په سويډن کې د قرآن سوځېدل: لاملونه او غبرګونونه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • په سويډن کې د قرآن سوځېدل: لاملونه او غبرګونونه
  • سریزه
  • لاملونه
  • د اسلامي دولتونو غبرګونونه او له دغو دولتونو سره د سويډن پر اړيکو يې اغيزې
  • ولې د واګنر بغاوت دومره په اسانه پای ته ورسید؟
  • پايله
  • مأخذونه

____________________________________

سریزه

هر فرد او ملت د فزيکي او جسماني وجود ترڅنګ روحاني، اخلاقي، نظرياتي او تهذيبي وجود هم لري، لکه څنګه چې د نړۍ هر قانون د يو انسان په جسم باندې حمله منع کړې او د هغې لپاره يې تعزيري جزاګانې ټاکلې دي، په همدې ډول د يو انسان په روحاني او نظرياتي وجود باندې هم حمله جرم دی. په نړۍ کې د ملتونو ترمنځ د سولۍ او ارامۍ ژوند لپاره اړينه ده چې په ديني او روحاني نظرياتو حملې ونشي او د ديني شعايرو سپکاوی د احساساتو زېږنده ده او طبيعي ده چې احساسات بيا په تشدد بدلېږي او د نړۍ سوله او امن ګواښي، نو ټول ملتونه بايد ديني شعايرو ته احترام ولري.

دا لومړۍ ځل نه دی چې په نړۍ او په ځانګړي ډول په غرب کې د اسلام مبارک دين د شعایرو سپکاوی کېږي بلکې له دې مخکې په فرانسه کې د چارلي هېپډو مجلې له خوا څو ځلې د رسول الله صل الله عليه وسلم کاريکارتور نشر شوی، په ۲۰۱۲ز. کال کې  د امريکا متحده ايالاتو او اسرييلو په ګډو هڅو د يو اسراييلي الاصله امريکايي سام باسل لخوا يو فلم جوړ شو چې د حضرت محمد صل الله عليه وسلم ته په کې سپکاوی شوی و، په ۲۰۰۳ ز. کال کې د تسليمه نسرين له خوا يو ناول وليکل شو چې اسلام ته په کې سپکاوی شوی و، په انګلستان کې د شيطاني اياتو په نامه د کتاب خپرېدل، په هالينډ کې د فتنې په نوم د فلم خپريدل، يو معتبر امريکايي اخبار (LOSANGELES TIME) په ۲۰۰۵ ز. کال د (می) پر ۲۲مه نېټه د امريکايانو له خوا د قرانکريم د بې حرمتې په اړه يو مفصل راپور خپور کړ په دې راپور کې په افغانستان، عراق او ګونتنامو کې د امريکايي پوځيانو له خوا د قرانکريم د سپکاوې او بې حرمتې ګڼې پېښې رانقل شوي دي، تېر کال په سويډن کې د ترکيې سفارت مخې ته پالوډن په نوم سياستمدار قران وسوځاوو او دا دی د لوی اختر په مبارکو ورځو کې د د جون مياشتې پر ۲۸مه نېټه د چهارشنبې پر ورځ، ۳۷ کلن عراقي الاصله سويډني سلوان موميکا د سويډن ستهکولم ښار کې د مسجد مخې ته د محکمې په اجازت او د پوليسو تر څارنې لاندې  د قران پاڼې څېرې او وسوځولې. محکمې نوموړي ته د رايې او بيان د ازادۍ په دليل اجازه ورکړې ده. له يادې پېښې وروسته موميکا يو سويډني اخبار ته ويلي چې راتلونکو لسو ورځو کې به د عراق سفارت مخ ته د عراق بېرغ او د قران کريم يوې بلې نسخې ته هم اور ورته کړي.

لاملونه

په سويډن کې د قران د سوځولو تر شا لاملونه په دوه لويو برخو وويشلی شو:

۱سياسي لامل: اکثره وخت سياسيون پخپلو هېوادونو کې د رايو او شهرت پېداکولو په موخه د اسلام مبارک دين سپکاوی کوي تر څو د خلکو رايه ترلاسه او ځان څوکۍ ته ورسوي، د بېلګې په ډول: د ۲۰۲۲ز. کال په اپريل کې د قران سوځونکی پالوډن يو سياستمدار و او غوښتل يې له دې لارې رايې لاسته راوړي. نوموړي په ۲۰۱۷ز. کال کې يو يوټيوب چينل جوړ کړ او د هغې له لارې د مسلمانانو او اسلام خلاف تبلیغ کاوو او بيا يې په ۲۰۱۹ز. کال ټاکنو ته ځان کانديد کړ چې ټاکنې يې وبايللې،[i]  په ۲۰۲۲ز. کال کې يې قران وسوځاوو تر څو په ۲۰۲۳ز. کال ټاکنو کې ورسره مرسته وکړي، نو د دې کړنو يو سياسي لامل د رايې او شهرت ترلاسه کول دي.

همدارنګه ځينې پېښې بيا ځانګړي سياسي لاملونه هم لري د بېلګې په ډول کله چې فرانسې په امنيت شورا کې د فلسطين د دولت ملاتړ وکړ، نو سمدلاسه په فرانسه کې چارلي هيپډو مجلې د رسول الله صلی الله عليه وسلم کاريکارتو خپور کړ او بيا څو ورځې وروسته د اسراييلو او امريکايي استخباراتو په پلان په هغې مجلې بريد وشو تر څو فرانسوي ولس د مسلمانانو خلاف راوپاروي او خپل حکومت دې ته اړ کړي تر څو د فلسطين له ملاتړ څخه په دې موخه لاس واخلي چې هغوي مسلمانان دي او مسلمانان ترهګر دي.

۲مذهبي لامل: د قران سوځونکي له يوې خوا د اسلام سره د خپلې کينې اظهار کوي او خپله غصه له دې لارې سړوي او له بلې خوا دوي فکر کوي چې په غرب کې به د اسلام د چټک پرمختګ مخه پرې ونيسي. د ګېټ سټون انسټيټوټ د څېړنې له مخې په تېرو څو کالونو کې په انګلستان کې سل زره،  فرانسه کې اويازره، سويډن کې پنځه زره، جرمني کې شل زره،  هسپانيا کې پنځوس زره او په اسټريا، چيک جمهوريت، ډنمارک، پولينډ، فنلينډ، ايرلينډ، ناروې او پرتګال کې په زرګونو خلک د اسلام په مبارک دين ايمان راوړي. د Faith Matters د ګروپ د سروې پر بنسټ په مسلمان شويو کې ۷۵ سلنه ښځې او ۷۰ سلنه سپين پوستي دي او اوسط عمر يې ۲۷ کاله دی. .[ii] همدارنګه د نيويارک ټايمز د راپور له مخې په امريکا کې هر کال دوه لکه خلک مسلمانېږي، نو په غرب کې د اسلام مبارک دين داسې چټک پرمختګ له يوې خوا حکومتونو ته د منلو وړ نه دی او له بلې خوا عامو نورو کفارو ته هم دا پرمختګ د منلو نه دی او همدا لامل دی چې دوي خپله دغه غصه او د اسلام مبارک دين سره کينه دغه دين ته د سپکاوي له لارې سړوي او دوي فکر کوي چې په دې کار سره به د اسلام مبارک دين د خپراوي مخنيوی وکړي.

د اسلامي دولتونو غبرګونونه او له دغو دولتونو سره د سويډن پر اړيکو يې اغيزې

د افغانستان اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې لومړۍ دا پېښه وغندله او د سويډن پر حکومت يې غږ کړی د ياد عمل ترسره کوونکی دې مجازات او د بيا لپاره دې دا ډول اشخاصو ته اجازه ورنکړي چې د اسلام مبارک دين او مسلمانانو پر ضد داسې وحشيانه او پاروونکې کړنې ترسره کړي.

له دې وروسته يې يوه بله اعلاميه صادره کړه چې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په ټويټر خپره کړې ده، په دې اعلاميه کې راغلي  دي: وروسته له هغې چې په سويډن کې د الله تعالی د نجات بښونکي کتاب قران کريم سپکاوی وشو او د مسلمانانو د عقيدې د توهين اجازه ورکړل شوه، تر څو چې د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو څخه عفوه نه وي غوښتل شوي تر هغې اسلامي امارت په افغانستان کې د سويډن هېواد د هر ډول فعاليت د درېدو امر کوي.

پټه دې پاتې نه وي چې سويډن په افغانستان کې د سويډش کمېټې له لارې په بېلا بېلو برخو کې په ځانګړي ډول په تعليمي برخه کې کار کوي او فعلاً يې فعاليت درېدلی دی.

ايران د سويډن شارژدافير احضار کړی او د پېښې په اړه يې ورته خواشیني څرګنده کړې ده، د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي: د قران سوځول په ښکاره ډول پر اسلامي مقدساتو حمله ده او د ديموکراسۍ او بيان ازادۍ څخه غلطه ګټه اخيستنه ترهګرۍ او افراطيت ته لار پرانيزي.

په لبنان کې حزب الله ډلې پر اسلامي دولتونو غږ کړی تر څو راتلونکې لپاره داسې پريکړه وکړي تر څو نور هېوادونه هم د دا ډول اعمالو له ترسره کولو څخه وډار شي او خپلو وګړو ته يې د بيا ترسره کولو اجازه ورنکړي.[iii]

د اسلامي همکاريو سازمان هم د یکشنبې پر ورځ ياده پېښې غندلې او په راتلونکې کې يې د قرانکریم د سپکاوي پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره د ځينې اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده، په راپور کې راغلي چې دغه اقدامات بايد له سعودي عربستان سره په همغږۍ ترسره شي.[iv]

مصر هم دغه پېښه غندلې او دا يې د مسلمانانو د احساساتو سره لوبې ګڼلې دي.

په عراق کې بيا لاريون کوونکي د سويډن سفارت مخ ته راټول شوي وو او له حکومت څخه يې غوښتي تر څو له سويډن سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړي. لاريون کوونکو پر سفارت د بريد هڅې هم کړي، خو مخه يې نيول شوې ده.

د سوريې او متحده عربي امارتو بهرنيو چارو وزارتونو هم د سويډن سفير احضار کړی، خپلې اندېښنې او خواشينې ورسره شريکې کړي او دا عمل يې د کرکې او کينې عمل ګڼلی دی.

مراکش بيا په دغه هېواد کې د سويډن شارژدافير احضار کړی او د سويډن دا عمل يې د نه منلو وړ عمل ورته ياد کړی او نوموړي ته يې ويلي چې دا ډول پېښې د دواړو هېوادونو پر اړيکو منفي اغیز کوي.

د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان په يو ويډيوي پيغام کې دا پېښه غندلې او د سويډن حکومت يې ملامت کړی دی چې ولې يې دا ډول پېښې ته اجازه ورکړې. نوموړي زياته کړې چې د بيان او ازادۍ تر نامه لاندې د دې عمل ترسره کوونکي به هېڅکله خپلو موخو ته ونه رسېږي.

سعودي عربستان، پاکستان او يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو هم دا پېښه غندلې ده. د اسلامي نړۍ د توندو غبرګونونو وروسته د سويډن لومړۍ وزير Ulf Kristersson ويلي: دا کار قانوني و، خو مناسب نه و.

سره له دې چې د دولتونو ترمنځ په اړيکو کې نن ورځ ملي ګټې په نظر کې نيول کېږي او تر ډيره مذهبي امور په پام کې نه نیول کېږي، خو د اسلامي دولتونو په ملي ګټو کې بايد مذهب او دين شامل وي او ځينو دولتونو لپاره دا ملي ګټه هم ده، نو پر همدې بنسټ په سويډن کې ترسره شوې دغه پېښه به د سويډن اړيکې له اسلامي نړۍ سره خرابې کړي او له اسلامي دولتونو سره به د سويډن پر اړيکو منفي اغیز وکړي. د دې اغيزو عملي بېلګه د ترکيې او سويډن اړيکې دي چې تير کال په سويډن کې د ترکيې سفارت مخې ته پالوډن په نوم سياستمدار قران وسوځاوو چې له امله يې ترکيې توند غبرګون وښوده او ان تر دې چې په ناټو کې د سويډن د غړيتوب مخالفت يې وکړ، له دې پېښې وروسته هم د ترکيې جمهور رئيس خپل جرمني سيال سره د تلفوني اړيکې پرمهال ويلي دي چې سويډن به د دې ډول ناوړه اعمالو له امله هېڅکله هم له ترکيې څخه د ناټو د غړيتوب په برخه کې شين څراغ ترلاسه نه کړي.[v] سويډن تير کال په ناټو کې د غړيتوب غوښتنليک جمعه کړی دی چې د ترکيې له مخالفت سره مخامخ شو له هغې وروسته د سويډن او ترکيې ترمنځ مذاکرات ترسره شول او داسې معلومېده چې ترکيې راضي شوې ده، خو د قران د سوځولو له پېښې وروسته اردوغان يو ځل بيا په ناټو کې د سويډن د غړيتوب موضوع کې مخالف دريځ ښودلی دی، خو تيره اونۍ ترکيه د مذاکراتو له لارې قانع شوې او په ناټو کې يې  د سويډن غړيتوب منلی دی، خو ورته مهال يې له سويډن څخه غوښتي تر څو په راتلونکې کې د دا ډول پېښو مخه ونيسي.

د اسلامي دولتونو ترڅنګ ځينې نامسلمانو دولتونو هم دا پېښه غندلې ده. امريکا متحده ايالاتو هم په سويډن کې له يو مسجد بهر د قران سوځېدل غندلي دي. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتيو ميلر په يوه خبري غونډې کې د يو ژورناليست د پوښتنې په ځواب کې وويل: موږ د قران سوځول غندو او په دې اړه ژوره اندېښنه لرو.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم دا پېښه غندلې او د داغستان يو تاريخي جومات ته د سفر پرمهال يې په داسې حال کې چې قران کريم يې سينې پورې جوخت نيولی و، وويل: په ځينو هېوادونو کې قران کريم ته سپکاوی جرم نه ګڼل کېږي، خو دا د مسلمانانو مقدس کتاب دی او روسيه يې توهين جرم ګڼي او له نورې نړۍ هم غواړي چې دې کتاب ته درناوی ولري.

ورته مهال د جولای پر ۱۲مه نېټه د ملګرو ملتونو بشري حقوقو کونسل (The United Nations Human Rights Council (UNHRC)غونډه وکړه او په سويډن کې د قران سوځېدلو په اړه يې يو پريکړه ليک چمتو کړ، په دې پريکړه ليک کې یاده پېښه غندل شوې او له هېوادونو غوښتنه شوې چې خپل قوانين دې اصلاح او مذاهبو ته سپکاوی بايد په کې جرم وګڼي. دغه پريکړه ليک ته ۴۰ هېوادونو استازو رايه وکاروله چې ۲۸ هېوادونو تاييد او ۱۲ هېوادونو يې مخالفت کړی دی.

همدارنګه دا ډول پېښې د مذهبونو د ټکر او سپکاوي لامل کېږي، کېدای شي بله ورځ د يو بل مذهب لارويان راپاڅېږي او نورو مذهبونو ته سپکاوی وکړي او د مذهبونو د سپکاوي دا ډول کړنې خطرناکې پايلې لري او عملاً په سويډن کې د قران د سوځېدلو له پېښې يوه اونۍ وروسته د جولای د مياشتې پر ۱۵مه نېټه په سويډن کې يو مسلمان چې احمد الوش نومېده له محکمې اجازه واخيسته تر څو په دغه هېواد کې د اسراييلو سفارت مخ ته تورات او انجيل وسوځي، خو بيا يې له سوځولو ډډه وکړه او خلکو ته يې پيغام ورکړ تر څو د مذهبونو له سپکاوي لاس واخلي.

پايله

په غرب کې د اسلام مبارک دين ته د سپکاوي دا لومړۍ پېښه نه ده، بلکې له دې وړاندې په لسګونو داسې پېښې ترسره شوي دي، د سياسي لاملونو ترڅنګ دا ډول پېښې مذهبي لامل لري او دا لامل يې بنسټيز دی ځکه په غربي نړۍ کې د اسلام مبارک دين ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی او غربی چارواکو ته دا د منلو وړ نه دی. دا ډول پېښې سره له دې چې توهينوونکي دي، خو بيا هم اسلامي نړۍ او مسلمانانو لپاره ځينې فرصتونه برابروي  ځکه د اسلامي دولتونو په يو غږ توند غبرګونونه او د مسلمانانو په يو غږ راپورته کېدل په خپل ذات کې د مسلمانانو د وحدت او اتحاد لپاره د خېر زېری دی. دا ډول متحد غبرګون اسلامي حرکتونو او په عمومي ډول ټولو مسلمانانو ته دا ورښايي چې په دغه امت کې لا تر اوسه د ايمان سکروټه بله ده، خو يوازې د هغې څخه سالمه ګټه اخيستل په کار دي او د دې کار لپاره داسې قيادت رامنځته کيدلو ته اړتيا ده چې د امت سپېڅلي احساسات د خېر په لورې توجيه کړي.

وړانديزونه

۱- د اسلامي هېوادونو کنفرانس او اسلامي دولتونه بايد په ګډه په داسې يوې تګلارې کار وکړي، تر څو راتلونکې کې د دا ډول پېښو مخنیوی وشي. په دې تګلاره کې کېدای شي په ګډه له هغه هېواد سره د اړيکو پريکون شامل وي چې د دا ډول اعمال د ترسره کېدو اجازه ورکوي.

۲- همدارنګه د قران کريم په سوځولو سره غربيانو يو ځل بيا د اسلام سره خپله دښمنې وښوده، نو هغه اسلامي هيوادونه چې د غرب په لومو کې ګير دي او غرب ورته وايي چې موږ به تاسې ته ديموکراسي او ازادي راولو دا ټول د هغوي دوکه او چل دی په اصل کې هغوی د اسلامي هيوادونو نابودي غواړي، نو اسلامي دولتونه بايد خپل دوست او دښمن وپېژني او نور له غربي لومو رابهر شي.

۳- ټول اسلامي دولتونه د افغانستان په ګډون بايد مذهب او دين په نړيوالو اړيکو کې  ملي ګټو تر ټولو د مهم عنصر په توګه وپېژني او د بهرني سياست له لارې يې عملي کړي.

[i] Sweden riots over Quran burning: What is happening? ALJAZEERA, 19 Apr 2022, Sweden riots over Quran burning: What is happening? | Explainer News | Al Jazeera

[ii] Soeren Kern, Europeans Increasingly Converting to Islam, January 27, 2012, Access link: Europeans Increasingly Converting to Islam :: Gatestone Institute

[iii] Koran burning in Sweden angers Muslim world. The man who did it plans to do it again, South China Morning Post, 30 Jun, 2023, https://www.scmp.com/news/world/europe/article/3226031/koran-burning-sweden-angers-muslim-world-man-who-did-it-plans-do-it-again.

[iv] https://www.dw.com/ps/%D8%AF-%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85%D9%8A-%D9%87%D9%85%DA%A9%D8%A7%D8%B1%D9%8A%D9%88-%D8%B3%D8%A7%D8%B2%D9%85%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D9%82%D8%B1%D8%A7%D9%86%DA%A9%D8%B1%DB%8C%D9%85-%D8%B3%D9%88%DA%81%D9%88%D9%84%D9%88-%D8%B6%D8%AF-%D8%A7%D9%82%D8%AF%D8%A7%D9%85%D8%A7%D8%AA%D9%88-%D8%BA%D9%88%DA%9A%D8%AA%D9%86%D9%87-%DA%A9%DA%93%DB%90/a-66094146

[v] Koran burning in Sweden angers Muslim world. The man who did it plans to do it again, South China Morning Post, 30 Jun, 2023, https://www.scmp.com/news/world/europe/article/3226031/koran-burning-sweden-angers-muslim-world-man-who-did-it-plans-do-it-again

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *