د ځوانۍ لپاره د اتلس کلنۍ عمر تعین تر سرلیک لاندې علمي غونډه ترسره شوه

د روان کال جدي میاشتې په ۲۶ نېټه د شریعت او معاصرو قوانیو په رڼا کې د ځوانۍ لپاره د اتلس کلنۍ عمر تعین اړوند علمي غونډه د استاد مدثر اسلامي لخوا د قرآن کریم د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. پیلیزه وینا د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس محترم استاد نصیر احمد نویدي ترسره کړه. لومړی یې د غونډې ګډون والو او میلمنو ته ښه راغلاست ووایه، او زیاته یې کړه: دا چې په وروستیو کې د ولسي جرګې لخوا د ځوانۍ عمر تعین په اړه غونډه ترسره شوې وه، او یاده موضوع د ولس استازو ترمنځ په جنجال اوښتې وه، مرکز اړینه وبلله ترڅو دغه موضوع د شریعت او معاصرو قوانینو په رڼا کې وڅېړي. د غونډې کلیدي ویناوال د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس دوکتور رفیع الله عطاء وو ، چا چې د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون څخه په فقه او قانون کې د دوکتورا تر کچې زده کړې ترسره کړي. نوموړي په شریعت کې بلوغ کله پیل؟ او په دې هکله د مختلفو مذاهبو نظریات؟ د اسلامي شریعت او معاصر قانون نظر؟ د اسلامي مذاهبو اتفاق، بلوغ په کومو اثراتو لیدلو سره معلومیږي؟ د قرآن او احادیثو په رڼا کې د ځوانۍ اثراتو په اړه دلایل، د مختلفو هېوادونو لکه کویت، مصر او اروپایي هېوادونو نظرونه، ځوانۍ عمر تعین په اړه نظرونه او د موضوع اړوند یو شمېر نورو برخو په اړه هر اړخیز معلومات د غونډې ګډون والو ته وړاندې کړل.

ورپسې د ولسي جرګې غړي محترم حمید الله حنیف صیب د ځوانۍ لپاره د اتلس کلنۍ قانون په هکله چې په ولسي جرګه کې پرې بحث شوی وو، او د یادې موضوع اړوندو ستونزو او حل لارو په اړه د غونډې ګډون والو ته وروستي معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د ولس استازو دغه قانون تر اوسه نه ده منلی.

د غونډې بل ګډون وال په ولسي جرګه کې د کونړ خلکو پخوانی استازی ښاغلی مولوی شهزاده شاهدوو. نوموړي د مقننه قوې کاري دائرې په اړه خبرې وکړې، او زیاته یې کړه: دا چې د هېواد اساسي قانون د دویمې مادې له مخې چې د هېواد رسمي دین اسلام دی، او کله چې د یوې موضوع په اړه نصوص شتون ولري، د ولس استازي حق نه لري ترڅو د نویو قوانینو په جوړولو کې د اساسي قانون دویمې مادې خلاف فیصلې وکړي.

په وروستۍ برخه کې د غونډې ګډون والو هر یو مولوی صیب عبدالصبور حقاني، دوکتور محمد عاطف، مولوی حسبان الله متوکل او استاد مدثر اسلامي او یو شمېر نورو ګډون والو د یادې موضوع په هکله خپل نظرونه وړاندې کړل. او غوښتنه یې وکړه ترڅو په ولسي جرګه کې هغه موضوعات و نه څېړل شي چې د اسلامي تعلیماتو خلاف وي او د خلکو غبرګونونه راپاروي او د ولس استازي باید د قوانینو په اړه لازم معلومات ولري.

په پای کې د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د تاریخي څېړنو څانګې مسؤل دوکتور صفت الله قانت د غونډې د ټولو ګډون والو څخه په غونډه کې د ګډون په پار مننه وکړه. او د دغه ډول علمي ناستو په هکله یې د خلکو او څېړنیزو مراکزو په ونډې ټینګار او د ورته ناستو د دوام هیله یې څرګنده کړه.

راپور: امان الله تاند

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *