د کابل د هوا ککړتيا؛ لاملونه، اغېزې او حللارې!

ليکنه: حذيفه هلال

مخکې له دې چې مونږ د هوا د ککړتيا او بيا په کابل کې د هوا د ککړتيا په لاملونو، اغېزواو يا حللالرو وغږېږو، بايد لومړى پوه شو چې د هوا ککړتيا څه ته وايي؟
د هوا ککړتيا:
هوا د غازونو يو ترکيب دى، که له هغې ترکيب څخه يو غاز يې يا کم يا ډېر شي، هوا ککړېږي. همدارنګه که کوم بل نوى غاز او يا هم ذرې هوا ته داخلې شي، دلته هم د هوا ککړتيا رامنځ ته کېږي.
د هوا د ککړتيا لاملونه هم انساني دي او هم طبيعي.
د هوا ککړتيا دوه ډولونه لري:
– دننۍ د هوا ککړتيا:
دا د کور دننه د هوا ککړتيا ته وايي.
– باندنۍ د هوا ککړتيا:
په اټموسفير کې د هوا ککړتيا ته وايي.
دننۍ د هوا ککړتيا د باندنۍ هوا ککړتيا څخه لس ځله ډېره خطرناکه ثابتېدلى شي.

د کابل د هوا ککړتيا:
د کابل د هوا ککړتيا د نورې نړۍ د هوا له ککړتيا سره توپير لري، لومړۍ خبره دا بدبختانه د کابل د هوا د ککړتيا غټ لامل د لسيزو راپديخوا مسلسل جنګ دى چې هيڅ پاى نه مومي. دوهم دا چې د کابل د هوا ککړتيا موسمي ده، لکه څرنګه چې کابل کې د ژمي واوره کېږي او يخني ډېرېږي نو خلک د ځانونو او کورونو د ګرمولو کوښښ کې وي، دوى بيا بېکاره د سون مواد کاروي چې هوا ته خطرناک غازونه توليدوي او د هوا ککړتيا رامنځ ته کوي.

د کابل د هوا د ککړتيا لاملونه!
د کابل ښار د يو مليون انسانانو او 75000 موټرونو لپاره جوړ شوى و، خو اوسمهال په کې له پنځو مليونو انسانانو او څلور سوو زرو ډېر موټرونو وجود لري. مونږ ويلى شو چې د کابل د هوا د ککړتيا له ستر لاملونو څخه د انسانانو نفوس او د موټرو شمېر سر کې ځاى لري.
د کابل د هوا ککړتيا طبيعي او انساني ده، خو طبيعي يې په کمه اندازه او انساني ونډه بيا پراخه ده. په طبيعي لاملونو کې مونږ ويلى شو چې د ژونديو موجوداتو د مړو جسدونو خوړنه د مايکرو اورګانېزم يا د وړو او په سترګو نه ليدونکو ژونديو موجوداتو په واسطه چې دا هوا ته خطرناک ګازونه لکه ميتان او نور توليدوي. دوهم طبيعي لامل مونږ د حرارت د درجې لوړوالى هم ښودلى شو، هغه داسې چې په دې سره له ککړې خاورې او ککړو اوبو څخه خطرناک ګازونه توليدېږي.
په انساني لاملونو کې چې د کابل د هوا د ککړتيا اصلي لامل بلل کېږي، دغه راځي: د انسانانو او موټرونو له حده ډېر شمېر، د تېلو د کيفيت ټيټوالى، د سون د موادو د کيفيت ټيټوالى، په ازاده فضا کې د ګندګۍ غورځول او پرېښودل، د خلکو له خوا د ګندګۍ سوځول، صنعتي بوختياوې، او په يوه وړه اندازه د اوسپنې د ويلي کولو او جوړولو فابريکې.

د کابل د هوا د ککړتيا اغېزې او تاوانونه!
د روغتيا نړيوالې ادارې يا WHO په 2016 م کال کې يو راپور خپور کړو چې په کې يې ليکلي وو: کابل کې هر کال 3000 تنه انسانان د هوا د ککړتيا له امله مړه کېږي، چې دا شايد په ترورېزم کې د مړو کېدونکو انسانانو له شمېر نه هم اوچت وي.
مونږ کولى شو چې د کابل د هوا د ککړتيا اغېزې او تاوانونه په دوو برخو وويشو چې په لاندې ډول دي:
– انساني صحت باندې اغېزې: د WHO له پورته ذکر شوي راپور څخه مالومېږي چې د کابل د هوا د ککړتيا اغېزې په انساني صحت باندې څومره ډېرې دي، زه به يې دلته لنډه يادونه وکړم: لنډ مهالي او خفيفې اغېزې او تاوانونه يې د پزې، سترګو او ستوني راپارېدل او خوږېدل او نور مختلف حساسيتونه راپارېدل؛ او هغوى چې بيا په ډېره اندازه او د ډېر وخت لپاره د کابل د هوا د ککړتيا سره په تماس کې پاتې شي هغوى د ساه بندۍ تکليفونه او مختلف ډوله کنسرونه پيدا کوي.
– چاپېريال باندې اغېزې: د هوا د ککړتيا له امله په کابل کې د خوراکي ځنځير زهري کېدل او يا هم خطري کېدل؛د ځمکې په ټروپوسفير کې د اوزون ګاز د ډېروالي او په سټراټوسفير کې د اوزون د کموالي لامل کېدل، چې دواړه حالته د چاپېريال لپاره ډېر تاواني دي؛ تېزابي بارانونه رامنځ ته کېدل چې دا په شينوالي، ودانيو، د خاورې په کيفيت او د چاپېريال په نورو برخو مختلفې اغېزې لري؛ او په اخره کې دا چې د هوا ککړتيا نړيواله تودوخه د ډېروالي خوا ته وړي، ځکه د موټرونو له تېلو څخه نيولې تر د ودانيو د ګرموونکو شيانو او تر بل هر سوځوونکي توکي پورې، چې بيا يې لا کيفيت هم خراب وي، هوا ته د کاربن ډاى اکسايډ ګاز توليدوي چې دا يو ګرموونکى ګاز دى او همدارنګه د لمر تودوخه او حرارت د ځمکې په اټموسفير کې بنده ساتي.

وړانديزونه او حللارې!
وړانديزونه او د حللارې مونږ په دوه ډوله ويشلى شو:
– انفرادي مسوليت: د انرژۍ او برېښنا کم او يا هم په حد کې کارول، چې که څومره مونږ کمه برېښنا وکاروو په هماغه اندازه د برېښنا په توليدوونکي آلې فشار کم راځي چې دا په همدومره اندازه د هوا د ککړتيا د مخنيوي لامل کېږي؛ دندې، کار او يا هم ښار ته چکر وهلو لپاره په شخصي موټر کې د تګ پر ځاى د صحي ټرانسپورټ کارول لکه پلى تګ، بايسکل باندې تګ، عمومي بسونو کې تګ او نور؛ د دننۍ ککړتيا مخنيوى، ځکه انسانان 80% وخت په کور تېروي، په دې کې د کور پاک ساتل، د رنګ کولو وخت کې صحي رنګونه کارول، د بېکاره پر ځاى سم او غوره د سون مواد کارول، د سګريټو او نورو نشو څخه ځان ساتل؛ په ازاده فضا کې ګندګۍ د سوځولو مخنيوى؛ په فردي توګه خلکو او عوامو ته په دې اړه عامه پوهاوى ورکول او په اخره کې په فردي توګه د ونو کرل او حفاظت.
– د حکومت مسوليتونه: په فابريکو او شرکتونو د ماليې ايښودل او که چېرې د هوا د ککړېدو په ډېره اندازه لامل وي نو د ماليو لوړول؛ کمپنپانو ته د Pollution permit ورکول چې دا کمپنيانو ته اجازه ورکوي څو تر هغې اندازې کاربن ډاى اکسايډ توليد کړي چې تاواني نه وي، ګټه به يې دا وي چې کمپنيانې به توليد هم کوي او د هوا د ککړتيا لامل به هم نه ګرځي، که ګرځي هم نو په هاغه اندازه چې حکومت ورته ټاکلې وي؛ د بديلو انرژيانو رامنځ ته کول لکه د سولري برېښنا پروژې پپل کول؛ د هوا د ککړتيا په برخه کې د نوي عصر سره سم قوانين رامنځ ته کول او بيا يې عملي کول؛ د عامه پوهاوي پروژې کول ترڅو عوام پوه شي ځکه زمونږ يو تر ټولو لويه ستونزه داده چې عوام مو د هوا د ککړتيا او په عموم کې د چاپېريال د ککړولو له اغېزو او تاوانونو نه دي خبر؛ او په اخره کې د ونو کرلو او بيا يې د حفاظت لپاره سترې سترې پروژې پيل کول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *