د سولې په اړه آنلاین ګردی میز ترسره شو

د روان کال حوت میاشتې په لسمه نېټه د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړونو مرکز له لوري (د سولې بین الافغاني خبرې اترې؛ پېچلتیاوې او حل لارې) تر سرلیک لاندې علمي آنلاین ګردی میز ترسره شو.

د بحث لومړی ویناوال د سولې عالي شورا معاون ښاغلی حاجی دین محمد وو، چې د بین الافغاني خبرو اترو داخلي پېچلتیاوو په هکله وغږېد. نوموړي د بین الافغاني خبرو اترو په اړتیا توضیحات ورکړل او د دوحې تړون او د یاد تړون په لړ کې د بین الافغاني مذاکراتو د لوړو ژورو په اړه یې تفصیلي معلومات وړاندې کړل. او زیاته یې کړه چې روانه کشاله د داخلي ابعادو ترڅنګ بېروني ابعاد هم لري او په داخل کې وروستیو هدفي وژنو ته یې هم اشاره درلوده چې د باور فضاء له منځه وړلو کې یې ونډه درلوده. خو په وروستیو کې یو ځل بیا د خبرو اترو پیل کېدل یې یو نیک اقدام په توګه یاد کړ.

د بحث دویم ویناوال د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي غړی او د منځنۍ آسیا هېوادونو متخصص ښاغلی عبدالشکور سالنګي وو، چې د بین الافغاني خبرو اترو بېرونیو پېچلتیاوو په اړه یې تحلیلي بحث ترسره کړ. د نوموړي د وینا مهم ټکي په دې ډول وو: ترڅو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزو ته حل لاره و نه موندل شي افغان کشاله به پر همدې بڼه دوام پیدا کړي او زیاته یې کړه چې د داخلي ستونزو څخه بېرونۍ ستونزې نه یوازې زیاتې دي بلکې پېچلې هم دي. د چین، هند، ایران او روسیې په څېر هېوادونه وېره لري چې د سولې وروسته به د هغوی ګټې په سیمه کې په کوم شکل قرار ولري؟! او په همدې خاطر هغوی هڅې کوي چې د هېوادونو پر وړاندې یې شته ګواښونه د زیاتېدو پر ځای کم شي.

د آنلاین بحث درېیم ویناوال د حرکت نجات جریان بنسټ اېښودونکی ښاغلی حضرت عمر زاخیلوال وو، چې د بین الافغاني خبرو اترو داخلي او بېرونیو ستونزو ته په اشارې یې یو لړ وړاندیزونه او حل لارې په ګوته کړې.

مهمه دا ده چې د سولې بحث مطرح کولو په وخت کې له خپل ځان څخه پیل وکړو چې زمونږ  نیت او مدیریت د سولې پر وړاندې څه ډول دی؟ نوموړي زیاته کړه چې د سولې مسؤلیت د هغه چا په غاړه کېدای شي چې د نظام او همدارنګه د زعامت دعوه لري!

ښاغلي زاخیلوال زیاته کړه چې ددوحې تړون په لړ کې بین الافغاني خبرو اترو ته لاره پرانیستل شوه. که څه هم د خپلمنځي خبرو اترو لپاره په تېرو شلو کلونو کې کافي اندازه مصارف ترسره شول ولې بدبختانه هغه وخت د خبرو اترو فرصت په لاس رانغی.

په هېواد کې د ننه د سولې عالي شورا په نوم د ساختار او جوړښت په اړه يې زیاته کړه چې دا کار د افغاني ابتکار پر ځای د یو بېروني فشار په لړ کې رامنځ ته شوی او د پرېکړو په برخه کې کافي اندازه استقلالیت نه لري. د خبرو اترو د ځنډ په برخه کې یې دواړه لوري تورن کړل چې د امریکا نوي ولسمشر نبض ته په کتو ګامونه پورته کوي.

د سولې په دې لړ کې د بې اعتمادۍ فضاء رامنځ ته کېدو په برخه کې یې هم د هغو کسانو یادونه وکړه چې د امریکا د نوي ولسمشر لخوا د دوحې تړون لغوه کېدو انتظار یې ویست او په دې برخه کې جشن لمانځلو ته يې تیارۍ نیولې.

ښاغلي زاخیلوال په خپلو خبرو کې زیاته کړه، که چېرته د طالبانو پېنځه زرو بندیانو پر ځای چې د بېروني فشار په لړ کې خوشي شول افغان حکومت پېنځه سوه طالب زندانیان په خپل ابتکار خوشي کړي وو نو دې کار کولی شول د سولې لپاره د باور فضاء رامنځ ته کېدو سره یې ډېره مرسته کړې وه.

د نوموړي پر اند که افغانان د سولې لپاره په خپل وخت لازم ګامونه پورته نه کړي، نو کېدلی شي د څو میاشتو په تېرېدو سره د بهرنیانو حوصله راتنګه شي او د سولې په نوم یو تحمیلي څیز پر مونږ راوتپي. او هغه تحمیلي څیز لازمه نه ده چې یو ښه څیز دې واوسي. نو په همدې لړ کې یې وړاندیزونه وکړل چې د سولې په اړه د اوسني مدیریت اصلاح او د اوسني مدیریت ارادې بدلون ته جدي اړتیا ليدل کېږي، ترڅو د وړو او شخصي ګټو څخه تېر شي او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

د بحث په پای کې یو لړ پوښتنې هم مطرح شوې چې د بحث میلمنو له لوري ورته ځوابونه وویل شول.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *