افغان سوله؛ پاکستان ته د ګلبدین حکمتیار سفر

امان الله کاکړ

په دې وروستیو کې پاکستان ته د افغان سیاستوالو سفرونه د هغه هېواد د رسمي بلنو وروسته زیات شوي دي. په دې لړ کې د روان کال اکتوبر میاشتې په ۱۸ نېټه ښاغلي ګلبدین حکمتیار هم د صدر اعظم عمران خان په بلنه یاد هېواد ته درې ورځنۍ سفر ترسره کړ. په داسې حال چې د ښاغلي حکمتیار د سفر درې اوونۍ وړاندې د سولې شورا مشر ښاغلی عبدالله، عبدالله په یو رسمي سفر پاکستان ته تللی و. هېواد کې دننه سیاسي څېرو نه مخکې، پاکستان هڅه کړې چې قطر دفتر کې مېشتو طالبانو ته هم پاکستان ته د سفر بلنه ورکړي، چې په دې لړ د اګست په ۲۴ نېټه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو هیئت اسلام آباد ته سفر ترسره کړ او له هغې وړاندې د کابل څخه د محمد محقق په ګډون یو شمېر نورو سیاسي څېرو هم د اسلام آباد په بلنه اسلام آباد ته سفرونه ترسره کړي وو.[۱]

دا چې پاکستان ته په دې وروستیو کې د افغان سیاسیونو سفرونه ولې زیات شوي، او پر افغان سولې به څه ډول اغېزې ولري په دې تحلیل کې مو پرې شننه کړې.

پاکستان ته د انجینیر حکمتیار سفر؛ یوه لنډه ارزونه

افغانستان لپاره د پاکستان سفیر ښاغلي منصور خان پر وینا د افغان سولې په اړه د خپلمنځي خبرو اترو په لړ کې پاکستان دا پالیسي په لاره اچولې ترڅو د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت ترڅنګ افغان سیاسي مشرانو سره خپلې اړیکې نورې هم نږدې کړي ترڅو بین الافغاني خبرې اترې کامیابې پرمخ ولاړې شي. د پاکستان دې پالیسۍ ته په کتو لومړی د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو هیئت په رسمي بلنه اسلام آباد ته سفر ترسره کړ. له هغې وروسته د ملي روغې جوړې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر درلود. که څه هم تر دې مهاله په خپلمنځي خبرو اترو کې د پام وړ کوم پرمختګ نه لیدل کېږي، خو پاکستان د افغان طالبانو او افغان حکومتي چارواکو کوربتوب پر مهال په افغان سوله، سوداګرۍ او دوه اړخیزو اړیکو پراخولو کې د زیاتې مرستې ډاډ څرګند کړی وو.

ښاغلي ګلبدین حکمتیار چې په اتیایمه میلادي لسیزه کې د روس پر خلاف جهاد کې مهمه ونډه درلوده، او د جهاد په دوران کې یې پاکستان سره ډېرې نږدې اړیکې درلودې. خو د طالبانو د حاکمیت په دوران کې یې اړیکې د یاد هېواد سره سړې شوې، تر دې چې ایران ته کډه شو. د( دیسمبر ۲۰۰۱م)  پر افغانستان د امریکې یرغل وروسته؛ د ایران څخه هم ووت او د امریکې اشغال خلاف د طالبانو په خوا ودرېد او په ۲۰۱۶ کال کې یې د ملي یووالي حکومت پر مهال د ولسمشر محمد اشرف غني  حکومت سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک په ترڅ کې د څو کلنې جلا وطنۍ وروسته کابل ته راغی.[۲]

د روان کال اکتوبر په ۱۸ مه نېټه د پاکستان هېواد په رسمي بلنه ښاغلي ګلبدین حکمتیار یاد هېواد ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې د لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر عارف علوي، ملي اسامبلی او سناء مشرانو (اسد قیصر او صادق سنجرانی) ترڅنګ د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او یو شمېر نورو سیاسي احزابو مشرانو سره ولیدل.[۳] د ګلبدین حکمتیار سفر وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې څرګنده کړې وه چې د سولې په اړه د نظریاتو تبادلې، دوه اړخیزو اړیکو او د خلکو ترمنځ د اړیکو ټینګولو په برخه کې به خبرې وشي. ښاغلي حکمتیار د خپل سفر په ترڅ کې

پاکستان ته د افغان سیاستوالو داسې سفرونه عمومً باید مثبت ارزیابي شي. ځکه، له یوې خوا کولی شي دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړي، او له بله پلوه د سولې پروسه ګړندۍ کولی شی. ښاغلي حکمتیار د خپل سفر په ترڅ کې د (IPS) په نوم یو څېړنیز مرکز کې هم د افغان سولې په اړه وینا ترسره کړه.[۴] په ښاغلي حکمتیار باندې د وروستي سفر په ترڅ کې ځینې نیوکې هم ترسره شوې. هغه داچې د دیپلماتیک عرف په خلاف یې د افغان حکومت په اړه توندې خبرې وکړې او د هند او ایران په اړه یې هم توندې خبرې وکړې او دواړه هېوادونه یې په زغرده د سولې د روان بهیر په مخالفت تورن کړل. حال داچې د سولې سفیر باید د ټولو په وړاندې نرمه لهجه وکاروي او د روغې او جوړې خبرې ترې ووځي. که چېرته افغان سیاستوالو د دوو سیالو هېوادونو ترمنځ د یو لوري ملاتړ او پر بل تورونه لګوي، نو بې له دې چې ګاونډي هېوادونه د سولې په وړاندې لاهم حساس شي او په دې لاره کې خنډونه جوړ شي، بله کومه لاسته راوړنه ښايي و نه لري.

پر له پسی سفرونه او پر سوله یې اغېزې

پاکستان ته د ښاغلي حکمتیار او نورو سیاستوالو له وروستیو سفرونو دا په ډاګه کېږي چې پاکستان په دې کوښښ کې دی تر څو راتلونکې افغان حکومت سره د اړیکو پراخولو لپاره د افغان سیاستوالو ملاتړ له اوس نه خپل کړي او ښایي دا لامل هم وي چې طالبانو ته وښيي چې پاکستان کولای شی د طالبانو پرته د نورو افغان سیاستوالو سره هم نږدې اړیکې ولري. د پاکستان دې نوې پالیسۍ په لړ کې د یاد هېواد پارلمان مشر اسد قیصر په رسمي بلنه تر حکمتیار وروسته د افغانستان ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني په مشرۍ ۱۷ کسیزه هیئت د اکتوبر په ۲۳ نېټه اسلام آباد ته ولاړ.[۵] د افغانستان او پاکستان د پانګونې دوه ورځنۍ غونډې ته چې د ولسي جرګې مشر سفر په ترڅ کې ترسره شوې، لومړي وزیر عمران خان په ډاګه کړې چې پاکستان سره دا اندېښنه شته چې هند به افغان خاوره د پاکستان پر خلاف وکاروي. د لومړي وزیر دې څرګندونو ته په کتو، ښايي پاکستان به په افغان سوله کې هغسې رول ونشی لوبولی، په کوم ډول چې ددې هېواد چارواکي یې په اړه څرګندونې کوي. د هغې لامل ښايي دا وي چې طالبان د پخوا په نسبت د پاکستان له فشار او اغېز څخه په کافي واټن کې دي. په همدې پار پاکستان نه یوازې له افغان حکومت بلکې د حکومت مخالفو سیاستوالو سره نږدې اړیکو جوړولو هڅې ګړندۍ کړي دي ترڅو له یوې خوا پر طالبانو فشار وارد کړي او له بلې خوا د افغان سیاستوالو څخه په ګټې اخیستنې، د افغان حکومت پام دې ته واړوي څو د سولې نه وروسته افغانستان کې د یاد هېواد ګټې خوندي وساتي.

ښاغلی حکمتیار د افغان سولې په اړه د لنډ مهالي حکومت پلوي کوي. د نوموړي په اند له اوربند مخکې دې لنډ مهالی حکومت رامنځ ته شي ترڅو اوربند پلي شي ځکه طالبان نه غواړي له اوسني حکومت سره کار ترسره کړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت پلاوي په دوحه کې لاهم د بین الافغاني خبرو اترو پیل کېدو لپاره په طرز العملونو کار کوي چې د تمې خلاف یې یو نیم میاشت وخت یې ونیو. ښاغلی حکمتیار بیا په دې هڅه کې دی ترڅو د حکومتي پلاوي پرته د سیاسي- جهادي احزابو په راغونډولو سره له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي هغه څه چې ترسره کیدل یی ناشونې ښکاري او د کېدو په صورت کې هم  له طالبانو سره په داخل کې دسولې لپاره د ملي اجماع هڅی تر پوښتنې لاندې راولي. په هېواد کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو وړاندې یو شمېر نورو سیاستوالو هم د لنډ مهالي حکومت رامنځ ته کېدو په اړه غوښتنې کولې. خو د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو سره د لنډ مهالي حکومت رامنځ ته کېدو غوښتنې تتې شوې.

د سیمې ځینې هېوادونه د لکه ایران او هند چې د اوسني حکومت ملاتړي دي، هڅه کوي ترڅو اوسنی حکومت خپله موده پوره کړي هغه څه چې ښايي د پاکستان لپاره په زړه پوری نه وي. بلخوا د افغان سولې په اړه د امریکا او پاکستان وروستیو هڅو د پخواني ولسمشر حامد کرزي خاموشي ماته کړې. د نوموړي په آند افغان سولې په اړه هره پټه معامله افغانانو ته د نه منلو وړ ګڼلې ده.

په همدې خاطر دا هم اړینه ده ترڅو افغان سیاسیون او د سولې فعالین، افغان خاوره د هند او پاکستان د سیالیو له ډګر څخه وساتي او د سولې په دې نازک حالت کې داسې ډول څرګندونې ترسره نه کړي چې افغان سوله ترې په منفي توګه اغېزمنه شي.

پاکستان او نورو ګاونډي هېوادونو ته د افغان سیاستوالو سفرونه کولی شي دوه اړخیزه اړیکو ټینګولو او افغان سولې پروسې ګړندۍ کولو کې مرسته وکړي، خو په دې شرط چې سیمه ییزې سیالۍ په نظر کې ونیول شي او د افغانستان ملي ګټې او د سولې ټینګښت یې اساسي موخه وی.

[۱] https://www.arabnews.pk/node/1753396

[۲] https://www.aa.com.tr/en/asia-pacific/hekmatyar-in-pakistan-to-further-afghan-peace-process/2011583

[۳] https://www.dawn.com/news/1585894/gulbuddin-hekmatyar-says-afghans-consider-pakistan-as-a-second-home

[۴] http://www.ips.org.pk/a-talk-by-eng-gulbuddin-hekmatyar/

[۵] https://www.pakistantoday.com.pk/2020/10/22/afghan-parliamentary-delegation-due-in-islamabad-on-friday/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *