لنډ راپور

راپور: امان الله کاکړ

د روان کال سنبلې میاشتې په ۱۲ نېټه د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز له لوري (د سولې شهید پوهنوال دکتور عبدالباقي امین ژوند لیک او خدمتونه) تر سرلیک لاندې علمي آنلاین غونډه چې په لسګونو افغانانو د هېواد دننه او بهر پکې ګډون درلود ترسره شوه.

یادې علمي غونډې ته لومړی ښاغلي عبدالباري کبیري د مرحوم عبدالباقي امین ورور د نوموړي د کورنۍ په استازیتوب لنډ ژوندلیک په اړه وینا ترسره او د نوموړي د ژوند په مختلفو پړاوونو یې رڼا واچوله. ورپسې د سلام خصوصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد ښاغلي عطاء الحق انس د دکتور عبدالباقي امین په اکاډمیک اړخ او علمي آثارو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي انس د دکتور امین علمي کړنو، چاپي آثارو، ته اشاره وکړه. او نوموړی یې یو حقوق دان، سیاست پوه او د سولې یو رېښتینی فعال یاد کړ.

د یاد علمي بحث درېیم ویناوال د قاصد ستراتېژیکو سیمه ییزو څېړنو مرکز اجرائي مدیر حکمت الله ځلاند وو. نوموړي د سولې او سیاست په برخه کې د دکتور امین د هڅو په اړه وغږېد، نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دکتور امین په افغانستان کې د سولې او ښې حکومتولۍ طرفدار وو او په دې برخه کې زیاتې هڅې کولې. غونډې ته د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس ښاغلي استاد نصیر احمد نویدي په خپلو خبرو کې دکتور امین یو زړور سیاست وال او تکړه علمي شخصیت یاد کړ او د نوموړي کورنۍ او دوستانو سره یې د دکتور امین په وژنه ژوره خواشيني وښودله. او غوښتنه یې وکړه ترڅو د نوموړي قاتلین د قانون منګولو ته وسپارل شي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *