بین الافغاني خبرې اترې او د سولې راتلونکی

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې د روان کال مارچ میاشتې په لسمه نېټه بین الافغاني خبرې اترې پیل شې. مګر د دواړو لورو لخوا د ټاکل شوي شمېر بندیانو د نه خوشې کېدلو له امله چې د بین الافغاني خبرو اترو پر وړاندې بنسټیز شرط او خنډ وو یادې خبرې اترې تر دې دمه وځنډولې.

افغان دولت د سپټمبر میاشتې په دویمه نېټه اعلان وکړ چې د طالبانو پاتې بندیان یې له خپلو زندانونو آزاد کړي او یوازې اووه تنه بندیان چې د فرانسې او اسټرالیا حکومتونو پرې ځینې ملاحظې لرلې چې ګواکې هغوی د یادو هېوادونو د عسکرو په وژلو تورن پېژندل شوي ښايي قطر هېواد ته هم ولېږدول شي. دوحه کې د بین الافغاني خبرو اترو پیل کېدو، او هغو مواردو په اړه مو د CSRS په دې تحلیل کې شننه کړې چې د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې به تر بحث لاندې نیول کېږي.

زندانیان او بین الافغاني مذاکرات

په دوحه کې د فرورۍ په ۲۹ لاسلیک شوې هوکړې له مخې باید بین الافغاني مذاکرات په خپل وخت پیل شوای وای.[1] دا چې د زندانیانو موضوع چې د بین الافغاني خبرو اترو پر وړاندې یو بنسټیز خنډ ګڼل کېده د دواړو لورو لخوا د یاد خنډ له منځه تلل د افغان سولې په برخه کې یو ښه پرمختګ دی چې د سیمې هېوادونو په ګډون برتانیایې، جرمني او امریکا ورځنې ښه هرکلی کړی دی.[2] د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد د زندانیانو خوشې کولو په تړاو ویلي چې افغانان تر بل هر وخت د سولې طلایي فرصت سره مخ شوي او باید ګټه ترې پورته کړي. د افغان حکومت له لوري د روغې جوړې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د ټولو زندانیانو د زر خوشې کېدلو په تړاو څرګندونې او همدارنګه د حکومت او طالبانو له لوري د بین الافغاني مذاکراتو د زر ترزره پیل کېدو په تړاو څرګندونې ښیي چې رېښتیا هم افغانان تر بل هر وخت د سولې لپاره یو ښه فرصت ترلاسه کړی او باید دا فرصت غنیمت وګڼل شي ترڅو تل پاتې سولې ته د رسېدو لاره هواره کړي.

د دوحې تړون او بین الافغاني مذاکرات

د دوحې تړون له مخې امریکا ژمنه کړې چې په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې به په افغانستان کې د پېنځو اډو څخه خپل ټول فوځیان وباسي. که څه هم د هوکړې وروسته یو شمېر امریکايي فوځیان له افغانستان څخه وتلي هم دي. ، د سپټمبر په درېیمه نېټه د امریکا دفاع وزیر څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکې کې به خپل نور درې زره فوځیان هم له افغانستان څخه وباسي. که د امریکا له لوري د فوځیانو وتلو لړۍ په همدې شکل دوام پیدا کړي او تر ټاکل شوې مودې یاد هېواد خپل فوځیان له افغانستان څخه وباسي نو د افغان شخړې پای ته رسېدو په برخه کې به تر ټولو لوی پرمختګ ترلاسه شوی وي. که څه هم د امریکا ولسمشر د فوځیانو ویستلو په اړه شین څراغ ښودلی او ویلي یې دي چې په امریکا کې د ټاکنو وړاندې به په افغانستان کې د خپلو فوځیانو شمېر د 5 زرو نه تر 4500 پورې راکم کړي.[3] خو د امریکا دفاع وزارت (پنټاګان) ښايي په دې اړه متفاوت نظر ولري او په دې اړه څرګندونې د وخت مخکې کار بولي.[4]

اوربند او بین الافغاني مذاکرات

د شوې هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې چې د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې به د اوربند په هکله له افغان لوري سره خبرې اترې ترسره کوي. په داسې حال کې چې د دواړو لورو لخوا تقریباً ټول زندانیان خوشې شوي، خو لا هم د هېواد په کچه جګړو زور اخیستی او دواړو خواوو ته پکې درانه ځاني تلفات اوړي.

د زندانیانو د وروستۍ جوپې تر خوشې کېدو یوه ورځ وروسته په ننګرهار، بغلان، سرپل او یو شمېر نورو سیمو کې د دواړو لورو ترڅنګ ملکي وګړو ته تلفات رسېدلي دي. د یو منظم میکانیزم له لارې د اوربند پلي کېدل کولی شي د سولې په برخه کې د سبوتاژ کوونکو ډلو مخه تر ډېره ډب کړای شي. که چېرته اوربند پلي نه شي ښايي هغه داخلي او بهرنۍ کړۍ چې نه غواړي د هغوی ګټې د افغان سولې راتګ سره له منځه ولاړې شي د سولې پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي. د بېلګې په توګه هغوی ښايي په ښارونو کې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شي او یا هم د ټولنې مطرح سیاسي څېرې په نښه او له منځه یوړل شي چې دې کار سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د باور فضاء له منځه تللی شي. نو ځکه د باور فضاء ساتلو لپاره اوربند یو حتمي او بنسټیز شرط په توګه باید وټاکل شي ترڅو د نورو خنډونو پيدا کولو مخه ونیول شي.

د مذاکراتي پلاوو پېژندنه او پرتله

د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان حکومت له لوري شل کسیز هیئت ټاکل شوی دی، چې د علماوو، سیاسي احزابو، ځوانانو، ښځو او مدني ټولنې غړو ته پکې ځای ورکړل شوی دی. په دې پلاوي کې ځینې داسې کسان هم ګډون لري چې د سولې او لویو ملي قضایاوو په برخه کې ښايي کافي تجربه و نه لري. خو بیا هم افغان حکومت تمه ښيي چې دا پلاوی به وکولی شي د ولس غوښتنو ته په پام د سولې په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري. ځکه د دې پلاوي مشري د ښاغلي معصوم ستانکزي پر غاړه ده هغه څوک چې په تېرو څو کلونو کې یې په لوړو حکومتي څوکیو کار ترسره کړی او کافي تجربې خاوند هم دی. که څه د حکومت له لوري په مذاکراتي پلاوي کې د سیاسي احزابو انډول ته هم تر یوې اندازې پاملرنه شوېده، خو بیا هم د حزب اسلامي په ګډون یو شمېر سیاسي ګوندونه څرګندوي چې هغوی به له طالبانو سره په مخامخ خبرو اترو کې هم ګډون ترسره کړي، چې دا کار بیا نه یوازې د پلاوي شتون او واک تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې په کور دننه د سولې په اړه د پراګنده او تیتو نظرونو ښکارندويي هم کوي. د دې لپاره چې په کور دننه د سولې په اړه واحد نظر پیدا شي، اړینه ده ترڅو افغان حکومت د ټولو مطرحو سیاسي څېرو، د قومونو استازو او علمي شخصیتونو سره د سولې په برخه کې له نږدې کار ترسره کړي او د هغوی ملاتړ خپل کړي.

د ښاغلي معصوم ستانکزي په مشرۍ د افغان حکومت پلاوي غړي عبارت دي له: ذکیه وردګ، شهلا فرید، محمد ناطقي، نادر نادري، عبدالمتین بیګ، باتور دوستم،خالد نور، شریفه زرمتۍ، رسول طالب، ایوب انصاري، کلیم الله نقیبي، امین احمدي، عبدالهادي ارغندیوال، حبیبه سرابي، عنایت الله بلیغ، حفیظ منصور، زینب مؤحد، ضرار احمد مقبل او غیرت بهیر

بلخوا د طالبانو شل کسیز مذاکراتي پلاوی چې تر ډېره پکې د طالبانو د تحریک لوړ پوړي چارواکي ځای لري. د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې د هغوی د شورا ۱۳ تنه غړي هم ځای لري او دا بیا د دې څرګندويي کولی شي چې یاد مذاکراتي پلاوی تر ډېره د واک خاوند هم دی.

د ښاغلي شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالب پلاوي غړي عبارت دي له: شیخ عبدالحکیم، مولوي عبدالکبیر، مولوي نور محمد ثاقب، ملا محمد ذاهد احمدزی، ملا شیرین اخوند، ملا عبدالطیف منصور، قاري دین محمد، ملا عبدالسلام حنفي، ملا عبدالمنان عمري، شیخ محمد قاسم ترکمن، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق وثیق، مولوي مطیع الحق خالص، محمد سهیل شاهین، ملا محمد نبي عمري، انس حقاني، خیرالله خیرخوا، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا فرید

د بین الافغانی مذاکراتو لپاره لومړیتوبونه

مؤقت حکومت، د نظام شکل، ولسي جرګه او بڼه یې، مشرانو جرګه او بڼه یې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانې، د ښاروالیو ټاکنې، د عامې روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو په ګډون بیا رغونه، دولتي ادارو کې د ښځینه وو کار، بیان آزادي، د دیني علماوو علمي رتبې تثبیت او معادله، د اوبو مهارول، برق، ګاز، سوداګرۍ وده او یو شمېر نور هغه موارد دي که د بین الافغاني مذاکراتو کې په ترڅ کې تر بحث لاندې ونیول شي ښايي زیات وخت ونیسي. پر همدې بنسټ دواړه خواوې باید هڅه وکوي هغه موارد د بېلګې په توګه مخدره مواد، سرتاسري امنیت، په نظام کې ملي مشارکت، اداري فساد، شفافیت او حساب ورکونه چې افغان ولس په اغېزناکه توکه زر تر زره د سولې سره یو ځای کولی شي تر بحث لاندې ونیسي. ځکه دا هغه موارد دي چې د افغانستان امنیت، ټولنیز ثبات او اقتصادي پرمختګ ګواښي او له دې پرته نړیواله ټولنه هم په دې برخه کې افغان چارواکي هڅوي ترڅو په دې اړه لازم ګامونه پورته کړي. خو ددې وړاندې د سرتاسري اوربند پلي کېدل کولی شي د یادو مواردو پر وړاندې لوی خنډ له منځه یوسي. که چېرته اوربند دوام پیدا نه کړي ښايي د سولې اوسنی فرصت د افغانانو له لاسه ووځي.

او اړینه ده ترڅو د سیمې هېوادونه د افغانستان د ښو ګاونډیانو په توګه د سولې دې تاریخي فرصت په برخه کې د افغان ولس ترڅنګ ودریږي. ځکه په افغانستان کې تل پاتې سوله نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې د اقتصادي پرمختګ او سوکالی لامل هم ګرځېدلی شي.

سرچینې:

[1] https://www.state.gov/wp-content/uploads/2020/02/Agreement-For-Bringing-Peace-to-Afghanistan-02.29.20.pdf

[2] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-53718524

[3] https://www.defenseone.com/policy/2020/08/trump-us-withdraw-4k-troops-afghanistan-election/167456/

[4]https://www.militarytimes.com/news/your-military/2020/08/06/pentagon-not-confirming-any-plans-to-halve-us-troops-in-afghanistan-by-the-election/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *