له امريکا سره د پاکستان پراخېدونکې اړېکې او پر افغان جګړه د هغې اغېزې

 

افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي، چې د دواړو امنيتي، اقتصادي او اجتماعي حالت په يو بل نېغ په نېغه اغېز لري، له همدې لامله که په يو لوري کې حالت خراب شي نو بل لوری هم خا مخا ترې اغېزمن کېږي او په دې وروستيو کلونو کې په دواړو هېوادونو کې شته نا امنيو دا خبره په ډاګه کړه، تر هغو چې په افغانستان کې امنيت او سوله رانشي نو ستونزمنه ده چې پاکستان دې هم له نا امنۍ څخه راووځي.

په داسې حال کې چې د افغان چارواکو په وینا د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون پر سر يو شمېر ستونزې رامنځ ته شوي دي او په ظاهره داسې ښودل کېږي چې د دواړو هېوادونو چارواکي له يو بل څخه نا راضه دي، تر دې چې څه موده وړاندې د امريکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو د کمېټې مشر هم له ولسمشر کرزي سره تر لیدو وروسته دبېرته ستنېدو په وخت کې وويل: چې که افغانستان په راتلونکي لنډ وخت کې له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي نو ستونزمنه ده چې د امريکا مرستې دې ترلاسه کړای شي.

بلخوا، چې د امريکا او پاکستان ترمنځ له اوږدې مودې را پدیخوا ستراتيژيکو پوځي اړيکو او همکاریو شتون درلود، خو په وروستيو څو کلونو کې د بېلابېلو لاملونو په اساس دغه اړيکې يو څه د خړپړتيا لورې ته لاړې او پاکستان په افغانستان کې د امريکایي پوځونو پر وړاندې خپله اکمالاتي لاره وتړله چې له همدې لامله امريکا هم له پاکستان سره خپلې مرستې تر نامعلوم وخته پورې وځنډولې.

په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو په ترڅ کې د مسلم لیګ ګوند تر بریالیتوب وروسته، دغه هېواد په ډېرو برخو کې پر خپلو تېرو سیاستونو بیا کتنه وکړه چې په ترڅ کې یې په دې وروستيو کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شريف د امريکا سره د خپلو اړيکو د بيارغولو او د مرستو د جلبولو لپاره امريکا ته سفر و کړ په ياد سفر کې نوموړي دګڼو نورو موضوعاتو ترڅنګ د امريکایي چارواکو سره د هغو مرستو د بېرته ترلاسه کولو خبره هم مطرح کړه، چې ځنډول شوې وې او امريکایانو هم ، پاکستان ته د څه باندې يو مليارد ډالرو ځنډول شوې مرستې د بېرته ورکړې اعلان وکړ.

يو شمېر خلک په دې اند دي، چې له پاکستان سره شويو مرستو څخه په افغانستان کې د نا امنۍ په رامنځ ته کولو کې ګټه اخیستل کېږي او امريکا بايد له پاکستان سره د مرستو کولو څخه ډډه وکړي.

خو د سياسي چارو شنونکی، لیکوال او ژورنالست وحيد مژده وايي، چې دا خبره چې د پاکستان سره د شويو مرستو څخه په افغانستان کې د نا امنۍ په رامنځ ته کولو کې ګټه اخیستل کېږي، ځکه ناسمه ده چې په اوسني حالت کې پاکستان له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، په هغه هېواد کې د برېښنا ستونزه چې د اوسني حکومت لپاره يو ستر ګواښ دی.

ښاغلی مژده زياتوي “که پاکستان په افغانستان کې يو ډالر هم مصرف نه کړي دا نا امني به روانه وي تر هغو چې د سولې حالت ته ونه رسېږي ځکه که پاکستان هېڅ کار هم ونه کړي دا مشکل به دوام لري”.

د مژده په خبره له پاکستان سره شوې مرستې په افغانستان کې له امريکا سره د هغه هېواد د همکارۍ د جلبولو لپاره ترسره شوې دي، ځکه د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې د امريکا شتون ستونزمن کېږي، ځکه نو د مژده په شننه اړينه ده چې امریکا له پاکستان سره ښې اړيکې وپالي.

همدارنګه مژده پدې نظر دی چې که له افغانستان سره امنيتي تړون لاسلیک شي نو د دې خبرې معنی دا ده چې په افغانستان کې د پاکستان دريځ نور هم پياوړی کېږي.

د سیاسي چارو ددغه شنونکي په وينا نواز شريف له امریکایي چارواکو سره د افغانستان د ټاکنو موضوع هم مطرح کړې ده، ځکه پاکستان په هېڅ صورت په افغانستان کې داسې ولسمشر نه شي زغملی، چې هغه دې د هند سره قوي اړيکي ولري او د پاکستان ګټو ته ژمن نه وي.

مژده په دې نظر دی چې لدې امله چې امريکا پاکستان ته اړتيا لري ځکه نو په هېڅ صورت هم دا نه غواړي چې په افغانستان کې دې داسې يو حکومت رامنځ ته شي چې پاکستان پرې قانع نه وي.

نوموړی وایي، چې د پاکستان د قناعت په نه شتون کې هغوی له امريکا سره مرسته نه کوي، چې په دې صورت کې يې پوځونه هم په افغانستان کې له خطر او ګواښ سره مخ کېږي.

د امريکا او پاکستان ترمنځ د اړيکو بيا رغول په داسې حال کې چې د افغانستان او امريکا اړیکي اوس د امنيتي تړون پر سر له يو څه ستونزو او کړکېچونو سره مخ ښکاري ،دوه هغه موضوعات دي چې له يو بل سره نېغ په نېغه تړاو لري او دا چې امریکا ولې په داسې يو حالت کې له پاکستان سره نژدې کېږي د ښاغلي مژده په اند دا د دې لپاره دي چې امريکا پر افغان دولت فشار راوړي، تر څو د امنيتي تړون د لاسليکولو لپاره تیار شي او هغه زر تر زره لاسليک کړي او له پاکستان سره د مرستې معنا هم همدا ده چې که افغانستان دا تړون لاسليک نه کړي نو په سيمه کې نور هېوادونه هم لکه پاکستان شته چې امريکا د هغوی له لارې خپل اهداف ترلاسه کولای شي .

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې اند دي چې پاکستان له خپلې زيرکتيا او فرصت څخه په ګټې اخېستلو له امريکا سره خپلې اړيکې بيا ورغولې او پر مخ یې د امریکا تړل شوې مرستې بېرته پرانستل شوې، د هغوی په اند دا په افغانستان کې د حکومت کمزوري وه، چې ويې نه شو کړی له دوی سره آن شوې مرستې هم په سمه توګه ترلاسه کړي، مګر نور کولای شي خپلې ځنډېدلې مرستې ترلاسه کړي، چې پاکستاني چارواکي يې ښه نمونه ده.

د ولسي جرګې پخوانی غړی او د ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند سيد اسحاق ګيلاني هم همدا نظر لري او زیاتوي چې د څه باندې پنځوسو ملکونو په شتون او د امريکا د بې سارو مرستو او دوستۍ په نتيجه کې هم افغان چارواکي په دې ونه توانېدل چې د دې مخنیوی وکړي چې د دې هېواد د سرنوشت تصميمونه په بل ملک کې ونه نيول شي.

د ښاغلي ګيلاني په اند دا د افغان حکومت کمزورتيا وه او ده چې نن پاکستان په دې اميد دی چې د افغانستان د برخلیک پرېکړه به په اسلام اباد کې کېږي.

ګيلاني زياتوي “دا د افغان حکومت لپاره د شرم ځای دی، چې د دوی برخلیک په اسلام اباد کې ټاکل کېږي.”

سیداسحق ګیلاني لدې هم وېره لري چې امريکايان به بیا هغه اشتباه تکرار کړي چې د ده په خبره د مجاهدينو په وخت کې یې وکړه او له امریکا هيله لري چې د افغانستان برخلیک بل چاته ونه سپاري، ځکه د ده په اند به دا کار نه يوازې د افغانستان او پاکستان لپاره چې آن د ټولې نړۍ لپاره ښه پيغام ونه لري .

ښاغلی ګيلانی وایي، چې هر څومره ژر کېدای شي له امريکا سره بايد امنيتي تړون لاسلیک شي تر څو د هغوی حضور دلته يقیني او د افغانستان سرحدونه په امن شي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې په تېرو دولس کلونو کې د ۵۷ هېوادونو په شتون کې بهرنيو پوځيانو د افغانستان له سرحدونو څخه دفاع ونشوای کړای، نو يوازې د امنيتي تړون په لاسلیک سره به امریکا د افغانستان له سرحدونو څخه دفاع وکړای شي؟ ښاغلی ګيلاني وایي، چې افغان حکومت تر اوسه له ټول ملت څخه د امنيتي تړون محتويات پټ ساتلي دي او افغانان د تړون په اړه هېڅ ډول معلومات نه لري نو که چېرته په ياد تړون کې د افغانستان د سرحدونو څخه دفاع د امریکايي ځواکونو وظيفه نه وي بلل شوي نو دا به د افغانستان د خلکو سره يو ستر خيانت وي.

د ولسي جرګې بل غړی او د چارو شنونکی محمد داوود کلکانی بیا وایي، چې په افغانستان کې هر ډول نا امني د پاکستان په امنيت نېغ په نېغ اثر لري؛ ځکه د افغانستان له نا امنيو څخه هېڅکله ګاونډيان نه شي خوندي کېدای ځکه نو که پاکستان له سالم فکر څخه ګټه واخلي ،يقيناً چې نړيوال محبوبيت به ترلاسه کړي.

ښاغلی کلکانی زیاتوي “مشکل د افغانستان په سیاسي مديريت کې دی، چې په تېرو کلونو کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې افغانانو زیات تلفات او زيانونه ولیدل مګر فايده او ګټه يې اوس د پاکستان لاس ته غورځېږي.”

دی زیاتوي چي دا په همدې معنا ده، چې افغانستان سالم سياسي مديريت نه لري، افغانستان د خپل عصر زرين فرصتونه له لا سه ورکړل او افغان دولت ونه شو کړای، چې له دې طلايي فرصتونو ګټه واخلي، ځکه افغانستان هم نړيوال ځواکونه او هم نړيوال کومک کوونکي هېوادونه په خپل څنګ کې لرل، مګر و يې نه شو کړای، چې له هغوی څخه په سمه توګه استفاده وکړي “.

د ملي ائتلاف غړی او د سیاسي چارو شنونکی انجنیر محمد عاصم وايي چې پاکستان په هېڅ صورت د افغانستان پر وړاندې خپل سياستونه په آسانه نه بدلوي، هغه وايي چې د نواز شريف او اوباما په ملاقات کې د افغانستان د موضوع په سر خبرې شوي دي خو دا خبرې هېڅکله د دې لامل نه کېږي، چې پاکستان دې د افغانستان پر وړاندې خپل سياست په ډراماتيک او يا بېړنۍ توګه بدل کړي.

ښاغلی عاصم زیاتوي «ناټو او امريکا په تېرو دولسو کلونو کې په دې ونه توانېدل، چې په هغه ډول چې د افغانانو اميد وو، سولې ته لاره هواره کړي، او د دې سره سره يې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړل».

نوموړی زیاتوي چې : امريکا دلته د خپلې خوښې پايلو په لاس ته راوړلو کې ناکامه شوه نو ځکه يې له پاکستان سره يو څه ګړندۍ خبرې وکړې. خو انجنیر عاصم دا هم وایي چې که چېرته امريکا په رښتيا هم له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د سولې غوښتونکي وي نو پاکستان بايد دې ته چمتو کړي، چې افغانستان ته د سولې او ثبات په راوستلو کې د زړه له کومې او صادقانه همکاري و کړي.
د ملي ائتلاف د ياد غړي په اند که نړيواله ټولنه او امريکا په جدي توګه په پاکستان فشار راوړي، نو پاکستان مجبور دی چې په افغانستان کې د سولې په را وستلو کې تر يوه حده همکاري وکړي، ځکه سوله نه یوازې د پاکستان بلکې د ټولې سيمي په ګټه ده، خو متاسفانه پاکستان په افغانستان کې له نا امنۍ څخه نورې ګټې ترلاسه کوي، چې د هغو ګټو د ترلاسه کولو لپاره نړيوال فشارونه هم زغمي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *