په ځینې هیوادونو کې اسلامي امارت ته د افغانستان د سفارتونو سپارل: د رسميت پېژندنې مقدمه؟

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

___________________________________________________________________

سریزه

دولت څلور متشکله عناصر لري چې قلمرو، نفوس، حکومت او حاکميت په کې  شامل دي. کله چې نوی دولت رامنځته شي او له دغه دولت سره نور دولتونه سياسي اړيکې ټينګې کړي، د يو او بل  په خاوره کې سفارتونه پرانېزي، له يو او بل سره تړونونه لاسليک کړي او د رسنيو له لارې ومني چې دغه نوی رامنځته شوی دولت يې په رسميت پېژندلې، همدغې مرحلې او اړيکو ته رسميت پېژندنه ويل کېږي. [i] په نړيواله سطحه په ۱۹۳۳ز. کال د ډسمبر د مياشتې پر ۲۶مه نېټه د دولتونو د حقوقو او دندو په اړه د مونټو ويډيو کنوانسيون (Montevideo Convention on the Rights and Duties of States) رامنځته شوی، چې دا کنوانسيون له يوې  خوا د دولتونو حقوق او دندې بيانوي، خو له بلې خوا د دولتونو د رسميت پېژندنې  لپاره يو حقوقي چوکاټ هم ترسيموي. د دې کنوانسيون په درېيمه، شپږمه او اوومه ماده کې د دولتونو د رسميت پېژندنې معيارونه روښانه شوي دي. [ii]  کله چې يو دولت په رسميت پېژندل کېږي، نو معنا يې  دا ده چې هغه دولت سره د ټولو متشکله عناصرو په رسميت پېژني، يعنې د هغه دولت قلمرو، نفوس، حاکميت او حکومت په رسميت پېژني. د حکومت او دولت رسميت پېژندنه بايد سره ګډه نه شي ځکه دواړه جلا مفاهيم دي. د دولت رسميت پېژندنه کېدای شي يوازې د يو ځل لپاره ترسره شي او هغه هم هغه مهال کله چې يو نوی دولت رامنځته کېږي او د دولت د رسميت پېژندنې  سره يوځای د حکومت رسميت پېژندنه هم ترسره کېږي، خو ځينې وخت د رسميت پېژندل شوي دولت په جغرافيه کې داسې حکومتونه رامنځته کېږي چې نور دولتونه د هغوی پاليسيو ته په کتو رسميت پېژندنې ته اقدام کوي، نو کېدای شي دا ډول رسميت پېژندنه کله ژر ترسره شي او کله هم وخت واخلي. دا بيا هغه حالت دی چې د نړيوالې ټولنې غړي دولتونه بيا د هغه د رسميت پېژندنې لپاره له سره اقدام کوي او د هغه په رسميت پېژندلو او يا نه پېژندلو لپاره خپل دريځ روښانه کوي او که د حکومتونو بدلون د انقلابي  شرايطو تابع نه وي، نو دا ډول حکومتونه بياځلې رسميت پېژندنې  ته ا ړتيا نه لري.

تېره اونۍ ايران او ترکيه هغه هېوادونه وو چې پخپله خاوره کې يې د افغانستان د مخکيني حکومت سفارتونه او قونسلګرۍ اوسني حاکم نظام {اسلامي امارت} ته وسپارل او د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په وينا تراوسه د ايران او ترکيې په ګډون پاکستان، روسيې، چين، ماليزيا، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، قطر او قزاقستان هېوادونو اسلامي امارت ته په دغه خاوره کې افغان سفارتونه او قونسلګرۍ سپارلي دي چې نږدې  يوولس هېوادونه کېږي. [iii]  پوښتنه داده چې پورتنيو هېوادونو په رسمي ډول د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو اعلاميه نه ده خپره کړې، خو بيا يې هم سفارتونه ورته سپارلې، ايا د سفارتونو سپارل د رسميت پېژندنې په معنا ده او که نه؟ د دې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره دا تحليل ليکو.

د حکومت د رسميت پېژندنې حقوقي چوکاټ

د حکومت د رسميت پېژندنې لپاره په نړيوالو  حقوقو کې معلوم او ټاکل شوی حقوقي  چوکاټ نشته، يعنې نړيوال حقوق د حکومت د رسميت پېژندنې لپاره قواعد او شرايط نه لري، بلکې  دا يوه داسې  سياسي  پروسه ده چې تر ډېره د هېوادونو په ګټو پورې تړلې  ده. يعنې  کله چې يو نوی  حکومت رامنځته شي، نو نور دولتونه په دغه نوي  حکومت  کې  خپلې ګټې ګوري، که يې ګټې په کې  خوندي کېدې، نو کېدای شي په رسميت يې وپېژني او که په رسميت نه پېژندلو کې يې ګټې وي، نو کېدای شي تر هغې يې په رسميت ونه پېژني تر څو يې چې خپلې ګټې په کې  خوندې کړې نه وي، البته يوه  خبره بايد واضحه وي چې که نوی حکومت په قانوني ډول منځته راغلی وي، نو بيا رسميت پېژندنې  ته يې  اړتيا نشته، خو دا چې اسلامي امارت د زور له لارې يا د ۱۳۸۲ هـ.ل. کال د اساسي  قانون خلاف، پرته د رايو منځته راغلی، نو ځکه اړتيا ده چې رسميت پېژندنه يې له سره وشي.

سره له دې چې په نړيواله سطحه د حکومتونو د رسميت پېژندنې لپاره ټاکلي شرايط نشته، خو له دې سره بيا هم ځينې  علماوو او پوهانو د حکومت د رسميت پېژندنې لپاره نظريات وړاندې کړي دي چې دې ته موږ د حکومت د رسميت پېژندنې دکتورين وايو چې په لاندې ډول دي:

۱: توبار دکتورين :(TOBAR DOCTRINE): دغه دکتورين په ۱۹۰۷ز. کال کې د کارلوز توبار له خوا چې د ايکوادور د بهرنيو چارو وزير و رامنځته شول. دا دکتورين وايي: « No Recognition for Unconstitutional Governments» يعنې يو نوی منځته راغلی حکومت بايد هغه وخت د نورو دولتونو له خوا په رسميت وپېژندل شي کله چې هغه په قانوني بڼه په ځانګړي ډول د نافذ اساسي قانون پر بنسټ رامنځته شوی وي.

۲: بېټن کورټ دکتورين :(BETANCOURT DOCTRINE): دغه دکتورين په ۱۹۵۹ز. کال کې رامنځته شوي دي، دا دکتورين وايي: «No Recognition for Military Rules» يعنې هغه حکومتونه چې د نظامي کودتاه له لارې منځته راغلي، بايد په رسميت ونه پېژندل شي.

۳سټېمسن دکتورين :(STIMSON DOCTRINE): دا دکتورين د امريکايي سټېمسن له خوا په ۱۹۳۲ز. کال کې رامنځته شوي دي، دا دکتورين وايي: کله چې يو حکومت د زور له لارې د بل دولت خاوره له ځان سره يوځای کړي او هغه د خپل دولت برخه وګرځوي، نو په داسې حالت کې بايد نور دولتونه دغه حکومت په رسميت ونه پېژني. [iv]

۴: ايسټراډه دکتورين :(ESTRADA DOCTRINE): دغه دکتورين د میکسيکو د بهرنيو چارو وزير جينارو ايسټراډه له خوا په ۱۹۳۰ز. کال کې رامنځته شو. دا دکتورين وايي: چې کله يو نوي حکومت رامنځته کېږي، نو نور دولتونه بايد د هغه رسميت پېژندنه د خپل مثبت يا منفي قضاوت پر بنياد ونه کړي، ځکه دا د هغه دولت د حاکميت د اصل ماتول او د هغوی په داخلي چارو کې لاسوهنه ده، بلکې د رسميت پېژندنې لپاره بايد د نړيوالو حقوقو دوه اصله په نظر کې ونيول شي: يو په پريکړو کې د حکومت خپلواکي ( Self-determination) او دويم د هغه حکومت له خوا د نورو دولتونو په داخلي چارو کې نه لاسوهنه(Non-intervention)، [v]   يعنې د دې دکتورينو پر بنسټ که د يو په رسميت پېژندل شوي دولت په داخل کې داسې حکومت رامنځته شي چې هغه په خپلو پريکړو کې خپلواک وي او د نورو دولتونو په داخلو چارو کې لاسوهنه نه کوي، نو هغه بايد په رسميت وپېژندل شي. د پورتنيو دکتورينو سربيره د حکومت بهرنی او داخلي سياست هم په رسميت پېژندنه کې رول لري. که بهرنی سياست داسې وي چې د نورو دولتونو ملي ګټو ته ګواښ وي، نو نور دولتونه د رسميت پېژندنې  پرمهال له احتياط څخه کار اخلي، له نېکه مرغه د اسلامي امارت بهرنی سياست اقتصادي محوره او بې¬طرفه دی چې دا ډول بهرنی سياست تر ډېره د نورو دولتونو په ګټه دی او کولای شي چې د رسميت پېژندنې په لاره کې فرصتونه رامنځته کړي.

همدارنګه داخلي سياست چې تر ډېره په بشري حقوقو او د قوانينو د پلي کېدو په محور راڅرخي، که په دې برخه کې هم له ښه تعامل څخه کار وانخيستل شي، نو کېدای شي چې نور دولتونه د رسميت پېژندنې په برخه کې  له احتياط کار واخلي. د اسلامي  امارت اوسنی داخلي  سياست د رسميت پېژندنې په برخه کې يو خنډ دی، ځکه د نجونو د تعليم او تحصيل حق سلبول، ښځې په مؤسساتو او نورو ادارو که له کار څخه منعه کول، د بيان د ازادۍ حق سلبول، د رسنيو د ازادۍ محدودل، د اساسي قانون نشتون او په داخلي سياست کې  داسې نور اعمال د نړيوالې ټولنې د غوښتنو پرخلاف دي چې له همدې امله اکثره هېوادونو تراوسه اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی.

د افغانستان اسلامي امارت ته د سفارتونو سپارل څه معنا؟

            رسميت پېژندنه په عمومي  ډول په دوه برخو ويشل کېږي: يو يې صريحه رسميت پېژندنه ده او بل يې ضمني رسميت پېژندنه.

الف: صريحه رسميت پېژندنه: کله چې يو دولت د بل دولت حکومت په صريح او ښکاره ډول په رسميت وپېژني دې  ته صريحه رسميت پېژندنه ويل کېږي چې معمولاً په دوه ډوله ترسره کېږي: د يوې اعلاميې د خپرولو له لارې اعلان کول چې حکومت په رسميت پېژني او يا هم د يو تړون له لارې يو دولت له بل دولت سره هوکړه کوي چې په رسميت يې پېژني.

ب: ضمني رسميت پېژندنه: هغه رسميت پېژندنه ده چې يو دولت په ښکاره ډول يو نوی حکومت په رسميت نه پېژني، خو ځينې داسې اعمال ترسره کوي چې هغه د رسميت پېژندنې معنا ورکوي چې دې ته ضمني رسميت پېژندنه ويل کېږي. لکه: د سياسي  مذاکراتو ترسره کول، د سياسي تړونونو لاسليکول او يا هم د سفارتونو پرانېستل چې وروستنی عمل  يې تر نورو ډېر قوي دليل دی پر ضمني رسميت پېژندنې. [vi]

د پورتني حقوقي چوکاټ له لارې کولای شو چې ووايو اسلامي امارت ته د ځينو هېوادونو له خوا د سفارتونو سپارل ضمني رسميت پېژندنه ده. د رسميت پېژندنې  بل ډول ډيفکټو او ډيژور رسميت پېژندنه ده چې لومړې  يې  مؤقتي او دويم يې دايمي رسميت پېژندنه ده، مؤقتي رسيمت پېژندنه تر ډېره له ضمني  رسميت پېژندنې سره تړاو لري او د دايمي رسميت پېژندنې لپاره مقدمه ده چې کولای شو ووايو د سفارتونو سپارونکو هېوادونو له خوا اسلامي امارت په ډيفکټو ډول په رسميت پېژندل شوی دی.

بل بحث دادی چې ولې  ايران، ترکيې، ماليزيا، روسيې، چين او نورو هېوادونو اسلامي  امارت ته خپل سفارتونه وسپارل؟ د دې پوښتنې ځواب لپاره اړينه ده چې د هر هېواد ګټې او دلايل په يو جلا تحليل کې وليکل شي، خو په عمومي ډول  ويلای شو چې پورتني هېوادونه اکثره د افغانستان سيمه ييز هېوادونه دي او د سيمې  هېوادونه د خپلو امنېتي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره اسلامي امارت ته اړتيا لري او د همدغو اړتياوو پوره کولو او ګټو ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې اسلامي امارت سره سياسي اړيکې ټينګې کړي او سفارتونه ورته وسپاري. په عمومي  ډول د مرکزي  اسيا هېوادونه، روسيه او ايران د داعش له امنېتي ګواښونو ويرېږي او دوي کولای شي  چې د اسلامي امارت له لارې داعش کنټرول کړي چې د دې کار لپاره اړ دي چې اسلامي امارت سره ښې اړيکې ولري. له بلې  خوا چين ويرېږي چې افغانستان د ايغور مسلمانانو په پناه ځای بدل نشي او يا هم د اسلامي امارت د رهبرې لاندې هلته ځينې خلک د جهاد په نوم لاړ نشي، چې د همدغو برخو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې د اسلامي امارت سره ښې اړيکې ولري او سفارت ورته وسپاري. همدارنګه ماليزيا هغه هېواد دی چې تر ډېره يې د اسلامي  ورورولۍ او اسلامي  انګيزې پر بنسټ پخپل هېواد کې افغان سفارت اسلامي امارت ته سپارلی دی. پاکستان هم له يوې خوا د تحريک طالبان يا ټي ټي پي د کنټرول او له بلې  خوا مرکزي  اسيا ته د تګ او نورو اقتصادي موخو لپاره اړ دی چې له  اسلامي  امارت سره ښې اړيکې ولري، خو د لا نورو دلايلو لپاره اړ يو چې د هر هېواد په اړه يو ځانګړی تحليل  وليکل شي چې زموږ دا کوچنی تحليل يې حوصله نه لري.

پايله

د دولت د رسميت پېژندنې  لپاره په نړيواله سطحه حقوقي چوکاټ شتون لري چې په ۱۹۳۳ز. کال د دولتونو د حقوقو او دندو په اړه د مونټو ويډيو کنوانسيون کې دغه چوکاټ روښانه شوی دی، خو د حکومت رسميت پېژندنې  په اړه په نړيواله سطحه کوم حقوقي چوکاټ يا ټاکل شوي شرايط شتون نه لري، بلکې د حکومت رسميت پېژندنه کاملاً سياسي عمل دی او نور دولتونه يو حکومت د خپلو ملي ګټو او اهدافو په نظر کې نيولو سره په رسميت پېژني.

د سيمې د ځينو هېوادونو له خوا اسلامي امارت ته د سفارتونو سپارل د ضمني رسميت پېژندنې معنا ورکوي او دغه هېوادونه غواړي چې له اسلامي امارت سره ښې اړيکې ولري او خپلې ملي ګټې د اسلامي امارت سره د سفارتونو د پرانېستلو له لارې  ترلاسه کړي.

اسلامي  امارت ته د سفارتونو سپارل ځينې  پايلې  له ځان سره لري چې ځينې يې حقوقي او ځينې يې  سياسي دي. حقوقي پايلې يې دادي چې له دې وروسته به په دغو هېوادونو کې اسلامي امارت د افغان اتباعو وکيل او سرپرست وي. د هغوی د حقوقو دفاع به کوي او له اړونده هېواد څخه به يې د حقوقو د نقض په صورت کې پوښتنه کوي، په ځانګړي ډول په ايران او ترکيه کې د افغان کډوالو سره د بدچلند په اړه. همدارنګه د ويزو د ترلاسه کولو، پاسپورتونو تمديد، نکاح خطونو، دعوتنامو، علمي سکالرشيپونو، فيلوشپونو، سوداګرۍ او دې  ته ورته نورو برخو کې به اسلامي امارت خپلو وګړو ته خدمات وړاندې کوي چې اوس يې قانوني حق دی.

همدارنګه په سياسي برخه کې له دې وروسته اسلامي امارت کولای شي چې د خپلو سفارتونو له لارې اړيکې ټينګې کړي، پيغامونه ولېږي، مذاکرات ترسره کړي او د اړوندو هېوادونو له سياسيونو او نورو مطرح چارواکو سره د خپل سفارت له لارې اړيکې  ټينګې  کړي.

وړانديزونه

۱- د افغانستان اسلامي امارت باید د اسلامي ارزښتونو او افغان ولس د ملي ګټو په چوکاټ کې د سیمې او نړې له ټولو هیوادونو سره د تعامل دروازه پرانیزي او د نړیوالو قوانینو او معاهداتو په رڼا کې عملاً مثبت او مؤثر تعامل پیل کړي.

۲- بهرني هیوادونه او نړیوال جهتونه باید د افغانستان له اوسني نظام سره د خبرو اترو له لارې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره دوامداره هڅې وکړي؛ په دې برخه کې د افغانستان د پولي زېرمو آزادول او مالي بندیزونو لرې کول ضروري دي.

۳- اسلامي امارت بايد يوازې د سيمې له هېوادونو سره د ښو اړيکو او سفارتونو په ترلاسه کولو بسنه ونه کړي، بلکې اروپايي ټولنې او د امريکا متحده ايالاتو سره داسې تعامل وکړي چې هغوي هم خپل سفارتونه اسلامي امارت ته وسپاري.

۴- اسلامي امارت کولای شي چې د ايسټراډه دکتورين (ESTRADA DOCTRINE) پر بنسټ له نړيوالې  ټولنې  د رسميت پېژندنې  غوښتنه وکړي، ځکه د دغه دکتورينو پر بنسټ دوي د رسميت پېژندنې شرايط  پوره کړي دي.

۵- اسلامي امارت دې  سپارل شويو سفارتونو ته اهل او په نړيوالو او سيمه ييزو سياستونو پوه او باتدبيره اشخاص د ډيپلوماتانو او سفيرانو په توګه ولېږي، ځکه له دغو سفارتونو څخه ښه ګټه يوازې په کار پوه ډيپلوماتان اخيستلای شي.

سرچینې

[i] بیګدلي، محمدرضا ضیایي. (۱۳۸۷ل ). حقوق بین الملل عمومي. تهران: ګنج دانش. چاپ سي و سوم.

[ii]  Montevideo Convention on the Rights and Duties of States, Dec 26, 1933.

[iii] Iran Hands Over Afghan Embassy in Tehran to Taliban, United Against Nuclear Iran, Feb 2023.

[iv] (…), Doctrines for state recognition of government, eBooksheir.org, Access link: Doctrines for state recognition of government | eBook (sheir.org)

[v] (…), Estrada Doctrine, sensagent dictionary, Access link: Estrada Doctrine : definition of Estrada Doctrine and synonyms of Estrada Doctrine (English) (sensagent.com)

[vi] بیګدلي، محمدرضا ضیایي. (۱۳۸۷ل ). حقوق بین الملل عمومي. تهران: ګنج دانش. چاپ سي و سوم.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *