د افغانستان او د ترکمنستان د اړیکو مخینې او د ښه والي فرصتونو ته کتنه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د افغانستان او د ترکمنستان د اړیکو مخینې او د ښه والي فرصتونو ته کتنه.
  • سریزه
  • د افغانستان او ترکمنستان د دوه اړخیزو اړیکو مخینه.
  • الف) د ډاکټر نجيب د واکمنۍ پر مهال له ترکمنستان سره د افغانستان اړيکې.
  • ب) د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان او ترکمنستان اړیکې.
  • ج) د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې د افغانستان او ترکمنستان اړیکې.
  • د) د جمهوري ریاست په دوره کې د افغانستان او ترکمنستان اړیکې.
  • هـ) د اسلامي امارت په دوهمه دوره کې د افغانستان او ترکمنستان اړیکې.
  • د افغانستان په بهرني سیاست کې د ترکمنستان ځای.
  • د ترکمنستان لپاره د افغانستان اهمیت.
  • د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو فرصتونه.
  • پايله.
  • وړانديزونه.
  • سرچینې

_____________________________________________

سریزه

د نړیوال نظام په ډګر کې د بدلونونو سرعت، د نړیوال کیدو پدیده او په سیمه ایزه او نړیواله کچه د هیوادونو د یو بل سره د تړاو شدت، د هیوادونو د بهرنیو اړیکو مسوولین دې ته اړ باسي چې تل د خپلو ملي ګټو د تحقق لپاره په نړیوال نظام کې د خپل هیواد دریځ و ارزوي. او ستراتیژیک او مناسبې حل لارې په کار واچوی.

په اوسني پړاو کې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له ترکمنستان سره د افغانستان اړیکې خاص اهمیت لري، ځکه د دواړو هېوادونو د اړیکو لویه برخه اقتصادي او سوداګریزې اړیکې دي. که څه هم افغانستان له ترکمنستان سره د اوږدې مودې رسمي اړیکې نه لري، ځکه ترکمنستان له پخواني شوروي اتحاد څخه په ۱۹۹۱ کال کې د یوه خپلواک سیاسي واحد په توګه خپلواکي تر لاسه کړه. په هرصورت، اوږدمهاله تاریخي، مذهبي او کلتوري اړیکې په مختلفو ابعادو کې د نوي محتوياتو سره، د اړیکو پراخولو او پیاوړي کولو امکانات برابروي.

ترکمنستان په منځنۍ اسیا کې د طبیعي زیرمو له پلوه یو له مهمو هېوادونو څخه دی او د “مثبت بې طرفۍ” بهرنۍ پالیسي لري. دغه هېواد له خپلواکۍ وروسته د بې پرېتوب تګلاره خپله کړه، چې په ۱۹۹۵ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوه. بې طرفي په دې مانا چې له پوځي اتحادونو سره له يو ځای کېدو او د هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړی. له همدې امله ترکمنستان د نورو ګاونډیو هېواد په پرتله د افغانستان په کورنیو شخړو کې لږ رول لوبولی دی.

څرنګه چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او له بلې خوا هڅه کوي چې په سیمه ییز اتصال کې خپل رول ولوبوي، په دې تحلیل کې له ترکمنستان سره د یوه مهم ګاونډي په توګه د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو فرصتونو ته کتنه شوې ده.

د افغانستان او ترکمنستان د دوه اړخیزو اړیکو مخینه

ترکمنستان په ۱۹۲۴ م کې د شوروي اتحاد د جمهوریتونو څخه وګرځید. دا چې په ترکمنستان کې روسان د سخت مقاومت سره مخ شول له امله یی د شوروي حکومت د منځنۍ اسیا د نورو جمهوریتونو په پرتله په ترکمنستان کې سخته پالیسي غوره کړه. افغانستان تر ۱۹۹۱ کال پورې له ترکمنستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه درلودې، ځکه چې د هغه وخت د شوروي اتحاد پالیسي داسې وه چې په شوروي اتحاد پورې تړلي جمهوریتونه له ګاونډیو او سیمې سره په ازاده توګه اړیکې نه شي ټینګولی.

له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ تر اعلان وروسته له ترکمنستان سره د افغانستان اړیکې په څو مهمو دورو ویشل شوي چې عبارت دي له:

الف) د ډاکټر نجيب د واکمنۍ پر مهال له ترکمنستان سره د افغانستان اړيکې.

ب) د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان او ترکمنستان اړیکې.

ج) د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې د افغانستان او ترکمنستان اړیکې.

د) د جمهوري ریاست په دوره کې د افغانستان او ترکمنستان اړیکې.

ه) د اسلامي امارت په دوهمه دوره کې د افغانستان او ترکمنستان اړیکې.[۱]

الف) د ډاکټر نجيب د واکمنۍ پر مهال له ترکمنستان سره د افغانستان اړيکې

                ترکمنستان په ۱۹۹۱ کال کې له پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي ترلاسه کړه. د ۱۹۹۱ کال د ډسمبر په ۲۲ د افغانستان حکومت ترکمنستان د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژند، او له دغه هېواد سره یې خپلې سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې پیل کړې. په همدې خاطر د ۱۹۹۲ کال د فبرورۍ په ۲۱ مه د افغانستان د وخت د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل او د ترکمنستان د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر قلی یف عبدالله تر منځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو پروتوکول لاسلیک شو. له ترکمنستان سره د ډاکټر نجیب د حکومت سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې کابو یو کال دوام وکړ.

ب) د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان او ترکمنستان اړیکې

د ډاکټر نجیب د حکومت له نسکوریدو او په افغانستان کې د مجاهدینو له بریا وروسته، په افغانستان کې د بې ثباتۍ او پرلپسې سیاسي بدلونونو سره سره، د استاد برهان الدین رباني حکومت هڅه وکړه چې له نویو خپلواکو جمهوریتونو سره ښې سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې ولري، نو د ۱۹۹۳ م کال د جولای په میاشت کې یی خپل لومړی سیاسي استازی هغه هیواد ته د شارژدافیر تر کچې معرفي کړ. د افغانستان له موافقې سره سم ترکمنستان په هرات او مزارشریف کې هم خپلې کونسلګرۍ پرانیستې. د دواړو هېوادونو د اړیکو په دوام کې د افغانستان جمهور رئیس استاد برهان الدین رباني عشق آباد ته سفر وکړ او د ترکمنستان د چارواکو له خوا یې تود هرکلی وشو، دغه هېواد ته د افغانستان د جمهور رئیس سفر د دواړو هېوادونو اړیکې یو څه لا نورې هم پیاوړې کړې.

له هغه وروسته چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شوې، د ترکمنستان هېواد د بې طرفۍ د پالیسۍ پر بنسټ د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو اړخونو سره هېڅ ډول مرسته ونه کړه.

ج) د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې د افغانستان او ترکمنستان اړیکې

د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې د ترکمنستان هېواد د خپلې مثبت بی پریتوب بهرنی سیاست په اساس، د طالبانو د هغه مهال له حکومت سره ښې اړیکې درلودې. په هغه وخت کې ترکمنستان، د افغانستان په مسئله کې د ټولو ښکېلو خواوو د سیاسي خبرو اترو لپاره، د خوندي ځای په توګه وړاندې شو، تر دې چې د ملګرو ملتونو استازو او طالبانو، د مخالفې جبهې سره په دې هیواد کې څو پړاوه خبرې اترې وکړې. که څه هم د طالبانو حکومت د نړۍ د لږ شمېر حکومتونو له خوا په رسمیت وپېژندل شوی و او د نړۍ ډېری هېوادونو له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لرلې، خو ترکمنستان له اسلامي امارت سره ښې ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړې وې.

د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین د جوړولو پلان، د لومړي ځل لپاره په نوی یمه لسیزه کې هغه مهال وړاندې شو چې طالبانو د افغانستان پر لویه برخه واکمني کوله. په هغه وخت کې د تیلو او ګازو دوه نړیوال شرکتونه؛ امریکايي یونیکال شرکت او د ارجنټاین بریډاس شرکت غوښتل چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان لارې پاکستان ته انتقال کړي. د طالبانو استازو هم په ۱۹۹۷ کې له یونیکال  شرکت سره د خبرو لپاره امریکا ته سفر وکړ. خو د نړیوالو شرکتونو له ټولو هڅو او د ترکمنستان، پاکستان او افغانستان تر منځ د هوکړه لیکونو له لاسلیکولو سره سره، د دې پروژې پیل له ځنډ سره مخ شو. سیمه ییز سیاست او سیالۍ، د دې پروګرام د ناکامۍ لامل شو.

د) د جمهوري ریاست په دوره کې د افغانستان او ترکمنستان اړیکې

له ترکمنستان سره د افغانستان اړیکې له ۱۹۹۱ تر ۲۰۰۱ پورې په افغانستان کې د کورنیو جګړو او د حکومتونو د لنډ ژوند له امله تر ډیپلوماټیکو او سیاسي اړیکو پورې محدودې وې، خو له ۲۰۰۱ کال وروسته د دغو دواړو هېوادونو اړیکې بېلابېلو ابعادو ته پراخې شوې.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې پېښه چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د سقوط لامل شوه، په عین وخت کې د افغانستان په تاریخ کې بې سارې ژور سیاسي بدلونونه رامنځته شول. د ترکمنستان حکومت چې مشري یې د دغه هېواد د هغه وخت ولسمشر صفر مراد نیازوف کوله، که څه هم له ۱۹۹۵ کال راهیسې یې په خپل بهرني سیاست کې د بې طرفۍ پالیسي غوره کړې وه، خو په سیمه کې د امریکا د حضور لپاره یې ډېره لېوالتیا نه درلوده، په افغانستان باندې د امریکا له برید وروسته د هیواد هوا او ځمکې لارې یې مرستې رالېږلو ته چمتو والی وښود. په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته دواړو هېوادونو د اړیکو د پراخولو هڅې وکړې. له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د سفیرانو تر کچې لوړې شوې. د افغانستان د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو، ترکمنستان ته څو ځله رسمي سفرونه وکړل او د دواړو حکومتونو تر منځ څو اعلامیې او تړونونه هم لاسلیک شول.

د ټاپي پروژه یوه له هغو سترو پروژو څخه ده چې له افغانستان څخه تېرېږي، او له دې وړاندې د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوې وه، چې د هند له داخلېدو سره دغه پروژه د افغانستان او سیمې لپاره یوه له مهمو اقتصادي پروژو څخه بلل کېږي. خو د ناامنیو له امله دغه پروژه نیمګړې پاتې شوه. [۲]

هـ) د اسلامي امارت په دوهمه دوره کې د افغانستان او ترکمنستان اړیکې

ترکمنستان د اسلامي امارت له بریا وروسته د مثبت بې طرفۍ د پالیسي پر بنسټ، که څه هم له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، خو د دغه هېواد چارواکو په کابل کې د طالبانو په مشرۍ له اوسني حکومت سره کتلي دي. تر ټولو لوړپوړي ترکمن چارواکي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف و، چې د اسلامي امارت له فتحې شاوخوا دوه میاشتې وروسته یې د اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقی په ګډون له نورو لوړ پوړو چارواکو سره په کابل کې د ټاپي پروژې په اړه وکتل او پر امنیتي مسایلو یې خبرې وکړې.

د ټاپي ګازو د لېږد پروژه په ۱۳۹۶ ه ش کال کې په هرات ولایت کې پرانیستل شوه، خو په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله تر اوسه پورې په دې برخه کې کار نه دی پیل شوی. اسلامي امارت ترکمنستان ته ډاډ ورکړی چې د دغې پروژې د مسیر امنیت یی تامین کړي او په دې برخه کې به نورې ستونزې هم حل کړي. د دې تر څنګ له ترکمنستان څخه پاکستان ته د برېښنا د لېږد پروژه چې هغه هم له افغانستانه تېرېږي، یوه له هغو مسئلو څخه ده چې اسلامي امارت له ترکمنستان سره نږدې کوي. له دې لین څخه په ګټې اخیستنې ترکمنستان شاوخوا ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته صادروي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به افغانستان د ترانزیت د حق تر څنګ، د هغې د برېښنا څخه هم برخمن شي. په افغانستان کې د طالبانو له بریا او د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته ترکمنستان له افغانستان سره د ۱،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړی چې د دغه هېواد او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو نښه بلل کېدای شي.[۳]

 

 

د افغانستان په بهرني سیاست کې د ترکمنستان ځای

افغانستان د خپل تاریخي او فرهنګي هویت په اوږدو کې د منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او جنوبي اسیا د درېیو سیمو له سیاسي، امنیتي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیز جوړښت او شرایطو څخه اغېزمن دی. افغانستان په سیمه ییزو اړیکو، له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکو، په خاصه توګه د منځنۍ اسیا سره، ترکمنستان ته ځانګړی ځای ورکوي. ترکمنستان له افغانستان سره شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري. د ګډو سرحدي سیمو سربیره، د پولې بلې غاړې ته د ترکمنانو (هم تبارانو) ډلو شتون هم د دواړو هیوادونو د اړیکو په چوکاټ کې یو له هغو مطرح مسئلو څخه دی. د دواړو هیوادونو په وچه کې بندښت (پرانستی بحرونو ته د خپلواک لاسرسی نشتوالی) او د سوداګریزو او صادراتو د لارو د تنوع اړتیا، په ځانګړې توګه د ترکمنستان لپاره ګازو د صادراتو اهمیت او د سویلي آسیا د مصرف بازارونو ته د لیږد لپاره د لارو او تاسیسات جوړول، او د افغانستان لپاره د شمال او لویدیځ (له ایران څخه اخوا) د تبادلې نوې لارې، د دغو دوو ګاونډیو ترمنځ د اړیکو بل اړخ دی.[۴]

د ترکمنستان لپاره د افغانستان اهمیت

د ترکمنستان د بهرنۍ تګلارې له بنسټیزو کرښو څخه څرګندېږي چې دغه هېواد د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د نورو هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې د اصولو پر بنسټ دوستي او همکاري غواړي. له بلې خوا د دغه هېواد بهرنۍ تګلاره د مثبتو بې پرېتوب پر بنسټ ولاړه ده. دغه دوه ځانګړتياوې له نورو هېوادونو په تېره بيا له ګاونډيو هېوادونو سره د ترکمنستان د اړيکو دروازې پرانيزي.

افغانستان د دغه هیواد لپاره مهم ګڼل کیږي، د افغانستان سوکالي او امنیت د ترکمنستان پر هیواد د پام وړ اغیز لري. ترکمنستان د افغانستان جغرافیې ته اړتیا لري چې د جنوبي اسیا له هېوادونو سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي.

د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو فرصتونه

الف) سیاسي فرصتونه

په حقیقت کې بهرنۍ پالیسي د کورني سیاست دوام دی، یا په بل عبارت کورنی سیاست په نړیواله صحنه کې د مختلفو طریقو او په بشپړ ډول په مختلف چاپیریال کې د بهرنۍ تګلارې یو څرک دی. په حقیقت کې، د حکومت ډول، هر څه چې هغه (انتخابي یا غیر انتخابي) وي، د هیوادونو د بهرنۍ پالیسۍ ډول ټاکي. هیڅ هیواد نه شي کولای له بهرني سیاست پرته خپل سیاسي، نظامي، اقتصادي، کلتوري ژوند ته دوام ورکړي. هر هېواد هڅه کوي چې د خپلې بهرنۍ تګلارې له وسیلو، لکه ډیپلوماسۍ، اقتصادي وسیلو، کلتوري- تبلیغاتي وسایلو او پوځي وسایلو په استفادې خپلې ملي ګټې ترلاسه کړي. د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو ترڅنګ د ملي ګټو خوندي کول د هېوادونو د بهرني سیاست اصلي موخه ده.

اسلامي امارت په دې باور دی چې افغان حکومت خپل بهرنی سیاست د خپلواکۍ، ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتیا، نه لاسوهنې، ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام په اساس تنظیموي او هیچا او ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې ناوړه ګټه پورته کړي. له بلې خوا اسلامي امارت هڅه کوي چې خپله بهرنۍ تګلاره د نړۍ له ټولو هېوادونو او په لومړي ګام کې د سیمې له هېوادونو او اسلامي هېوادونو سره برقرار کړی.

افغانستان تل د ترکمنستان د بې پرې سیاست ملاتړ کړی او له سیاسي – دیپلوماتیکو اړیکو سره یې لېوالتیا ښودلې ده. اسلامي امارت له دغه هیواد سره په ټولو اړخونو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره زیاتې هڅې کوي.

په افغانستان کې دجمهوریت له ړنګیدو او داسلامي امارت له بریا وروسته ترکمنستان په مزارشریف او هرات ولایتونو کې خپلې قونسلګري فعاله ساتلې او په دغو ولایتونو کې یې د قونسلګرۍ د فعالیتونو او ګمرکي همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۸ د ترکمنستان له قونسل جنرال سره په کتنه کې د دواړو خواوو پر همکارۍ او ښه ګاونډیتوب ټینګار وشو.[۵]

ب) اقتصادي – سوداګریز فرصت

افغانستان او ترکمنستان دواړه د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) او د ټاپي پروژې غړي دي، له بلې خوا دا دواړه هېوادونه د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره ښه جغرافیایي او ترانزیتي موقعیت لري.

افغانستان د اسیا په زړه کې د یوه مرکزي هېواد په توګه د سترو زیرمو د لرلو ترڅنګ، جنوبي اسیا او ازادو اوبو ته هم نږدې دی او د ترکمنستان د چارواکو په وینا، جنوبي اسیا او نړیوالو بازارونو ته د دغه هېواد د ګازو د صادرولو تر ټولو نږدې لاره همدا ده. که څه هم د افغانستان د ځمکې لاندې زیرمو د استخراج لپاره پراخې هڅې شوي، په ځانګړې توګه د تیلو او ګازو په برخه کې؛ خو ځینې ناامنی سبب شوی چي افغانستان له دغو منابعو څخه په پراخه توګه ګټه پورته نهْ شی کړي.

ترکمنستان هم په سیمه او نړۍ کې له ستراتیژیک موقعیت څخه برخمن دی، ځکه چې دغه هېواد د ورېښمو پر لاره پروت دی، له بلې خوا د کسپین سمندرګي په سواحلو کې د دغه هېواد موقعیت د ترکمنستان لپاره بله ګټه ده. همدارنګه د ۲۰۱۹ د احصایې له مخې، دا هیواد د ګازو او تیلو پراخه زیرمې لري او په نړۍ کې د طبیعي ګازو له لرلو له کبله څلورم هیواد ګڼل کیږی. [۶]

له دې فرصت څخه په استفادې افغانستان کولای شي چې د ترکمنستان له لارې د کسپین سمندرګي له هېوادونو سره د اړیکو، او سمندري سوداګرۍ له لارې خلاص سمندر ته د لاسرسي د نشتوالي ستونزه یوه برخه حل کړي. او له دې لارې له اذربایجان سره سوداګري کولای شی افغانستان له اروپايي هېوادونو سره ونښلوي. په ورته وخت کې ترکمنستان د افغانستان لپاره یوه مناسبه ټرانزیټي لار ګڼل کېږي چې افغانستان له قزاقستان او روسیې سره نښلوي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو په برخه کې باید یادونه وشي چې د هرات د تورغونډۍ بندرونه او د فاریاب د آقینې بندرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو تر ټولو مهم بندرونه دي. د دغو بندرونو له لارې افغانستان او ترکمنستان کولای شي د دواړو خواوو د اړتیا وړ توکي وارد او صادر کړي. ترکمنستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې افغانستان ته د تېلو او برېښنا په برخه کې تر ټولو ډېر صادرات لري. افغانستان له ترکمنستان سره د سوداګرۍ، انرژۍ او د اورګاډي د شبکې په برخو کې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي. که چېرې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پراختيا ومومي، افغانستان له ترکمنستان څخه جنوبي اسيا  ته د برېښنا د صادراتو لپاره چې ورته سخته اړتيا لری، يوه ښه لاره بلل کېدای شي. افغانستان او ترکمنستان په ۱۹۹۲ کال کې له ایکو سره چې یو اقتصادي سازمان دی یوځای شول، د دغه سازمان د موجودیت فلسفه سیمه ییزه همکاري ده، ترکمنستان له دغې سازمان له ادرسه د افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې ډېرې مرستې کړې دي.

افغانستان له ترکمنستان سره د ګازو د ټاپی پروژې د پایپ لاین په برخه کې د همکارۍ او سیمه ییز ادغام تړون هم لاسلیک کړی، چې د نولسمې پېړۍ پيل ته رسیږی او هغه مهال چې د پخواني شوروي اتحاد په کنټرول کې و. د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو سره ترکمنستان هڅه وکړه چې خپل ګاز د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره نړیوال بازار ته صادر کړي. په همدې خاطر په ۱۹۹۸ کال کې د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته د دغه هېواد د ګازو د نل لیکې د تېرېدو پلان د امریکا د یونیکال کمپنۍ له خوا وڅېړل شو، دا پروژه د امنیت د نشتوالي او په افغانستان کې د کورنیو جګړو د رامنځ ته کیدو له امله وځنډول شوه. دغه ۱۷۳۵ کیلومتره پایپ لاین د ترکمنستان له دولت اباد څخه پیل او د هرات ولایت له لارې تر کندهاره غځېږي او د پاکستان له کویټې او ملتان څخه تېرېږي او د هند فاضلکا ته رسېږي. د دې پایپ لاین تر ټولو زیات اوږدوالی له افغانستان څخه تېرېږي.

افغانستان کولای شي له دې پروژې څخه ښه ګټه پورته کړي، خو له بده مرغه تر اوسه دغه پروژه نه ده عملي شوې. یو لامل یې په دې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنه ده او بل لوی لامل یې په افغانستان کې د امنیت نشتوالی او د سیاسي رژیمونو بدلون د دې موضوع په عملي کولو کې مهم ګڼل کېږي، که څه هم افغانستان په دې اړه څو ځله تفاهم نامې او غونډې لرلې دی.[۷]

ج) کلتوري – علمی فرصتونه

په یوه جغرافیه کې له زر کاله وړاندې د دواړو هیوادونو شتون، د افغانستان او ترکمنستان تر منځ ډېر فرهنګي او تاریخي مشترکات رامنځته کړی دی. د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د پولې په دواړو غاړو کې د پرله پسې او ژورو سیاسي تحولاتو سره سره، دا مشترکات لا هم ولاړ دي. په بل عبارت، په افغانستان کې د سیاسي ثبات نشتوالی او د پخواني شوروي تسلط لاندې د پنځلسو جمهوریتونو په ډله کې  د ترکمنستان شتون، د دغو مشترکاتو د له منځه وړلو توان نه درلود. که ځه هم، په دې هیواد کې د روسیې د کلتور اغیز نه انکار نه کیږی. خو په ترکمنستان کې د اسلامي ملي کلتور انځور لا هم پر ځای دی. په همدې اساس د ترکمنستان د ۱۹۹۲ کال د اساسي قانون له مخې د مذهبي عقایدو د ازادۍ اجازه ورکړل شوې ده.

د پخواني شوروي د واکمنۍ په دوره کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري اړيکې کمزورې وې، ځکه د هغه وخت د شوروي پاليسۍ دا وه چې کلتوري او اسلامي اړيکې کمزورې کړي، ترڅو کلتوري او اسلامي اړيکې د شوروي اتحاد لپاره ستونزې جوړې نه کړي. د شوروي اتحاد له ړنګېدو او د منځنۍ اسيا د هېوادونو په تېره بيا د ترکمنستان د خپلواکۍ له اعلان وروسته د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ فرهنګي اړيکې لاپسې ژورې شوې. دا پراخوالی له دې کبله وو چې د دغو دواړو هېوادونو کلتوري-ټولنیزې اړیکې یوه طبیعي پروسه ده او کومه نوې خبره نه ده، بلکې دواړه هېوادونه له یوې تمدنی حوزې سره تړاو لري او یوازې نوي سیاسي پولې، دوی له بو بل  څخه جلا کړی دی.

وروسته له دې چې ترکمنستان له پخواني شوروي اتحاد څخه خپله خپلواکي اعلان کړه، تل يې له ګاونډيو هېوادونو سره د نورو شته اړيکو ترڅنګ د فرهنګي اړيکو د ټينګولو لېوالتيا لرله، چې په افغانستان کې امنيتي ستونزې کله ناکله د دې کار خنډ شوی دی. په ټولیز ډول، ترکمنستان له افغانستان سره ښې فرهنګي اړیکې لري او د تحصیلي بورسونو ورکول، په ترکمن ژبه د کتابونو چمتو کول، د ترکمن استادانو له خوا د افغان ترکمن استادانو روزنه، د جوزجان پوهنتون سره علمي او فرهنګي همکاري، د فاریاب د لوړو زده کړو موسسې او د افغانستان د علومو اکاډمۍ سره همکاری کولی شو یاد کړو.

ترکمنستان د مثبت بې طرفۍ د بهرنۍ پالیسۍ په لرلو سره کولای شي په افغانستان کې له شته فرصتونو څخه په دې برخه کې ښې اړیکې جوړې کړي. له بلې خوا ترکمنستان د جمهوري ریاست د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د امریکا د حضور په اړه یو لړ اندېښنې درلودې او دا اندېښنې د اوس لپاره لیرې شوې دي. نو د اړیکو لپاره یو مناسب پلیټ فارم په ځانګړې توګه د کلتوري اړیکو لپاره چمتو شوی دی.[۸]

پايله

د ګاونډیو هېوادونو تر منځ د ترکمنستان سره د افغانستان اړیکې، د تاریخي او کلتوري مشترکاتو سربېره او په تېره بیا په ۱۹۹۵ کال کې د ترکمنستان له خوا د مثبت بې طرفۍ د پالیسي په تصویبولو سره، د دغه هېواد اړیکې له نورو ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په پرتله ښې، پراخې، ژورې او باثباته شوې. د دوو خپلواکو سیاسي واحدونو په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ تېرو اړیکو ته په کتو، او د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو اوسنی ښه والی، د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښې راتلونکي لپاره زیری ورکوي. خو دا مسئله د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د ننګونو او ستونزو د له منځه وړلو په معنا نه ده، که څه هم ننګونې لویې نه دي؛ خو د تاْمل وړ دي او د دې ستونزو د ریښو د حل په موخه په داخلي او هم په دوه اړخیزه توګه د دواړو خواوو د حکومتونو هڅو ته اړتیا لیدل کیږی.

که څه هم د دواړو هېوادونو بهرنی سیاست په اصولو او تطبیق کې توپیر لری؛ د افغانستان د بهرنۍ تګلارې پر اصولو او د هغې د پلي کولو لپاره یې په پام کې نیول شوې ستراتیژۍ، او همدارنګه د ترکمنستان د بهرني سیاست اصولو ته په کتو موږ دې پایلې ته رسیږو چې دا توپیر د تضاد او مخالفت په معنا نه دی. دا په دې مانا چې ترکمنستان د مثبت بې طرفۍ د پاليسۍ په خپلولو سره، افغانستان يو له لومړيو هېوادونو څخه و چې دغه هیواد یی په رسميت وپېژندلو. ترکمنستان که څه هم د افغانستان په حالاتو او سياسي بدلونونو کې مثبت رول نهْ دی لوبولی، منفی رول یی هم نه دی ترسره کړی. بلکې دا د مثبت بې طرفۍ پالیسي تعقیب کول دي. ترکمنستان د خپلې خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته تل له افغانستان سره همکاري کړې او په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او علمي-فرهنګي برخو کې یې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د پام وړ مرستې کړې دي. اوس مهال ډېر سیاسي، اقتصادي، سوداګریز او علمي- فرهنګي فرصتونه شته چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره یو مناسب پلیټ فارم ګرځېدلی شي.

وړانديزونه

  • د هیواد بهرنۍ پالیسي باید داسې حوزه بندی یا زونی شي چې په سیمه کې د هیوادونو اهمیت، موقیعت او وضعیت روښانه شي او دوه اړخیزې اړیکې په همدې رڼا کې پراخې شي.
  • په اوسني وضعیت کې چې امنیت تامین دی، باید د ټاپي پروژې تطبیق ته زیاته پاملرنه وشي او د ګاونډیو هېوادونو د قانع کولو لپاره باید زیاتې هڅې وشي.
  • د بهرنیو چارو وزارت له شته فرصتونو څخه د استفادې لپاره د ژمنو، متخصصو او تجربه لرونکو ډیپلوماټانو په ګمارلو کې زیاته پاملرنه وکړی.
  • د هېواد له جغرافيايي او اقتصادي وضعيت څخه د ښې استفادې لپاره لا جدي څېړنې ته اړتيا ده او حکومت بايد پر خپلو تګلارو له سره کتنه وکړي او دې موضوع ته زياته پاملرنه وکړي.
  • اسلامي امارت باید د یوه متحرک بهرني سیاست په جوړولو سره د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د اړیکو ټینګولو هڅه وکړي، هم په سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو کې ګډون وکړي او په دې لار کې د شته خنډونو د لیرې کولو لپاره جدي هڅې وکړي.

سرچینې

  1. ۱٫ تمنا، فرامرز (۱۳۹۳)، سیاست خارجی افغانستان در سپهر همکاری‌های منطه‌یی، کابل: انتشارات مرکز مطالعات استراتیژیک وزرات امور خارجه.
  2. ۲٫ تمنا، فرامرز (۱۳۹۸)، حکمت و حکمروایی در سپهر سیاست خارجی افغانستان، کابل: انتشارات احراری.
  3. ۳٫ سجادی، عبدالقیوم، (۱۳۹۷)، سیاست خارجی افغانستان، کابل: انتشارات دانشگاه خاتم النبیین.
  4. ۴٫ احمدشاه عرفانیار. “ترکمنستان آماده است تا با حکومت جدید افغانستان کار کند”. خبرگزاری پژواک. ۵ اکتوبر ۲۰۲۱٫ آنلاین:
  •  https://pajhwok.com/fa/2021/10/05/turkmenistan-is-ready-to-work-with-the-new-afghan-government/
  1. ۵٫ روزنامه هشت صبح:

https://8am.media/afghanistan-and-turkmenistan-following-the-expansion-of-economic-ties/)

  1. ۶٫ بی بی سی فارسی:

https://www.bbc.com/persian/afghanistan/2012/06/120611niegbours_afghan_turkmenistan_relationship

  1. ۷٫ تاریخ افغانستان در یک نگاه. به لینک ذیل مراجعه نمایید:

https://herat.mfa.ir/portal/generalcategoryservices/12570

  1. ۸٫ فرزاد رمضانی بونش. “نگاه ترکمنستان به افغانستان، از تلاش برای اجرای تاپی تا میانجیگری در مذاکرات صلح” خبرگزاری فارس. ۷ میزان ۱۳۹۲٫ آنلاین:

https://www.farsnews.ir/printnews/13920706001421

  1. ۹٫ Eurasian Research Institute. “Turkmenistan-Russia Energy Cooperation in the Context of Natural Gas Trading” n.d. Available at:

https://www.eurasian-research.org/publication/turkmenistan-russia-energy-cooperation-in-the-context-of-natural-gas-trading

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *