«بهرنيان دې د وتلو لپاره ضرب الاجل وټاکي»

 

د ملي وحدت جبهه: د امنيتي تړون د نه لاسليک په اړه د کرزي د وروستي دريځ ملاتړ کوو

اصلاح رسنيز ګروپ: حکمت الله ځلاند

د ملي وحدت او له بهرنيو اډو سره د مخالفت جبهې د يوې خبرې غونډې پر مهال، د امنيتي تړون د نه لاسليک کولو په تړاو د ولسمشر کرزي له وروستي دريځ څخه ملاتړ اعلان کړ او په هېواد کې يې د امريکايانو له پوځي اډو سره، يو ځل بيا پر خپل مخالفت ټينګار وکړ.

په دغه خبري غونډه کې چې نن (دوشنبه د سلواغې په ۲۱مه) په کابل کې د دغې جبهې په دفتر کې جوړه شوې وه، د رسنيو پر استازو سربېره يو شمېر سياسي څېرو، ديني عالمانو او مخورو هم ګډون کړی و.

د دغې جبهې يوه غړي استاد محمد يونس ابراهيمي د دغه مطبوعاتي کنفرانس موخه دا وبلله، چې کله له تېرو دولسو کلونو راهيسې د بهرنيو ځواکونو له خوا په افغانستان کې جګړه او اشغال پيل شوی، له امله يې ډېر شمېر هېوادوال په شهادت رسېدلي؛ خو په دغه موده کې يو شمېر خلک د دې پر ځای، چې له استعمار څخه د خلاصون لپاره هلې ځلې وکړي، بالعکس د بهرنيانو د استعمار د دوام او غځولو لپاره زمينې برابروي؛ نو ځکه دغه جبهه غواړي چې يو ځل بيا هم خپل غږ، چې د ملت حقيقي غږ دی، په دې اړه اوچت کړي، چې د بهرنيانو په شتون کې د افغانستان خير نشته دی.

د دغې جبهې غړي حاجي فريد په خپلو خبرو کې وويل، چې د امنيتي تړون د لاسليک پر سر چې په دې وروستيو کې د افغانستان د حکومت او امريکا ترمنځ ناندرۍ پيل شوې دي، د ۹۸ سلنه افغانانو روحيې او هيلې يې راژوندۍ کړې دي او دوی هيله من دي، چې ولسمشر به پر خپل همدغه دريځ باندې ټينګ ودرېږي.

نوموړي زياته کړه: «د افغانستان مطلق اکثريت وګړي د دغه تړون مخالف دي او په افغانستان کې د بهرنيانو د حضور دوام دلته د جګړې د دوام په معنا دی؛ ځکه دوی په تېرو څو کلونو کې په دې ونه توانېدل، چې حتی د ولسمشرۍ د ارګ او خپلو اډو امنيت هم ونيولی شي؛ څه پاتې دا شوه چې له دې وروسته به بيا د ټول افغانستان امنيت ټينګ کړي.»

د ده په وينا، ښاغلي کرزي اوس دا حقيقت درک کړی، چې د بهرنيانو شتون به د هېواد د ويجاړۍ يوازېنی لامل وي او د ده صلاحيتونه يې تر پوښتنې لاندې راوستلي دي؛ ځکه ولسمشر په دې پوهېږي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د افغانانو پر کورونو د عملياتو بندولو او بېګناه ولسي وګړو د وژنې د مخنيوي چغې وهي؛ خو بهرنيان يې خبرې ته لاغوږ هم نه ږدي او دی فکر کوي، چې په راتلونکي کې به هم همدا حالت دوام ولري.

ده وويل: «هغه څوک چې د امريکايانو پر شتون ټينګار کوي، هغوی د الله (جل جلاله) پر ځای پر مخلوق پورې خپلې هيلې تړلې دي او وايي، چې که امريکايان ووتل، نو موږ ته به روزي څوک رارسوي.»

د ده په خبره، څوک چې په افغانستان کې د بهرنيانو شتون غواړي، هغوی ته د افغانانو وينه ارزښت نه لري او په هېواد کې د سولې د ټينګښت غوښتونکي نه دي؛ بلکې يوازې د خپلو مقامونو او ګټو د ساتلو لپاره پر خپل دغه دريځ ټينګار کوي.

نوموړي په دې وروستيو کې په پروان ولايت کې د امريکايي ځواکونو له خوا، د ولسي وګړو د ډله ييزې وژنې پېښې ته په اشارې سره وويل، چې بهرنيو ځواکونو په تېرو ۱۲ کلونو کې د افغانستان په ټولو سيمو کې ورته جرمونه او ډلوژنې کړې دي او دا خبره باوري ده، چې د دوی په شتون کې به بيا هم د ورته زياتو پېښو شاهدان وو او څوک دې دا تمه نه کوي، چې هغوی به دلته امنيت ټينګ کړي.

نوموړي دغه راز راروانې ټاکنې د اوسني حالت د دوام په معنا وبللې او ويې ويل، چې دا ټاکنې د افغانستان د ستونزې حل لاره نه؛ بلکې په اوسنيو شرايطو کې ټاکنې له سره معنا نه لري؛ ځکه د ده په وينا، ولسمشر خپله پر دې اعتراف کوي، چې په اوسني وخت کې څوک د امنيت د خرابوالي له امله د کابل موسهي ولسوالۍ ته هم سفر نه شي کولای؛ نو ځکه دا ټاکنې په اوسني وخت کې د ملت په خير نه دي او د دوی دريځ د ټاکنو په اړه دا دی، چې د هېڅ نوماند ملاتړ نه کوي او په ټاکنو کې برخه نه اخلي.

هغه په ټينګار سره وويل، چې د حل يوازېنۍ لاره دا ده، چې بهرنيان له افغانستان څخه د وتلو ضرب الاجل وټاکي او افغانان په خپل منځ کې د سولې خبرو ته کېني.

ښاغلي فريد د ولسمشر کرزي هغې خبرې ته په اشارې سره، چې وايي د افغانستان سوله د پاکستان او امريکا په لاس کې ده، وويل چې د دې خبرې معنا هم همدا ده، چې که امريکا دلته خپل حضور ته دوام ورکوي؛ نو دلته سوله ناشونې ده.

حاجي فريد دغه راز په رسنيو هم نيوکه وکړه، چې يو شمېر رسنۍ په دې وروستيو کې د ملت اصلي اواز، چې خپل حق غواړي، نه اوچتوي؛ بلکې د څو تنو هغه کسانو ناوړه تبليغات په پراخه کچه منعکسوي او ان د تجارتي اعلانونو په بڼه خپرېږي، چې په کرايي توګه راټول شوي وي او د ده په وينا، چې دا کار د هېواد رسنيو ته نه ښايي.

نوموړي د بېلګې په توګه په پروان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پېښې ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې ځينو رسنيو دا پېښه چې ټول ماشومان او مېرمنې پکې شهیدان شوي وو، د انعکاس پر ځای تحريفوله؛ خو په مقابل کې يې هغه پېښه چې ډېری بهرنيان پکې وژل شوي وو، په پراخه کچه خپروله.

ده وويل، چې په هره پېښه کې د افغان پر وژنه ټول افغانان خپه کېږي؛ خو دا جګړه افغانانو د چا کور ته نه ده وروړې، بلکې بهرنيانو دلته د افغانانو پر وړاندې پيل کړې او رسنۍ بايد په دې جګړه کې د مظلومو افغانانو غږ هم پورته کړي.

د دغې جبهې وياند وحيد مژده په خپلو خبرو کې وويل: «موږ څو ځله د رسنيو له لارې دا خبره په ټينګار سره رسولې، چې د بهرنيانو د حضور دوام په هېواد کې د جګړې د دوام په معنا دی؛ خو دا چې ځينې خلک وايي، چې د بهرنيانو تر وتلو وروسته به کورنۍ جګړې پيل شي، د هغوی په ځواب کې وايو، چې د تېرو څو لسيزو جګړو دا ثابته کړه، چې کورنيو جګړو کوم وړونکی او بريالی لوری نه درلود.»

نوموړي زياته کړه: «د تېرو کلونو د جګړو په اوږدو کې هېڅ لوری هم له صحنې څخه نه دی ايستل شوی او دا تجربه شوې او روښانه ده، چې کورنۍ جګړې بريا ته نه شي رسېدلای؛ نو له همدې امله موږ، د دولت د وسله والو مخالفينو په ګډون له بېلابېلو لورو سره په اړيکه کې يو او ټول دې پايلې ته رسېدلي، چې يوازېنۍ حل لاره بین الافغاني تفاهم دی، جګړه د حل لاره نه ده او څوک چې غواړي، چې کوم لوری له صحنې څخه حذف کړي او يوازې دوی ته نظام ورپاتې شي، دغسې نظريات له ماتې سره مخامخ دي.»

د ده په وينا، امريکايان له دې وروسته غواړي، چې افغانان په خپل منځ کې په جګړه بوخت وي او خپله دوی د افغانانو تر منځ جګړه يوازې مديريت کړي.

نوموړي زياته کړه: «د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبان چې د سولې د خبرو اترو مېز ته کېناستلی شي، افغانان هم په خپل منځ کې د سولې خبرو اترو ته کېناستلی شي؛ خو ستونزه يوازې او يوازې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون دی.»

ښاغلي مژده وويل، چې که بهرنيان له افغانستان څخه د وتلو نېټه اعلان کړي، نو د سولې خبرو اترو ته به لار هواره شي؛ خو د هغوی په موجوديت کې به د کوم پرمختګ شاهدان نه وو.

د غونډې يوه بل ويناوال عبدالرحيم کريمي، بيا له امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو سره د امنيتي تړون لاسليک د اسلام د سپېڅلي دين له احکامو سره په ټکر کې وباله.

نوموړي وويل: «د قرآن عظیم الشان د صريحو نصوصو په رڼا کې، افغانستان ته د امريکايانو او نورو بهرنيو ځواکونو راتګ اشغال دی، او څوک چې دغه اشغال ته اشغال نه وايي، چې د قرآن او شريعت له حکومونو منکر دي.»

د ده په وينا، په کابل کې هم چې د جهاد له دوران وروسته کومې کورنۍ جګړې ونښتې، د همدغه استعمار له خوا رهبري کېدلې.

د دغې جبهې په اعلاميه کې هم، د دولت له خوا د مشورتي لويې جرګې له راغوښتلو مخکې، د دغې جبهې له خوا د امنيتي تړون په مخالفت راغوښتل شوې درې زره کسيزې غونډې ته په اشارې سره، راغلي چې د افغانستان مطلق اکثريت خلک له امنيتي تړون سره مخالف دي او امريکايانو ته د افغانستان د يوې لوېشتې خاورې سپارل به د ټول افغانستان د سپارلو په معنا وي.

په دغه ويناپاڼه کې ټينګار شوی، چې ټاکنې به د افغانستان ستونزه په هېڅ صورت سره هواره نه کړي، بلکې د لازياتو ناخوالو لامل به شي.

په ويناپاڼه کې د ملي يووالي د جبهې له خوا د افغانستان له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره څو ټکي وړانديز شوي دي:

  • له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د بشپړ وتلو اعلان او له وسله وال مقاومت سره د خبرو اترو پيل.
  • اوربند او د وسله وال مقاومت او بېلابېلو افغاني لورو تر منځ د مذاکراتو پيل (بين الافغاني ډيالوګ) د بې پلوه او دواړو لورو لپاره د قبول وړ کسانو له خوا.
  • په افغانستان کې له ټولو مطرح لورو څخه د جوړ شوي يوه لنډمهالي حکومت رامنځته کېدل، ترڅو هغه ناسمه لاره چې د بن له کنفرانس تر نن ورځې پورې رارسېدلې، اصلاح کړي.
  • د سراسري، عادلانه، رڼو او د پرديو له لاسوهنو لرې ټاکنو ترسره کېدلو لپاره د زمينې برابرېدل.
  • د يوه قانوني او مشروع حکومت منځته راتګ، چې د اکثريت ملت ملاتړ به له ځان سره ولري.

د امنيتي تړون په اړه د ولسمشر کرزي د وروستي دريځ د ملاتړ دا غږ داسې مهال اوچتېږي، چې ولسمشر کرزی لاهم د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون له لاسليک څخه ډډه کوي او د دغه تړون د لاسليک لپاره په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو رښتينی پيل يوازېنی شرط ګڼي. پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *