د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان، او د سولې په پروسه یې اغېزې

امان الله کاکړ

ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې میاشتې په ۶ مه نېټه د افغانستان په هغه ځایونو کې چې هلته یې د تر سره کېدو زمینه برابره وه تر سره شوې، د یادولو وړ ده، چې یادې ټاکنې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شوې. دغه ټاکنې له دوه ځله ځنډېدو وروسته تر سره شوې، هغه هم په داسې حال کې تر سره شوې،  چې د افغانستان د نژدې ۳۷ مېلیونه نفوس له منځه شاوخوا ۹ مېلیونو کسانو د رائې ورکولو لپاره نوملیکنه کړې وه او په ټاکنو کې ۱۸۲۴۴۰۱ رایه ورکوونکو په ۲۴۲۸۱محلونو کې  رایه کارولې ده، له دغې ډلې ۳۱ سلنه رایه ورکوونکي ښځینه دي، چې د رایې په شرایطو برابر کسانو ۱۱ سلنه تشکیلوي. د لومړنیو پایلو د اعلان په اساس د محمد اشرف غني په رهبرۍ دولت جوړونې ټيم د ۵۰.۶۴ سلنه په اخیستلو سره د نوماندانو د لست په سر کی راغی.

د ټاکنو لومړنۍ پایلې ولې وځنډېدې؟

د ټاکنو کمېسیون د ۱۳۹۸لمریز کال د لومړنیو پایلو اعلان د تلې ۲۷مه نېټه ټاکلې وه. او بیا لومړنۍ پایلې له هغې نیټې ۱۹ ورځې وروسته د لړم پر ۱۶ ښودل شوې وې. په دې ډول د دویم پړاو ممکنه ټاکنې باید د لیندۍ پر دویمه یانې د ټاکنو له کېدو وروسته په دوو میاشتو کې دننه تر سره شوې وی. خو د لیندۍ په وروستیو کې د ټاکنو کمېسیون د لومړنیو پایلو اعلان د لړم ۲۳مې نېټې ته وځنډاوه. خو  لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳مه هم اعلان نشوې، چې تقریبا له درېیو میاشتو څنډ وروسته لومړنۍ پایلې د جدې میاشتې په لومړۍ نېټه اعلان شوې. د ځنډ عوامل یې دا کېدلی شي:

  • د ځینو ټاکنیزو ډلو د اعتراضونو له وجې د ټاکنو کمېسیون د څارنې او بیا شمیرنې توکي (چې چمتو شوي او ولایتونو ته استول شوي وای) څو ورځې وځنډول شول. د ټاکنو کمېسیون غوښتل د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۸۲۵۵ رای‌محلونو رایې بیا وشمیري او څارنه یې وکړي. په دې محلونو کې يا بایومټریک معلومات نه ؤو او یا یې معلوماتو سره توپیر درلود. خو ډېری کاندیدانو بیا شمېرنه او ارزونه تر هغو ردوله چې د ټاکنو کمېسیون د هغو ۳۰۰۰۰۰ رایو له باطلېدو سره هوکړه نه وي کړې، چې په ګومان یې د منلو نه دي. په دې رایو کې ۱۰۲۰۱۲ رایې د رای اچونې له وخته بهر کارول شوې دي، ۱۳۷۶۳۰ رایې په لومړیو کې کرنتین شوې وې، او د ۷۰۰۰۰ رایو د تصویرونو جزییات ناسم ښودل شوي ؤو. خو د کمېسیون د پرېکړې په اساس یادې رایې پاکې ګڼل شوې وې.
  • د بیا شمېرنې او ارزونې په اړه د ځینو کاندیدانو د ټاکنیزو ډلو اعتراضونه او په ۷ ولایتونو کې د رایو ګودامونو تړل کېدل. چې له امله یې د ټاکنو کمېسیون ونشو کولای، چې په ټاکلې موده کې په یادو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش تر سره کړي.
  • جرمنۍ کمپنۍ دېرمالاګ چې بایومټریک الې یې چمتو کړې وې، ټاکنو کمېسیون ته د معلوماتو پر استولو له دوه اوونیو ډېر وخت تېر کړ ، داسې حال کې چې دا کار یې باید په دوو یا درېیو ورځو کې کړی وای.

د ټاکنو دويم پړاو ته د  تګ شونتیا

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر څه کم دری میاشتې ځنډ وروسته تېره اوونۍ د جدې په شپږمه نېته باندې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې اوسني ولسمشر اشرف غني تر ۵۰ سلنه ډېرې رایې ترلاسه کړې، د پایلو د روڼتیا په تړاو پوښتنې او ثبت شوي شکایتونه دا اندېښنه پیاوړې کوي چې په وروستیو پایلو کې ښايي ژور بدلون راشي او دا احتمال نه شي ردېدلی، چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي. د ټاکنیزو ډلو له لوري د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره تقریبآ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت کړي دي، چې ډېری برخه یې د ثبات او همپالنې په ټیم پورې اړه لري. دا ټاکنیزه ډله چې د بیا شمېرنې له بهیر سره یې هم پرېکون کړی ؤو، د لږ تر لږه ۳۰۰ زره رایو، چې د دوی په باور یا غیرې بایومیټریک شوې رایې دي او یا هم د ټاکنو له رسمي وخت د باندې کارول شوې دي، د ابطال غوښتنه کوي. د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې هم د پایلو په تړاو د دریځ یووالی نه شته. د راپورونو له مخې د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د دغه کمېسیون یوه غړي مولانا عبدالله په یوه لیک کې اعتراف کړی، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې له قانوني نیمګړتیاوو او ستونزو ډکې دي. هغه په دغه لیک کې آن د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه غوښتنه کړې چې  په پوره بې طرفۍ او خپلواکۍ شکایتونه وڅېړي، پایلې دې وارزوي او پاکې رایې دې له ناپاکو بېلې کړي. که څه هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري د لومړنیو پایلو اعلان دری میاشتې وخت ونیو، خو د پایلو د روڼتیا او باور په تړاو پوښتنې او اندېښنې لا هم شته. یوازې د یوه ټیم له لوري د ۸۰۰۰ شکایتونو ثبت ښيي چې د ټاکنو په وروستیو پایلو کې د بدلون شونتیا نه شي ردېدلی. که د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نوماندانو د شکایتونو یا بل هر ملحوظ پر بنسټ د ۱۲ زره شاوخوا رایې باطلې کړي، دویم پړاو ته د ولسمشرۍ د ټاکنو تګ حتمي کېږي. د ولسمشرۍ په تېرو څو ټاکنو کې د باطل شویو رایو ارقامو ته په پام دا شونتیا شته چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د مخکښ نوماند اشرف غني دومره رایې باطلې کړي چې پنځوس جمع یو پوره نه کړي او په دې ډول ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي. د دغه کار شونتیا له دې کبله هم ډېره ده، چې امریکایان د داسې یوې سناریو پلویان وي چې هغوې ته د طالبانو سره د سولې په لاره کې خنډ جوړ نه شي. د راپورونو په اساس امریکایان باوري نه دي چې په ټاکنو کې تر بریا وروسته دې ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د سولې په صورت کې له واک لاس اخیستو ته چمتو شي.

د سولې په پروسه باندې د ټاکنو اغېزې

له شک پرته چې ټاکنې، د ټاکنو څرنګوالی، د پایلو ځنډ او بیا د لومړنیو پایلو اعلان مخامخ د سولې له روانې پروسې سره تړلي دي. ډېری خلکو تمه لرله چې لومړۍ باید سوله او بیا ټاکنې وشي، خو ولسمشر غني هڅه کوله چې لومړۍ ټاکنې وشي او بیا نوموړی د یوه منتخب ولسمشر له دریځه د سولې خبرو ته ننوځي. د ولسمشر غني غوښتنه عملي شوه او لامل یې هم دا ؤو، چې امریکا پر طالبانو فشار راوړ چې که یې غوښتې نه مني، نو په افغانستان کې ټاکنې کېږي او پنځه کاله بیا د سولې چانس نشته. د دې تر څنګ، د ټاکنو پر مهال د طالبانو او امریکا تر منځ په خبرو کې کوم مهم پرمختګ نه ؤو شوی. کله چې ټاکنې وشوې، بیا د طالبانو او امریکا تر منځ په خبرو کې مهم پرمختګ وشو، له دې امله چې د ټاکنو د پایلو اعلان له طالبانو سره پر روانو خبرو منفي اغېز کولی شوی، اوس چې د طالبانو او امریکا تر منځ ډېر څه وروستي شوي او یوازې د اوربند په چاره کې طالبان پر خپل دریځ ټینګار کوي، نو امریکا غواړي یو ځل بیا پر دوی فشار راوړي. له همدې امله د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې، څو طالبانو ته وښيي چې که زموږ غوښتنه نه منی، نو د ټاکنو پایلې معلومېږي او افغانستان به پنځه کاله بیا منتخب ولسمشر ولري چې له طالبانو سره د سولې چانس ورسره کمېږي. اوس طالبانو ته یوه لاره همداسې پرانیستې هم پرېښودل شوې ده. هغه دا ده، چې د شکایتونو کمېسیون د کار تر پای ته رسولو پورې د امریکا غوښتنې ومني. طالبانو ته داسې ښودل کېږي چې که دوی دا غوښتنې نه مني، نو د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د یو منتخب ولسمشر ټاکل یوازې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پرېکړې ته اړتیا لري. که طالبان دا غوښتنې مني، نو بیا به د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پرېکړه ولسمشر غني له ګټونکي دریځ څخه را غورځوي، ټاکنې به دویم پړاو ته ځي او دویم پړاو به هم نه تر سره کېږي. بیا به په افغانستان کې د سولې او نوي جوړجاړي پر اساس یو حکومت جوړېږي، چې ورسره به د ټاکنو پروسه او پایلې بې مانا شي. پر همدې اساس په افغانستان کې ټاکنیز بدلونونه، لانجې، پرمختګونه او خنډونه ټول په قطر کې د سولې له خبرو سره تړلي دي. دلته ټاکنیز پرمختګونه پر طالبانو د فشار لپاره کارول کېږي او هلته بیا د خبرو پایلې او پرمختګ دلته د ټاکنو پر برخلیک او پایلو مخامخ اغېز کوي. د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون کمېشنرانو ویلي چې د شکایتونو د زیاتوالي په اساس ممکن یاده پروسه په ټاکلې موده کې بشپړه نشي له دې معلومیږي چې یاده پروسه به هم د لومړنیو پایلو په بڼه وخت اخلي او ملت به بیا تر نامعلومې نېټې پورې په انتظار کې ساتل کیږی.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *