د افغان کډوالو ناوړه وضعیت؛ وړاندیزونه او حل لارې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

د افغان کډوالو ناوړه وضعیت؛ وړاندیزونه او حل لارې
• سریزه
• تاریخي شالید
• په پاکستان کې مېشت افغان کډوال
• په ایران کې مېشت افغان کډوال
• د افغان کډوالو اوسني وضعیت ته کتنه
• وړاندیزونه

___________________________________________________________________

سریزه

کډوالي د افغانانو هغه دوامدار کړاو دی، چې افغانان له تېرو څو لسیزو راهیسې ترې کړېږي. د یوې سروې له مخې تقریباً ۷۰ سلنه افغانانو یو ځل په خپل ژوند کې کډوالي تجربه کړې ده. همدا راز ځینې شمېرې ښيي، چې له هرو ۴ یا ۵ تنو یو یې په تېرو څو لسیزو کې په ځانګړې توګه پاکستان یا ایران ته یو ځل کډوال شوی دی.
افغان کډوال نه یوازې نورو هېوادونو ته د کډوالۍ پر مسیرونو خورا زیاتې ستونزې ګالي، بلکې له رسېدو وروسته هم له زیاتو ننګونو سره مخ وي. د بښنې نړیوال سازمان په دې وروستیو کې ویلي، چې ایران او ترکیه پر هغو افغان کډوالو ناقانونه ډزې کوي چې په قاچاقي توګه دغو هېوادونو ته د وراوښتو هڅه کوي. دغه سازمان وایي، چې په تېر یوه کال کې د ایران او ترکیې سرحدي پولیسو لږ تر لږه ۱۵ افغان کډوال وژلي چې ۱۱ پکې د ایران د سرحدي پولیسو له لوري وژل شوي دي. که څه هم د دغه سازمان راپور کاږي چې دا یوازې د دوی له لوري ثبت شوې شمېره ده، حال دا چې واقعي شمېرې لوړې دي. دغه سازمان د افغان مرسته کوونکو او ډاکترانو له قوله لیکلي، چې یوازې د ۲۰۲۱م کال له اګست د همدغه کال تر ډسمبر پورې یې لږ تر لږه د ۵۹ کډوالو مړینه او د ۳۱ نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي.
له بلې خوا بېلابېل هېوادونه په ځانګړې توګه ایران او ترکیه په دوامدار ډول افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسي او له دوی سره ناوړه چلند کوي. په ایران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال هم وخت نا وخت له خورا زیاتو ستونزو او ځورونو سره مخ کېږي. د بېلګې په توګه څه موده وړاندې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې په یوه څپه راپیل شوه، چې پکې زرګونه افغان کډوال شکنجه شول، یا ووژل شول او یا په اجباري توګه له دغه هېواده وایستل شول. ان تر دې چې په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کډوالو د شکنجې خورا بوږنوونکې وېډیوګانې هم خپرې شوې.
د تېر ۲۰۲۱م کال له اګست راهیسې د افغانانو د کډوالۍ یو بل پړاو بیا پیل شو چې لا هم دوام لري او اصلي عامل یې سیاسي او اقتصادي ستونزې دي. له تېر کال راهیسې د عادي کډوالۍ ترڅنګ یو لوی شمېر لوستي افغانان هم له هېواده وتلي او یا د وتلو په حال کې دي، چې په علمي اصطلاح د مغزونو تېښته بلل کېږي او ګومان کېږي چې لامل یې د اسلامي امارت سرسخت سیاستونه دي. ډېری دغه وتونکي کسان د زده کړو په ډګر کې شته محدودیتونه، د بیان پر آزادۍ شته محدودیتونه او د مخالف فکر نه زغمل، په دولتي ادارو کې د طالبانو له خپلو غړو پرته نورو افغانانو ته په سخته د کار زمینه برابرېدل او داسې نور عوامل په ګوته کوي.
دا لیکنه په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېرو او د دوی وضعیت ته د کتنې ترڅنګ، د حل لارو په توګه د کډوالو د کوربه هېوادونو، د کډوالۍ نړیوالو ادارو او نورو اړوندو پالیسي جوړوونکو او مرستندویه لورو لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم لري. په دغو وړاندیزونو کې هغه وړاندیزونه هم شامل دي، چې د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز له لوري څه موده وړاندې په کابل کې «د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو راتلونکی» تر عنوان لاندې څېړنیز سمینار کې د کډوالو د وضعیت په برخه کې وړاندې شوي وو.

تاریخي شالید

له افغانستانه د کډوالۍ لړۍ لرغونی تاریخ لري او د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو کډوالي د دواړو اقتصادي او امنیتي عواملو له کبله وه؛ خو د ثور کمونیستي کودتا (د ۱۹۷۸کال د اپریل ۲۷ مه) په لومړي ځل افغانان دې ته اړ کړل، چې په «ډله‌ییز ډول» له افغانستانه ووځي.
دغه کډوالي په څلورو پړاوونو کې وه. لومړی پړاو د ثور له کمونیستي کودتا څخه د شورویانو تر یرغل پورې دوام وکړ. دویم پړاو د شورویانو له یرغل سره پیل او د شورویانو پر وتلو پای ته ورسېد. درېیم پړاو د افغانستان د کورنۍ جګړې د وخت پړاو دی او څلورم پړاو بیا پر افغان خاوره د امريکا او ناټو ځواکونو له بریدونو سره پيل شو.
په لومړي پړاو کې؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ارقامو له مخې، په ۱۹۷۸ کال کې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېره ۸۰۰۰۰ اتیا زره تنو ته ورسېدله او ورپسې په ۱۹۷۹ کال کې، په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېره ۴۰۰۰۰۰ څلور لکه تنو ته پورته شوه. همدا راز په ۱۹۷۹ کال کې د ایران مېشتو افغان کډوالو شمېره هم یو لکو تنو ته ورسېدله.
په دویم پړاو کې؛ پر افغان خاوره د شورویانو د یرغل پر لومړي کال (۱۹۸۰)، په نړۍ کې د افغان کډوالو مجموعي شمېره تقریباً ۱.۷۳ ملیونه تنو ته ورسېده. په دویم کال دغه شمېره ۳.۸۸ ملیونو ته ورسېده او د شورویانو د وتلو پر کال (۱۹۸۹) په نړۍ کې د افغان کډوالو شمېره بیا ۵.۶۶۴ میلیونه تنه وه. په دغه پړاو کې افغانان تر ټولو زیات کډوالۍ ته اړ شول او په همدغه پړاو کې صنعتي نړۍ ته هم کډوالي پيل شوه او بېرته هېواد ته د کډوالو ستنېدل هم په همدغه پړاو کې د جنیوا تړون له مخې پيل شول.
په درېیم پړاو (د کورنۍ جګړې پړاو) کې؛ د شورویانو له وتلو وروسته د امریکایي او ناټو ځواکونو تر راتګ پورې تقریبآ ۴ میلیونه کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول؛ خو په عین حال کې د کورنۍ جګړې له پيل سره له افغانستانه د کډوالۍ بهیر هم روان و. په دغه پړاو کې د لومړي پړاو په پرتله په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو څخه لږ هر کلی وشو.
په څلورم پړاو کې؛ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته، د امریکايي او ناټو ځواکونو د بریدونو له کبله، نژدې درې لکه افغانان بیا اړ شول، چې د افغانستان خاوره پرېږدي او په پاکستان کې پناه واخلي. خو کله چې د بُن له کنفرانس څخه وروسته په کابل کې د یوه لنډمهالي نظام بنسټ کېښودل شو، تر ۲۰۰۵ کال پورې تقریباً ۳.۲ ملیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه بېرته خپل هېواد ته راوګرځېدل؛ خو کله چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې له افغانستانه د کډوالۍ لړۍ په تېر بیا اروپایي هېوادونو ته بیا ګړندۍ شوه.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال

د افغان کډوالو په تړاو د (افغانستان- پاکستان-ملګرو ملتونو د کډوالۍ کمېسیون) تر منځ لومړی درې‌اړخیز تړون د ۲۰۰۳ کال په مارچ کې لاسيک شو او په ۲۰۰۵ کال په پاکستان کې په لومړي ځل د افغان کډوالو عمومي سرشمېرنه وشوه. د دغې سر شمېرنې له مخې ۳،۰۴۷ مېلیونه افغانان په پاکستان کې کډوال وو. په عمومي ډول ۵۸ سلنه افغان کډوال له کمپونو بېرون او ۴۲ سلنه په کمپونو کې استوګن وو. په دغو کډوالو کې شاوخوا ۵۱ سلنه يې له ۱۹۸۵ کال مخکې پاکستان ته کډوال شوي وو.
د ۲۰۰۶ کال له اکتوبر میاشتې څخه د ۲۰۰۷ کال تر فبرورۍ پورې تقریبآ ۲۱۶۱۹۸۴ افغانان راجستر او د ( افغان ښاري) کارډونه ورکړل شول. یو شمېر دغه کډوال بیا هېواد ته راستانه شول او په ۲۰۱۵ کال کې په پاکستان کې تقریبا ۱۵۵۴۹۱۰ راجستر شوي افغان کډوال مېشت وو. دا شمېره په ۲۰۱۹ کال کې لږ راکمه شوې وه او ۱.۴ میلیونه تنو ته رارسېدلې وه. د ناراجستر افغان کډوالو په اړه دقیق ارقام نشته؛ خو په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان د سرحداتو د وزیر په اند د ناراجستر افغان کډوالو شمېره تقریبا ۱.۴ مېلیونه وه.
اوسمهال د کډوالو اړوند ادارو د شمېرو او اټکلونو له مخې، د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې په دغه هېواد کې ټول ۳ میلیونه راجستر شوي او ناراجستر افغان کډوال مېشت وو. په دې ډله کې ۱.۴ میلیونه یې د راجستر کډوالو (PoR) کارت لرونکي دي، ۸۴۰ زره یې د افغان ښاري کارتونه لري او تقریبا ۷۷۵ زره نور یې ناراجستر کډوال دي، چې تل د نیول کېدو او اجباري ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

په ایران کې مېشت افغان کډوال

له ۲۰۰۱ کال وروسته، له ایران څخه هم ډېر شمېر کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول، خو د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د شمېرو له مخې، په ایران کې تقریبا ۹۵۱۱۴۲ تنه راجستر شوي او له ۱ څخه تر ۲ میلیونو پورې ناراجستره افغان کډوال استوګن وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارو شمېرې ښيي، چې اوسمهال (۲۰۲۲م کال کې) په ایران کې د راجستر شوو افغان کډوالو شمېره ۷۸۰ زره تنه ده، چې ورسره په څنګ کې ۲.۱ میلیونه ناراجستر شوي کډوال او ۶۰۰ زره د پاسپورتونو لرونکي کډوال هم په دغه هېواد کې مېشت دي. که څه هم ایراني چارواکي ادعا کوي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر ۴ میلیونه تنو ته رسېږي. په دغه هېواد کې ډېری افغان کډوال د هزاره قوم شیعه مذهبه او دغه راز د تاجک قوم افغان وګړي مېشت دي؛ خو د ناراجستر کډوالو بیا دقیقې شمېرې نشته او ګومان کېږي چې د ټولو قومونو د کډوالو ونډه پکې زیاته ده، ځکه ناراجستر کډوال ډېری هغه افغانان دي، چې دغه هېواد ته د کارګرۍ لپاره تللي دي.
دا چې په ایران کې د ناراجستر افغان کډوالو شمېره ولې زیاته ده، اصلي لامل يي هم اقتصادي کډوالي ده؛ ځکه يو زيات شمېر افغانان د کار لپاره ایران ته ځي. بل لامل یې پر ایران د کډوالو تېره شوې ترانزیټي لاره ده. اروپا ته چې څومره افغانان ځي، د ډېری هغو لاره پر ایران ده. له همدې کبله د نورو عواملو ترڅنګ، اروپا ته د افغانانو تګ هم په ایران کې د افغان کډوالو شمېره زیاته کړې ده (د دوی یو شمېر هلته د ایراني پولیسو لخوا یا نیول کېږي او یا هم تر یوې مودې پورې هلته ایسارېږي).
که څه هم ایران د ملګرو ملتونو د کډوالو کنوانسیون (۱۹۵۱) او د دغه کنوانسیون اړوند د ۱۹۶۷ کال پروتوکول، په ۱۹۷۶ کال کې لاسلیک کړی؛ خو پاکستان بیا تر اوسه پر دغه کنوانسیون او پروتوکول لاسلیک نه دی کړی. د دغو کنوانسیونونو له مخې، څوک نه شي کولای چې په جبري ډول کډوال له خپل هېواده بهر کړي. مګر له بده مرغه له ایرانه د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ تل روانه وه او ډېری وختونه په ساړه ژمي کې هم هره ورځ زرګونه افغان کډوال له دغه هېواد ایستل شوي دي.

د افغان کډوالو اوسني وضعیت ته کتنه

که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې میلیونونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ څخه راستانه شوي دي، خو په ورته وخت کې د بېلابېلو عواملو له کبله له هېواده د کډوالو د وتلو بهیر هم په دوامدار ډول روان و. له دې کبله اوسنۍ شمېرې ښيي چې لږ تر لږه ۳ میلیونه افغان کډوال په ایران کې، ۳ میلیونه په پاکستان کې او شاوخوا یو میلیون په نوره نړۍ په ځانګړې توګه اروپایي هېوادونو کې مېشت دي.
له تېر اګست (۲۰۲۱م) راهیسې د افغانانو د کډوالۍ بهیر یو ځل بیا ګړندی شوی او سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ ته د کډوالۍ لاره غوره کوي. د شمېرو له مخې، د تېر ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې نېټې وروسته یوازې په شپږو اوونیو کې ۱۲۴۰۰۰ زره افغانان د تخلیې په عملیاتو کې له هېواده وایستل شول او له هغه وروسته هم لسګونه زره افغانان په تدریجي ډول له هېواده وتلي دي. د بېلګې په توګه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ۲۰۲۱ کال له فبروري څخه د ۲۰۲۲ کال تر فبروري پورې په پاکستان کې له ۱۱۷ زره زیات نوي افغان کډوال ثبت کړي دي. د دغو کډوالو له ډلې ۳۵ زره یې یوازې په اګست میاشت کې تللي وو. دا بهیر تر ډېره له پخوانیو بهیرونو سره توپیر لري، ځکه دا ځل تر ډېره علمي پاړکی او لوستي افغانان له هېواده وتلي دي.
اوسمهال تر ټولو ډېر کډوال په دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې دي. دریم هېواد چې اوس ډېر افغانان کډوال پکې مېشت دي، هغه ترکیه ده. ځینې شمېرې ښيي، چې په دغه هېواد کې اوسمهال له ۳۰۰ زره تر ۵۰۰ زره پورې افغان کډوال مېشت دي. که څه هم د ترکیې د حکومت مخالف ګوند چې د ترکیې پر حکومت د کډوالو په برخه کې نیوکې لري، د افغان کډوالو شمېره ۱.۵ میلیون تنه ښيي؛ خو ځینې سرچینې بیا د دغو دواړو شمېرو ترمنځ اټکل کوي چې په ترکیه اوسمهال شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال مېشت دي. د دې ترڅنګ، نورو ګاونډیو هېوادونو لکه تاجکستان ته هم افغانان کډوال شوي، خو هلته یې شمېره کمه ده او له همدې کبله یې ستونزې هم کمې دي.
افغان کډوال په تېرو څو لسیزو کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې تل له ګڼ شمېر جدي ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان پاتې شوي دي. له یوې خوا د کډوالۍ پر خطرناکو مسیرونو په ځانګړې توګه اورپا ته پر لاره د مرګ له ګواښونو سره مخ وو او دي، چې پر ناقانونه کډوالو د ایران او ترکیې د سرحدي ځواکونو د بریدونو په اړه د بښنې نړیوال سازمان وروستی راپور یې د بېلګې په توګه یادولی شي؛ له بلې خوا په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې تل له خپلو انساني حقونو بې برخې او ان په ځینو وختونو کې له زړه بوږنوونکو شکنجو، بې محاکمې اوږدمهاله زندانونو، په نیابتي جګړو کې جبرا کارېدو، د مالي او کاري امنیت نشتون، د کډوالو په کمپونو کې د اوږدې مودې لپاره د بندیانو په څېر پاتې کېدل، اجباري ایستل کېدو او داسې نورو ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په نورو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره کېدونکی چلند او د هغوی ستونزې له دې ټکي ښې څرګندېدای شي، چې حتی قانوني سند لرونکي کډوال هم په دوامدار ډول د کوربه هېوادونو د پولیسو له ځورونو سره مخ وي. د بېلګې په توګه یوې څېړنې موندلې ده، چې په پاکستان کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې هر کال سلګونه او زرګونه داسې کډوال د پاکستان د حکومت له لوري نیول کېږي چې د کډوالۍ اسناد (PoR کارتونه هم لري). د دا ډول نیونو شمېره په ځینو کلونو کې لوړه او په ځینو کلونو کې ټیټه وه، د بېلګې په توګه په ۲۰۱۷ کال کې ۳۷۴۴ دا ډول کډوال د پاکستان د حکومت له لوري نیول شوي وو.
په یوه تازه مورد کې کابو یوه میاشت وړاندې د سپټمبر (۲۰۲۲م) په لومړیو کې په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د سلګونه افغان کډوالو د نیول کېدو راپورونه خپاره شول. ځینو کډوالو له رسنیو سره په مرکو کې ویلي چې د کورنیو ځینې غړي له ډېرو میاشتو راهیسې د پاکستان د حکومت له لوري د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیول شوي او د نیول شوو کسانو کورنۍ په خراب وضعیت کې شپې ورځې تېروي.
په ایران کې بیا څو میاشتې وړاندې د یوه افغان تبعه له لوري د دوو روحاني شخصیتونو له وژلو وروسته د افغان کډوالو لپاره پراخې ستونزې رامنځته شوې او ګڼې داسې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې چې ښيي افغان کډوال په خورا بې رحمۍ سره شکنجه کېږي او ان د بدن غړي ترې پرې کېږي.
په دې توګه د نورو بېلابېلو ستونزو ترڅنګ، د افغان کډوالو نیول، جبري اخراج، ځورونې او شکنجې هغه ستونزې دي چې په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه له ځان سره لري او له کبله یې افغان کډوال په ناوړه وضعیت کې دي. که څه هم د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو چاره په تېرو کلونو کې هم روانه وه. د بېلګې په توګه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې تقریبا له ۳۶۰۰ څخه زیات افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي وو. په ایران کې بیا د افغان کډوالو د نیولو چاره تل روانه وه او په ندرت سره کله نا کله درېدلې ده. تازه شمېرې ښيي چې لږ تر لږه ۱۳۵۰۰۰ زره افغان کډوال په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران څخه جبرا ایستل شوي دي.

وړاندیزونه:

• لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ملیونونه راجستر او ناراجستر کډوال مېشت دي، چې وخت نا وخت له خورا زیاتو ستونزو سره مخ کېږي. په دې برخه کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو د ملتونو غوښتنه دا ده چې د افغانستان د جګړه ځپلي وضعیت په پام کې نیولو سره له افغان کډوالو سره د ښه چلند تګلاره غوره کړي او د افغان کډوالو پر وړاندې شته ستونزې له منځه یوسي.
• له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو اجباري ایستل یوه مهمه ستونزه ده، چې له کبله یې هم افغان حکومت تر فشار لاندې راځي او هم اخراج شوي کډوال له خورا زیاتو ستونزو او ناوړه وضعیت سره مخ کېږي. له دې کبله له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه ده چې د افغانستان د وضعیت له درک کولو سره د اجباري ایستلو پروسه بنده کړي او پر ځای یې له افغان حکومت او افغان مهاجرینو سره په داسې توګه مرسته وکړي چې هغوی په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
• که څه هم اوسمهال په افغانستان کې جګړه تر ډېره درېدلې او د کډوالو د راستنېدو یو لامل چې ناامنۍ وې تر ډېره له منځه تللی، خو په ورته وخت کې له اوږدو جګړو راوتلي افغانستان کې لا هم د کډوالو د راستنېدو لپاره خورا زیاتې ستونزې شته دي چې له جملې څخه یې د هېواد اقتصادي وضعیت یادولی شو. له دې کبله ګاونډیو هېوادونو ته پکار ده چې لا هم افغان کډوالو ته د نېک ګاونډیتوب د اصل له مخې حوصله او زغم وکړي.
• په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوال باید د سیاسي فشارونو وسیله نه وي او د افغان کډوالو وضعیت د دوه اړخیزو اړیکو د خرابوالي له کبله خراب نه شي.
• په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د غیرعادلانه محکمو، د ښوونې او روزنې او روغتیا خدماتو ته په لاسرسي کې شته ستونزو، د پولیسو له خوا ځورونو، د وېزو په برخه کې شته ستونزو، د افغان کډوالو شتمنیو او کاروبارونو ته شته ګواښونو او داسې نورو ستونزو مخنیوی وشي او حکومتونه په دغو برخو کې پر خپلو پالیسیو غور وکړي.
• ښکاري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اړوندې ادارې د تېرو لسیزو په پرتله اوس د افغان کډوالو وضعیت ته هومره جدي پاملرنه نه کوي. له دې کبله په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او همدا راز د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) څخه غوښتنه دا ده، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو د حقونو په ملاتړ او ساتنه کې خپل رول زیات کړي او افغان کډوال وکړای شي د دغو ادارو تر ملاتړ لاندې خپلو قانوني حقونو ته لاسرسی ومومي.
• په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو مبهم راتلونکی باید ختم او د کډوالو د راجستر کولو او هغوی ته د کډوالۍ د کارتونو ورکولو له لارې راتلونکی تضمین شي.
• یو شمېر افغانان د خپلو ناروغانو د تداوۍ له کبله نه شي راستنېدای، په ځانګړې توګه د هغو کډوالو د ځانګړي راجستر کولو لپاره دې اقدام وشي او پر وړاندې یې شته ستونزې هوارې شي.
• افغان حکومت ته پکار ده چې د کډوالو د راستنېدو اړوند روښانه پالیسي جوړه کړي او د کډوالو د نه راستنېدو پر وړاندې شته اوږدمهالو خنډونو د له منځه وړلو او د بیا مشتېدو د عملي پلان له جوړولو سره اقدام وکړي؛ ځکه په تېرو کلونو کې یو زیات شمېر کډوال له راستنېدو وروسته دلته د شته ستونزو له کبله بېرته کډوالۍ ته اړ شوي دي.
• د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کډوالو د ستونزو هوارولو په برخه کې د همغږۍ او همکارۍ د زیاتولو لپاره باید ګډ کمیسیونونه جوړ شي، ترڅو وخت نا وخت د کډوالو ستونزې هوارې کړي او د کډوالو اړوند ستونزو له سیاسي کولو مخنیوی وشي.
• په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د یو او بل پر ضد د منفي تبلیغاتو مخنیوی وشي ترڅو یې منفي اغېزې پر کډوالو له منځه ولاړې شي؛ ځکه په اوسنیو وختونو تر ډېره یوازې منفي اړخونو ته تبلیغات کېږي او په نورو هېوادونو کې له کډوالو سره شوې همکارۍ نه یادېږي او یوازې د دواړو ملتونو ترمنځ د دښمنۍ اور ته لمن وهل کېږي.
پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *