افغان سوله؛ د ټاکنو پایلې او لنډ مهاله اوربند په ازمېښت کې

امان الله کاکړ

په وروستیو کې د افغان سولې په اړه هغه وخت هیلې پراخې کچې ته ورسېدې، کله چې امریکا او طالبانو د افغان جګړې پای ته رسولو په پار د هوکړې لاسلیک کولو په اړه راپورونه ور کړل. له هغې وروسته د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې هم اعلان شوې چې د دولت ساز ټیم څخه محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه بریالی نوماند اعلان شو. د ټاکنو وروستیو پایلو په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ډېری افغان مشرانو او په ځانګړې توګه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ډول ډول غبرګونونه ښکاره کړل چې د خلکو ترمنځ یې د راتلونکې په اړه تشویشونه پیدا کړل. د شته تشویشونو په ترڅ کې د روانې میاشتې په درېیمه نېټه افغان طالبانو او امریکايي چارواکو د تاوتریخوالي کمولو اووه ورځنۍ لړۍ پیلولو په اړه اعلامیې خپرې کړې. دا چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې او د تاوتریخوالي کمولو اوونیزه لړۍ به په افغان سولې څه ډول اغېزې ولري په دې تحلیل کې پرې شننه کوو.

افغان سوله

د افغان سولې په اړه د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ د لسو څخه زیاتې ناستې چې شاوخوا ۱۸ میاشتې وخت یې ونیوه ترسره شوې. د هرې ناستې په ترسره کېدو سره د افغان ولس ترمنځ چې د څو لسیزو راهیسې د سولې په تمه دی د ښې راتلونکې په اړه نوې هیلې راټوکېدلې. د تېر میلادي کال سپتمبر میاشت کې دواړو خواوو یوې نسبي هوکړې ته د رسېدو او نږدې کېدو په اړه خبرونه ور کړل، مګر کله چې طالبانو په کابل کې د یوې چاودنې پړه پر غاړه واخیسته او د یو امریکایي وګړی ترڅنګ څو افغانان پکې ووژل شول ولسمشر ټرمپ طالبانو سره د هوکړې لاسلیک کولو لړۍ لغوه اعلان کړه. د درې میاشتني ځنډ وروسته کله چې د امریکا ولسمشر افغانستان ته سفر ترسره کړ، یو ځل بیا یې طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ پیلولو په اړه څرګندونې ترسره کړې، او پراخه هرکلی یې وشو.[۱]

له هغې وروسته امریکا هڅه کوله ترڅو طالبان دې ته اړ کړي چې د افغان حکومت سره خبرې اترې ترسره کړي، مګر طالبانو یې مخالفت کاوه. په ورته وخت کې چین هېواد افغان سولې په اړه د طالبانو او افغان سیاسي مشرانو یوه غونډه راوبلله، افغان دولت نه یوازې په یادې غونډه کې ګډون ترسره نه کړ، بلکې پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یې نورو افغان مشرانو ته هم اجازه ور نه کړه ترڅو په یادې غونډه کې ګډون ترسره کړي، او دا دلیل وړاندې کاوه چې یوازې افغان دولت کولی شي په بهر کې د افغان ولس رسمي استازیتوب وکوي نه سیاسي څېرې.[۲]

په دوحه کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي هیئت او افغان طالب مشرانو سولې ته نږدې او رسېدو په پار وخت پر وخت د یو شمېر پرمختګونو په اړه رسنیو ته معلومات ورکول. په پايله کې د حقاني ډلې مخکښ غړي انس حقاني په ګډون دوه تنه نور طالب مشران چې له افغان دولت سره د څو کلونو راپدیخوا بندیان وو د هغو دوو تنو بهرنیانو په بدله کې چې طالبانو سره بندیان وو تبادله شول او د ولسمشر غني پر وینا چې یاد ګام کولی شي سولې ته لاره هواره کړي.[۳]

مګر افغان دولت بیا وروسته طالبانو سره د خبرو اترو ترسره کېدو وړاندې د اوربند شرط کېښود کوم چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د یو شمېر افغان مشرانو لخوا د سولې پروسې پر وړاندې خنډ وګڼل شو.[۴]

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا د روان کال میلادي کال جنورۍ میاشت کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمولو غوښتنې منلو په اړه څرګندونې ترسره کړې او نوموړي دا کار د سولې لپاره یو ښه ګام یاد کړ. په داسې حال کې چې له دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له طالبانو غوښتي وو که په رېښتیا غواړي چې خپله اراده وښیي نو د تاوتریخوالي کمولو ته دې ژمن شي، او طالبانو یې په غبرګون کې څرګنده کړه چې زیات شمېر غوښتنې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړولی شي.[۵]

د قریشي له څرګندونو وروسته د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو ترسره کېدو په لړ کې د اوربند پر ځای د تاوتریخوالي کمولو اصطلاح ډېره مخې ته راغله، کومه چې د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي او د ولسمشر غني دویم معاون لخوا یوه ناڅرګنده طرحه وګڼل شوه او یوازې پر اوربند یې ټینګار درلود.

د روان میلادي کال فرورۍ په ۱۲ نېټه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبر ور کړ چې له طالبانو سره خبرو ته ډېر نژدي شوي یو، او دې کار یو ځل بیا په لویه کچه سولې ته د رسېدو هیلې زیاتې کړې. او د ناټو کلنۍ امنیتي غونډه چې مونیخ کې ترسره شوه، ولسمشر اشرف غني د امریکا بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په ګډون د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل او د امریکایي لوري لخوا د تاوتریخوالي کمولو په اړه لا ډېرې څرګندونې ترسره شوې. مګر بلخوا د ناټو مشر د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمولو په صورت کې د ناټو ځواکونو تنظیمولو خبر ور کړ او په ښکاره یې و نه ویل چې بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه وځي او که څنګه؟

د ولسمشریزو ټاکنو پایلې

د ټاکنو خپلواک کمیسون د پېنځه میاشتني ځنډ وروسته د جنجالي ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې، او محمد اشرف غني یې د ۵۰٫۶۴ سلنې رایو اخیستو سره ولسمشر اعلان کړ. د پایلو اعلان وړاندې د ثبات او همګاریۍ ټیم غړو د درغلۍ په صورت کې د موازي حکومت جوړولو ګواښ کړی وو، مګر کله چې پایلې اعلان شوې د یاد ټیم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله چې په ټاکنو کې د محمد اشرف غني مخکښ سیال ګڼل کېده ځان ګټونکی اعلان کړ او د ټول شموله حکومت جوړولو اعلان یې وکړ. د ټاکنو پایلو په اړه پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو افغان مشرانو غبرګونونه وښودل او ټاکنې یې د ولسواکۍ پر ضد او د سولې پر وړاندې خنډ یاد کړ. او څرګنده یې کړه په اوس وخت کې افغانان سولې ته اړتیا لري، نه دغه ډول تتو ټاکنو ته چې کم شمېر افغانانو پکې ګډون ترسره کړ.

د کویټ، هند مشرانو او د اروپايي اتحادیې یو غړي پرته د پایلو اعلان وروسته هیڅ کوم هېواد د پایلو مبارکي ښاغلي محمد اشرف غني ته ور نه کړه، اروپايي اتحاديې په راتلونکې کې د افغان دولت سره د مرستې ترسره کېدو او ګډ کار هیله څرګنده کړه چې د عبدالله عبدالله له سخت غبرګون سره مخ شوه.

د ټاکنو پایلو د افغان ولس ترمنځ یو لړ تشویشونه را ولاړ کړي وو او هیڅوک نه پوهېدل چې څه به کېږي؟ ځکه په شمال کې د عبد الله عبدالله د ټیم غړي رشیم دوستم په ډاکټر عبدالله عبدالله غږ وکړ ترڅو په شمال کې خپل والیان وټاکي او د افغانستان اوسني بد وضعیت ته په کتو دا ډول کارونه ترسره کول د یوې خطرناکې معاملې څرګندويي کولی شي چې افغان مشران باید پاملرنه ور ته وکړي، ځکه د سیاسي ځواک ویشل کولی شي د ولس وېشلو ستونزه هم زیاته کړي هغه څه چې وخت پر وخت یې بهرنیان او په ځانګړې توګه امریکايي چارواکي په خپلو خبرو کې ذکر کوي.

د تاوتریخوالي لږوالي اوونۍ

د تېرې جمعې په ورځ طالب او امریکايي لوري د تاوتریخوالي کمولو اووه ورځنۍ لړۍ پیلولو په اړه څرګندونې وکړې. طالبانو او افغان دولت خپلو ځواکونو ته امر کړی ترڅو په یادو ورځو کې حملې ترسره نه کړي او دفاعي حالت غوره کړي او طالبانو په ورته حالت کې مخابراتي شبکو ته د ۲۴ ساعته خدماتو وړاندې کولو اجازه هم ور کړه.

مګر افغان دولت بیا څرګنده کړه چې ځواکونه به یې یوازې د طالبانو پر وړاندې په دفاعي حالت کې قرار ولري، او د داعش په ګډون د بهرنیو تروریستي ډلو پر وړاندې به خپلو حملو ته دوام ورکوي. په دغسې حالت کې چې له یوې خوا د تاوتریخوالي کمولو لړۍ چې د سولې پر وړاندې یو ښه پرمختګ ګڼل کېږي کوم چې د امریکايي لوري د زیاتو غوښتنو برخه ده او بلخوا د بهرنیو تروریستي ډلو په نوم د حملو دوام چې په اوس کې د افغانستان لپاره ستر ګواښ نه ګڼل کېږي کولی شي د سولې راتلونکي پړاوونه له ستر خنډ سره مخ کړي. ځکه په هېواد کې دننه او بهر یو شمېر کړۍ شته چې په جګړو کې یې ګټې نغښتي دي او هغوی به هڅه کوي ترڅو د سولې دغه لړۍ سبوتاژ کړي او دا کار بیا د اړوندو اړخونو ترمنځ بې باوري زیاتولی شي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو څرګندونې چې ویلي دي د تاوتریخوالي لړۍ پیلول د سولې اوږدمهالي واټن کې یو ګام اخیستل دي، او د دې ترڅنګ کابل کې د امریکا شازدافیر راس ویلسن بیا د تاوتریخوالي کمولو په لومړی ورځ په خپل ټویټر د تاوتریخوالي کمول یو ښه ګام بللی مګر زیاته کړې یې ده چې ډېر کار ته اړتیا لیدل کېږي. له دې څرګندونو ښکاري چې لا هم په نږدې راتلونکې کې د سولې څرګ نه ښکاري او ډېر کار ته اړتیا لیدل کېږي.

پایله

په داسې حال کې چې امریکا له افغان طالبانو سره د سولې خبرو اترو کې د پرمختګ خبر ورکوي، په کور دننه د ټاکنو پایلو پر سر د ملي یووالي حکومت مشران له سختو جنجالونو سره مخ دي. دغه ډول جنجالونه کولی شي د سولې پر وړاندې ملي اجماع کمزورې کړي او یو لړ ستونزې يې پر وړاندې ایجادې کړي. اړینه ده ترڅو د ټاکنو پر سر جنجالونه او سیالۍ د اوس لپاره پرېښودل شي او د سولې په برخه کې چې د ټولو افغانانو ستره هیله ده کار ترسره شي. د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ په لړ کې باید ټول اړخونه خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي. د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه باید د بې باورۍ فضاء له منځه وړلو کې له افغان ولس سره مرسته وکوي او هغه کړۍ رسوا کړي چې غواړي د خپلو ګټو لپاره د تاوتریخوالي کمولو او د سولې روانه لړۍ له بې باورۍ سره مخ کړي.

اړینه ده ترڅو افغان مشران د ټاکنو پایلو پر سر د اړوندو ټیمونو ترمنځ د درېیم ګړي توب رول ولوبوي او د موازي حکومت جوړولو ترڅنګ د هر ډول بغاوت او هغو کړنو مخنیوي وکوي کوم چې د سولې پر وړاندې خنډ جوړوي. که د ټاکنو پایلو پر سر د جنجالونو لړۍ همداسې دوام پیدا کړي لرې نه ده، چې د سولې روانې هیلې به له منځه ولاړې شي او جګړې به لاپسې زور واخلي.

====================================================================================

سرچینې:

[۱] https://www.nbcnews.com/news/world/trump-says-taliban-talks-back-months-after-declaring-them-dead-n1093206

[۲] https://da.azadiradio.com/a/30289294.html

[۳] https://www.dailymail.co.uk/news/article-7701351/Taliban-releases-two-American-University-teachers.html

[۴] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51165958

[۵] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51135499

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *