اسلامي ډلې؛ لاسته راوړنې او پرېوتنې

محمد زمان مزمل[1]

لنډیز

په مسلمانه نړۍ کې اسلامي ډلې له یوې پېړۍ څخه زیاته مخینه نه لري؛ خو بیا هم په دې یوه پېړۍ کې اسلامي ډلې ډېرې متنوعې او تګلارې یې تر ډېره له یو بل څخه بېلې وي. په اسلامي ډلو کې توندلاري جهادیان، له توندلارۍ پاک تبلیغي جماعت، ډیموکراسۍ او انساني حقونو ته ژمن اسلامي تحریکونه او ډیموکراسۍ ضد دکتاتوري ډلې هم شاملې دي. شاید له دې هم زیاتې متنوع وي.

دا چې په اسلامي نړۍ او په تېره بیا د اسلامي ډلو زیږنده په کومو شرایطو کې وشوه او څرنګه جهادي ډلې له اسلامي تحریکونو څخه سر بېل کړ؟ دغه راز اسلامي ډلو له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې، په بېلابېلو پړاوونو کې څرنګه تکامل وموند او په خپله د اسلامي ډلو دننه دغه وېش په هر پړاو کې څرنګه ارت شو؟ په دې مقاله کې دا او دې ته ورته پوښتنې ځواب شوي دي.

کیلي: اسلامي ډلې، جهادیان، اخوانیان، القاعده، طالبان، داعش

 

یو طبیعي وېش

مذهب، سیاست او ادب په انساني میدان کې په طبیعي ډول له وېش او تعدد سره مخامخ کېږي.

مذهب هغه تر ټولو په مقدس پړاو کې هم د تقسیم ښکار ګرځي؛ سیاست آن هغه د عروج او د خپل هرم د سر د پړاو په اوج کې د تعدد او وېش مثالونه لري؛ ادب همداسې او تر دې زیات.

هغه مهال چې د خدای پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مدینې اېډیال جوړښت خپلو ملګرو ته وسپاره، د دېرشو کلونو دننه قومي تړاو او رابطې پکې د اُموي او عباسي اختلافاتو ریښې وغځولې.

د هارون رشید، احمدشاه ابدالي او بایزید په مرګ درې مهمې سیاسي امپراتورۍ عباسي، افغاني او عثماني دولت له داسې تقسیم او پېښو سره مخامخ شوې چې په هر ځای کې کم ظرفه میراث خورو پکې د پرمختګ پر ځای پر تقسیم او برخو راوګرځېد.

پورته مطلب په افغانستان کې د ډلو په منځ کې له بل هر ځای څخه زیات او بدرنګه مثالونه لري؛ د افغانستان د فاتح جهاد اول سباون یې تر هر ځای زیات تیاره او بدرنګه مثال دی.

انسان چې د مذهب په تفسیر له یوه پلاره او یوې مور څخه پیدا تاریخ لري، هغه دغه طبیعي وېش هومره مسخره ځای ته ښکته کړی چې لا د غوایي پر خدایۍ، تقدس او خدایيتوب(حیوانیت) جدل او جنګ یو طرفه نه شو؛ وایه د یهودو او چینایانو له متضاد دستارخوانه چې د سفر په تنګ ماحول کې آن په یوویشتمه پېړۍ کې هم یو د بل په څنګ کې نه کیښني.

یو تدریجي انحراف!

د ژوند هر اړخ چې را واخلو هغه د لومړیتوبونو په بنیاد په داسې مهارتونو او ارزښتونو ولاړ او روان دی، چې د ګټونکي سم او ناسم پکې باید د اختلاف لامل په دې خاطر نه شي چې یا يې یو طرف پکې د ترجیح دلایل لري او یا دواړه طرفه پکې یو مجاز تقسیم ناروا جګړه جوړه کړې ده چې دا او هغه مرجوح طرف پکې د یو انحراف د تدرج پېل دی.

یوه تاریخي مخینه!

د اسلام په پېل کې هغه مهال چې بلا ملتونه او د متعددو امپراتوریو وګړي د اسلام په قلمرو کې داخل شول؛ مسایل او د حاکمې طبقې مصالح دا دواړه هغه څه و چې بالمقابل د اسلام د سیاسي نظر په محتویٰ او تشکیل کې د یو بد تعدد نمونه پرېښوده.

هغه د وخت کمکی اختلاف چې د اسلام د سیاسي نقطې نظر په اړه پېښو او حساسو مسایلو حَساس کړ هغه د لږې مودې په تېرېدو د ملتونو د تمدنونو متفاوت سوچ د سُني او شیعه پر هغه تعدد او اختلاف ودراوه چې پاتې (13) پېړیو؛ نه دا چې حل یې ورته پیدا نه کړ، بلکې هغه د اختلاف د سر ټکی د هر چا له یاده وتلی دی. ځکه چې د پېل په زمانه کې  فتواوو، ټاپو او د دښمنیو دغه بدرنګ رسم نه و.

خدای خبر چې د اسلام په تاریخ کې دغه تقسیم څومره پراخ وغځېد.

معاصرې ډلې؛ او د سید جمال الدین افغان اُمت ژغورونکی دعوت!

په اسلام کې د ډلو د پیدایښت بنیاد د خلافت په قضیه کې له اختلاف څخه منبع اخلي. په پېل کې دغه اختلافات د یو اکثریت او د مدینې د پرګنو مخکښو صحابه‌وو اکثریتي پرېکړو ته سر ټیټ کړ او حضرت علی رضي الله عنه د هغه جریان پر وړاندې چې د ده له نظر سره موافق نه و خو لکه یو موافق روان او چوپ پاتې شو. ولې د وخت په تېرېدو او د عملي اجراءآتو او بیا د خلیفه د تبدېلۍ په مواقعو کې څه داسې پېښې او اجراءات وشول چې تېر اختلافات یې را ژوندي او د یوې قوي توطئې په لړ کې یې اُمت د شیعه او سني په اختلاف کې ښکېل کړ.

وروسته او په وروستیو نسلونو کې چې د دغه اختلاف د کابو کولو په خاطر باید د اُمت د ګډ مصلحت په خاطر کار شوی وای، د طرفونو مخکښان پکې مزید ښکېل شول او دغو اختلافاتو ته یې هغه مذهبي رنګ ورکړ چې که د سُني طرف مخکښ اتلان امام ابو حنیفه رحمه الله او امام ابو یوسف رحمه الله نه وای، نو د ډلو تکفیر به په افراطي ډول او د اُمت د عملي ټکر تسلسل به پکې هماغسې تود روان پاتې شوی وای.

دا چې مخکښانو پکې د اهل قبله له تکفیر څخه ډډه وکړه او د مخالفانو تعقیب او د تنګولو چانس یې پر نظام او حکمران بند کړ، د دغو اختلافاتو او فتنې اور یې کابو کړ.

د وخت خلفاء او حکومتونو خپل اجراءات درلودل؛ ولې د وخت مخکښ علماء په دې سیاسي اختلاف کې له دغو سره نه وو.

امام ابو حنیفه رحمه الله چې د وخت باوري مرجع وه؛ ولې د  پېغمبر صلی الله علیه وسلم د لمسي پر ضد د حکومت د عکس العمل مخالف و.

په همدې موخه یې له دغو خلفاوو سره له کار او دندې څخه ځان لرې ساته.

شیعه طرف چې په سیاست کې څنډې ته شو. کړاو او پړاو هغو تنګو پرېکړو ته ټیټ کړل؛ ولې سُني مراجعو د سیاسي حکمرانانو پر وړاندې همېشه د مخالفت بېرغ پورته کړی او د امت د تقسیم او فتنو مخه یې نیولې وه.

دا چې اکثریت پکې پر همدې خوا ودرېد او د مخالفت د تحمل تهذیب پکې پر فتوا ودرېد، دا د دیني مراجعو عقلمند دریځ و.

په همدغه بغداد کې چې تر نیمو زیات اوسېدونکي یې شیعه‌ وو، پیړۍ-پیړۍ تېرې شوې چا پکې د شیعه د سُني کولو پروژه جبراً عملي نکړه لکه په صفوي دوران کې چې سُني ایران پر زور شیعه کړای شو او دا هغه هوښیاري وه چې سُني مراجعو د مخالف د نه تکفیر او نه سُني کولو په احتیاط کې د اُمت په ژغورلو کې وکړه.

د عثماني خلافت د سقوط اندېښنه چې تر هر چا زیات لوی سید جمال الدین افغان ورته متوجه شو او بیا په اسیا او افریقا کې د غربي امپراتوریو مداخلې دا دواړه هغه څه وو چې سید یې خطرات تر پېښیدو مخکې درک او د خپل لالهانده ژوند په اوږدو کې د مقابلې هغه بستر وغځاوه چې پر همدې بستر د شهید حسن البناء، امام مودودي او مولانا محمود الحسن دیوبندي فکري نهضتونه هغه مهال پیدا او جوړ شول چې مسلمانانو پکې هر څه د صفر حد کې بایللي وو.

د پرنګي پر ضد د حساس امیر شیر علي خان په دوران کې د ځوان سید له افغاني امیرانو سره رابطه پیدا شوه او هغه په خپل  نبوغ درک کړه چې د پرنګیانو سره مبارزه د مذهب او مذهبي مشرانو توجیه او د ملتونو بېداري غواړي. هغه په دواړو ساحو کې په یوه سر هومره مؤثر کردار اداء کړ چې د وخت عیاشو یا اوباشو حکمرانانو دغه نوښتګر سیاسي مصلح پخپلو هېوادونو کې ونه شو زغملی؛ ولې د سید له افکارو متأثرو شاګردانو نیمه پېړۍ له استعمار سره په اسیا او افریقا کې ژوندۍ مبارزه وکړه.

دا چې له هغه نه سیاسي ډله او ځانګړي میراث  خواره پاتې نه شول؛ لامل یې دا و چې هغه په واقعي معنا د یو واحد اُمت د ژغورلو دعوتګر و.

نهضتي ډلې

که څه هم یوه پېړۍ مخکې په نږدې فاصله کې دوه سیاسي او مذهبي خوځښتونه وو: یو د محمد عبدالوهاب او بل د سید جمال الدین افغان خوځښتونه وو. ولې حقیقت دا دی چې که سید متزلزل عثماني خلافت ونه شو ژغورلی نو په متلاشي اُمت کې یې دغه توانمندي پیدا کړه چې د استعمار نظامي حضور یې په رښتیا بې ثباته کړ چې بیا غرب پکې د غلامو حکمرانانو تر چتر لاندې د شرق او اسلامي نړۍ بله او بده نقشه عملي کړه.

په دویم پړاو کې؛ د سید پر میراثه شهید حسن البنا او امام مودودي د نهضتي ډلو هغه بنیاد کېښود چې نږدې یوه پېړۍ شوه چې دغو غلامو حکمرانانو او د هغوی بادارانو ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي.

که څه هم مصر او هند د دغو لویو بزرګوارانو له عمل او سوچ څخه د یوه ازاد هېواد او یوه ملي حکومت د لرلو په برخه کې تر پخوا زیات تیټ ځای ته ولویدل؛ ولې د ملتونو او ګاونډیانو په داخل کې یې په خپله استادۍ او استادانه افکارو هغه وکړل چې سېکولرانو یې له وېرې هغه فلمي دیموکراسي هم نه شي پلې کولای او دا ځکه چې اسلامي نهضتونو د ملتونو د اعتماد او ملګرۍ په اړه هومره پیوند پیدا کړی دی چې سېکولران پکې ایله په پلازمېنو کې محاصره ژوند کوي.

د همدغو دوو ډلو څخه په تأثر په زیاتو هېوادونو کې اسلامي ډلې جوړې شوې بلکې هغه د تأثر په حاشیه کې پیدا ډلو لکه ایران او ترکیه کې په زره چاودې مقابله کې حکومتونه هم جوړ کړل؛ دا چې دا حکومتونه کامیاب دي او خپلې وعدې یې خلکو ته پوره کړې او که نه؟ دا د بل بحث خبره ده.

په دې مناسبت دا هم باید ووایم چې د دغو دوو ډلو تر څنګ سُنتي مذهبي ډلې هم وې لکه په سوډان کې د مهدي او په هند کې د دیوبندي مشرانو نهضت چې د پرنګیانو په شړلو کې یې لوی رول درلود.

لکه څنګه چې د اخوان المسلمون مور نهضت څخه په نورو هېوادونو کې بلا نورې ډلې جوړې شوې، همداسې د علماوو او پیرانو په مشرۍ په بلا هېوادونو او خپله په افغانستان کې د ظاهرخان پر مهال او بیا د جهاد په دوران کې ډیری ډلې وې چې په جهاد کې یې رول درلود.

جهادي ډلې

جهاد په اسلام کې د یوه بانفوذه او مستقر حکومت دنده ده، چې د خدای پېغمبر صلی الله علیه وسلم په مدینه کې د یوه باوره نسل د تربیې او د شرایطو له برابرولو وروسته پېل کړ. دا چې غربي استعمار په هند او افریقا کې بلا هېوادونه په زور ونیول؛ د ملتونو عکس العمل او یا د مذهبي مشرانو عکس العمل پکې په طبیعي ډول د جهاد عنوان واخیست او بیا په دې اړه د مذهبي او طریقت مشرانو په ځېنو ځایونو کې لکه سوډان او افغانستان کې د جهاد بیرغ پورته کړ او پر جهادي ډلو بدل شول.

د ډلو جهاد هغه ضرورت دی چې عیاشو حکمرانانو او مستبدو حکومتونو د بې تفاوتۍ یا سقوط وروسته پېل شو.

که څه هم اصلي خبره دا ده چې جهاد په اسلام کې د یوه بانفوذه مسلط حکومت او مشرتابه وظیفه ده چې د اُمت مصالحې د پېل، متارکې او یا د معاهدو کولو لوری ټاکي.

په دې حساب جهادي ډلې په معاصر تاریخ کې بلا تقسیمونه لري، چې لومړنی تقسیم  یې همدا دی چې اوله برخه یې هغه ده چې د عثماني خلافت یا د نورو محلي حکومتونو په دوران کې د استعمار پر ضد پېل شوې لکه په سوډان کې سنوسیان، په هند کې د سوات د پیر مریدان او په افغانستان کې لکه هډې صاحب او نور.

دغه ډلې له یوه ژور سوچ څخه برخمنې وې. د اُمت د ژغورلو خبرې پکې زیاته ملي او مذهبي رنګ درلود او له خپل ماحول سره په یوه درانه پیوند کې روانې وې.

سره له دې چې د وخت حکمرانان وابسته او منتخب نه وو؛ بیا یې هم له هغو سره مشوره او ګذاره درلودله.

له امیر عبدالرحمن خان څخه تر امیر امان الله خان پورې په سرحدي قبایلي سیمو کې د پرنګیانو پر ضد جهاد روان و او امیرانو پکې کله کله شکلي مخالفت درلود لکه امیر عبدالرحمان خان پټ په زړه کې له همدغو سره وو او کله کله یې ګډه مشوره درلودله لکه د امیر امان الله خان په دوران کې.

د شاه امان الله خان په دوران کې شوروي وغوښتل چې د پرنګي پر ضد په سیمه کې تود عکس العمل ایجاد کړي او هغوی غوښتل چې د امان الله خان پرته او پټ دغه کار مستقیم د جهادي مشرانو سره پروتوکول ته ورسوي؛ ولې د وخت مجاهدینو پکې د وسلو او پېسو په خاطر د امیر له مشورو بهر دغسې یو اقدام ته د خپل ملي ثبات په خاطر زړه ښه نه کړ.

په دې اړه تیخانوف روسي لیکوال بلا مثالونه او ارشیفي اسناد وړاندې کړي دي او د نن او پرون په جهاد کې همدا توپیر و.

یوه خبره باید وکړو، چې د استعمار د نظامي اشغال په دوران کې بلا ډلې جوړې شوې او مخکښ علماء چې له غرب او پرنګیانو سره په افریقا، اسیا، هند او افغانستان کې جګړې کولې؛ ولې هغوی پخپل ملت کې له حکومتونو سره په ټکر کې نه وې. بلکې د دغو نیمه خپلواکو حکمرانانو سره یې په هغو پټو اړیکو بسنه کوله او له خپلو حکمرانانو سره په ټکر کې نه واقع کېدل لکه د هډې ملا صاحب، د تورنګزو حاجي صاحب، د چکنور ملا صاحب او سید احمد شهید بریلوي.

دویمه برخه د نهضتي ډلو هغه برخه ده چې په مصر کې له حکومت سره د ټکر او یا د ټکر له اتهام څخه پېل شوې.

اخوان المسلمون د شهید سید قطب له نظریاتو مخکې هم په فلسطین او مصر کې د حکومت په ملګرۍ په جهاد کې برخه درلودله او دا د جهاد هغه ښه صورت ځکه و چې مسلمانان په خپلو کې نه اخته کېدل.

جمال ناصر پر اخوان المسلمون په دې خاطر برید وکړ چې فکر یې کاوه اعدام شوو اخوانیانو (شهید سید قطب، عوده …) او نورو د کودتا او د حکومت د چېلنج کولو نقشه درلودله.

له همدې ځایه د جهادي ډلو تاریخ په مصر کې پېل شو او په افغانستان کې نهضتي ډلې او سنتي ډلې د شورویانو د اشغال په دوران کې مطرح او په نړۍ کې شهرت ته ورسیدلې.

په مجموع کې د شهید سید قطب تفسیر او کتابونه د استعمار او اشغالګرو د نفوذ او نفوذي ډلو څخه د نجات په ژور سوچ کې وکولای شول چې د نوې مرحلې لپاره  ځوان نسل د مبارزې الف و باء د یوه ژوندي احساس او برتر صف له جوړولو څخه پېل کړي. دغه خوله ور داعي داسې اصطلاحات وکارول چې د اخوان المسلمون حریف ناصر یې په خطر ځکه پوهېده چې هغوی د ناصر د پرون ملګري او د کودتا شریک طرف و.

هغه مهال د مصر نوی واکمن د دغو سیاسي مسلمانانو پر ضد نور هم وپارېد چې هضیبي د اخوان المسلمون مشر له ناصر سره د ملګرۍ او ګډ حکومت له جوړولو څخه په شا شو او په دې احتیاط چې د شرکت په صورت کې به حکومت جنرالان کوي، بدنامي به یې اخوان المسلمون ته راجع وي. څنګه چې هغه مهال دغه ګوند په مصر کې یو تر ټولو قوي ګوند و، د ناصر اندېښنې د مخالفت له سطحې څخه دښمنۍ او ټکر ته پورته کړې او په دې اړه د شهید سید قطب نوي اصطلاحات لکه «جاهلیت» او «طاغوت» دا ټول ناصر د ځان او خپل حکومت پر ضد یو طرفه تفسیر کړل او د غلامو حکومتونو سره د جهاد او ټکر نوی پړاو له دغو غلط فهمیو څخه پیدا شو. د شهید سید قطب له خوا د کودتا خبره چې کېدای شي یوه توطئه وي، دا پکې بیا هم د ناصر لخوا د جهاد په معنا یا د دغه پړاو او د نهضتي مسلمانانو د نوي جهاد د اول ټکر په معنا وې.

په همدې مناسبت باید ووایم چې له فلسطین څخه د مقاومت پېل د قَسام تر مشرۍ لاندې همدغسې یو څه و؛ ولې په مصر کې له دغه فکر وروسته مصر د فلسطین د مقاومت بنیاد او طریقه هم بدله کړه.

یاسر عرفات چې په اول کې یو متدین او مسلمان ځوان و، هغه وروسته د قوي مصر او د ناصر په حمایه کې د سېکولر سوچ خوا وښویول شو.

د شته حکومتونو سره د ټکر خبره هومره چې د شهید سید قطب د نظریاتو یا تر کودتا پورې خلک تړي؛ هغه درې برابره د ناصر د نوي حکومت سره د امام هضیبي د نه همکارۍ او د اخوان المسلمون د ګوند پر ضد د ناصر  له بې رحمه موج او عکس العمل څخه پیدا شو، هغه پښتو متل دی: تر څو چې رښتیا راځي دروغو به کلي وران کړي وي.

د اخوان المسلمون د بلا کړاوونو او دربدرېو کېسه همدا د جمال ناصر د تهمتونو او توطئو درواغ تر شا لري او دغو درواغو تر اوسه پورې د مصر د ازادو افسرانو تحریک د رښتیاوو جامه ور اغوستې.

په سینا او نورو عربي نړۍ کې مسلح مقاومتونه ټول د مظلومو پرګنو د طبیعي عکس العمل برخه وه؛ ولې د عربو مستبد حکمرانان همیشه د خپل بام واورې پر مخالفینو غورځوي.

یوازېنی ځای چې اخوان المسلمون پکې د جهاد تر شا ودرېدل هغه افغانستان و او افغانستان هغه ځای و چې له دیوبند څخه نیولې تر جماعت اسلامي  او نورو ټولو اسلامي ډلو پکې د جهاد ننګه په فتوا او عملي مرسته کوله.

دویم تقسیم، د افغانستان د جهاد پېل

د ثور له کودتا وروسته او هغه مهال چې د کودتا مشرانو د یو حزبه مستبد حکومت په قفس کې یې احزاب او پرګنې بندې کړې، بلکې هغه د چین پلوه کمونیستانو لپاره یې هم د ژوند او فعالیت دروازې وتړلې. تر دې هم پکې بد دا و چې عملاً د خپلو پرونیو مخالفینو پر ضد د تعقیب بند او د اعدامولو سلسله یې په بې رحمۍ پېل کړه. ملت په یو پراخ ملي مقاومت کې د دغو کودتاچیانو پر ضد مقاومت او ټکر ته ودرېد.

د کودتا پر اول کال په پېښور او ایران کې بلا ډلې جوړې شوې او دا یو ملي ضرورت وو؛ ولې ضیاءالحق په خپل عجیب تدبیر او په یو عجیب تقسیم کې شپږو ډلو ته اجازه ورکړه.

د طریقت د مشرانو لپاره یې دوه ډلې ورکړې:

  1. د صبغت الله مجددي په مشرۍ نجات ملي جبهه.
  2. د پیر سید احمد په مشرۍ ملي اسلامي محاذ.

د نهضتي مسلمانانو څخه یې دوه ډلې ومنلې:

  1. د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي افغانستان.
  2. د استاد رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي افغانستان.

دوه نورې ډلې یې د علماوو لپاره ومنلې:

  1. د مولوي خالص په مشرۍ د افغانستان اسلامي حزب.
  2. د مولوي صاحب محمد نبي محمدي په مشرۍ حرکت انقلاب اسلامي.

څنکه چې د کودتا او بیا د شوروي د نظامي اشغال پر ضد د افغانستان د خلکو، ډلو، ګاونډیانو، عربانو او غربي امپرالیستانو د دغو ټولو سیاسي ګټو سره غوټه وخوړله.

جهادي ډلې په پاکستان کې د نجیب او کارمل او نورو پر ضد د یوه بدیل ځواک حیثیت وګاټه.

د اسلام اباد له اسلامي کنفرانس څخه نیولې چې هلته د ایران مسلمان وزیر قطب زاده د دغو ډلو د مشرانو ګډون ته لاره خلاصه کړه د افغانستان جهادي ډلې د دنیا په تاریخ کې اولنۍ ډلې وې چې د ډلو په توګه یې د خپل ملت د تمثیل چانس پیدا کړ او مخالف کابل پکې ورځ تر بله له نظره لوید.

دې طلایي چانس ډلو ته موقع ورکړه چې په پاکستان او ټوله نړۍ کې مرکزونه جوړ کړي.

مخامخ مرستې، داخلي تعلیمي او نظامي ادارې ولري، پوهنتون او مدرسې جوړې کړي، اخبارونه او راډیوګانې ولري.

د افغانستان د جهاد په پړاو کې ډلې په سنتي او نهضتي مسلمانانو ووېشل شوې چې ټولې په خپلو کې بیا سره تقسیم دي.

ضیاء الحق هڅه کوله چې کم له کمه دغه ډلې په یو شکلي ائتلاف کې بین المللي محافلو کې د پتمن شرکت په خاطر راټولې وساتي؛ ولې د هغه په مرګ او بیا د کابل د سقوط پر مهال پاکستان د دغه وحدت په اړه یا قصدي یا هم د خپلې بې توانۍ او یا هم د امریکا د توصیو مطابق دغه وحدت  هغسې چې په افغانستان او سیمه کې د یو باثباته تحول پېلامه شي ونه پاله او جهادي ډلې پکې درېیم تقسیم ته ولاړې.

درېیم تقسیم؛ پروني مجاهدین د نن تروریستان

امریکا د شوروي اتحاد د ماتېدو یا کم له کمه په  سیمه کې د هغه د نور  پرمختګ د مخنیوي په خاطر په یوه محتاطانه تدرج کې د جهادي ډلو سیاسي او مادي ننګه وکړه او په جهادي ډلو کې یې د هغو نهضتي ډلو برخه زیاته ومنله چې د پاکستان په مشوره هغه د پورته موخو لپاره د امریکا په درد ښې خوړل کېدې.

تېره لسیزه چې اسلامپالو په دنیا کې بیا په اسلامي نړۍ کې په تعلیمي ادارو، پوهنتونونو او د ځوانانو په اتحادیو کې خپله برتري ثابته کړه، امریکا د شوروي د تجاوز په دوران کې له دغه سیاسي او علمي پرمختګ څخه د شوروي په ماته کې پوره برخه وکړه.

دا چې د شوروي د تجاوز پر ضد په مقاومت کې د اسلامپالانو لویه برخه وه او امریکا خپل سیاسي او مادي ملاتړ له دغو څخه سپماوه. دا د دې معنا نه ورکوي چې له امریکا سره د دغو اسلامپالو د بري د ورځو حساب نه و.

امریکا خپل دوه فکري ستراتیژیک مخالفین په افغانستان کې یعنې شوروي او مسلمانان سره مخامخ کړل او غوښتل یې چې امریکا ته نغد خطر شوروي اتحاد ماته په اول سر کې وګټي او بیا د شوروي اتحاد د ماتې د یقیني کېدو په صورت کې د دویم دښمن حساب له یاده ونه باسي.

د استاد مجاهد صواف په روایت:

امریکا په (1364/65)هـ ش کلونو کې د افغاني ډلو او افغاني مشرانو په اړه په تېر د حزب او جمعیت د ډلو په اړه یوه قوي او پراخه سروې وکړه.

کېدای شي دا سروې یې په دې اړه کړې وي چې د امریکا دا ستراتیژیک ملګري د شوروي اتحاد ماتوونکي کابل ته په تللو د امریکا ملګري پاتې شي او که به دا ډلې په کابل کې د واک په ګدۍ له ناستې وروسته افغانستان یوه اسیایي کیوبا کړي.

تر کومه چې زه فکر کوم د مجاهدینو په منځ کې د دوو ډلو حزب اسلامی افغانستان او اتحاد اسلامي په مطبوعاتو کې او د مشرانو په اظهاراتو کې ډیر څه داسې خپرېدل چې امریکا له دغو څخه او یا د دغو له واک څخه د حذر او احتیاط څخه کار واخلي.

د سید سلیمان ګیلاني په روایت:

چې د یو امریکایي مېشتي افغان له خولې یې ویلي چې امریکا غواړي حزب اسلامي د کابل له کمربند څخه بیرون وساتي.

دا هغه څه دي چې معنا یې دا ده چې امریکا د کابل له سقوط څخه ډیر مخکې د ځېنو ډلو او د ځېنو مشرانو د واک ته رسېدو د مخنیوي پوخ تدبیر کړی و.

همداسې اصف همایون د ظاهر شاه اوښي د فرانسې د وخت سفیر څخه توقع کړې وه چې د کابل د فتحې پر مهال د افغانستان سره له زړه همکاري وکړي هغه مهال سفیر ترې ګیله کړې وه چې ستا په شان له یو پخواني ډیپلومات څخه مې دا توقع نه وه ځکه د شوروي څخه بعد په افغانستان کې اسلامپال لوی خطر دی.

جهاد چې په ژوندیو شعارونو او په تندو دریځونو یې هر څه ژوندي او په سرعت روان وو، هغه همداسې د جهاد په دوران کې د ځېنو مشرانو له سوچ څخه د پرنګي او امریکایي امپریالیزم د تدبیر او دسیسو هر څه له یاده ایستلي وو.

ډیری داسې مشران هم و چې په ډاګه یې او د شوروي له سقوط څخه مخکې دا نعرې وهلې چې امریکا به تر شوروي زیاته ټوټې کېږي.

له همدې ځایه راځو سر د خبرې ته چې غرب او امپریالیزم د اسلامي ډلو په هکله څه تدابیر ونیول او په نوي پړاو کې یې همدا پرونی جهاد په کومه هنرمندۍ پر تروریزم بدنام کړ.

ژنیوا؛ قلف دهلیز او بدلې کېلیانې

د ژنیوا د معاهدې له وروستي پړاو څخه مخکې د شوروي او امریکا مشرانو د افغانستان د پاتې تحول د کابو کولو په خاطر په اروپا په تېره فرانسه کې بلا مشترکې جلسې وکړې، چې د همدغو جلسو په خلال کې څه داسې موافقې وشوې چې افغانستان به بېرته د جنګي او جهادي جذباتو څخه بلکې له جهادي ډلو څخه خلع کوي او د ژنیوا معاهدې دغه دواړه ستر هېوادونه په یوه بله پټه معاهده ودرول چې هغه په کابل کې د مجاهدینو له حکومت څخه مخنیوی او د مجاهدینو په تدریج بدنامول وو.

که څه هم د شوې معاهدې وروسته له مجاهدینو سره تر پخوا زیاتې مرستې کېدې؛ ولې دا پکې د هغو ریزرف مرستو څخه چې په پاکستان کې وې؛ پاکستان په خپله طریقه کولې او له همدې ځایه د افغانستان د جهاد په اړه د امریکا او اسلام اباد په نظر کې هم توپیر راغی. امریکا د ځان لپاره هغسې افغانستان غوښت چې د بُن په تړون کې یې جوړ کړ؛ ولې پاکستان او سعودي هغسې افغانستان غوښت چې د بلا ناکامیو وروسته یې د مجاهدینو په تش کابل کې جوړ کړ. که څه هم د طالب راغلی حکومت د پاکستان د سیاسي هڅو یوه برخه وه؛ ولې د سپتمبر د یوولسمې پېښې لږ مخکې او لږ وروسته تحولاتو وښوده چې طالب که څه هم د پاکستاني علماوو په دوستۍ کې لتاړ و ولې هومره د اسلام اباد وسیله نه وه چې مخالفینو یې تبلیغ کاوه.

حقیقت دا دی چې د شوروي اتحاد د ماتې د نښانو له برسره کېدو سره جوخت امریکا د شوروي او نورو مخکښو هېوادونو سره په ګډه پر اسلامپالو د دوو دهلیزو سیاسي او جهادي دهلیزو دروازې قلف کړې:

اول: په اوله درجه کې مخکښو هېوادونو د دې تدبیر ونیوه چې د شوروي په ماته نور د جهاد دهلیز کاملاً بند او قلف کړي.

په همدې خاطر چې دا دهلیز یو قلف دهلیز و. د بوسنیا، تاجکستان او د کشمیر مسلمانانو د غرب له جفاوو څخه ډېر وڅکل.

دویم: او هغه تر اول خطرناک او هغه دا چې د انتخاباتو او دېموکراسۍ له شرایطو څخه د استفادې او شرکت دهلیز دی، په دې معنا چې:

اول: په نښه شویو اسلامپالو ته به موقع نه ورکوي چې آن د انتخاباتو او په ځېنو ځایونو کې د سیاسي مبارزې او د دیموکراسۍ له دهلیز څخه ځان واک ته ورسوي. په دې رابطه هم غرب او شرق په الجزایر، په فلسطین، په ترکیه او په مصر کې د انتخاباتي کمپاینو له لارې بري ته رسیدلې ډلې او حکومتونه په خپله طریقه په ډېره بدرنګه طریقه چېلنج کړل.

دویم: دا چې اسلامپال به په ټولو هېوادونو کې د استخباراتي فوکس لاندې راځي او له هغوی نه به خپلو ملکونو او دنیا ته د ګواښ سيایې(شبح) جوړوي.

دریم: دا چې امپریالیستي هېوادونو په یوه ګډه پروپاګنده کې اسلامپال بلکې اسلام داسې تر تبلیغاتو لاندې ونیوه چې هغه وسط او معتدلو اسلامپالو هم ځان پکې بایلود.

دې بندو دهلیزونو اسلامپال او اسلامي ملتونه په یو ډېر تنګ کمربند کې رامحاصره کړل چې دې تنګ او محاصره حالت په ډلو کې هم انشعابونه رامنځته کړل او هم د عملي ټکر او جهاد هغه مواقع چې د افغانستان د پروني جهاد له شرایطو سره یې ډېر توپیر درلود.

په احزابو کې ځېنو ځوانانو چې یو یا څو ځلې پېښور او افغانستان ته د جهاد په دوران کې تللي وو؛ هغوی د جهاد ځېنو مشرانو څخه د افغانستان د جهاد په اړه داسې معلومات او درسونه اخیستې وو چې ګویا که هغه د دنیا په هر سر کې هماغسې پېل شي همدغسې نتایج به لاسته راوړي.

له همدې ځایه د افغان عربانو تاریخ او په ځېنو هېوادونو کې ټکرونه د همدې معلوماتو او روحیې په تړاو پېل شول ولې په زیاتره ځایونو کې له مصر څخه نیولې تر سعودي پورې دا ټکرونه او دا بدلون د جهاد تکبیر منزل ته ونه رساوه. دا په دې معنا چې د بندو دهلیزو په دوران کې د جهاد هغه کیلیانې چې ځوانانو له ځان سره وړې وې پر هغو هېڅ قلف خلاص نه شو.

په اخر کې بیا هم یوه استثنا په جهادي دهلیز کې بیا هم په همدې افغانستان کې د طالبانو دویم مقاومت و چې په ډیر اوږده تاریخ کې یې په یوه فوق العاده استثنا کې خپل هویت وساته او خپل مقاومت یې ښه وپاله او نن بیا هم یوازې په نظامي ساحه کې په یو سر لوړي دریځ کې له خپلې حریفې امریکا سره د مذاکراتو په لسم دور کې  وروستۍ امضاء کوي.

او دویمه استثناء په سیاسي دهلیز کې او هغه یې په ترکیه کې وکولای شول چې په یوه ښه تدبیر، ملي ملاتړ او انتخابات وګټي ولې د توطئو باوجود اردوګان وکولای شول چې د بهرنیانو او داخل له اردو د سرکوزو نامردانه دسیسې تکرار ناکامې کړې.

له دې دوه استثناوو پرته امپریالیزم؛ اسلامي نړۍ هومره پخپلو کې اخته او شاته کړه چې په ډیری هېوادو کې د دې احساس هم نه کېږي چې دلته د امریکا او غرب پرته څوک د حکم او فرمان خاوند دی او که نه. زموږ نږدې سیمه او عربان یې لوی مثال دی.

دا چې ولې په اسلامي نړۍ کې د بلا مقاومتونو په منځ کې افغانانو ته بیا هم بل نظامي بری په برخه شو. دا زمونږ د مقالې موضوع نده، ولې هومره پکې زده کول پکار دي چې د دې ټولو کارنامو شاته په هر ځل یو ژوندی او متحد ملت دی.

د دې لنډې مقدمې په پای کې ځو د درېیم تقسیم د ډلو انشعابونو او تحولونو خوا ته.

درېیم تقسیم او سپېره شوي دهلیزونه!

په اسلامي نړۍ کې د شوروي ضد مقاومت د نړۍ ټول سیاسي او مذهبي ډلې په یو ډول نه یو ډول تر خپل اغېز لاندې ونیولې او نړۍ په دې حساب ډېره سره نږدې او اوبدل شوې ښکارېده.

ولې د شوروي د لښکرو له وتلو وروسته څو عمده تحولونه راغلل چې په هر لحاظ یې د دغه سیاسي غوړیدلی بستر هر څه ور نوي کړل چې هغه تحولونه په لاندې ډول دي:

اول: دا چې د نجیب پر سقوط مجاهدینو د یو بدیل چانس په جګړو مسخره کړ او مجاهدین پکې داسې پیکه شول چې له افغانستان  بهر یې د نورو اسلامي ډلو په اړه نړۍ او خپله کوربه ملتونه حساس کړل.

دویم: په عربي سیمه کې استخباراتو او مطبوعاتو په هغو ځوانانو پسې پَل واخیست چې د افغانستان په جهاد کې یې برخه اخیستې وه او هغوی د افغان عربو په عنوان هم تنګ او هم وکړول چې هغوی پاتې هماغه افغانستان ته ولاړل چې نوی طالبانو پکې کابل او درې برخې افغانستان نیولی و.

دریم: په افغانستان کې د مجاهدینو د جګړو پر ضد له کندهاره طالب راپورته شو او په دوو کلونو کې یې کابل او بلا سیمه له هغو څخه په زور خپلې کړې او دا پکې د سُنتي مسلمانانو د امتحان بل چانس شو چې باید د تېرو په نسبت یو ښه امتحان ورکړي.

څنګه چې طالبانو د کابل له نېولو وروسته بیا بیا د مذاکراتو او روغې جوړې پر ځای د جنګ او جنګي حل لاره ونیوله او دا پکې د شوروي، مجاهدینو له جګړو وروسته درېیم جنګ د ملت په لنډ واټن کې پرې وزغمل او ملت د بې وسۍ، فقر او جنګي بدو شرائطو په اخر رمق کې ؤ.

څلورم: د مجاهدینو له بري څخه لږ مخکې او لږ وروسته په  اسلامي نړۍ په تېره مصر، ترکیه، فلسطین او الجزائر کې اسلامي ډلو په انتخاباتو کې برخه واخیستله او په زیاتو هېوادونو کې اسلامپال بري ته ورسېدل؛ ولې غرب د خپلو مستبدو غلامو حکومتونو په ذریعه دغه انتخابات یا چېلنج کړل، یا یې پر ضد کودتاوې تدبیر کړې او یا یې لکه د الجزائر په یوه تپل شوي جنګ ودرول.

په دې ډول اسلامپال د شوروي، چین او روسیې په ګډه همکارۍ په یوه دهلیز کې رابند شول په تېره په عربي سیمه کې نو ځکه زیاتو هغه افغانستان ته مخه کړه چې فکر یې کاوه له هغه ځایه به د شوروي په شان پاتې ځواکمن امپریالیزم هم مات کړي.

پنځم: په دغسې تنګو شرائطو کې طالب ته د مجاهدینو میلمه اسامه په میراث پاتې شو چې امریکا او سعودي دواړو له طالب هاغه تقاضا کوله چې اسامه هغوی ته وسپاري.

څنکه چې مولوي خالص مخکې له دې د سعودي استازی مایوس کړی و، طالبانو هم سعودي ته د اسامه د سپارلو پر مهال له اسامه سره مشوره وکړه.

اسامه چې د استدلال او منطق له مخې ځواکمن ځوان و هغه ملا محمد عمر ته وویل:

ته مې په کومه مسلمانۍ هغه سعودي ته سپارې چې هغه خپله د امریکا لخوا اشغال شوې ده.

په دې اړه وکیل احمد متوکل ته یو بل عرب هغه فرانسوي مجله ورکړه چې په سعودي کې یې د امریکا د نظامي هډو ځایونه پکې په نښه کړي وو.

له همدې ځایه ملامحمد عمر د هغه د تسلیمولو له هوډ څخه په شا شو.

شپږم: په همدغسې یو حساس مهال کې د سپتمبر د (۱۱)مې پېښه تدبیر شوه چې احتمالات پکې لا بګنونکي وو او هغه په دې چې د یو عرب لخوا هومره پېچلي عملیات بیا د دنیا تر ټولو څخه په حساس او کمپیوټري هېواد امریکا کې.

او دا چې دغسې یو کار د کوربه هېواد د استخباراتو له همکارۍ پرته ناممکن دی.

او دویم دا چې خپله د امریکا او غرب زیات محققین په دې اړه شک لري چې دغسې یو کار ښایي د امریکا استخباراتو د امریکا د هغو عملیاتو او موخو په خاطر کړی وي چې امریکا یې په یو مهال د انرژۍ او منابعو دوه غني ماحولونو منځنۍ اسیا او خلیج دواړو ته د نړۍ په همکارۍ یا په چوپ کولو ورسوله.

یوه توجیه پکې د روژیه ګارودي ده. دی وایي:

امریکایي استخباراتو په یوه پېچیده شکل په دغو عملیاتو کې دغسې همکاري وکړه چې ځینو فکر کاوه چې دا د امریکا په داخل کې د امریکا مخالفین دي او دوی ترې استفاده وکړه.

د اسلامي ډلو درېیم تقسیم د همدغسې بد مخ پر ښکته او بدغونې تسلسل له کبله راغی چې امریکا د امریکا په حریم باندې د شوي یرغل پل په اسلامپالو، طالب او په افغانستان کې ځای پر ځای شوې القاعدې ور ووړ او ټوله نړۍ د بوش د پاریدلې غصې پر وړاندې او یا د امریکا ملګري شوه او یا یې پر وړاندې چوپ شول.

په دې ډول طالب، القاعده، حزب اسلامي او څه نورې ډلې دا ټول امریکا په همدغه دهلیز یعنې افغانستان او لږو نورو ځایونو کې لکه د جوزا میاشتي بې رحمانه سپري کړل. دنیا او سیمه په دغو ډلو داسې تنګه شوه چې د طالب او القاعدې په تهمت بلا نور بې ګناه او له طالب او القاعدې سره بې رابطې ځوانان یا مړه شول یا تر نن پورې د امریکا په زندانونو کې په یو جوړه کالیو کې بنديان دي.

دا تریخ واقعیت باید ووایم چې د یوولسم له سپتمبر څخه وروسته چې امریکا په دې بند دهلیز کې کوم وحشت وکړ هغه ښایي د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په هېڅ ځای کې مثال ونه لري.

امریکا د همدې وحشي سپرې په لړ کې د غرب او د غرب او دیموکراسۍ پر هغو ارزښتونو او برتریو هم پښې کېښودې چې د ساړه جنګ په دوران کې یې د شوروي او کمونېزم په مقابل کې یې د پانګوال بلاک د سیما د تجمیل او ښایست په خاطر په مخکې اچولي وو او د غرب بلاک د همدې ارزښتونو په حجاب کې د خلکو له نظره پټ پاتې ؤ.

که څه هم په همدې دهلیز کې مقابل طرف مسلمانانو هم خپل ارزښتونه او اصول په ډیرو مواردو کې پایمال کړل او له ډیرو څخه په ډېرو ځایونو کې هاغه افراط وشو چې د اسلام دښمنان په همدغو مواردو خپل استدلال او تبلیغات کوي.

د شوروي تشه او د ناټو د ژوندي ساتلو لپاره شبح اسلامپال!

په دې کې شک نشته چې د شوروي ماتوونکي مسلمانان بالفعل داسې څوک نه و چې د خپل حریف ځای ډک کړي او یا د امریکا او ناټو سره په حقه او د ژوند په هر میدان کې حریفي وکړي.

ولې بالقوه پکې ډېر هغه څه وه چې باید حریفان یې لارې او ګودرې پرې بندې کړي؛ ځکه د اسلامي نړۍ موقعیت، د اسلامي تهذیب کَور او د شوروي د ماتې پاتې مورال هغه څه وه چې د دې بالقوه حریف ډېر کمبودونه یې کېدای شول په کم وخت کې بشپړ کړي وای چې حریفانو همدا چانس ورنه کړ.

په دویمه درجه کې چې زموږ د دې عنوان اصلي ټاپي هم دي او هغه دا چې د شوروي لیویلی کلي شوي غرب (پانګوال بلاک یا امریکا او اروپا) بلکې په لنډ تعبیر ناټو د شوروي په ماته نور د متحد پاتې کېدو فلسفه د ماتې خوا روانه وه او په په خپل ماحول کې یې د ناټو د ضرورت ډانچه پخپله د نړېدو خوا روانېدونکې وه.

د روژیه جارودي او استاد ارغندیپور په تحلیل کې د امریکا او اروپا د بیا متحد کېدو او د غرب له خوا د اسلامپالو د ګواښ د شبح د تراشلو شاته همدا منطق و. په دې معنا چې دا د غرب پلان شوې دسیسه وه چې د اسلامپالو یا اسلام د ګواښ په تراشلو امریکا او ملګرو یې غوښتل چې د پانګوال بلاک له شړېدو وژغوري او ناټو په یوه نوي کَور کې د بل پړاو لپاره خوندي او ژوندۍ وساتي.

منم د امریکا جګړو د ناټو مداخلو او اتلس کلن جنګ هاغسې مؤفق استخدام نه شو لکه دوی چې پلان کړی و. ولې د هماغه بالقوه درېیم ځواک خوا تلونکي مسلمانانو ته یې هغه نوم او نشان ورکړ چې د عراق له‌خوا د امریکا د ځوابولو دریځ او په لسم دور کې د طالبانو وروستی موافقت به یې ډېر څه رالوڅ کړي.

که اسلامپالو په مجموع کې لویو اجنډاګانو ته متعهد زعامتونه درلودلی، د اسلامي نړۍ د دویم ځواک کېدو مزل به د وخت په نیمه کې متحقق شوی و چې ضایعو چانسونو پکې هر څه شاته کړل.

فاینل پړاو او د متناقضو سیاستونو کړپۍ!

په وروستي پړاو کې امریکا او بیا د شوروي په غیاب کې اسلامي نیمګړي حریف سیاسي مسایل په نړۍ او سیمه کې هومره پېچلي کړل چې اسلامي ډلې پکې د یو درجن متناقضاتو سره مخامخ شوې او زیاتره یې توان نه لري چې په یو پوخ تدبیر او ژور سوچ کې د دغو متناقضاتو په کړپۍ کې ځانته لاره پاکه کړي.

مثلاً د امریکا په راتګ ډېر ګوندونه د وخت جبر له امریکا سره ودرول او هغوی په دې تناقض کې ولویدل چې شوروي اشغالګر وو او امریکا اشغالګر نه ده.

همداسې سیمې ته د امریکا په راتګ کې بلکې په اشغال کې ایران او پاکستان په لږ تفاوت مخامخ او رغنده همکاري وکړه چې دغه همکاري په شریعي لحاظ هماغه فتوا لري چې طالبان یې په افغانستان کې ملاتړي په ترخه جزا دروي. دا نو یو متناقض سیاست دی.

د ایران او پاکستان مشران ملایان چې د افغانستان حکومت په څه محکوم او ګرم ګڼي هغوی پکې د خپلو حکومتونو له ټیټ کردار او د امریکا له ملاتړ او استفادې سترګې پټوي.

همداسې چې په خپله د طالبانو په سیمه ییز تحریک ور شو د طالبانو کیڼ اړخ چې پاکستاني طالبان دي هغه د پاکستان حکومت او د پاکستان اسلامي ډلې؛ نه طالب مني او نه یې ننګه کوي چې دواړه یې سوال پارونکي دي چې خپل نشې زغملی نو پر نورو یې ولې تپې.

د افغانستان طالبان د یوې دشوارې فیصلې پر وړاندې ولاړ دي. کوم سیاسي سوچ چې هغوی په مخه لري په هغه کې له هغوی سره نه د پاکستان ملا او ډلې او نه د عربانو زیاتې اسلامي ډلې موافقې دي.

خبره دا نه ده چې په دې د متناقضاتو په کړپۍ باندې به یوازې د طالب لار وي بلکې دا تېر مسائل چې وویل شول په دې کې زیاتره اسلامي ډلې د یوې جامعې فیصلې او د یوه صحیح مسیر ټاکلو له سویې څخه په ټیټه کې دي، په تېره که مذهبي اجماع پکې شرط وګڼو په دې معنا چې دا ستونزه د دې پړاو د ټولو ډلو ده.

له همدې ځایه په پاکستان او افغانستان کې قابل ملاحظه عدد ځوانان سېکولر او نشنلیزم خوا وښوېدل.

فاینل ته پاتې حریفان!

د نیمې پېړۍ سرخوږی اخ و ډب چې اسیا یې د اروپا او امریکا د اشغالګرو کوربه کړه، د دغه اخ و ډب فاینل ته ایله څلور ډلې پاتې شوې.

د شوروي د جهاد په دوران کې چې د نړۍ زیاتې اسلامي ډلې پخپلو کې سره نږدې شوې او په فکري لحاظ پر یو محور د راټولیدو په حال کې وې، د صدام په ګټه د لاهور غونډه یې څرګند مثال دی.

د سپتمبر له یوولسمې وروسته بدو راغلو شرائطو دغه ډلې سره شل، شل کړې.

بیا هم په لاندې بحث کې ځو د فاینل حریفانو ته:

اول طالبان:

طالبان چې د یوه ملي غبرګون په عنوان په کندهار کې د درېیو ډلو ځوانانو او مجاهدو طالبانو په ګډ دریځ او ګډ غبرګون کې رامنځته شول، هغوی د نړۍ په تاریخ کې یو موړ ایجادونکې ډله وه.

د دغو عزیزانو پیدایښت له یوې محلي انګیزې څخه پېل شو چې هغوی غوښتل په کندهار کې د مسلطو مجاهدینو له جبر او ظلم څخه کندهار وژغوري او په دې رابطه د هغوی عاجل باور پر هغه ملا محمد عمر راغی چې هغوی د جهاد په دوران کې ښه پېژاند.

د دغه عکس العملي تحریک پر وړاندې ډلو او ملت متفاوت دریځ ونیوه. د احزابو په سلسله کې د مولوي خالص، مولوی محمد نبي او د محاذ ملي ډلو  دغو ټولو ورته د تحول او مثبت تحول امید درلود.

د کابل د وخت حکومت او پکې ډلو په ابتدا کې د طالبانو قوي ملاتړ وکړ ترڅو محاصره کوونکی حزب اسلامي پرې له شا وځپي.

حزب اسلامي مشران او خپله په کندهار کې سرکاتب صاحب ورسره په ډغره کې ولوېد چې هم یې سرکاتب او هم په چهاراسیاب او سروبي کې د هغوی مرکزونه په لنډ واټن کې په شا کړل.

ملت په مجموع په تېره په پښتون مېشتو ولایتونو کې نه دا چې ورسره ملګري شو بلکې له مجاهدینو څخه د مایوسۍ په خاطر یې طالبان تاوده استقبال کړل.

که طالبان لکه څنګه چې د یوه اصلاحګر ځواک په ډول مطرح شول هماغسې اصلاحګر پاتې شوي وای او د طالب یو حزبه چتر په کابل او افغانستان نه و غوړیدلی او له مجاهدینو سره یې د کابل له نیولو وروسته مذاکرات پېل کړي وای، طالبانو به د افغانستان په تاریخ کې د خلقیانو شرائط او د مجاهدینو بایللي چانسونه پر هغه فتحه درولي وای لکه ګاندي او منډیلا یې چې په خپلو ملتونو کې مثال ورکړی و.

طالبان د څو مثبتو ځانګړتیاوو تر څنګ له داسې ځوانانو څخه جوړ تحریک و چې د تجربو له مخې او بیا سیاسي تجربو له مخې بلکې اداري تجربې له مخې هم تر نورو ډېر شاته و. دا بېله خبره ده چې ملت د هغوی ننګه او ملاتړ وکړ او هغوی د دې ننګې او ملاتړ په معنا پر وخت پوی نه شول او خپلو ساده او یوه ستوو تجربو ورځ تر بلې پر هغه سقوط ودرول چې ځان او ملت ته یې د یو بل اشغالګر د کوربتوب شرائط برابر کړل.

طالبان دویم پړاو:

د امریکا په راتګ د طالب صفحه د ډېرو له نظره ټوله شوې ښکارېده؛ ولې دا د طالب د حریف او د امریکا او د غرب غیر مهذب تعامل و چې طالب یې تر پخوا یوې بلې غوڅې جګړې ته ودراوه چې تر ډیره د طالب دویمه جګړه د شوروي د اول مهال د جګړې سره پرتله کیدای شي بلکې د اشغالګرو لخوا تر هغې هم سپوره او ستوغه.

طالبانو دا ځل جګړه په بله طریقه پېل کړه. مجبوریت او بې وسۍ تر پخوا زیات سیاسي کړل او نن خو ډېر خلک همدا یوه خبر کوي چې په طالبانو کې ډېر بدلون راغلی؛ خو دا طالبان دي چې د دې بدلون ثبوت به ورکوي، نه د خلکو اند او تصویرونه.

دویم حزب اسلامي:

حزب اسلامي افغانستان د یوې اوږدې ګوښې غیاب وروسته د امریکا په راتګ بیا له سره د طالب تر څنګ په فاینل لوبه کې شامل شو. یو څه چې د حزب اسلامي په کردار باید حساب وکړو هغه همدا چې په دویم پړاو کې یې لاره په اسانۍ بدله کړه ولې تر هغه چې د حزب اسلامي کردار په فاینل لوبه کې ترازو ته وغورځوو تر هغه لویه پکې دا ده چې د امریکا په دوران کې په افغانستان کې چې د مقاومت وتلي بېلګه ځایونه دي په هغوی کې زیات یې هماغه د شوروي مهال د حزب د مقاومت ولسوالۍ او ولایات دي او دا یوې دقیقې سروې ته ضرورت لري.

درېیم القاعده:

د القاعدې مفکوره کېدای شي د سعودي په حرمینو کې اسامه د هغو کمو ملګرو سره بحث کړې وي، په دې معنا چې اولنی زَړی یې په هماغه مهال کې ایښودل شوی وي.

ولې د شوروي ضد جنګ او بیا پکې د مقاومت سیاسي پلازمېنې پېښور او د هغه عظیم جهاد کوربه قلمرو افغانستان حاشیه او متن دواړه د دغې مفکورې عمل ته د ایستلو دویم پړاو وګڼو.

د القاعدې پیدایښت اصلاً پر فلسطینانو او پر فلسطینو ښځو د اسرائیلو د مظالمو او په عربي هېوادونو کې د امریکا د اسرائیلي پلوه پالېسیو او پر عربانو د امریکا له خوا د مستبدو نظامونو او کورنیو پر ضد د عربي ځوان کهول د مخکښ اسامه هغه بې چوکاټه غبرګون دی.

دا چې عربي ځوانانو یو بې وسي هېواد افغانستان د شوروي پر ضد په مقاومت بریالی ولید، هغوی پکې له یوې خوا د کمترۍ په احساس اخته شول چې مونږ تر (۱۴) زیات عربي ملتونه ولې دا یوه پېړۍ د اسرائیلو او امریکا د مظالمو څپېړې پر مخ خورو چې هر عربي هېواد د افغانستان په پرتله غني او توانمند دی.

القاعدې پدې اړه دوه لویې غلطۍ وکړې:

اول:

او هغه دا چې د سپتمبر یوولسمې وښودله چې عربانو په اشتباه د جنګ کرښه د نړۍ په وسعت پراخه کړه چې بین المللي جنګي ائتلافونه یې مدیریت نشي کولای پاتې عرب ځوانان خو پر ځای پرېږده.

دویم:

د القاعدې د مشرانو د تحول بستر هم د جنګ د کرښې نیم برابر و، په دې معنا چې هغوی په یو وخت کې د ټول غرب او ټولو عربي هېوادونو کې د بدلون لپاره راپورته شول.

القاعده د طالبانو په وسیله په افغانستان کې پخپل قوي حضور غوښتل چې د دغه پراخ تحول او لوی جنګ لپاره افغانستان د خېز یوه ډاډمنه تخته جوړه کړي؛ ولې هغوی په دې غلطه محاسبه کې نړۍ ټوله داسې وګواښله چې دغه د طالب د خېز تخته افغانستان یې د طالب تر پښو لاندې هم وایست.

طالبان چې وروسته د امریکا د تجاوز وروستي خشونت بیا پر جنګ مجبور کړل او هغوی د خپل افغانستان په اړه یوې هیلمندۍ ته ورسېدل، هغوی د القاعده د پراخې کرښې جنګ او تر توان لوی تحول پلوي القاعدې څخه په دې پلمه ځان راټول کړ چې هغوی نور له افغانستان څخه پرته په عربي لویه سیمه کې د کار، عمل او پناه ځای پیدا کړی دی.

څنګه چې عربي رژیمونه د نړۍ په سیاست کې له ناصر وروسته ټول یا زیات د امریکا پورې لکه د رېل ډبې تړل شوي بې خاصیته حکومتونه دي. القاعده او بیا په دویمه درجه کې داعش هم د خپل بستر عربي ټیټې اوضاع څخه په تأثر د یوه پوخ تدبیر او یا د یوه ښه اغاز له تدبیر راکښته روان شو.

نن چې ایران د دغو هېوادونو سره پرتله کړو، نو د ملتونو او حکومتونو دواړو په حساب یې پرتله همدا تفاوت دی چې فاحش تفاوت هم دی.

ایران د امریکا، القاعده او امریکا او صدام له ټکرونو څخه په استفاده وکولای شول چې خپل حریف عربان په یوه سیاسي هنرمندۍ کې په یوه شیعه کمربند کې چې د ایران، سوریې، عراق او لبنان څخه عبارت دي، محاصره کړي؛ ولې عربي دولتونه له یوې خوا له خپلو ملتونو سره د عربي بهار په ټکر کې او القاعده او داعش په بل مخ کې له دنیا او خپلو حکومتونو سره په ټکر کې د بلا جګړو وروسته ښکاري چې هغه د صدام د وخت ثبت هم پخپله مات کړل او نن عربي سیمه د همدغو دواړو جبهو د خامیو له لاسه د درېیو حریفانو په منځ کې نه پوهېږي څه وکړي (ایران، امریکا او اسرائیل).

اردوګان چې په یو قوي تدبیر کې د عربانو په منځ کې د یو ثبات لپاره قدم پورته کوي عربي حکومتونه په کمال بې تدبیرۍ کې هغه تر اسرائیل او ایران لا بد ګڼي او دا د عربانو خامي ده.

څلورم داعش:

زه خپله د بلا مطالعې وروسته بیا هم عاجز یم چې د دغه تحریک په اړه پاخه او مستند معلومات وړاندې کړم.

ولې تر کومه ځایه چې ایران د امریکا د نقشې او ګټو په دننه کې سني اکثریت په عراق او سوریه کې وځاپه امریکا او مخکې لندن په سوریه کې د خپلو ملګرو له حمایو څخه شاته شول.

کېدای شي د سعودي مشرانو غوښتل چې په عراق او سوریه کې له مقاومت پاتې سني اکثریت بیا له سره په هماغه قبائلي جذبه او چوکاټ کې تنظیم کړي چې یوه پیړۍ مخکې ملک عبدالعزیز پکې قبائل د جزیرې د یو کولو لپاره راټول کړي و.

که څه هم د عراق او سوریې مظلومو پرګنو په پېل کې دغه چوکاټ ته په یو جفت و طاق تدبیر کې ور ترپ کړل او په پېل کې په یو ناببره ډول د داعش په عنوان د سیمې یوه لویه برخه یې تر کنټرول لاندې ونیوله ولې له بدمرغه دغه تحریک د القاعدې دوه برابره سیمه په تشدد او د پراخ او ګواښونکي جنګ پر کرښه ودروله.

پای دغه تحریک له داخل نه خشونت او له شا نه د سعودي او خلیج په شا کېدو او له بهر ددغه تحریک پر ضد د ټولې راپاریدلې نړۍ بند په بند مات کړ.

یوه وړه سروې او د افغانستان او عربي جنګي سیمو په منځ کې ښیي چې هغه وحشت چې په یمن ،سوریه، ،عراق او لیبیا بلکې بوسنیا کې وشو د هغه لسمه هم په دغه افغانستان کې ونه شو او ددې لوی لامل دا دی چې عربان دا یوه پیړۍ د داسې مستبدو حکمرانانو لاندې ژوند کوي چې ملتونه یې په دغه بد تسلسل کې د مثبت سوچ او متوازن عمل هر څه له یاده ویستلي دي.

د مثال په ډول په افغانستان کې د دغې امریکا لخوا جوړې شوې اردو بار بار خپل ملي عکس العمل د امریکا پر ضد ښوولی دی.

همداسې بار بار د امریکا او یا د اردو په عملیاتو باندې د سیمې ولسوال، والي او وکیل کله کله داسې نېوکې کوي ته به وایې هغه طالب دی؟!

داسې مواقف په عربي سیمه کې نه لیدل کیږي.

وروستی نچوړ،

او د میز او میدان د لوبې وروستی پړاو!

د بندو دروازو یوه بده نتیجه دا شوه چې مسلمانان یې پخپل منځ کې په افراطي او متعدلو ډلو وویشل او د اعتدال د مترکې په خاطر ډیری پکې له امریکا سره ملګري شول او ډیری د اسلامي دنیا په یو ټیټ روان مظلومانه مسیر کې چوپ پاتې شول.

بلکې اسلامي ډلې داسې سره تقسیم، بې رابطې بلکې د اجنډا او موخو په تناقض کې وغورځیدې چې اسیا او افریقا ته د راغلي غرب مقابلې ته ایله  طالبان، القاعده او حزب اسلامي او بیا هغه داعش پاتې شو چې مخکښان یې هغه د ملتونو او کورنیو نه شکیدلي عربي ،ازبک ،ایغور ،چیچنایان و.

که څه هم په عربي سیمه کې د سراسیمه نظامونو په ګډوډۍ کې القاعده او بیا داعش ښه چانسونه پیدا کړل مګر دغه جذباتي کسانو هومره ماحول او لرې نړۍ او په نړۍ کې هر څوک د ځان پر ضد وپارول چې خپلو اشتباو او خامیو یې تدبیر هم ورمات کړ.

دا چې طالب د پاکستان تر څنګ ایران او بیا تر هغه وروسته روسیه، چین، ازبکستان او بیا په خپل هېواد کې له خپلو پرونیو مخالفینو سره د تفاهم  دروازې وټکولې طالب پکې د دغو مخکښو په نسبت هوښیاري وکړه.

ولې دا چې نن طالب له امریکا سره پخپلو مذاکراتو کې مخکې تللی هغه پکې تر دې څه زیات ته ضرورت لري او هغه دا چې د خپل هېواد او خلکو په نسبت زیات متفاهم او سیاسي شي.

دا چې نن طالب په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د یو لوی بین المللي ائتلاف مخې ته ودرید، اتلس کلنه جګړه یې د خپل لوی حریف په مقابل کې مدیریت کړه او نن یې په افغانستان کې د امریکا سره د دایمي روغې جوړې خبره ښه ځای ته رسولې دا له طالب څخه د هیلې  دوه برابره لویه خبره ده.

ولې طالب باید پوه شي چې دا روغه جوړه او هر څه د امریکا د تفاهم سره غوټه کول او له کابل سره د مذاکراتو نه دا افراطي پرهیز چې نن د طالب په اظهاراتو کې لیدای شي دا هغه څه دي چې طالبان باید میدان له میز سره پرتله نکړي د طالب مخکې مجاهدینو د میز میدان لوبه ورته ګڼله او د میدان ګټلي یې په سیاست او د سیاست پر میز وبایلل.

مجاهدینو پرون د احسان مند پاکستان او اشغال شوي افغانستان د ګټو او ایجاباتو په منځ کې سمه لاره پیدا نه شوای کړای.

له همدې ځایه طالب مشران باید پوه شي چې د ښویدو ځای همدا د سیاست ډګر او دلته د پاکستان او افغانستان د روان کشمکش په منځ کې د یوه خپلواک او سولییز افغانستان فیصله پرته ده هغې ته رسیدل تر پروني مجاهدینو زیات سوچ او متوازن تدبیر غواړي او دا امتحان د طالب په مخکې پروت دی.

طالبان باید د پاکستاني طالب پر ضد د پاکستان د غوڅ او بې رحمه دریځ او بیا د پاکستاني او افغاني طالب پر اړیکو د نظامي ساطول راکښته کېدو د سیاست ډیر څه زده کړي او یا دا چې د طالب مرکز وزیرستاني مشران او پرګنې چې پدې لار کې قرباني شوې د هغې پېچیده لوبې برخه ده چې یا د اکثره اسلامپالو سر پرې نه خلاصیږي او یا یې په بدو پایلو بې مسؤلیته او سرسیرن تېریږي.

طالبان پر خپل راغلې لاره باید ډیر سوچ ونکړي او طالب مشران باید پر پاتې لاره ډیر سوچ وکړي پاتې لاره چې سیاست او پر میز ګډې ناستې او له حریف سره چنې یې مقدر ټاکي چې هلته د معقولو غوښتنو او د معقولو فیصلو جغرافیه ټاکل د عقل خبره ده نه د همت او د ټوپک د شپېلو.

بیا هم په اخر کې د اسلامي ډلو او جهادي ډلو په اړه دومره ویل پکار دي چې په افغانستان کې د امریکا د مداخلو او د وروستي ځل لپاره او د خلق و پرچم، مجاهد او طالب وروسته د غرب د دیموکراسۍ یارانو هېڅ شی بدل نشو کړای او اوضاع هماغه د نجیب د دوران پر کرښه ده او افغاني مذاکراتو ته یې د لاینحل افسانه انتظار باسي.

بیا هم د اسلامي او جهادي ډلو په نمائندګۍ طالبانو وکولای شو چې وروستۍ اوږده مایوسي او ماتې په یوه نوې امیدوارۍ ودروي چې په قطر کې به یې د طالب پوخ یا خام تدبیر قیمت ټاکي.

[1]  استاد محمد زمان مزمل د افغانستان د اسلامي نهضت غړی، د حزب اسلامي د سیاسي کمېټې پخوانی مشر، او د افغانستان د ستراتيژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د علمي شورا غړی دی. ښاغلی مزمل له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د هېواد او اسلامي نړۍ اسلامپالي ډلې په دقت څاري، په اړه یې لیکنې کوي او په دې تړاو د ډېرې مطالعې خاوند او د مېداني څېړنې له لارې د راټولو شوو معلوماتو څښتن دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *