د اسلامي امارت او ازبکستان د اړیکو په اړه تحلیل

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

• د اسلامي امارت او ازبکستان د اړیکو په اړه تحلیل
• سریزه
• ۱. د طالبانو اسلامي تحریک او د اولې دوره اسلامي امارت ته د ازبکستان د لید ډول
• ۲. د امریکا د اشغال او جمهوري نظام پر وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې په اړه د ازبکستان سیاست
• ۳. په ۲۰۲۱م کال کې د اسلامي امارت د بیا استقرار څخه وروسته د ازبکستان او اسلامي امارت اړیکې
• ۴. د دواړو لوریو د اړیکو لید
• پایله
• وړاندیزونه
• سرچینی
___________________________________________________________________

سریزه

د ازبکستان هېواد په مرکزي آسیا کې د افغانستان له شمالي ګاونډیانو څخه دی، دا هېواد هغو شاخصونو ته په کتو؛ لکه: د جنګي تجهیزاتو له پلوه نظامي ځواک، اقتصادي پیاوړتیا، د نفوسو کمیت او اندازه (چې ۳۰ میلیون نفوس لري) او د کیفیت له پلوه (چې د دې هېواد خلک د سواد او تخصص په لوړه کچه کې دي) او جغرافیایي ممتاز موقعیت (په داسې توګه چې دا هېواد د منځنۍ آسیا په زړه کې موقعیت لري، د دې سیمي له هېوادونو او افغانستان سره ګډه پوله لري) چې دې هېواد ته یو ځانګړي جیوپولتیک قدرت او ځواک وربښي، چې په منځنۍ آسیا کې د یوه ځواکمن هېواد په توګه پېژندل کېږي، له بله پلوه د شوروي اتحاد په وخت کې ازبکستان د منځنۍ آسیا د نورو هېوادونو په پرتله غوره رول درلود، چې دې موضوع هم له دې سره مرسته کړې ده چې دغه هېواد له خپلواکۍ وروسته هم په دې سیمه کې د یوه سیمه ایز رهبر په توګه ځان مطرح کړي.
دا هېواد له افغانستان سره ۱۳۷ کیلومتره ګډ سرحد لري، چې د آمو سیند په واسطه په طبیعي توګه یو له بل څخه جدا کېږي. د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکې مستقیم او رسمي مسیر د «دوستي د پل» په واسطه رامنځته شوی دی، په ۱۹۸۲م کال کې شوروي د سرک او ریل د لارو په واسطه په افغانستان کې حیرتان او په ازبکستان کې ترمذ له یو بل سره وتړل. د دواړو هېوادونو ازبکستان او افغانستان تر منځ دوستي د دوه سیاسي هېوادونو په توګه د شوروي له دړې وړې کېدو او په ۱۹۹۱م کال کې د ازبکستان له خپلواکۍ څخه وروسته پیل شوه، په عمومي توګه کولای شو له پیل څخه تر اوسه پورې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په دریو دورو وویشو. چې لومړۍ دوره په ۱۹۹۱م کال کې د ازبکستان له خپلواکۍ څخه تر ۲۰۰۱م پورې ده. په افغانستان کې د داخلي جګړې او د ازبکستان د زر او تصادفي خپلواکۍ له امله د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې د پام وړ ونه ګرځېدې. دوهمه دوره له ۲۰۰۱م څخه وروسته او په افغانستان کې د امریکا تر ملاتړ لاندې د جمهوري نظام په رامنځته کېدو پیل شوه، ازبکستان د نورو هېوادونو په څېر له افغانستان سره د اړیکو په رغونه پیل وکړ او خپل سفارت یې په افغانستان کې فعال کړ او د دوه دولتونو تر منځ د اړیکو په درلودو سره یې کوښښ کاوه چې اړیکو ته پراختیا ورکړي. او درېیمه دوره د اسلامي امارت له رامنځته کېدو او د جمهوري نظام د له منځته تلو وروسته پیل شوه، نو پوښتنه دا ده چې د طالبانو له تحریک سره د دې هېواد اړیکه پخوا څرنګه وه او د اسلامي امارت د بیا رامنځته کېدو څخه وروسته ازبکستان له دې حکومت سره څرنګه اړیکې او روابط غواړي؟ د دې پوښتنې د هراړخیز ځواب د پيدا کېدو په موخه دغه مسئله په څو محورونو تر څېړنې لاندې نیول کېږي:

۱. د طالبانو اسلامي تحریک او د اولې دوره اسلامي امارت ته د ازبکستان د لید ډول

په ۱۹۹۶م کال د اسلامي امارت له تأسیس څخه مخکې چې په ظاهر کې ازبکستان د برهان الدین رباني په رهبرۍ د افغانستان له اسلامي دولت سره رسمې اړیکې درلودې خو په عملي توګه یې د جنبش له تنظیم څخه د ازبک قومندان عبدالرشید دوستم چې په مشرۍ د مرکزي حکومت په وړاندې جنګېده ملاتړ کاوه. د طالبانو د تحریک له ظهور څخه وروسته او په تېزۍ یې د کابل په شمول د افغانستان ۹۰ په سلو کې خاوره نیولو او د افغانستان د اسلامي امارت له تأسیس څخه وروسته د افغانستان او ازبکستان اړیکو بله بڼه غوره کړه، مخکې له دې چې ازبکستان د خپلو سرحدونو د امنیت له ستونزې څخه په امن ؤ او په دې هڅه کې ؤ چې د قدرت په جوړښت کې ازبکانو ته زیاته برخه ورکړي. د افغانستان په شمالي برخو د مزار شریف د ښار او حیرتان بند په شمول د اسلامي امارت له تسلط څخه وروسته، ازبکستان په سخته توګه په خپلو سرحدونو کې د ناامنۍ احساس پیدا کړ، له همدې امله د دوستۍ د پل په بندولو سره یې د خپلو سرحدونو حفاظتي تدابیر سخت کړل . هغه مهم لامل چې ازبکستان له اسلامي امارت سره د ګاونډیتوب څخه د وېرې احساس کاوه دا ؤ چې هغوی وېره لرله چې اسلامي امارت به د ازبکستان د اسلامي حرکت (IMU=Islamic Movement of Uzbekistan) په څېر ډلو سره چې د ازبکستان حکومت په ضد فعال دی، اړیکه ولري.
له دې وېرې او ډار سره سره او همدارنګه چې اسلامي امارت د عبدالرشید دوستم په رهبرۍ ازبک حزب له صحنې څخه ایستلی ؤ، ازبکستان په داسې عملي سیاست لاس پورې کړ چې له اسلامي امارت سره خصمانه حالت غوره نه کړي، همدارنګه یې هڅه وکړه چې دا هغه وخت د اسلامي امارت او د مقاومت د جبهې ترمنځ په جګړه کې چې د دوستم په رهبرۍ ازبک حزب هم پکې شامل ؤ ځان بې طرفه وښيي، او په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکی شو، سربېره پر دې د ازبکستان حکومت بې کاره پاتې نشو، بلکې د افغانستان د بحران د حل لپاره یې د ۲+۶ د تماس هېوادونو (د افغانستان شپږ ګاونډیان او امریکا او روسیه) ابتکار په لاس کې واخیست، په پایله کې یې په ۱۹۹۹م کال د ۱۳ مادو اعلامیه په تاشکند کې صادره شوه چې په دې یې تأکید کاوه چې د افغانستان د بحران د حل لاره نظامي نه ده او باید دا بحران د ملل متحد په رهبرۍ د مذاکرې له لارې حل شي، که څه هم دې مذاکرتو د افغانستان پر وضعیت کوم ښکاره اغېز نه درلود، خو کوم څه چې د ازبکستان لپاره مهم ؤ دا ؤ چې وښيي د افغانستان په اړه ښه نیت لري او د خپل ګاونډي هېواد د قضیې سوله ایز حل غواړي. پر دې سربېره چې ازبکستان د افغانستان له لورې د ستونزې د کموالي په موخه او د دې لپاره چې د اسلامي امارت د ازبکستان د حکومت ضد ډلو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له لوري په ازبکستان کې تخریبي عملیات ترسره کړي، په ۲۰۰۰م کال کې د ازبکستان جمهور رئیس په ښکاره اعلان وکړ چې اسلامي امارت د هغوی لپاره کوم تهدید نه دی، یوازې دغه هیله لري چې اسلامي امارت او د شمالي ائتلاف ځواکونه په خپل منځ کې یو مشترک او ګډ حکومت او ائتلاف جوړ کړي، تر دې پورې چې په اسلام آباد کې د دې هېواد سفیر د اسلامي امارت له استازو سره لیدنه وکړه او دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د یو بل په داخلي امورو کې به مداخله نه کوي.

۲. د امریکا د اشغال او جمهوري نظام پر وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې په اړه د ازبکستان سیاست

د سپټمبر د یوولسمې له پېښو او پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته چې په پایله کې یې اسلامي امارت له منځه لاړ او د لویدیځو هېوادونو او په سر کې د امریکا په مرسته جمهوري نظام رامنځته شو، ازبکستان هم د نورو هېوادونو په څېر په کابل کې خپل سفارت او په مزارشریف کې خپله کنسلګري پرانیستله. په دې دوره کې ازبکستان خپلې اړیکې د کابل له ادارې سره پراخه کړې او همدارنګه یې په افغانستان کې د امریکا لپاره د نظامي عملیاتو او لوژستکي ملاتړ په موخه د خان آباد اډه د امریکا په اختیار کې ورکړه. له دې اډې څخه د امریکا ګټه اخیستنه د امریکا له لوري په ۲۰۰۵م کال د اندیجان د پېښو په اړه د ازبکستان د حکومت د تعامل په وړاندې د امریکا له اعتراض څخه وروسته وتړل شوه، سره له دې ازبکستان د کابل له ادارې سره ښې اړیکې درلودې، تر دې چې په ۲۰۰۹ م کال له امریکا سره د ازبکستان اړیکې د صمیمیت لوري ته لاړې او امریکا ته یې اجازه ورکړه چې له نوموړي اډې څخه یوازې غیرنظامي اقلام انتقال کړي، خو دې هېواد هېڅکله هم د طالبانو تحریک یو ترورستي ډله نه ده بللې او د امریکا او کابل حکومت پر ضد یې په شلو کلونو کې د طالبانو د تحریک د مبارزې په اړه د دښمنۍ دريځ نه دی نیولی.
کولای شو ووایو چې د ازبکستان حکومت په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان پر وړاندې خپل د بې طرفۍ او سوله ایز سیاست ساتلی دی. لکه څرنګه چې د دې هېواد جمهور رئیس په ۲۰۰۸م د ناټو د بخارست په ناسته کې د ۱۹۹۰م لسیزه په اواخرو کې د ۳+۶ هېوادونو (شپږ د افغانستان ګاونډي هېوادنو او روسیې، امریکا او ناټو) د تماس د ډلې د ایجاد طرحه وړاندې کړه، خو د هېچا د پاملرنې وړ ونه ګرځېده، دا هېواد د خپل بې پرې سیاست د پیاوړتیا او د فعالي دیپلوماسۍ د لرلو او د خپل بحراني ګاونډی هېواد په اړه د منځګړیتوب د هڅې په موخه په دې وروستیو څو کلونو کې زیات فعال شوی دی، چې مهم موارد یې په دې هېواد کې د بین الافغاني مذاکراتو په موخه د طالبانو د تحریک د استازو کوربه توب ؤ، همدارنګه اسلامي امارت د اشغال پر وړاندې په شل کاله مبارزه کې د خپلو ګاونډیانو او په ځانګړې توګه د ازبکستان پر وړاندې خصمانه دریځ نه دی نیولی او هېڅ ډلې او په ځانګړې توګه د ازبکستان اسلامي حرکت ته یې اجازه نه ده ورکړې چې د دوی د تسلط او واک له سیمو څخه د ازبکستان پر وړاندې تخریبي عملیات تر سره کړي.

۳. په ۲۰۲۱م کال کې د اسلامي امارت د بیا استقرار څخه وروسته د ازبکستان او اسلامي امارت اړیکې

له افغانستان څخه د امریکا له وتلو او جمهوري نظام د له منځه تلو وروسته، د بیا لپاره اسلامي امارت په افغانستان کې حاکمیت ترلاسه کړ، د اسلامي امارت مقاماتو او ویاندویانو په کابل کې د حکومت د ترلاسه کولو وروسته بې له کوم ځنډ څخه په رسمي او روښانه توګه د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې پر خپل دې دریځ تأکید وکړ چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هېڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر وړاندې ګټه پورته کړي، همدارنګه پر دې اصل یې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د دوی سیاست پر بې طرفۍ او اقتصادي سالمو اړیکو ولاړ دی، پر دې سربېره دا چې ازبکستان له اسلامي امارت سره د اسلامي امارت له بیا راتګ څخه مخکې ښې اړیکې درلودي نو د اسلامي امارت له بیا راتګ څخه یې هېڅ تشویش نه درلود، خو د اسلامي امارت له لوري د بې طرفۍ او د اقتصادي اړیکو د پياوړتیا اعلان د ازبکستان هېواد ته نور هم اطمینان ورپه برخه کړ چې د اسلامي امارت لخوا به ورته هېڅ کومه ستونزه نه پېښږي.
په سیاسي برخه کې دا چې ازبکستان د نورو هېوادونو په څیر د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل ځنډولي دي، خو دا هېواد اسلامي امارت د افغانستان د حکومت په توګه پېژني او کوښښ کوي تر څو د افغانستان په اړه د زغم او نه مداخلې او له هېڅ ډلې څخه د نه ملاتړ سیاست په نیولو سره خپلې سیاسي اړیکې له اسلامي امارت سره د قبول وړ کچې ته ورسوي. د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د دواړو هېوادونو مقاماتو څو څو ځله د یوبل هېواد ته سفرونه کړي دي، چې یو له دې مهمو سفرونو څخه کولای شو کابل ته د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر او ازبکستان ته د اسلامي امارت د سرپرست وزیر سفر ته اشاره وکړو. په اقتصادي برخه کې د دواړو هېوادونو اړیکو مطلوب حالت غوره کړی دی، په دې یوه کال او څو میاشتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي راکړه ورکړه د دې ښکارونه کوي چې دواړه لوري د اقتصادي اړیکو پراختیا ته زیاته پاملرنه لري، تر ټولو نوی مورد چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو ښکارونه کوي د دواړو لوریو تر منځ د ګډ تجارتي بازار د رامنځته کولو مورد دی.

۴. د دواړو لوریو د اړیکو لید

څو فکتورونو ته په کتو سره کولای شو چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ښې او حسنه وبولو
لومړی: د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتي فضا نه موجودیت: د منطقوي مطالعاتو او په ځانګړې توګه د منطقوي امنیتي مجموعو پر اساس، تر ټول مهم عامل او فکتور چې د هېوادونو اړیکې منفي او یا مثبت لوري ته بیایي، د دوه هېوادونو تر منځ د امنیتي شوو موضوعاتو موجودیت او عدم موجودیت دی، لکه څرنګه چې مو د دې مقالې په مخکینیو بحثونو کې روښانه کړه، چې د ازبکستان او افغانستان تر منځ هېڅ امنیتي موضوع شتون نلري، د امنیتي موضوعاتو نه موجودیت د دې لامل کېږي چې دواړه هېوادونه په آرام او بې له امنیتي فضا او معما څخه خپلمنځي اړیکي او په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې خپلې اړیکې په ښه توګه پراخه کړي، داسې هېوادونه هېڅکله هم یو د بل پر ضد په سیاسي ائتلافونو او نظامي اتحادونو کې غړیتوب نه اخلي، بلکې تل هڅه کوي تر څو په دوه اړخیزه توګه او یا په سیاسي او اقتصادي سازمانونو کې د ګډون له لارې له یو بل څخه ګټې ترلاسه کړي، دا روښانه ده چې د نه امنیتي شوې فضا موجودیت د ازبکستان او افغانستان لپاره ښه فرصتونه رامنځته کولای شي.
دوهم: په افغانستان کې د امنیت او سیاسي ثبات او ازبکستان د امنیت تر منځ اړیکه: دوهم فکتور چې د دې لامل شوی دی چې ازبکستان د تل لپاره په افغانستان کې د یوه باثباته حکومت لپاره هڅه وکړي او د هر ډول بې ثباته کوونکي عمل څخه په افغانستان کې ځان وساتي، د دوی د خپل امنیت او د افغانستان د ثبات او امنیت تر منځه اړیکه ده، دا منل شوې خبره ده چې ازبکستان د تل لپاره د خپل ځان پر ضد ډلو؛ لکه: د ازبکستان اسلامي حرکت او په اوس وخت کې داعش څخه د خطر احساس کوي، له دې امله دغه هېواد کوښښ کوي تر څو د خپل داخلي امنیت لپاره په افغانستان له امنیت او ثبات څخه چې په اوس وخت کې یې عامل اسلامي امارت دی ملاتړ وکړي.
درېیم: د دواړه هېوادونو یو بل ته اقتصادي اړتیاوې او ضرورتونه: دواړه هېوادونه په اقتصادي او تراتزیتي برخه کې یو بل ته اړتیاوې لري، په اقتصادي برخه کې ازبکستان د افغانستان لپاره د یو اقتصادي او تولیدي ظرفیت لرونکي ګاونډي په توګه زیات ارزښت لري چې کولای شي د افغانستان د اقتصاد په وده کې مرسته وکړي، د ازبکستان زیات معدني زیرمې او منابع په ځانګړې توګه نفت او ګاز او په اوسني وخت کې د برق د تولید په برخه کې د افغانستان د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري، دغه هېواد د صنعت او زراعت په برخه کې چې د مختلفو ماشینونو په تولید کې لوی لاس لري، کولای شي چې د زراعتي تولیداتو په برخه کې د افغانستان لپاره یو مهم او مناسب ملګري او همکار وګرځي. لکه څرنګه چې د ریل لومړۍ پټلۍ (له حیریان څخه تر مزارشریف پورې) د ازبکستان هېواد په مرسته جوړه شوې ده، د دې په مقابل کې افغانستان د ازبکستان د صادارتو او په صنعتي او زراعتي برخه کې د پانګونې لپاره مناست هېواد دی، ازبکستان کولای شي چې د زیرمو په استخراج او پروسس کې د لارو او ریل پټلۍ په برخه کې پانګونه وکړي. د ټرانزیټي اړتیاوو او ضرورتونو په برخه کې چې دواړه هېوادونه یې یو بل لري ویلای شو چې ازبکستان د یوه تولیدي هېواد په توګه کولای شي د افغانستان له لارې د جنوبي آسیا له ګڼ میشتو سیمو سره وتړل شي، همدارنګه دغه هېواد د افغانستان له لارې له پاکستان، ایران او حتی د خلیج فارس له بندرونو او د عمان له سیند سره وصل شي، افغانستان هم کولای شي د ازبکستان له لارې له قزاقستان، قرغزستان، چین او روسیې سره ځان وتړي، لکه څرنګه چې د ریل پټلۍ چې افغانستان له چین سره وصلوي د ازبکستان له لارې تېرېږي، له دې امله دواړه هېوادونه باید زیاته هڅه وکړي چې هر څومره زر کېدای شي د ترانس – افغان ریل پټلۍ او د خواف – هرات او مزارشریف په ریل پټلۍ چې د ازبکستان د ترمذ بندر په مستقیمه توګه له ایران سره تړي خپل کوښښونه متمرکز کړي او د ټرانزیټ او تجارت په برخه کې یو لوی انقلاب رامنځته کړي.
پایله:
ازبکستان په مرکزي آسیا کې د یو ځواکمن هېواد او د افغانستان د شمالي ګاونډي په توګه په ۱۹۹۱م کال کې د خپلې خپلواکۍ اخیستو څخه راهیسي له افغانستان سره سیاسي اړیکې لري، یوازې له یوې دورې (په ۱۹۹۰م لسیره کې د افغانستان د جهادي تنظیمونو د خپل منځي جګړو) پرته د تاریخ په ټولو مراحلو کې یې هڅه کړې ده چې له افغانستان سره دوه اړخیزه ښې اړیکې ولري، د ازبکستان د سیاست بېلګې چې د افغانستان په وړاندې یې غوره کړي دي، له ښه کړنو، د دولت – دولت په سطحه اړیکې او فعاله او د منځګړتیوب له دیپلوماسۍ څخه عبارت دي، لکه څرنګه چې دغه هېواد د ۱۹۹۰م لسیزې په اواخرو کې د تماس ۶+۲ ډلې او د ۲۰۰۸م کال په اواخرو کې د تماس ۶+۳ ډلې د ابتکار وړاندیز وکړ، همدارنګه دغه هېواد په څو وروستیو کلونو کې د بین الافغاني مذاکراتو د کوربه توب لپاره لیوالتیا ښودلې ده چې د دې هېواد د خیرغوښتنې په نیت دلالت کوي. د اړیکو په دې فضا کې چې د اسلامي امارت د تأسیس له پیل څخه د دوی اړیکې له ازبکستان سره بې له مخاصمې او کړکیچ څخه وې، تر څنګ یې د اسلامي امارت د بې طرفي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا د سیاست اعلان د ازبکستان له هېواد سره دا لیوالتیا پيدا کړې ده چې افغانستان سره اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړي، له دې امله په دې مقاله کې دا خبره څرګنده شوه چې د اسلامي امارت له بیا راتلو سره د دواړو هېوادونو اړیکې له عادي حالت څخه د قبول وړ حالت ته پورته شوي دي، چې د اړیکو دغه لوړتیا د راتلونکي لپاره د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه فضا ښکاره کوي. د شته ښو اړیکو پر بنسټ او په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان بیړنیو اقتصادي اړتیاوو ته په کتو، د اقتصادي تبادلې د کچې د لوړولو او په افغانستان کې د ازبک پانګوالو له خوا د زیربنایي پانګونې د پراخوالو په موخه د دغه اړیکو هراړخیزه پراختیا او له بلې خوا ازبکستان ته د افغان سوداګرو د ټرانزیټي آستاتیاوو برابرول هغه څه دي چې د دواړو هېوادونو چارواکې باید ورته زیاته پاملرنه وکړي.

وړاندیزونه:

د دې مقالې مباحثو ته په کتو سره لاندې وړاندیزونه کېږي:
۱) دواړه هېوادونه افغانستان او ازبکستان باید خپلو سیاسي اړیکو ته لا پراختیا او پیاوړتیا وروبښي؛
۲) دواړه دولتونه بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو د تګ راتګ لپاره ځانګړې آسانتياوې برابرې کړي، تر څو د سوداګرۍ بهير ګړندۍ شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تبادلې کچه لوړه شي؛
۳) دواړه هېوادونه د سیمه ایز اتصال لپاره د تیزوالي لپاره چې د سیمې سخته اړتیا ده، خپل تمرکز د ترانس – افغان پر پروژه او د خواف – هرات او مزارشریف پر ریل پټلي زیات کړي؛
دواړه هېوادونه دې لوی اقتصادي دوه اړخیز قراردادونه زر تر زره لاسلیک کړي چې د دواړو هېوادونو لپاره د پانګونې زمینه برابروي.

سرچینی:

۱) http://peacemaker.un.org/sites/peacemaker.un.org/files/AF_990719_TashkentDeclaration%28en%29.pdf
۲) . آلیکر، اولگا. گسل‌های منازعه در آسیای مرکزی و قفقاز جنوبی، ژباړه: د انتشارات موسسه فرهنگی مطالعات و تحقیقات بین‌المللی ابرار معاصر یوه ډله مترجمین: تهران، حوت ۱۳۸۲، ص ۳۰۸.
۳) . یوسف محمودي. «خروج نظامیان امریکایی از ازبکستان»، د ایراس ماهنامه، ګڼه ۵، ۱۳۸۴.
۴) . Reuters Staff. “Afghan Taliban delegation visits Uzbekistan to talk security, power lines”, Reuters Website. August 12, 2018. Available at: https://www.reuters.com/article/us-afghanistan-taliban-idUSKBN1KX056
۵) Arezo News. “Taliban delegation meets Uzbek officials in Tashkent”, 8 Aug, 2019. Available at: https://arezo.news/en/afghanistan/taliban-delegation-meets-uzbek-officials-in-tashkent/
۶) . Eurasianet. “Uzbekistan foreign minister jets into Afghanistan for talks”, Oct 7, 2021. Available at: https://eurasianet.org/uzbekistan-foreign-minister-jets-into-afghanistan-for-talks
۷) . Pajhwok. “Muttaqi off to Uzbekistan for conference on Afghanistan”, 24 Jul, 2022. Available at: https://pajhwok.com/2022/07/24/muttaqi-off-to-uzbekistan-for-conference-on-afghanistan/
۸) . Caravanserai. “Afghan port sees hike in trade with Uzbekistan”, 15, 6, 2022. Available at: https://central.asia-news.com/en_GB/articles/cnmi_ca/features/2022/06/15/feature-02
۹) . Ariana News. “Uzbekistan-Afghanistan joint trade zone to be established” Aug 26, 2022. Available at: https://www.ariananews.af/uzbekistan-afghanistan-joint-trade-zone-to-be-established/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *