د پولو بیا پرانسته او پر افغان صادراتو یې اغېز

امان الله کاکړ

د کرونا وبا له امله د نړۍ په سطحه ډېر هېوادونه د نورو برخو ترڅنګ د صادراتو او وارداتو په برخه کې سخت وځپېدل. د افغانستان لویه کچه صادرات چې ګاونډي هېواد پاکستان ته ترسره کېدل د روان کال مارچ میاشتې څخه تر جون ۲۲ نېټې پورې یاد هېواد ته د کرونا وبا خپرېدو وېرې له امله د پاکستاني لوري لخوا بند کړای شوي وو.[۱] له دې وړاندې هم پاکستان د مختلفو لاملونو له کبله افغانستان سره خپلې ګډې پولې د افغان صادراتو پر وړاندې تړلې وې چې له امله یې افغان سوداګرو ته په لویه کچه زیانونه اوښتي وو. د CSRS په دې تحلیل کې مو ګاونډي هېواد پاکستان سره د صادراتو په برخه کې د پرتو ستونزو په حل لارو او د هېواد پر صادراتو د پولو پرانستلو اغېزې مو تر بحث لاندې نیولي دي.

د افغانستان صادراتو ته ځغلنده کتنه

د افغانستان صادرات چې د ناخالصو کورنیو عوایدو ۲۰ سلنه جوړوي، تر ټولو کمه کچه یې ۶۹.۱ او تر ټولو لویه کچه یې ۸۷۵.۲۴ میلیونو ډالرو ته رسیږي. او  په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان صادراتو کچه ۸۶۳.۸۳ میلیون ته رسېدله چې د نړۍ په سطحه د زیاتو صادرونکو هېوادونو له ډلې په ۱۴۱ شمیره کې ځای لري.[۲]

افغانستان د صادراتو په برخه کې انګور، نورې تازه او وچې میوې، سبزیجات،  قالینې، د ډبرو سکاره، قیمتي ډبرې او یو شمېر نور مختلف څیزونه یو شمېر هېوادونو ته د سلنې په حساب په لاندې توګه صادروي چې د هغې جملې:

پاکستان ته (٪ ۴۲.۹)، هند (٪۴۰.۶)، چین (٪ ۳.۲)، ترکیه (٪ ۲.۵)، ایران (٪ ۲.۳)، عربي متحده امارات (٪ ۱.۸)، عراق (٪ ۱.۵)، تاجکستان (٪ ۰.۸) سعودي عربستان (٪ ۰.۷)، جرمني (٪ ۰.۶) او قزاقستان ته (۰.۵) سلنه صادرات لري.[۳]

که د لویو وچو په حساب د افغانستان صادرات پرتله کړو، نو آسیايي هېوادونو ته ٪ ۹۸.۱، اروپايي هېوادونو ته ٪ ۱.۴، شمالي امریکا ته ٪۰.۴، اسټرلیا ته ٪ ۰.۱ او افریقا ته (۰.۰۲) سلنه صادرات لري.

د افغانستان صادرات د وارداتو په پرتله خورا ډېر کم دي او ټول صادرات د وارداتو ۵ سلنې ته رسیږي.[۴]

پاکستان ته د افغانستان صادرات

افغانستان چې په وچه کې راګیر هېواد دی د صادراتو په برخه کې وخت په وخت له پراخو ستونزو سره مخ شوی دی. سیاسي او امنیتي هغه حالات دي چې ډېر ځله یې د دې هېواد په صادراتو مستقیمه منفي اغېزه کړې ده.  د بېلګې په توګه د افغانستان زیاتره صادرات چې ګاونډي هېواد پاکستان سره دي، په مختلفو وختونو کې کله چې د یاد هېواد سره د افغانستان ډیپلوماټکي اړیکې خرابې شوي او یا کومه تروریستي پېښه په پاکستان کې ترسره شوې[۵] نو په ټوله کې د دواړو هېوادونو په سوداګریزه راکړه ورکړه او په ځانګړې توګه د افغانستان په صادراتو یې منفي اغېزې لرلي دي. او افغان سوداګرو ته یې په میلیونونو ډالر زیان ور اړولی دی، ځکه پاکستان د افغان سوداګرو پر وړاندې خپلې پولي تړلي او پر افغان حکومت یې پړه لګولې چې ګواکې تروریستي حملې په افغانستان کې پلان شوي دي.[۶]

که څه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۱۹۶۵ میلادي کال راهیسې د (Afghanistan Pakistan transit trade agreement) یا (APTTA) په نوم دوه اړخیزه تړون شتون لري کوم چې په ۲۰۱۰ کال کې بیاځلې تر کتنې لاندې راغی.[۷] د کوم له مخې چې افغان سوداګر کولی شي خپل سوداګریز توکي د پاکستان له لارې هند ته او همدارنګه افغانستان ته راولېږدوي او په مقابل کې پاکستانیو لاریو ته د افغانستان ټولو برخو ته د سوداګریزو توکو د لېږدولو اجازه ورکړل شوې ده. خو که وکتل شي پاکستان تل هڅه کوي چې د افغانستان په وچه کې د راګیرېدو نه په ګټې اخیستنې سره دا تړون په یو اړخیزه توګه پلي کړي اوهمدا لامل دی چې د افغانستان صادراتو پر وړاندې پراخه ننګونې راولاړيږي.

افغانستان د پاکستان لپاره تر ټولو نږدې او اقتصادي مارکیټ په توګه قرار لري او افغانستان خپل ډېر واردات له همدې هېواد څخه ترسره کوي. او که له بلې خوا وکتل شي د افغانستان صادراتو لپاره بیا پاکستان تر ټولو نیږدې او اقتصادي مارکیټ په توګه ځای لري. ولې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باوریو له امله دغه اقتصادي فرصت ډېر ځله د خنډ سره مخ شوی او په پایله کې یې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په پراخه کچه مالي زیانونه اړولي دي.

کله چې په ۲۰۱۴م کال کې پاکستاني ځواکونو په وزیرستان کې چاڼیز عملیات پیل کړل نو د افغانستان سره یې د غلام خان بندر وتاړه.[۸] له دې پرته د تورخم او چمن سوداګریزې پولې هم د پاکستاني لوري لخوا د تروریستي حملو ترسره کېدو، سیاسي اړیکو خرابولي او ځینو نورو لاملونو له کبله وخت په وخت د افغانستان پر وړاندې تړل شوي دي.

د روان کال مارچ میاشتې راهیسې پاکستان خپلې ټولې پولې د افغانستان سره د کرونا وایروس خپرېدو وېرې له کبله په هر اړخیزه توګه وتړلې.که څه هم کوویډ ۱۹ په نړیواله سطحه یوه وبا وګڼل شوه،  په لومړیو کې یې د پلازمینې کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د توکو بیې خورا لوړې کړې، ځکه له یوې مخې له پاکستان څخه افغانستان ته د وارداتو مخه ډب کړای شوه او له بلې خوا د افغانستان صادرات هم له ستر خنډ او ځنډ سره مخ کړای شول.

خو د پاکستاني چارواکو پر وینا د افغان چارواکو په غوښتنه یې یوازې افغانستان ته له پاکستان څخه د وارداتو په برخه کې په لومړیو کې په اوونۍ کې د درې ورځو لپاره د چمن او تورخم پولې پرانستلې. د جون په ۲۰ نېټه د پاکستان بهرنیو چارو ویاندې عایشه فاروقي څرګنده کړه چې هېواد به یې د افغانستان په غوښتنه او د انساني همدردۍ پر بنسټ د جون میاشتې په ۲۲ نېټه د تورخم، چمن او غلام خان بندر سوداګریزې لارې په اوونۍ کې شپږ ورځې د دواړو هېوادونو سوداګریزو توکو پرمخ او یوه ورځ به یادې لارې د دواړو هېوادونو مسافرو پر وړاندې پرانستې وي. خو که وکتل شي د لارو بیا ځلې پرانسته نه یوازې افغانستان بلکې د پاکستان ولس او حکومت ته هم ستره ګټه رسولی شي.

د افغانستان صادراتو پر وړاندې ستونزې

افغانستان چې زیاتره تازه او وچې میوې، او سبزیجات صادروي، د افغان بڼوالو او سوداګرو لپاره د پراخو عوایدو په توګه پېژندل کېږي. افغان حکومت که څه هم د صادراتو په برخه کې د ستونزو حل کولو په اړه څرګندونې ترسره کوي خو بڼوال او سوداګر بیا د حل لارو پسې سرګردانه ګرځي.

ډېر کله داسې شوي چې د تازه میوو موسم پر وخت کې بڼوال آن دې ته زړه نه ښه کوي چې خپل د تازه میوو حاصلات د ټیټو بیو له کبله بازار ته وړاندې کړي، ځکه بازار ته د وړاندې کولو مصرف کچه یې د پلورل شویو میوو د عاید څخه هم ښکته راځي. د بېلګې په توګه د فراه ولایت کروندګر هر کال نیوکې کوي چې د تازه میوو په موسم کې د یوې کیلو هندواڼې بیه یوې افغانۍ ته رسېږي، او دا کار کروندګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کوي.

د پاکستاني لوري لخوا په افغان صادراتو د مالیې زیاتوالی، د ټولو او یا ډېرو لاریو چیک کول، چې د زیات وخت نیولو له کبله تازه میوې ورسره خرابېږي او له منځه ځي. افغان توکي له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته د پاکستان په نوم راوړل او د حکومت لخوا د صادراتو په برخه کې اغېزمن پلانونه نه درلودل ښايي نور هغه لاملونه اوسي چې د افغانستان صادرات یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

پایله

د کرونا وبا څخه را پیښ خنډ او ځنډ و راخوا ‎چې ټوله نړۍ یې په اقتصادي او سوداګریز ډګر کې ولړزوله، اړینه ده پاکستان دې ته وهڅوي ترڅو د APTTA تړون په دوه اړخیزه توګه پلي کېدو ته ژمن پاتې شي، ترڅو د دواړو هېوادونو سوداګریزه راکړه ورکړه د وختي مسائلو او سیاسي بې باوریو ښکار نه شي. که څه هم د ۲۰۱۴ کال را وروسته چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر تر ډېره ښکته شوی، کوم چې د پاکستان او افغانستان په سوداګریزه راکړه ورکړه هم منفي اغېزې لرلي دي. له افغانستان څخه د پاتې بهرنیو ځواکونو وتلو سره ښايي افغانستان د صادراتو په برخه  کې د نویو ستونزو سره مخ شي، ځکه د بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته سیاسي لانجې، د بهرنیو اسعارو (ډالرو) کمېدل او نا امني ښايي هغه لاملونه وي چې د افغانستان اقتصاد په خورا لویه کچه وګواښي. نو په همدې بنسټ افغان حکومت باید د صادراتو او وارداتو په برخه کې په شته پالیسیو بیاځلې ژوره کتنه ترسره کړي. که څه هم د دویم ځل ولسمشر کېدو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې ترڅو په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه دې ته وهڅوي ترڅو د هېواد سوداګریزو توکو ته په یادو هېوادونو کې د بازار موندنې په برخه کې جدي ګامونه واخلي. دا کار د یو تشویقي اقدام په حیث د ستایلو وړ کار دی، مګر اړینه ده ترڅو د هېواد او سیمې حالاتو ته په کتو د هېواد صادراتو د کچې لوړولو په برخه کې اغېزمند ګامونه پورته کړای شي.

له دې پرته افغان دولت باید د ویزو، مالیې او د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر وړاندې د پولو تړلو ستونزې ته هر اړخیزې حل لارې ولټوي. او کروندګرو سره د سړو خونو او همدارنګه د هغو توکو په کرلو کې مرسته وکوي چې عاید یې ډېر او د هېواد وارداتو کچه ورسره راښکته کېږي. ترڅو د هېواد ډیری اړتیاوې د وارداتي توکو پر ځای په کور دننه پوره شي.

====================================================================================

سرچینې:

[۱] https://www.dawn.com/news/1539671

[۲] https://oec.world/en/profile/country/afg

[۳] http://www.worldstopexports.com/afghanistans-top-10-exports/

[۴] https://www.files.ethz.ch/isn/193664/PB191-The-Future-of-Afghanistan-Pakistan-Trade-Relations.pdf

[۵] https://tribune.com.pk/story/1329614/border-afghanistan-shut

[۶] https://tribune.com.pk/story/1360336/pm-nawaz-orders-pak-afghan-border-reopened-immediately

[۷] https://www.files.ethz.ch/isn/193664/PB191-The-Future-of-Afghanistan-Pakistan-Trade-Relations.pdf

[۸] https://tribune.com.pk/story/2246187/1-pakistan-afghanistan-reopen-key-trade-route-june-22

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *