ځنګل وهنه، لوى جرم!

ليکنه: حذيفه هلال: د اسلام آباد د نړیوال اسلامی پوهنتون د چاپیریال پیژندنې د پوهنځي د ماسټرۍ د دورې محصل

دا لاندې انځور چې ښکاري دا په اسلام اباد کې د مونال هوټل يوه څنډه ده.
هغوى چې ورغلي وي پوهېږي چې څومره مصرف پرې شوى، او څومره زړه راښکوونکى دى؛ لاره يې بيا له هوټله هم ډېره زړه راښکوونکې ده.
راځم اصلي خبرې ته، دا هوټل پرون حکومت بند کړو.
دا هوټل د پاکستان په مرکز، اسلام اباد کې د مارګله هلز په نوم نيشنل پارک کې جوړ شوى دى او قانوني دى، خو دوى په تېر څومره وخت کې خپل تعميراتي کار کې پرمخ لاړل او د هغې لپاره يې د نيشنل پارک ونې په غير قانوني توګه ووهلې، چې همدا يې د بندېدو لامل شو.
ويل کېږي چې دا خبر لومړى په فيسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو کې وګرځېده، د کار انځورونه يې خپاره شول او په دې توګه يې د حکومت پام ځانته راواړوه.
د ټولنيزو رسنيو زور هم ځانته څه وايي، خو چې سمې وکارول شي!

پرتليزه کتنه!
– د يو هېواد لپاره اړينه ده چې (25) سلنه مساحت يې ځنګل وي ترڅو له طبيعي افتونو او چاپېريالي ستونزو نه بچ وي؛ د افغانستان د ځنګل ساحه د ټول مساحت يې يوازې (2%) دوه سلنه ښودل شوې چې دا هم باوري نه ده او اټکل کېږي چې دا (1%) يو سلنه ده، په داسې حال کې چې د پاکستان د ځنګل ساحه د ټول مساحت يې (5.2) سلنه ده.
– زمونږ ځنګلات اوس هم په يو غټه اندازه وهل کېږي او ونې او لرګي مو په قاچاقي ډول ګاونډيو هېوادونو ته ځي، خو برعکس پاکستان دغسې قانون پلي کوي او د ځنګل د ساتنې برخه کې دغسې جدي دى.
– زمونږ دولت له جوړېدو وروسته بيا تر ننه داسې کوم غټ د ونو کرلو پلان يا پروژه نه ده عملي کړى، خو برعکس پاکستان په خيبر پښتونخوا کې په (2018) م کال کې د يو بليون ونو د کرلو پروژه له خپل وخته مخکې بشپړه کړه او په نړۍ کې لومړى هېواد شو چې د ونو د کرلو دومره غټ کمپاين او يا هم پروژه ترسره کړي. ددې پروژې له برياليتوبه لږ وروسته يې په همدې کال کې په ټول پاکستان کې د لس بليونه ونو د کرلو پروژه پيل کړه چې په پنځه کلونو کې به يې بشپړه کړي.
– که چېرې قانون دغسې په زور او کمزور يو رنګه پلي شي هلته بيا هېواد پرمختګ کوي، زمونږ له کونړه غټ خلک او چارواکي لرګي وړلى شي خو غريب يې نه شي وړلى.
– او اخري پرتله به زه د افغانستان او د پاکستان د عوامو وکړم، هغه داسې چې له کرونا له پيله بيا تر ننه چې زه کله هم د چاپېريال ساتنې اړوند ليکنه وکړم، نو ډېرى ورونه راته کمنټونه وکړي چې کرونا درته چاپېريال پاک کړو، نور يې ډېر کيسه کې کېږئ مه! لومړى خو دا چې دا کرونا يوازې افغانستان کې ده؟ او که نوره نړۍ کې هم ده؟ بله دا چې په پاکستان کې ددې هوټل د بندولو غټ لامل همدا فيسبوک او ټولنيزې رسنۍ دي چې هغه همدا زما د فيسبوک د ملګرو غوندې عوام چلوي، خو تاسې توپير وګورئ!! او اخري دا چې کرونا که چاپېريال څه ناڅه پاک کړو د هغې مطلب دا نه دى چې عمري به پاک وي، بلکې دا پاکوالى شايد د کرونا له ختمېدو وروسته په څو مياشتو کې بېرته په ککړتيا بدل شي، چې په دې اړه ما په خپله بله ليکنه (کرونا او چاپېريال ساتنه) کې تفصيلي بحث کړى.

نوټ:
نيشنل پارک هرې هغې ساحې ته ويل کېږي چې د خپلې ښکلا له امله د حکومت له خوا ساتل کېږي، په دې کې د حيواناتو ښکار او د ونو بوټو له منځه وړل بند وي؛ خلک ورته چکر او تفريح لپاره ورتلى شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *