هوکړه لیک لاسلیک شو

د ستراتېژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس او د سلام پوهنتون (کندز څانګې) ترمنځ د څېړنیزو همکاریو پر بنسټ هوکړه لیک لاسلیک ناسته ترسره شوه. یاد هوکړه لیک د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس ښاغلي نصیر احمد نویدي او د سلام پوهنتون کندز څانګې مسؤل ښاغلي سمیع الله دانشیار لخوا لاسلیک شو. د هوکړه لیک له مخې دواړو لوريو ژمنه وکړه چې د شته امکاناتو په لړ کې به د تحقیق او څېړنې په اړه ګډې ناستې او ورکشاپونه ترسره کوي. او د دواړو ادارو په علمي ژورنالونو کې به د یادو ادارو د څېړونکو د علمي او څېړنیزو مقالو نشرولو ترڅنګ په نورو اړوند برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په پار له یو بل سره مرسته کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *