لنډ راپور

د افغانستان په نصاب کې د دیني افراطیت یوه مطالعه

راپور: کامران ملک آزاد لیکوال او ژورنالست

د ۱۳۹۹ کال سرطان میاشتې په ۱۸ مه نېټه د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړونو مرکز لخوا آنلاین سمینار ترسره شو.

ددغه آنلاین سمینار کلیدي ویناوال هر یو ښاغلی دکتور فضل الهادی وزین د تعلیمي نصاب کارپوه او د نصاب په برخه کې د پوهنې وزارت پخوانی لوی سلاکار، په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی او په هرات کې د آینده سازانو تعلیمې ټولنې بنسټګر ښاغلی حمیدالله حنیف، او د تعلیم او تربیې کارپوه، لیکوال او ټولنیز فعال ښاغلی مدثر اسلامي وو..

یاد سمینار د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړونو مرکز رئیس ښاغلي نصیراحمد نویدي لخوا میلمنو او د سمینار ګډونوالو ته په ښه راغلاست ویلو سره پیل شو. او نوموړي په لومړي سر کې د موضوع په ارزښت خبرې ترسره کړې.

د سمنیار لمړي ویناول دکتور فضل الهادی وزین د هغې څېړنې په اړه چې په دې وروستیو کې د نصاب په اړه د افغانستان د مطالعاتو انستیوټ لخوا خپره شوې وه خبرې ترسره کړې. او دا کار یې یو تعصبي او یو اړخیز قضاوت په توګه یاد کړ. د ښاغلي وزین پر وینا د خپور شوي راپور د لومړی کرښې څخه ښکاري چې څیړونکي د څېړنېزو اصولو په خلاف په لمړۍ برخه کې قضاوتونه ترسره کړي دي. ښاغلي وزین د نصاب په برخه کې د وروستي خپور شوي راپور په اړه زیاته کړه:

د دین مفهوم د لیکوال له نظره د ملحدو غربي ټولنپېژندونکو لکه مارکس، دو رکیم، ماکس وېبر او ګیډنز د هماغو مشهورو ماتریالېستي نظریاتو تائید او یا پرې د صحت ټاپه وهل دي. (۱۳- ۲۵ پاڼې) یعنې دین د انسان په لاس جوړ شوی شی او یوه ټولنیزه پدیده ده؛ نه د الله عزوجل لخوا رالېږل شوی رسالت.

دغه راپور د افغانستان د تعلیمي نصاب په کتابونو د ایمان، اسلام، دیني عقایدو او اسلامي اخلاقو مفهومونه د مذهبي تعصب او مطلقیت سمبولونه بولي. (۳۸، ۳۹ پاڼې)

د بېلګې په توګه، لیکوال په نصاب کې د ځینو کتابونو پیل په حمد او نعت د تندلاری د پیلامه بولي او وايي چې د خدای او پیغمبر ستاینه د زده کړې، لیک، لوست، فکر کولو او… ځای نیولی دی. (۳۸ پاڼه).

د ښاغلي وزین په وینا د څيړونکي د دیني مطالعې کچه تر ډېره بریده ټیټه ښکاري ځکه چې د حنفي مذهب مؤسس مشر نه پيژني او امام محمد حنفي یې بنسټګر ګڼي.

ښاغلي وزین په پای کې زیاته کړه چې: راپور د افغانانو تر منځ د قومي او ژبنیو تعصباتو د فتنو اور ته لمن وهي، د مثال په توګه، په درېیمه برخه کې د افغانستان د ښوونیز نصاب د سیاسي والي تر نامه لاندې افغاني هویت او منل شوي ملي مصطلحات لکه ولسوالي، پوهنتون او نور د توکمیز فاشېزم بېلګې ګڼي. (۱۰۵، ۱۰۶، ۱۰۷ پاڼې).

د سمینار دوهم ویناوال قدرمن استاد حمیدالله حنیف وو چې نوموړي په خپلو څرګندونو کې داسی وویل: په لومړي سر کې که وګورو دغې خپرې شوې څېړنې هغه اداره او لیکوال په دې توګه رسوا کړل چې هغوی څه ویل غواړي او څه ته کار کول یې موخه ده. څیړونکې او هغه اداره چې دغه څېړنه یې خپره کړې، په اصل کې د افغانستان قوانینو ته هم پابند نه ښکاري. ځکه چې د هېواد د اساسي قانون په ۴۵ مه ماده کې راغلي چې دولت باید د اسلامي احکامو، ملي کلتور او علمي اصولو او کړنلارو په رڼا کې یو واحد نصاب رامنځ ته کړي او همدارنګه زیاتوي چې په هېواد د مکاتبو نصاب په افغانستان کې د عملي کېدونکو مذاهبو په رڼا کې باید تنظیم شي.

خو بل خوا بیا د اساسي قانون درېیمه ماده وایی چې: په افغانستان کې هیڅ قانون باید د اسلام مبین دین سره په ټکر کې نه وي.

د اساسي قانون په اوومې مادې کې راغلي چې افغانستان باید نړیوالې ترسره شوې هوکړې مراعت کړي.

د همدې اساسي قانون په ۱۴۹ مې ماده کې راغلي چې د اسلام مبارک دین پیروي او د افغانستان اسلامي جمهوریت اصل د تعدیل وړ نه دی. په دې معنی چې هر هغه قانون چې د اسلام مبارک دین سره په ټکر کې وي هغه په افغانستان کې د پلي کېدو وړ نه دی.

نو په دې بنسټ ویلی شو چې د ښوونې اوسنی دیني نصاب چې د اسلام مبارک دین په رڼا کې جوړ شوی، هیڅوک د دې حق نه لري چې د نصاب څخه دیني زده کړې لرې کړي، ځکه دغه کار کولو سره په څرګنده توګه د اساسي قانون مخالفت رامنځ ته کېږي.

په حقیقت کې په دغه څیړنه کې د څیړونکي خبرې یو څه ګونګې ښکاري ځکه نوموړي يه یو ځای کې ادعا کړی چې: د ښونې په کتابونو کې حمد او نعت افراطیت خپروي، اوس پوښتنه دا ده چې څیړونکي په کوم بنسټ دا ادعا کولی شي چې حمد او نعت دې افراطیت خپور کړي او نوموړي سره ددی خبری هیڅ دلیل شتون ونلري؟

ددغه سیمینار درېیم او وروستی ویناول ښاغلی مدثر اسلامي و. نوموړي د افغانستان د تعلیمي نصاب په اهمیت بحث ترسره کړ او زیاته یې کړه چې واقعا د افغانستان تعلیمي نصاب لازمه بدلونونو ته اړتیا لري او باید پدې هکله څیړنې ترسره شي خو هغه څيړنه چې پدې اړوند ترسره کیږي باید په عادلانه شکل ترسره شي.

په حقیقت کې کومه څیړنه چې د افغانستان مطالعاتو انستیتوت ترسره کړې، هغه په تعصبي شکل ترسره شوې او په څیړنه کې هیڅ ډول واقعیتونه په نظر کې نه دي نیول شوي. اسلامي صیب وویل: ددې څیړنیز مرکز مشران هڅه کوي چې پدې څیړنې سره افغان دولت او ولس ته دا وښایي چې دولت او دین داره قشر دې د ښوونې د نصاب څخه لرې وساتل شي او ورته د هیڅ ډول مداخلې اجازه ورنکړل شي.

اسلامي صیب زیاته کړه چې: دغه څیړنه چې په کیفي بڼه ترسره شوې، هغه بڼه چې کوم عیني شواهد کم او د څیړونکي شخصي اندونو ته زیاته پاملرنه کوي او دا کار د څیړنې پایله او اعتبار له منځه وړي، ځکه چې په کیفی څیړنه کې څیړونکي عیني او کره شواهدو پر ځای شخصي نظریات تر ډېره وړاندې کوي او همدغه کار پدغه څېړنه کې د یادې څېړنې د څېړونکي ښاغلي شهیر سیرت لخوا ترسره شوی دی.

په حقیقت کې څیړنه باید د موضوع مختلف اړخونو ترڅیړنه لاندې ونییسي کوم چې پدې څیړنه کې ندی نیول شوي، څیړونکي یوازې د اروپا د صنعتي انقلاب د دورې مثالونه بیانوي او د هغه وخت یوازې د هغو لیکوالونو بېلګه وړاندې کوي چې په اروپا کې د دین ضد فکر یې درلود او په دې توګه د هغه وخت د نورو لیکوالانو چې د دین پر ضد نه وو د هغوی یادونه نه ترسره کوي. خو عجیبه بیا دا ده چې د څېړنې لیکوال بیا د افغانستان یا اسلامی نړۍ وضعیت له پامه غورځوي.

اسلامي صیب څرګنده کړه چې څیړونکي باید د افغانستان او اروپا سیاسي، علمي او اقتصادي برخو ترمنځ توپیرونه مخکې له څیړنې په نظر کې نیولی واۍ ترڅو یې څیړنې یو څه اعتبار پیدا کړی وای.

ددې ترڅنګ په څیړنه کې زیاتره نظریات د اروپایي فیلسوفانو نظریات وړاندې شوي چې کارل مارکس یې یوه غوره نمونه ده خو څیړونکي د افغانستان خو لا څه کوی د آسیا لویې وچې مثالونه هم نه دي وړاندې کړي.

څیړونکي اسلام منحیث د یو ایدیالوژیک نظام په توګه تر نقد لاندې راوستی او نوموړي زیاته کړې چې اسلام خلک فکر ته نه پریږدي او برخلاف د نورو ادیانو چې د خلکو په فکر پورې هیڅ تړاو نلري.

په ټوله کې د څیړونکي قضاوتونه سطحي او فلسفوي دي ځکه نوموړی د افغانستان د ښونې نظام یو رادیکلیستي نصاب ګڼلي ځکه چې د اسلامي اصولو په چوکات کې جوړ شوی.

څیړونکي د معارف ترانه هم په فاشزم تورونوي، د مثال په توګه په ترانه کې هېواد ازاده ساتل او جوړول پکې ذکر شوي کوم چې د نوموړي په اند ناوړه کړنه ده او نوموړی پدې اند دی چې تعلیم او تربیه باید خلکو ته دیني، ملي او د هېواد پالنې فکر ورنه کړي بلکه یوازې تعلیم او تربیه باید د خلکو عقل وروزي.

اسلامي صیب په پایله کې زیاته کړه چې څيړونکی (شهیر سیرت) داسې انګیري چې د افغانستان د خلکو عقاید په عقل ولاړ ندي کوم چې شاګرد دېته اړ کوي چې په پټو سترګو نصاب ومني ځکه چې نوموړی نصاب د عقل په بنیاد ولاړ ندی. د څیړونکی په وینا  تعلیمي نصاب باید په مادیاتو او عقل ولاړ وي هیڅ راز دیني، ملي او عقیدوي مسایل پکښې شامل نشي.

د یو ګډونوال د پوښتنې په ځواب کې چې آیا واقعا په افغانستان  کې په شکل د اشکالو افراطیت شتون لري او که نه؟ او که وي ترکومه حده دی؟  ښاغلي وزین صیب د یادې پوښتنې په ځواب کې وویل: په حقیقت کې د افراطیت په تعریف کې مشکل شته هر هېواد او هر چا ددې مختلف تعریف کړی نو ځکه باید په هراړخیزه توګه دې موضع ته نظر شوی وای.

همدارنګه یو څیړونکی مخکې له دې چې مشکل وګوري او بیا څیړنه وکړي، څیړنه په حقیقت کې هغه وخت ترسره کیږي چې یو ستونزه شتون ولري او ددې ستونزې د حل یا وضاحت لپاره بیا څیړنه ترسره کېدلی شي.

زموږ سره پوښتنه دا ده چې څیړونکې دېته څه اړتیا لیدله چې پدغه موضوع بحث وکړي؟ نوموړي خو حتی د څیړنې په پیل کې هم ددې موضوع په اهمیت هیڅ ډول بحث ندی کړی، دا خو لا څه کوې چې په فرضیه یا hypothesis  برخه کې یې هم پدې اړوند څه ندي ویلي او خلکو ته یې د فرضیې مثبت او منفي اړخونه هم تربحث لاندې نه دي نیولي. د څیړونکي لمړنۍ مشکل په غیر علمي شکل د څيړنې ترسره کول دي.

دغه څیړونکي په حقیقت کې د څيړنی اصول تر پښتو لاندې کړي او هیڅ د څیړنی معیار یی ندی مراعت کړی. دا خبره به هغه مهال جوته شی کله چې تاسې د څیړنی پایله وګورئ، څيړنه په حقیقت بې پایلی ده ځکه چې پایله لمړۍ کې ذکر شوی څيړونکي د خلکو په احساسات حمل کړی او د خلکو ملي او دینی اساساتو ته یې سپکاوی کړی.

د بل ګډونوال د پوښتنې په ځواب کې حاجی وکیل صیب وویل چې ددغه څيړنې په هکله کوم قانوني کارونه ترسره شوي وویل: دغه څيړنه په ولسي جرګه کې موږ شریکه کړی، او ولسی جرګې رئیس د دیني امورو او معارف مسؤلینو سره شریکه کړې ترڅو د څيړونکو څخه د دغو مسایلو په اړه وپوښتي او که څیړونکی او اداره یې دغې څیړنې او ادعاوو ته مناسب دلایل ونلري نو څیړونکې او ادراه به يې عدلي او قضایي برخو ته وروپیژني.

د سیمینار پایله:

په ټوله کې باید ووایو چې واقعا د افغانستان په اوسني تعلیمي نصاب کې ستونزې شته خو دغه ستونزې باید په کره، دقیق او هراړخیزه توګه وڅیړل شي اما د افغانستان د مطالعاتو انستیوت لخوا د افغاني ښوونځیو نصاب اړونده څیړنه په حقیقت کې یوه اړخیزه څیړنه ده چې هیڅ قسم علمي او څیړنیز اصول پکښې په نظر کې ندي نیول شوي. یاد څیړنیز مرکز نه دا چې د څیړنو ټول اصول ترپښو لاندې کړي بلکه د افغانانو په دیني، ملي او قومي اساساتو یې ملنډې وهلي. د سمنیار پایلې په ډاګه کوي چې یاد څیړنیز مرکز د یوې اړخیزې څیړنې له امله د افغانستان ټول ولس افراطي او فاشست بللی کوم چې قانوني جرم او د افغانانو سپکاوې ګڼل کیږي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *