د کرونا وبا له ختمېدو وروسته د نړۍ اقتصادي وضعیت، نړیوال اقتصاد پوهان څه وایي؟

منبع: فارن پالیسی

ژباړه: رحمت الله خاموش

د کرونا ویروس بحران به د نړۍ اقتصادي او مالي حالت د تل لپاره بدل کړي، مونږ په دې اړوند د نړۍ غوره مفکرینو څخه د دوی وړایندونې پوښتلي.

له څو اونیو ګرځبندیز، مړینو او غمیزو، او نړۍ د اقتصاد په ټپه اودرېدو وروسته دا تر ټولو غوره ده چې ووایو: زمونږ پوهه د اوسني وضعیت د څرنګوالي او د راتلونکي په اړه کافي نده، آیا کاروبار به بیا پیل شي او خلک به خپلې دندې ترلاسه کړي، آیا مونږ به وکولای شو چې بیا سفر وکړو، ایا له مرکزي بانکونو څخه د پیسو سیلابونه به کافي وي چې ددې ژورې او پایېدونکې اقتصادي ځوړتیا مخه ونیسي؟

دا خبره یقیني ده چې د کرونا وبا به د نړۍ سیاسي او اقتصادي واکمني داسې بدله کړي چې یوازې راتلونکی یې را برسېره کولای شي.

ددې لپاره چې د خپلو پښو لاندې ځمکه احساس کړو د راتلونګو خطرونو په اړه وپوهیږو، فارن پالیسي د دوو نوبل جایزو ګټونکو په ګډون له نهو مفکرینو څخه پوښتلي تر څو مونږ د کرونا وبا د پای څخه د وروسته اقتصادي او مالي وضعیت تخمین ووايي.

مونږ د ځان بساینې او نړیوالتوب تر منځ غوره انډول ته اړتیا لرو

جوزیف اي سټیګلیز

وړاندې به د اقتصاد پوهانو د هیوادونو لخوا د خوراکي توکو او انرژۍ د زېرمو ساتلو د هڅو په تړاو خپله ناخوښي څرګندوله، په داسې نړۍ کې چې سرحدونه مهم نه بلل کیږي، ددوی په وینا، هر وخت کولای شو چې په خپل هېواد کې د ستونزو په صورت کې نورو هیوادو ته مخ ور واړوو، خو اوسمهال سرحدونه بیا اړین بلل شوي، او هیوادونه د ماسکونو او روغتیايي سامانونه کلک له ځانه سره ساتلي او نورو د ترلاسه کولو هڅې کوي، د کرونا ویروس بحران یو قوي خبرداری دی چې وښایي د نړی سیاسي او اقتصادي واحد اوس هم د هیوادونو د انفرادیت پر اساس دی.

ددې لپاره چې د توکو ځنځير په موثر ډول جوړ کړو، مونږ په ځنځیر کې د نړۍ هغه هېوادونه ولټول چې په کمترین او ټیټ مصرف سره هر اړین څیز تولید کړي، خو ومونږ ونه توانیدو چې داسې یو سیستم، چې کمزوری، ناکافي ډول متنوع، او د مداخلو په وړاندې مغلوب نه وي، تر سترګو کړو، مستقیم تولید او ویشنه، چې زیرمه کول پکې صفر یا کم وي، کولای شي کوچنۍ ستونزوې حل کړي، خو مونږ لیدلي چې دا ډول سیستمونه د غیر متوقع ټکانونو له وجي ځپل کیږي.

مونږ باید د ۲۰۰۸ کال له مالي بحران څخه زده کړه کړای وای، مونږ یو داسې یو تړلی مالي سیستم جوړ کړی وو چې د کوچنیو ټکانونو په وړاندې مؤثر ښکارېدو، خو له سیستماتیک لحاظه نازک وو، که د دولت د لویو مالي مرستو زور نه وای، نو دا سیستم به د غیر منقول جایدونو د کاروبار په شان چې د پوکاڼۍ د چاودنې غوندې له پښو لوېدلی وو، له منځه ولاړ شي، خو وخت شاهد دی چې د تیر بحران درس زمونږ له سرونو پورته تیر شو او مونږ ورته ارزښت ور نکړ.

هغه اقتصادي سیستم چې په نړۍ کې به له بحران څخه وروسته جوړیږي، باید تنګ نظری نه وي، او دې حقیقت په تړاو باید ډېر حساس وي چې اقتصادي نړیوالتوب له سیاسي نړیوالتوبه ډېر اړین دی، نو تر څو چې دې خبرې ته اهمیت ورکول کیږي، هیوادونه به هڅه کوي تر څو د ځان بساینې د اړتیا او د نړیوالتوب د ګټو تر منځ انډول وساتي.

جګړیز حالت د بدلون لپاره لاره پرانیستې

رابرټ جۍ شیلر

ځیني بنسټیز بدلونونه وي، چې وخت نا وخت پېښیږي چې اکثره د جګړې پر وخت تر سترګو کیږي، خو اوس دښمن کوم بهرنی قوت ندی بلکی ویروس دی، د کرونا بحران د جګړې غوندې یو داسې حالت را منځ ته کړی چې بدلونونه یې ناڅاپي ډول رامنځ ته کړل.

داسې یو وضعیت را منځ ته شوی، چې د ربړ او اتلولی کیسو غوندې د ویروس د خپریدو خبرونه هم تر غوږو کیږي، جنګ نه یوازې د هیواد دننه خلک سره یو ځای او متحد کوي، بلکه هېوادونه هم سره متحد کوي، ځکه چې دوی د ویروس غوندې د ګډ دښمن پر وړاندې جنګیږي، هغه خلک چې په پرمختللو هېوادونو کې اوسیږي، د وروسته پاتې هېوادونو له خلکو سره غمشریکي کوي، ځکه درد یې محسوسولای شي، د کرونا وبا د زوم اپلیکیشن له لارې بې شمېره مجلسونو او ناستو ته لاره هواره کړې، نو داسې معلومیږي چې نړۍ کوچنۍ او سره نږدې شوې.

تمه او امید کېدای شي چې د کرونا بحران به نوې لارې پرانیزي تر څو ددې کړاو په وړاندې په وړاندې مبارزه وشي، چې په دې کې د غیر مساویانه کړنو په وړاندې اقدامات هم شاملیږي، ممکن افرادو ته د هغه بیړنی اداینې سیستم چې ډېرو دولتونو یې کارول پیل کړي، د نړیوال بنسټیز عاید ته لاره پرانیزي، د امریکا متحده ایالات شاید د غوره نړیوالې روغتیایي بېمې سیستم ته هڅول شوي وي، ځکه مونږ ټول د جګړې یوه اړخ ته یو، او مونږ ممکن دې ته تشویق شوي یو چې د داسې نړیوالو سازمانونو بنسټ کیږدو چې د هیوادونو تر منځ د خطرونو شریکول په غوره ډول ترسره کړي.

رېښتونی خطر د سیاستوالو لخوا زمونږ د ویرو استثمارول دي

ګیتا ګوپینات‌

تقریبا د یو څو اونیو په جریان کې مو یو لړ ناڅاپي پېښې تر سترګو شوې، د مرګونو غمیزې مو ولېدې، د تامین ځنځیرونه فلج شول، د متحدینو تر منځ د روغتیایي توکو انتقال بند شو، خلاصو سرحداتو ته یې خنډونه رامنځ کړل ، او نړی له یوې داسې اقتصادي ځوړتیا سره مخ شوه چې له ۱۹۳۰ ز کال څخه وروسته ورسره نه وه مخ شوې،

که وړاندې د یوه ګډ نړیوال اقتصاد لپاره هڅې په کمېدو وې، د کرونا ویروس بحران به د نړېوالتوب د ګټو او زیانونو د بیا ارزونې لپاره کوښښونه بیا ځلې ګړندي کړي، شرکتونه او فابریکې چې د تامین د نړیوال ځنځیر برخه بلل کېږي، په لومړي لاس یې د یو پر بل د تکیې په تړاو د غلطو کړنو مشاهده وکړه او د بحران له امله یې لوی زیانونه ولېدل، په راتلونکي کې به دا ډول شرکتونه د بحرانونو خطر ته زیاته توجه وکړي او د تامین د ځنځیر به تر ډېره ځايي او قوي شي او نړیوالتوب به یې کم شي، همدارنګه د پراختیا په حال کې بازارونه چې نړیوالتوب یې د ثابت ډول له پانګو جریان موندلی او د پانګو کنترول یې د خطر په نظر کې نیولو سره کړی، په دې توانیږي چې د هیوادونو د زیان لیدلو او د اقتصاد په ټپه اودریدو په صورت کې ځان وساتي، که د وبا مخنیوی او کنترول چارې بریالی هم شي، خلک ممکن خپل انفرادي خطرونه بیا ځلې و ارزوي او خپل سفرونه تر نا محدوده وخته راکم کړي، چې په پایله کې به د نیمې پیړی د مودې د زیاتیدونکو نړیوالو حرکتونو د شاتګ او کمښت لامل شي.

خو ریښتونی خطر دا دی چې له نړیوالتوب څخه د خلکو او شرکتونو دا ډول طبعي او انفرادي ډول ګټور لریوالی ممکن د پالیسۍ جوړونکو له لورې په ناوړه ډول وکارول شي او د خلکو له ویرو څخه ګټه پورته شي تر څو خلاصو سرحدونو ته تبلیغات وکړي، ددې برخلاف داسې کېدای شي چې پر تجارت او سوداګرۍ باندې د ځان ساتنې او ځان بساینې او د خلکو پر تګ راتګ باندې د روغتیاي پاملرنې په نوم محدودیتونه او بندیزونه رامنځ ته کړي، نو دا اوس د نړیوالو رهبرانو په لاس کې ده چې د دا ډول ناوړه پایلو مخه ونیسي او د نړیوال اتحاد د ساتلو روحيې ته ادامه وکړي، کوم چې په مجموعي ډول یې له تیرو پنځوسو کلونو راهیسی زمونږ ساتنه کړې.

د نړېوالتوب په تابوت یو بل مېخ

کارمین ایم رینهارټ

لومړی نړېوالې جګړې او د ۱۹۳۰ کال اقتصادي ځوړتیا د نړیوالتوب مړینه په لومړني دور کې بدرګه کړه، د سوداګریزو محدودیتونو او د سرمایو د کنترول تر څنګ د قرضونو نه اداء کول هغه څه وو چې ۴۰٪ هېوادونه یې تر ۱۹۵۰ ز کال او له هغه هم تر وروستیو وختونو له نړیوالو بازارونو څخه لرې وساتل، د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د نوي بوسټن ووډ سیستم د ځايي مالي سیستمونو او د سرمايي د جریان په کنترولولو سره د نړیوال تجارت او اقتصاد مخه ډب کړه.

موډرن نړیوالتوب د ۲۰۰۸-۲۰۰۹ ز کال د مالي بحران راهیسې د یوه لړ ټکانونو سره مخ شو، چې له هغو څخه د یورپ د پورونو بحران، بریکسټ او د چین او امریکا د تجارت جګړه وه، په ډیریو هیوادونو کې د پايولیزم را برسېره کیدلو د کورني ځان بساینې په لور موازنه بیا واړوله.

د کرونا ویروس بحران له ۱۹۳۰ کال راهیسې یوازینې بیړنی حالت دی چې پرمختللي او د پرمختیا په حال کې هیوادونه دواړه یې اغیزمن کړي، اقتصادي ځوړتیا به ممکن اوږدمهاله او ژوره وي، دا چې د ۱۹۳۰ کال غوندې د قرضونو د ادا کولو څخه ناتواني ډیره شونې ده، دا حالت به تجارتي محدودیتونو د سرمایو د جریان کنترول ته لا زیاته لمن ووهي.

د کرونا څخه وړاندینې د تامین نړیوال ځنځير، د نړیوالو سفرونو خوندیتوب، او د هیواد په سطحه د ځان بساینې په اندیښنې ممکن تر ډیره دوام وکړي، که څه هم بحران تر کنترول لاندې راشي ، د کرونا ویروس له بحران څخه وروسته اقتصادي نقشه شاید مونږ د نړیوالتوب څخه د وړانديني د بریټن ووډز سیستم وختونو ته بو نه ځي، خو پر نړیوال تجارت او مالی سیستم به یې تاثیرات پراخه او پاییدونکي وي.

اوسنی اقتصادي وضعیت د کرونا د بحران له امله بدتر کیږي

ادم پوسین

د کرونا بحران به د اقتصاد اوسنی څلور حالتونه نور هم خراب کړي، دا حالات د لوی عملیات په واسطه بېرته پخوانی حالت ته ګرځېدلی شي، خو له مداخلې پرته به ژور او زیانمنوونکی وي، له دې حالتونو څخه لومړی هغه وضعیت دی چې اقتصاد پکې وده نه کوي (secular stagnation) ، د ګټور توب وده کمه، د شخصي سرمایه ګذاري کمیږي، او اقتصاد انقباض ته نزدې کیږي، دا ځکه چې خلک به خطر اخیستلو کوښښ نه کوي، پس انداز به زیاتوي، چې له وجې به تقاضا او ابتکارات په دوامدار ډول کمزوزې او کم کړي.

دویم دا چې د شتمنو هیوادونو او د نورې نړی تر منځ د بحرانونو سره د مبارزې په برخه کې فاصله نوره هم زیاته کړي.

درېیم: د حفاظت په لور میلان او د پراختیا په حال کې هیوادونو کې خطر شتون به نړی دې ته وهڅوي چې پر ډالرو د مالي چارو او تجارت لپاره خپله تکیه لا زیاته کړي، که امریکا سرمایه ګذاري تر ډېره بریده جلب نکړای شي، خو پر ډالرو تکیه به یې میلان د نورو هیوادونو په نسبت زیات وي، چې په پایله کې به د نارضایت د دوام لامل شي

اخر دا چې اقتصادي ملت پالنه به نوره هم زیاته شي چې په پایله کې به دولتونه خپل اقتصاد د نورې نړی پر مخ وتړي، دا ډول وضعیت به هیڅکله د پوره ځان بساینې لامل نشي، او حتی ورنږدې به هم نشي، او یوازې د لومړیو دوو حالتونو د تقویه کولو لامل به شي او د دریم حالت د جدي کیدو ته به لمن ووهي.

له بل هر وخت نړۍ مرکزي بانکونو ته د ژغورنې په تمه ورګوري

ایسور پرساد

د کرونا ویروس له وجي رامنځ ته شوی اقتصادي وینې تویونه به د نړی د اقتصاد پر بدن به ژور پرهرونه پریږدي، په دې حالت کې مرکزي بانکونه رامخ ته شوي تر څو د بحران مقابله وکړي چې له دې کار سره د خپلو اصولو کتابونو څيري کوي، د امریکا د فډرالي ریزرو د مالي مارکیټونو د تقوييې په موخه د شتمني خریداري کړې تر څو نور بانکونو ته نغد ډالر په لاس ورکړي، د یورپ مرکزي بانک د نامحدوده ملاتړ پالیسي غوره کړي او د دولتي او شرکتونو د قرضونو د ورقو د خریداری او نورو شتمنیو د خریداری اعلان یې کړی، د انګلستان مرکزي بانک په مستقیم ډول د دولت مصارف ورکوي، همدارنګه د پراختیا په حال کې هیوادنو مرکزونو لکه د هند مرکزي بانک هم د توقع لوړ اقدامات په پام کې لري.

له بله اړخه د دولت له لورې مصارف هم له سیاسي اړخه مغلق دی، بار یې دروند او اکثر وخت دا ستونزمن وي چې د مصرف هدف یې وټاکل شي.

مرکزي بانکونه چې وړاندې به محتاط او تغیر نه منونکي ګڼل کیدل، اوس یې دا وښوده چې دوی کولای شديد او بیړنیو حالاتو کې  تیز، زړور او هوښیارتیا سره اقدام وکړي، که څه هم سیاسي رهبران و نه غواړي چې د هغو پالیسیو ملاتړ وکړي چې اړیکه یې له سرحدونو څخه د باندې وي، خو مرکزي بانکونه کولای شي په توافق سره کړنې ترسره کړي.

اوسمهال او راتلونکي لپاره مرکزي بانکونه د اقتصادي او مالي بحرانونو په وړاندې لومړی او اساسي کرښه بلل کیږي، ممکن دوی پر خپل لوی رول، غیر واقعي بوج او توقعات په اړه پښیمانه او توبګار شي، کوم چې پر دوی ور اچول شوی.

نورمال اقتصادي وضعیت هیڅکله بېرته نه راګرځي

ادم توز

د ګرځبندیزونو په پیل سره لومړی فکر چې پیدا کیږي هغه په تاریخ کې د ورته پېښو لټه ده، ۱۹۱۴، ۱۹۲۹، ۱۹۴۱ ز کلونو او له هغې وروسته، او څه چې مونږ یې تجربه کوو نوې خبره پکې دا ده چې د ټکان  یې له تاریخي اړخه ژور او غیر عادي دی، له لمر څخه لاندې یو څه شته چې زړو بوږنووکي دي.

د اقتصاد دا ډول رالوېدنه له ریاضیکي حسابونو سرکښي کوي، اکثره هیوادونه له داسې بې دریغه او ژور اقتصادي ټکان سره مخ شوي چې وړاندې یې هېڅکله نه وو لېدلي، د خرڅلاو بازارونه د انلاین رقابت له وجې د کلک فشار لاندې او موقتي ګرځبندیز ممکن وژونکی تمام شي، ډېر دکانونه به بیرته خلاص نشي، او کارکوونکو دندې یې د تل لپاره له منځه تلونکي دي، میلیونو کارګران، د کوچنیو کاروبارونو مالکان، او کورنی له ناورین سره مخ دي، نو څومره چې ګرځبندیز اویږدیږي، پرهارونه به هغومره ژور وي، او د روغیدو پروسه به یې په قراره وي.

مونږ چې څومره فکر کاوه چې د اقتصاد مالي سیستم په اړه پوهیږو، هغومره مو پوهه په اساسي ډول ګډه وډه شوه، د ۲۰۰۸ کال د مالي بحران له ټکان وروسته تر ډیره په دې خبرې کېدې چې د اساسي نا څرګندتیا په اړه فکر او محاسبه وکړو، نو اوس مونږ په ریښتیا وپوهیدو چې بنسټیزه نا څرکندتیا څرنګه وي.

مونږ د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته د دولت د تر ټولو لویو مصارفو شاهد یو، خو دا له وخته څرګنده ده چې لومړی پړاو یې کافي ندی، خو د مرکزي بانکونو له لوري د کمسارو اقدامونو په اړه وهمونه پیدا کیږي، په ټولییز ډول د قرضونو ستونزه حل کولو لپاره تاریخ د یو لړ بنسټیز اختیاراتو او نورو چارو وړاندیز کوي، چې د تورم یا انفلیشن زیاتیدل او منظم عامه ډیفالټ دی.

که د بحران په وړاندې د کاروبار او خلکو ځواب د خطر نه قبلول او خوندیتوب وي، نو ژور رکود لامل به شي، او که  خلک جمع شوي قرضونو ته د سختی او ریاضت په نظر وګوري، نو حالت به نور هم ستونزمن شي، دا خبره د منلو وړ ده چې د بحران څخه وتل یوه فعال او لرې لېدونکي دولت ته اړتیا لري، خو په پوښتنه داده چې دا ډول دولت به کوم شکل اختیار کړي او کوم سیاسي قوتو به یې کنترولوي.

‌ډیری له لاسه وتلې دندې به بېرته ترلاسه نشي

لاره اندریا تایسن

د کرونا ویروس بحران او له هغه ورسوته بیا رغېدنه به د ډیجیټل او اتومات خدماتو ته لاره هواره کړي، هغه لاملونه چې د منځنیو مهارتونو دندې یې د تیرو دوو لسیزو په جریان کې له منځه یووړې او د لوړو مهارتونو دندې یې زیاتې کړي، او همدارنګه یې د منځمعیاري مزدونه په ټپه ودرول او د شتمنیو غیر مساویانه انډول یې رامنځ ته کړ.

په تقاضا کې بدلونونه چې د کرونا د بحران له وجې د رامنځ ته شوي اقتصادي بې ځایه کېدنې په اساس دي، په داخلي ناخالص توليد (GDP) په جوړښت کې به بدلون راولي، د خدماتو برخه به په اقتصاد کې لا زیاته شي، خو د خدماتو په فزیکي ډول ترلاسه کولو کې، بالخصوص د پیر او پلور، میلمه پالنه، سفر، تعلیم، روغتیا، او دولت د چارو په برخه کې به کمبود رامنځ ته شي، ځکه ډیجیټل خدمات به تر ډېره بریده ددې ډول خدماتو په وړاندې کولو او تنظیمولو کې بدلون راولي.

ډیری د کم مزد، کم مهارته، او فزیکي شتون ته د اړتیا لرونکو دندې، او په خاص ډول کوچني شرکتونه او کاروبارونه به و نه توانیږي چې پر وخت خپل پخواني حالت ته راوګرځي، خو هغه کارکوونکو ته چې اړین خدمات ، لکه عسکري، اوروژنې، روغتیایي، لوژستیکي، عامه ترانسپورت، او خوراکي توکو د تهیه کولو په برخه کې خدمات ترسره کوي، تقاضا به ورته زیاته وي، نوي کاري پرستونه به برابر کړي، او د مزدونو پر لوړېدو به فشار وارد کړي او د کم مزدو دنده د ګټو په تړاو به ښه والی رامنځ ته کړي، اوسنی ځوړتیا به د بې سټنډرډه او ناپاداره دندو د رایج کیدو لامل شي، د مزدونو داسې نوی سیستم به جوړ کړي چې د کارکوونکي د حرکت سره به متحرک کیږي، او د مستخدم تعریف به نور هم وسیع شي، کم مصرفه او ډیجیټل ډول سره وړاندې کیدونکي د ټریننګ پروګرامونه به وتوانیږي چې د دندو لپاره اړین مهارتونه تهیه کړي،همدارنګه له لرې څخه پر کار کولو تکیه مونږ ته دا خبرداری راکوي چې د اقتصادي چارو د ډیجیټل کیدو لپاره د وای پای (Wi-Fi) ، انټرنټ او نورو زیربناو بنسټ ایښوده څومره اړینه ده

په چیني متمرکز نړېوالتوب کې زیاتوالی

کیشور مهبوباني

د کرونا ویروس نړېوال بحران به هغه بدلون ته سرعت ورکړي کوم چې له وړاندې پیل شوی: د نړیوالتوب تمرکز او میلان د امریکا څخه د چین پر لور.

دا بدلون ولې پېښیدونکی دی؟ دا ځکه چې امریکایانو پر نړیوالیت او نړیوال تجارت خپل باور بایللی، ددوی په اند د آزاد تجارت توافقونه زهر لرونکي دي، که د ریئس جمهور ډنالډ ټرمپ له لورې ترسره کیږي او که له هغه پرته وي، ددې برخلاف چین خپله عقیده نده بایللې، چې علت یې ژور تاریخي دلیلونه دي، چینايي رهبران پوهیږي چې د ۱۸۴۲ څخه تر ۱۹۴۹ د سپکاوی پیړی ددوی دکړنو ثمره او ددوی د مشرانو بې ګټې هڅې وې چې دوی اړیکې یې له نړۍ سره پرې کړې وې، له بله اړخه د تیرو څو لسیزو راهیسې ددوی اقتصادي برلاسي په نړیوالو چارو کې ونډه اخیستل وو، ددې ترڅنګ د چین خلکو پر خپل کلتور هم اعتماد زیات شوی، دوی په دې باور دي چې هر ځای مسابقه کولای شي.

څرنګه چې ما پخپل کتاب کې هم ویلي (?Has China Won)، په پایله کې ویلای شو چې د امریکا متحده ایالات دوه لارې لري. که غواړي په نړۍ کې خپل لومړیتوب وساتي، باید د صفري مجموعې جغرافیايي، سیاسي او اقتصادي رقابت له چین سره پیل کړي، او که د امریکا موخه دا وي چې د امریکا خلکو په ژوند کې چې اوسمهال زیانمن شوی، غوره بدلون ته کار وکړي، باید له چین سره په ګډه کار وکړي، غوره او اړینه مشوره به دا وي چې له چین سره په ګډه کار وشي، خو د امریکا زهرجن شوي سیاسي ماحول ته په کتو د هوښیارې مشورې عملي کېدل شوني نه ښکاري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *