امنيتي تړون په شرعي پلو رڼا واچوله او دا يې د اسلام د شريعت له مخې مردود وباله او د ډالرو په زور تش په نامه درباري عالمان يې وننګول چې له کفارو سره موالاة  پر يوه ضعيف دليل هم نه شي ثابتولی.

د دغې لويې غونډې په پرېکړه ليک کې هم راغلي دي، چې دغه امنيتي تړون هېڅ قانوني او شرعي بنسټ نه لري.

په پرېکړه ليک کې د افغانستان اوسنۍ جګړه د اشغال زېږنده بلل شوې او پکې راغلي: “مونږ د افغانستان د ديني عالمانو، پوهانو او متخصصانو د ستر کنفرانس ګډونوال چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د هېواد د ټولو عالمانو، پوهانو او باخبره وګړو په استازيتوب د هېواد په پلازمېنه کابل کې راغونډ شوي يو، هر ډول تړون چې د افغانستان په خاوره کې د بهرنيو پوځي اډو د جوړښت اجازه ورکوي، يو غير شرعي، غير قانوني  او د افغانستان له خپلواکۍ او ازادۍ سره مخالف بولو.”

په پرېکړه ليک کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د بې قيد او شرطه وتلو ټينګار شوی او پکې زياته شوې چې: “په سياسي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي ټولو برخو کې د خپل ګران ولس د عامې او تامې خپلواکۍ او ازادۍ غوښتونکي يو. ”

دغه لوی کنفرانس داسې مهال جوړېږي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به له امريکا سره د امنيتي تړون او قضايي مصوونيت د ورکړې په اړه د افغان دولت له لوري، شاوخوا درې زره تنه په دوديزه لويه جرګه کې راټول شي او په اړه به يې پرېکړه وکړي.

پای

حکمت الله ځلاند

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *