د علماوو کانفرانس پر روان وضعیت پاموړ اغېز نشي لرلای
ذاکر جلالي
د تېرې اونۍ د سېشنبې پر ورځ، په کابل کې د سولې عالي شورا په نوښت د اسلامي نړۍ له شلو هېوادونو یو شمېر دیني علما د «اسلام او سولې» تر سرلیک لاندې کانفرانس کې سره راغونډ شوي وو.
په اسلامي نړۍ کې، پاموړ علما په افغانستان کې روان مقاومت مشروع ګڼي. دلته د ناټو ځواکونو شتون دا علما اړیستلي، چې د حکومت او بهرنیو ځواکونو مخالف لوري ته د مشروع مبارزې یا د ازادۍ جګړې نوم ورکړي. یوه تېروتنه چې د کانفرانس ګډونوالو کوله، دا وه، چې دوی د روانې جګړې دوه لوري افغان حکومت او طالبان ګڼل. حال دا چې د جګړې اصلي لوري د متحدهایالاتو په مشرۍ د ناټو ځواکونه او طالبان دي. د ولسي جرګې غړي، عبدالربرسولسیاف ځکه وویل چې «د علماوو مسئولیت خدای او رسول بیان کړی دی او فرمایلي يې دي، چې که د مسلمانانو دوو ډلو په خپلو منځونو کې شخړه کوله، ترمنځ یې سوله وکړئ او که یې کومې ډلې سرغړونه کوله، د هغې پر ضد وجنګېږئ، تر هغې چې د خدای دستور پلی شي». دلته سیاف همدا تکرار تېروتنه کوي. دلته د جګړې یو لوری بهرني ځواکونه دي، چې له ترکیې پرته پاتې مسلمانان نه دي. د کانفرانس اغېز ځکه پاموړ نشي ارزول کېدای، چې سیاف د تېر په څېر پر مقابل لوري نیوکې کولې. سیاف وویل: په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت او ولس له طالبانو سره سوله غواړي؛ مګر هغوی تل سرغړونه کوي او سولې ته غاړه نه ږدي.
د دې پر ځای چې د کانفرانس ویناوال د سولې لپاره وغږېږي، دی هڅه کوي، چې د افغانستان ولس، چې طرف نه دی، د طالبانو طرف وښيي. سیاف وویل: «هغوی چې په افغانستان کې جنګېږي، په حقیقت کې د قضیې اصلي لوری نه دي». اصلا طالبان تل له حکومت سره خبرې اترې ځکه ردوي، چې خپل اصلي طرف امریکا ګڼي؛ ځکه یې قطر ته خپل استازي له امریکا سره د مذاکراتو لپاره واستول. د حکمتیار په مشرۍ د حزب استازي په لسګونو ځله کابل ته د خبرو اترو لپاره له نسبتا متواضع دریځ سره راغلل؛ خو د حکومت د ناتوانۍ له امله خبرو اترو کومه پایله ونه لرله. طالبان چې شرایط یې هم سخت دي، څنګه به حکومت وکولای شي، له دوی سره کامیاب مذاکرات ولري.
دا کانفرانس له داسې ګواښونکو ویناوو سره په هېڅ ډول نشي کولای، چې پر طالبانو اغېز ولري.