امریکا دې په افغانستان کې د هند د منفي رول مخنيوی وکړي – پاکستان

 

احمدالله احمدزی

د پاکستاني چارو څارونکی

د اکتوبر پر ۲۳مه ماښام د پاکستان صدر اعظم د امریکا ولسمشر باراک اوباما سره خپله لومړۍ رسمي ليدنه وکړه، د دې ملاقات اجنډا څو مهمې خبرې وې:

پاکستان امریکا ته ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې د هيڅ ډلې پلوي نه کوي او په مقابل کې دې امریکا او ایتلافي ځواکونه زموږ ځمکنۍ بشپړتیا او ملي وقار ته درناوی وکړي او په افغانستان کې دې د هند د منفي رول مخنيوی وکړي.

بله مهمه خبره چې د پاکستان صدر اعظم په خپله رسمي ليدنه کې امریکايي ولسمشرسره وکړه، هغه دا وه چې له دې وروسته دې زموږ او تاسې اړيکې د نظام په سطحه وي او امریکایان دې د هيڅ ادارې له غړي یا مشر سره مستقیمه اړیکه نه نیسي.

نواز شريف له اوباما جدي غوښتنه وکړه چې د دوی په هيواد کې دې بې پيلوټه بريدونه بند کړي؛ ځکه دا بريدونه تشدد زیاتوي او همدا رنګه زموږ د ملي سلامتیا پر خلاف يو عمل دی.

د خبرو اترو محوري نقطه دوه اړخیز تجارت او انرژي او څو نورو برخو کې د مرستې  په اړه وه او د کشمیر ستونزه هم د خبرو اترو موضوع وه.

د میانواز شریف د سفر ډېر مهم او د تېرو چارواکو له سفرونو ډېر متفاوت و؛ ځکه چې يو خوا پاکستان کې ولسي حکومت ډېر قوي او منظم دی بل پلو سياسی چاپېر يال هم د پاکستان په ګټه دی. په دې اړه څو د پام وړ خبرې دي:

امریکا د ضرورت د نظریې پر اساس پاکستان ته ۱.۶ ملیارده ډالر مرسته؛ ملالې يوسفزۍ سره د اوباما ليدل، او پاکستانی طالب مشر لطیف الله مسید چې افغان حکومت ته د پټو خبرو لپاره ورغلی و؛ د پاکستان د خوشحالو له لپاره له افغان حکومته واخيستاو له خپل ځان سره يې بوته او د پاکستان لپاره يې کرزی خوابدی کړ. بله مهمه خبره چې د پاکستان په ګټه ده، هغه د امریکا او ایران اړیکو خوږوالی او د پاک-ایران د ګازو په پایپ لاین يې مثبتې اغېزې دي.

د نوازشریف دا سفر ځکه ډېر بریالی و چې د ۲۰۱۴ کې امریکا له افغانستانه وځي او د ۳۵ ملیارده ډالرو په اندازه نزدې څلور لکه کانټينر د پاکستان له لارې کراچۍ ته رسوي او همدا رنګه په راتلونکي کال کې افغانستان کې د ټاکنو په اړه له پاکستانه د امنيت په اړه هم ډاډ تر لاسه کول  او له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د پاکستان مرسته غواړي. له همدې امله نن سبا د هند امریکا اړيکي هم په سړېدو دي او د منموهن سنګ دوره هم ډېر بریالۍ نه وه.

پاکستان غواړي، د امريکا له دې مجبوري ګټه پورته کړي لکه څرنګه يې چې د تېر جهاد پرمهال د خپلو همکاریو په بدل اتوم بم جوړ کړو.

د ښاغلي نواز شریف دا سفر د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو کامیاب سفر و او اوس خبره دا ده چې پاکستان غواړي چې امریکا دې بې پيلوټه بریدونه بند کړي نو د نواز شریف  دا غوښتنه به څومره ځای ونیسي؟ ويل کيږي چې د پاکستان اوسنی حکومت په دې اړه ډېر جدي دی  او  د م م  سرمنشي هم دغه بریدونه غندي نو ځکه په دې بريدونو کې کمی هم راغلی او کيدای شي نور هم کم شي او دا هم شونې ده چې د څه وخت لپاره دا بريدونه بیخي ودريږي. که دا بریدونه بند شي، نو د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ به خبرې اترې د بریالیتوب په خوا روانې شي او اوباما ادارې له نواز شریفه غوښتي چې د سي ای اې پاکستانی همکار ډاکتر شکیل اپريدی چې د اسامه په وژلو کې يې مرسته کړې وه؛ امریکا ته وسپاري، خو پاکستان تر دې دمه په خپله خبره ټينګ دی چې ډاکتر شکیل يو پاکستانی دی او په خپل هيواد کې يې محاکمه روانه ده او موږ نشو کولای چې بل هيواد ته يې وسپارو.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *