روسیه او اسلامي امارت؛ د پالیسو بدلون او دوه اړخیزې موخې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

    • روسیه او اسلامي امارت؛ د پالیسو بدلون او دوه اړخیزې موخې
    • د افغانستان پر وړاندې د روسیي سیاسي لیدلوری
    • د روسیې موخی
    • د اسلامي امارت موخې
    • د اړیکو د پیاوړتیا هڅې
    • د دواړو لوریو د اړیکو د پیاوړتیا پر وړاندې ننګونې
    • پايله
    • وړاندیزونه
    • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

که څه هم روسیه او افغانستان ګاونډي هېوادونه نه ګڼل کېږي؛ خو د سیمه ییزې تړلیتا پر اساس په دواړو هېوادونو کې هر ډول رامنځته کېدونکي حالات یو بل اغېزمنوي؛ با ثباته افغانستان نه یواځې د افغانستان بلکې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د روسیې ډیری ګټی هم تضمینوي، همدې ټکو ته په کتو افغانستان د روسیې په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای پیدا کړی دی؛ خو په افغانستان کې د بېلابېلو حکومتونو رامنځته کېدل؛ د دې لامل شوی چې دغه هېواد د افغانستان پر وړاندې یو ډول سیاست تعقیب نه کړي؛ د ۲۰۰۰۱ ز.کال د سپټمبر د یوولسمې پېښې د مخه دې هېواد په افغانستان کې د حاکم اسلامي امارت سره نه یواځې داچې اړیکې نه لرلې؛ بلګې د امارت د پرمختګ پر وړاندې یې پراخ خنډونه هم رامنځته کول؛ کله چې د امریکا متحده ایالاتو پر افغانستان برید وکړ؛ نو دغه مهال یې د اسلامي امارت پر وړاندې د جوړ شوي نړیوال ایتلاف سره مرسته وکړه؛ خو داچې د امریکا په مشري نړیوال اتحاد په افغانستان کې بریالی نه شو؛ نو روسیې هم د افغانستان د مسایلو په اړه د نړیوال ایتلاف سره خپله لاره جلا او له اسلامي امارت سره یې اړیکې پیل کړې؛ په دې څېړنه کې به روښانه شي چې ولې روسیې د افغانستان اسلامي امارت سره اړیکې پيل کړي په داسې حال کې چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یې نه یواځې داچې اړیکې ورسره نلرلې؛ بلکې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د اسلامي امارت پر وړاندې خنډونه هم رامنځته کول.

د افغانستان پر وړاندې د روسیي سیاسي لیدلوری

عموماً په یوه هېواد کې بېلابېل عوامل او لید لوری پر بهرنۍ تګلارې اغېزمنې کوی او مستقیماً یې رهبری کوی. په روسیه کې د بهرني سیاست په ډګر کې د افغانستان په اړه بېلابېل نظرونه شته چې په ټولیزه توګه په درېیو سیاسي نظرونو وېشل شوي دي.د روسیې د بهرني سیاست دستګاه هم په دې هېواد کې د افغانستان په اړه د بیلابیلو لېدلورو څخه د افغانستان پر وړاندې د بهرني سیاست د جوړولو په برخه کې ګټه پورته کړې ده؛ عموما د افغانستان په اړه په دې هېواد کې درې سیاسي لیدلوري شته دي.

لومړی: یو سیاسي نظر دا دی چې د یو واحد افغانستان د پاتې کیدو امکان نشته، په دې هېواد کې قومي مخالفتونه له حده زیات دي او دغه اختلافات د دې لامل شوي چې په افغانستان کې واحده واکمني رامنځته نه شي؛ روسیه د دې توان نه لري چې د دې مخالفتونو په مهار کولو کې له دې هیواد سره مرسته وکړي؛ نو روسیې ته پکار ده چې د افغانستان د شمالي ولایتونو ته ډیره پاملرنه وکړي؛ که چیرې افغانستان په شمالي او جنوبي برخو کې وېشل کېږي؛ نو د دې لپاره چې د افغانستان نا امني د مرکزي اسیا له لارې روسیې باندې اغېزې ونه کړي نو شمالي ولایاتو او د دې سیمو له سیاسي شخصیتونو سر د امنیت په برخه کې مرسته وکړي ترڅو دغه ولایت د یو بفر په توګه د روسیې امنیت تضمین کړي.

د پورتني لید لوري د ارزونې په برخه کې ویلی شو چې د روسیې بهرني سیاست په افغانستان کې د کورنیو جګړو او وروسته د اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال له دې سیاسي لیدلوري اغېزمن وو؛ ځکه هغه مهال لومړی په افغانستان کې کورنۍ جګړې وې او له کورنیو جګړو وروسته اسلامي امارت د لومړي ځل لپاره واک ته ورسېد؛ روسانو هغه مهال د اسلامي امارت پر وړاندې د شمالي اتحاد سره ډیرې مرستې وکړې ترڅو په دې ولایتونو کې خپل نفوذ پیاوړی او داسې اشخاص واک ته ورسوي چې د روسیې امنیت او ګډو ته د زیان رسولو د مخنیوي په برخه کې ورسره همکاري وکړي او دغه ولایتونه د یو بفر په توګه وکاروي.

دوهم: په روسیه کې د افغانستان په اړه بل سیاسي لیدلوری داسې دی، چې د افغانستان مسايل باید پردي وګڼل شي؛ دې هېواد ته د د روسیې د نړیوال باور د زیاتوالي په موخه یواځې بشري مرستې وشي او روسیه په سمبولیکه توګه د دې هېواد په اقتصادي پروژو کې پانګونه وکړي؛ د دې نظر لرونکي زیاتوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د روسیې ګټې تضمینوي او دغه هېواد باید هر وخت په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې په یواځې توګه اقدام ونه کړي او په دې برخه کې د له نړیوال ایتلاف سره یوځای مخ ته ولاړ شي.

که چیرې دغه لید لوري ته پاملرنه وکړو؛ نو څرګنده به شي؛ چې له دې لید لوري څخه د روسیې بهرنی سیاست پر افغانستان د امریکا متحده ایالاتو پر مشرۍ د یرغل پر مهال ترې اغېزمن وو؛ نو ځکه یې پر افغانستان د امریکا متحده له یرغل ملاتړ وکړ او بېلابیل فرصتونه یې ورته برابر کړل. د روسیې ولسمشر ولادېمیرپوتین د نړۍ له لومړیو مشرانو څخه وو چې د افغانستان پر وړاندې یې د امریکا د یرغل د ملاتړ ژمنه وکړه، دغه هېواد د امریکا پر مشرۍ نړیوال اېتلاف ته د استخباراتي معلوماتو د شریکولو، د فضايي حریم څخه د ګټې اخیستنې او په منځنۍ اسیا کې د امریکا د پوځي هډو جوړولو ژمنه وکړه[i].

درېیم: د افغانستان په اړه د روسیې درېیمه کټه ګوري سیاسي لیدلوری داسې دی چې په افغانستان کې یو پیاوړی، مرکزي او واحد حکومت رامنځته کېدل د دې لامل ګرځي چې په افغانستان کې د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي او د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړي؛ دغه ډله زیاتوي چې دغه ډول حکومت چې بشپړه خپلواکي ولري کولای شي چې په افغانستان کې خپلمنځي مقاومتونه پای ته ورسوي او په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو د شتون پلمو ته د پای ټکی کېږدي.

که چېرې پورته سیاسي لید لوري ته دقت وشي؛ نو ډیرو مهمو ټکو ته یې اشاره کړې دي؛ حقیقت هم همدا دی چې په افغانستان کې خپلواک، مرکزي او واحد افغانستان کولای شي، نه یواځې د افغانستان، بلکې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د امنیت او ثبات په برخه کې مثبتې اغېزې وکړي.

داچې روسیې له افغانستان څخه دې هېواد ته د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي او د ترهګرې پر وړاندې د مبارزې په موخه له نړیوال ایتلاف سره یوځای شوه؛ خو د وخت په تېریدو نه یواځې داچې روسیې دغه موخې ترلاسه نه کړې؛ بلکې په دې اړه یې اندېښنې لا زیاتې شوې؛ نو ځکه روسیې هڅه پیل کړه ترڅو په افغانستان کې د یوه داسې حکومت ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د روسیې د اندېښنو د لمنځه وړلو لپاره له دغه هېواد سره حقیقي مرسته وکړي؛ نو ځکه یې د له دې سیاسي لید لوري څخه اوسمهال د افغانستان په اړه په خپل بهرني سیاست کې ګټه پورته کړې او د افغانستان اسلامي امارت سره یې د بیاځلي لپاره اړیکې پیل کړي دي؛ دا هم ویلای شو چې روسیې د اسلامي امارت پر وړاندې خپل سیاسي تعریف ته بدلون ورکړی او اوسمهال په دې پوه شوي چې طالبان په افغانستان کې پراخ نفوذ لري او د دې ډلې له ګډون پرته په دغه هېواد کې بل حکومت دوام نشي کولای؛ نو ځکه یې د اسلامی امارت بیا واکمنېدو سره سم یې له افغانستان سره اړیکې پیل کړې. سربیره پر دې په بهرني اړخ کې دا هم ور اضافه کولای شو چې کله چې په ۲۰۱۴ ز.کال کې د اوکراین د مسلې پر سر د روسیې او لویدیځ اړیکې ترینګلې شوې او له بلې خوا دغه مهال په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې په افغانستان کې فعالیتونه پیل کړل؛ نو روسیه د خپلو امنیتي او جیوپولېټېکي اندېښنو د رفع کولو په موخه خپل پخواني تصور ته بدلون ورکړ او له طالبانو سره یې اړیکې پیاوړې کړې. مسکو په دې باور دی چې طالبان له افغانستان باندی کوم موخه نلری په داسې حال کې چې د اسلامی دولت ډله د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي، روسیه باور لري چې اسلامي امارت تر بلې هرې ډلې د اسلامي دولت یا داعش پر وړاندې اغیزمنه مبارزه کولای شي؛ نو ځکه روسیه د اسلامي امارت ملاتړ منطقي ګڼي، لکه څرنګه چې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل: (( طالبان په افغانستان کې د هغو خلکو پر وړاندې جنګېږي چې موږ ورسره سوریه کې جنګېدلو؛ له همدې کبله زموږ ګټې سره ورته دي)). [ii]

د روسیې موخی

د افغانستان جیوپولېټک موقعیت د دې سبب ګرځېدلی؛ ترڅو د نورې نړۍ ترڅنګ د روسیې چې د مرکزي اسیا له لارې له افغانستان سره نښلېږي، پاملرنه ځانته را واړوي، ځکه چې افغانستان د جیوپولېټیک ټکي له اړخه کولای شي چې روسیه د مرکزي اسیا له لارې له سویلي اسیا سره ونښلوي؛ نو ځکه ویلای شو چې پر افغانستان کې هر ډول حالات د روسیې په ګټو اغیزه کوي؛ که چیرې دغه حالات مثبت وي؛ نو لېرې نه ده چې روسیه به نه یواځې له امنیتي اړخه ډاډمن وي بلکې له اقتصادي اړخه به د افغانستان د جغرافیې څخه چې د سویلي اسیا او مرکزي اسیا د نښلولو برخه کې مهم رول لري ګټه ترلاسه کړي او سربېره پر دې به د مخدره توکو د قاچاق په برخه کې چې له افغانستان چې دغه هېواد ته لېږدول کېدل؛ مخه ونیول شي. له بله اړخه که چیرې دغه حالات منفي لوري ته لاړ شي؛ نو لکه څرنګه چې پورته مو یادونه وکړه د روسیې ټولې ګټې له ګواښ سره مخ کېږي. له بلې خوا د مرکزي اسیا له یو شمېر هېوادونو سره روسیه د ټولنیز امنیت تړون سازمان کې غړیتوب لري او د دې تړون موخه په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ دي، چې پوځي مرستې په کې هم شاملې دي؛ د دې سازمان د اساسنامې د احکامو پر بنسټ غړي هېوادونه مکلف دي ترڅو یو سره همکاري وکړي؛ نو همدې ټکي ته په کتو د روسیې یوه موخه داده ترڅو د افغانستان څخه ډاډ ترلاسه ترڅو د دې سازمان د غړو هېوادونو چې له افغانستان سره نږدې پراته دي پر امنیت یې مثبتې اغېزې وکړي. روسیه هڅه کوي چې له یوې خوا په افغانستان کې د سیمه ییزو سازمانونو چې روسیه په کې ډیر نفوذ لري خپلې موخې ترلاسه کړي د دې سازمانونو له ډلې څخه د CSTO یا د ګډ امنیتي تړون سازمان، د شانګهای سازمان یا SCO  او د مسکو فارمټ دی چې په کې د روسیې، چین، پاکستان، افغانستان، ایران، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او ملي امنیت سلاکارانو غونډې شاملې دي. لکه څرنګه مو چې پورته یادونه وکړه روسیه د ګډ امنیتي سازمان د غړون هېوادونو (روسیې، قزاقستان، قېرغېزستان، ارمنستان، بلاروس او تاجکستان) سره یوځای د ۲۰۲۱ز.کال د اکټوبر میاشتې په ۱۸مه نېټه په تاجکستان پوځي تمرینونه ترسره کړل.[iii] داسې فکر کېږي چې د دې سازمان د غړو هېوادونو له لوري له افغانستان سره د دې سازمان د ګټې پولې لرونکې هېواد تاجکستان کې د پوځي تمرینونو ترسره کول له افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو د کمولو او بې اغېزې کولو په موخه شوي دي. سربېره پر دې د شانګهای کنفرانس په ناسته کې چې روسیه په کې غړیتوب لري هم په افغانستان کې د امنیت او ثبات په اړه خبرې وشوې او د مسکو فارمټ په وروستۍ ناسته کې چې د روسیې په ګډون چین، پاکستان، ایران، هندوستان، قزاقستان او قېرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په کې ګډون لاره او د افغانستان اسلامي امارت په استازيتوب په کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی ګډون کړی وو؛ د روسیې په ګډون ټولو ګډونوالو له طالبانو د ټولګډونه حکومت د جوړېد او د بشر حقوقو د رعایت غوښتنه وکړه؛ په دې غونډه کې د عربستان، قطر او ترکیې استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه. [iv]

له بلې خوا روسیه هڅه کوي له یو شمېر هېوادونو سره په ګډه له افغانستان څخه دې هېواد ته د ګواښونو د کمولو په موخه کار وکړي، د بېلګې په توګه په دې وروستیو روسیې له هند سره امنیتي همکارۍ زیاتې کړي دي؛ ترڅو وکولای شي د هغو ګواښونو په اړه چې له افغانستان څخه دغو دواړو هېوادونو ته متوجه دي مبارزه وکړي، په دې اړه په نوي ډهلي کې د روسیې سفیر نیکولای کوداشوف د ۲۰۲۱ز.کال د سپټمبر میاشت کې ویلی وو: (( مسکو او نوی ډهلی دواړه له افغانستان څخه د ترهګرۍ د سرایت څخه اندېښنه لري، ځکه چې دغه وضعیت مرکزي اسیا او کشمیر ته ګواښ ګڼل کېږي))، سربېره پر دې د هند د ملي امنیت شورا سلاکار اجیت دوال له خپل روسي سیال نیکولای پاتروچوف سره د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې[v]. د افغانستان په اړه دغه همکارۍ نه یواځې له هند سره ترسره شوي دي؛ بلکې دغه هېواد په ۲۰۲۱/۰۸/۰۵ نېټه ازبکستان او تاجکستان سره هم پوځي تمرینونه ترسره کړل چې په کې د دې درې هېوادونو له ۲۵۰۰ تنو ډیرو سرتېرو ګډون کړی وو. [vi]

د اسلامي امارت موخې

د افغانستان اسلامی امارت هم روسیې سره په اړیکو جوړولو کې له یوې خوا سیاسي موخې او له بلې خوا اقتصادي موخې تعقیبوي؛ په سیاسي برخه کې اسلامي امارت هڅه کوي چې په نړیواله ټولنه کې مدغم شي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او هڅه کوي چې نورو هېوادونو ته دا ډاد ورکړي چې دوی کولای شي د افغانستان د امنیت ترڅنګ نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه د پېښدونکو ګواښونو مخنیوي وکړي؛ دغه چاره د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو سره د اړیکو په جوړولو کې بریالۍ کېدای شي؛ نو ځکه اسلامي امارت هڅه کوي ترڅو روسیې سره پیاوړې سیاسي اړیکې رامنځته کړي ترڅو پر اساس یې د روسیې سربیره د نورو هغو هېوادونو چې د روسیې سره ښې اړیکې لري پاملرنه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې را واړوي. له اقتصادي اړخه افغانستان وارداتي هېواد شمېرل کېږي؛ نو په سیمه کې روسیه هغه هېواد دی چې کولای شي افغانستان سره په یو شمېر اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې رغنده رول ترسره کړي؛ نو دغه ټکی هم د دې سبب ګرځېدلی چې اسلامي امارت د له روسیې سره د اړیکو ټینګولو لېوالتیا زیاته کړي.

د اړیکو د پیاوړتیا هڅې

په ۲۰۲۱ ز.کال کله چې په افغانستان کې پخواني جمهوري نظام ړنګ او واګي د اسلامي امارت لاسته ته ورغلې، دغه مهال د امریکا متحده ایالاتو ځواکونه له افغانستان څخه ووتل؛ نو روسیې فکر وکړ چې یو ستراتېژیک فرصت یې په افغانستان کې د پښې اېښودلو په موخه ترلاسه کړی دی؛ نو ځکه یې هڅه پیل کړه ترڅو په افغانستان کې د یو شمېر هغو ډلو او اشخاصو چې د دوی تر نفوذ لاندې دي له اسلامي امارت سره په ګډه یو ایتلافي حکومت رامنځته کړي،په همدې موخه د ۲۰۲۱ ز.کال د اکټوبر میاشت کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر وویل چې روسیه به تر هغه وخته چې اسلامي امارت خپلې ژمنې چې د سیاسي او قومي مشارکت پر اساس به حکومت رامنځته کوي، رامنځته نه کړي دوی به په رسمیت ونه پېژندل شي.   خو لکه څرنګه چې اسلامي امارت تل په ډاګه کړې چې له یوې خوا د افغانستان اوسنی حکومت ټول ګډونه دی او له بلې خوا د حکومت رامنځته کول د دوی کورنۍ موضوع ده او هیڅ بهرنی هېواد حق نلري چې په دې برخه کې د اسلامي امارت ته فرمایشونه ورکړي. داچې د اسلامي امارت له لوري په دې اړه په نړیوال ستیج کې تر دې دمه بدلون نه دی راغلی؛ نو ځکه روسیه اړه شوه ترڅو په خپل دې پلان کار وکړي، دغه هېواد د ۲۰۲۲ کال د جنوري میاشت کې له اسلامي امارت سره په عملي تعامل ټینګار وکړ سربېره پر دې د دې هېواد ولسمشر ولادېمیر پوتین د تاجکستان له ولسمشر سره په یوې لیدنه کې وویل چې هېواد یې هڅه کوي چې د اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. د همدې کال د اپریل میاشت کې یې په مسکو کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازو ته وسپاره؛ د یادونې وړ دی چې د دغه هېواد سفارت هم تر دې دمه په کابل کې فعال دی او د روسي ډیپلوماتان یې چارې مخ ته وړي. دي پلان ته د روسیې مخه کول یا له اسلامي امارت سره رغنده تعامل شاید د اسلامی امارت له لوري په افغانستان کې د سرتاسري امنیت تامینولو او په ښه شکل د دې هېواد اداره کولو له امله وي؛ ځکه چې په افغانستان کې د امنیت تامینول هغه ګواښونه لمنځه وړي چې روسیه یې د مرکزي اسیا پر وړاندې له افغانستان څخه تصور کوي. سر بېره پر دې کله چې روسیې پر اوکراین برید وکړ او د لودېدیځو هېوادونو له غبرګون سره مخ شوه؛ نو هڅه یې پیل کړه چې په سیاسي، اقتصادي او پوځي برخه کې د لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې د سیمې د هېوادونو همغږي رامنځته کړي؛ نو داچې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کېدو کې د افغانستان پر رول سترګې نشي پټېدلای؛ نو دغه لامل هم د دې بي پلان ته د روسیې په مخه کولو کې ستر رول ترسره کړ.

د روسیې له لوري بي پلان ته مخه کول هغه مهال لږڅه ټکنی شو چې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر میاشت کې په کابل کې د دې هېواد په سفارت د داعش تکفیري ډلې له لوري برید ترسره شو چې په دې برید کې د سفارت دوه کارکوونکي او څلور ملکي افغانان ووژل شول.[vii] له دې برید وروسته د افغانستان په اړه د روسیې هیلې کم رنګې شوې؛ نو ځکه د روان کال د اپریل میاشتې په ۲۸ نېټه په ډهلي کې د شانګهای د همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو هغه ګواښونو ته اشاره وکړه چې د ده له نظره له افغانستان څخه مرکزي اسیا هېوادونو ته متوجه دي، ده د شانګهای په ټولو غړو هېوادونو غږ وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې د همغږي او ګډې هڅې زیاتې کړي، هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش، د ازبکستان اسلامي تحریک، القاعده او د شرقي ترکستان اسلامي تحریک په څېر د نورو نړیوالو ترهګرو د نفوذ احتمال زیاتېږي.[viii]  د روسیې  د دفاع وزیر دغه څرګندونې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رد شوې نوموړي وویل چې د روسیې چارواکي باید په دې پوه شي چې په تیرو دوه کالونو کې د افغانستان له لوري د سیمې او نړۍ هېوادونو ته کوم ګواښ نه دی رامنځته شوی؛ همدارنګه اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر هم د روان کال په فبروري میاشت کې د روسیې هغه تورونه رد کړل چې د دوی په فکر د افغانستان په شمال کې د داعش زر ګونه وسله وال را ټول شوي او د مرکزي اسیا د هېوادونو امنیت ګواښوي.

سره له دې چې دغه مهال د روسیې د هیلو پر وړاندې پر کابل کې د روسیې پر سفارت د داعش حملې سیوری رامنځته کړ؛ خو بیا هم دغه هېواد له اسلامي امارت سره پر تعامل پر مخ روان شو؛ نو ځکه یې د روان کال د مې میاشت کې اسلامي امارت یوه پلاوي ته بلنه ورکړه ترڅو د روسیې ـ اسلامي نړیوال اقتصادي فورم کې چې د دې هېواد په کازان کورواکه جمهوریت کې ترسره کېده ګډون وکړي، په دې کنفرانس کې د اسلامي امارت پلاوي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ ګډون وکړ، دغه پلاوي د غونډې په څنډو کې د روسیې ترڅنګ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له غړو سره په افغانستان کې د سوداګرۍ د ظرفیت او اقتصادي فرصتونو په اړه خبرې وکړې. دغه فورم چې د روان کال د مې میاشتې په ۱۸ مه او ۱۹ مه نېټه ترسره شو؛ موخه یې د روسیې او اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي، علمي، تخنیکي، ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا ده چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې ترسره شوی وه.[ix]

په عمومي ډول ویلای شو چې روسیه اوسمهال هڅه کوي ترڅو له یوې خوا د هغه منفي اغیز چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل راهیستې د دغه هېواد پر وړاندې په افغانانو کې شته دی له منځه یوسي او اوسمهال له افغانستان سره د مخدره مواد د قاچاق د مخنیوي، امنیتي اندېښنو د له منځه وړلو او اقتصادي برخه کې ښکیله شي؛ ځکه چې روسیه له یوې خوا غواړي افغانستان ته ګاز،تېل، خوراکي توکي، درمل او ماشین الات صادر کړي او د معدنونو په استخراج، سرک جوړونه، د انرژۍ د تولید، بندونو او اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونه وکړي او له بلې خوا له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا سویلي اسیا ته صادرات پیل کړي؛ ځکه چې د سویلي اسیا هېوادونه دې برخې کې روسیې ته اړتیا لري او دغه اړتیا هغه مهال پوره کېدای شي چې دواړه لوري له افغانستان سره پیاوړې اړېکې ولري ترڅو افغانستان د یوه پله په توګه وکاروي.

د دواړو لوریو د اړیکو د پیاوړتیا پر وړاندې ننګونې

یو شمېر هغه ننګونې چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي شته دي چې تر دې دمه ورته د حل لیارې نه دي رامنځته شوي؛ موږ دغه ننګونې په لاندې توګه په ګوته کوو؛ بیا هم دلته د وړاندیز په توګه ذکر کوو چې دواړه لوري د هڅه وکړي چې په خپله برخه کې د پرتو ننګونو په اړه جدي اقدامات ترسره کړي، ترڅو دغه اړیکې پیاوړې او دواړه هېوادونه وکولای شي یو د بل فرصتونو څخه پوره ګټه پورته کړي.

۱ ـ روسیې په ۲۰۰۳ز.کال کې طالبان یوه ترهګریزه ډله بللې ده او تر دې دمه یې چې ایا دوی غواړي له دې لېست څخه طالبان ووځي هیڅ عملي اقدامات نه دي ترسره شوي. که چیرې واقعا روسیه غواړي د اسلامي امارت سره له نږدې کار وکړي او هغه اندېښنې چې دوی یې له افغانستان څخه لري؛ نو افغانستان کې د اسلامي امارت ته د یوه مسول حکومت په توګه نظر وکړي او تر ټولو لومړۍ د دغه نوم له اسلامي امارت څخه لېرې کړي. د یادونې وړ ده چې د روسیې ولسمشر د طالبانو سره د لېدنې پرمهال ژمنه کړې چې د دې ډلې نوم به د ترهګرو له لېست څخه لېرې کړي.

۲ ـ که څه هم روسیې په مسکو کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت استازو ته سپارلۍ خو تر دې دمه یې د افغانستان اسلامی امارت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ د رسمیت نه پېژندل نه یواځې د داړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې حقوقي ستونزې رامنځته کوي؛ بلکې د اړیکو لا پیاوړتیا لپاره مهم خنډ ګرځي او سربېره پر دې په دې برخه کې د نورو هېوادونو اقدامات له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

۳ ـ په افغانستان کې د جامع اساسي قانون نه شتون: اسلامي امارت که څه هم په دې برخه کې یادونه کړې چې دوی به اساسي قانون ترتیب کړي خو تر دې دمه یې نه دی توانېدلی چې یو مدون اساسي قانون چې په هغه کې د هېواد ټولو مهمو مسایلو ته ځانګړي تعریفونه شوي وي نه دی رامنځته کړی؛ دغه ټکی د دې سبب ګرځېدلی چې د رسمیت پېژندنې په برخه کې لوی خنډ رامنځته شي؛ کله چې د هېوادونو ترمنځ رسمي اړیکې موجودې نه وي؛ نو حتمي دی چې اړیکې په مطلوبه توګه نه پالل کېږي.

۴ ـ که څه هم اسلامی امارت توانېدلی چې د داعش پر وړاندې بریالۍ مبارزه وکړي؛ خو داچې ځینې مهال د دې ډلې له لوري یو شمېر چادونې ترسره کېږي؛ نو د روسیې ترڅنګ د نورو هېوادونو امنیتي اندېښنې یې رامنځته کړي او دا اندېښنې د دې سبب ګرځېدلي چې د دواړو هېوادونو اړیکو پر وړاندې سیوری و غړوي.

۵ ـ که څه هم اسلامي امارت تل په ډاګه کړې چې د افغانستان خاوره به د هیڅ یوې ډلې له لوري د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي؛ خو د دې لپاره چې په دې برخه کې د نورو هېوادونو باور ترلاسه شي؛ وخت ته اړتیا لېدل کېږي؛ نو اوس مهال په دې برخه کې د کم باور شتون د دواړو هېوادونو  اړیکو پر وړاندې یوه ننګونه ګڼل کېږي.

۶ – بله مهمه ننګونه چې د روسیې او اسلامی امارت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې پرته ده؛ هغه افغانستان ته د لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو بشر دوستانه مرستې دي؛ دغه مرستو ته د روسیې له لوري د شک په سترګه کتل کېږي. که څه هم اسلامي امارت د بهرنی سیاست په برخې کې د بې طرفۍ اعلان کړی دی؛ نو بیا هم د باور جوړونې او شک د لېرې کېدو په موخه لازم وخت ته اړتیا لري؛ ترڅو دواړه هېوادونه د ګډه ناستو په برخه کې یو بل ته قناعت ورکړي او د باور فضا رامنځته کړي.

پایله

د تېرو کلو په اوږدو کې د روسیې او اسلامي امارت اړیکې له دښمنۍ څخه د دوستۍ او همکارۍ لوري ته اووښتې دي؛ ځکه چې روسیې درک کړې ده چې په افغانستان کې د دغه هېواد نړیوال سیال په مشرۍ د ګډ ایتلاف په ملاتړ رامنځته شوي حکومت او بهرنیو ملاتړو یې نه یواځې په افغانستان کې د روسیې ګټې خوندي نه کړې بلکې د دغه هېواد اندېښنې یې لا زیاتې کړې؛ د تېرو کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې د لویدېیځ په ملاتړ رامنځته شوي حکومت ونه شو کولای چې له افغانستان څخه روسیې ته د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي وکړي او هم له افغانستان څخه روسیې او مرکزي اسیا ته د ترهګریزو ګواښونو د لېږد مخنیوي وکړي؛ له بلې خوا په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې رامنځته کېدل هغه اندېښنې وې چې دغه هېواد یې اړ کړل ترڅو له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې بیرته پیل او پیاوړې کړی؛ تر څو دغه دواړه هېوادونه دغه ګډه اندېښنې پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي. داچې د نړیوالو راپورونو له مخې اوسمهال په افغانستان کې د مخدره توکو د کرکیلې کچه تر ۹۰ سلنې کمه شوې او له بلې خوا د داعش ډلې فعالیتونو پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت مبارزه رغنده او بریالۍ ده؛ نو ځکه دغه دوه ټکي د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا مثبتې اغیزې کړي دي.

وړاندیزونه

د دې تحلیل په پای کې لاندې وړاندیزونه لرو.

۱ ـ د افغانستان اسلامي امارت د د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې ځانګړي پوله ساتي ځواکونو و روزي ترڅو د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې لا اغیزمنه دنده ترسره کړي.

۲ ـ د افغانستان اسلامي امارت د د روسیې او مرکزي اسیا هېوادونو سره امنیتي اړیکې او همکارۍ پیاوړې کړي؛ ترڅو د هغو اندېښنو په اړه چې دغه هېوادونه یې له افغانستان څخه لري، باوري او اغېزمنه مبارزه وشي.

۳ ـ د افغانستان اسلامي د ترڅو د ډیپلوماسۍ له لارې روسیه وهڅوي ترڅو د افغانستان د کرهڼې له سکټور سره د کرهڼې د عصري کولو په برخه کې خپلې تجربې شریکې او بزګرانو سره د کوکنارو د بدیل په برخه کې مرستې وکړي. سربېره پر دې د روسان وهڅوي ترڅو د افغانستان په سرک جوړونه، معدنونو کېندلو، بندونو او نورو سترو پروژو کې سهم واخلي.

۴ ـ لکه څرنګه چې د حماس او اسراییلو له وروستۍ جګړې وروسته د امریکا متحده ایالاتو او اسلامي نړۍ اړیکې ترینګلې شوې دي؛ دغه مهال د نورو اسلامي هېوادنو ترڅنګ د افغانستان او روسیې اړیکو پیاوړتیا ته لا ډیره اړتیا لیدل کېږي؛ نو اسلامي امارت د هم له روسیې سره اړیکو پیاوړي کولو ته پاملرنه زیاته کړي.

۵ ـ اسلامي امارت دې هڅه وکړي؛ ترڅو د هغو خنډونو په اړه عملي اقدامات ترسره او حل لارې ورته پیدا کړي چې د اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې موجودې دي؛ ترڅو د حکومت رسمیت پېژندنې ته لاره هواره کړي ترڅو اسلامي امارت په نړیواله ټولنه کې خپل موقف ترلاسه او په رسمیت وپېژندل شي. پای

سرچینې

[i] Rise to peace, The Evolving Russian-Taliban Relations, available at: The Evolving Russian-Taliban Relations – Rise to Peace

[iii]  بي، بي، سي، فارسی. رزمایش پیمان امنیت دست جمعی در نزدیکی مرز با افغانستان، د نشر نېټه ۲۲/اکټوبر/۲۰۲۱، د لاس رسي لینک: رزمایش پیمان امنیت جمعی در نزدیکی مرز افغانستان – BBC News فارسی

[iv] ډي، ډبلیو. برگزاری نشست فارمت مسکو با حضور وزیر خارجه طالبان در کازان، د نشر نېټه ۱۴۰۲/۷/۷، د لاس رسي لینک: برگزاری نشست فارمت مسکو با حضور وزیر خارجه طالبان در کازان – DW – ۱۴۰۲/۷/۷

[v]Ramani, Samuel, RUSI, Russia and the Taliban: Prospective Partners? Published date:14/Sep/2021, available at: Russia and the Taliban: Prospective Partners? | Royal United Services Institute (rusi.org)

[vi]  خبرګزاري اناتولی، رزمایش مشترک روسیه، ازبکستان و تاجکستان در مرز با افغانستان، د نشر نېټه ۲۰۲۱/۰۸/۰۶، د لاس رسي لینک: رزمایش مشترک روسیه، ازبکستان و تاجیکستان در مرز با افغانستان (aa.com.tr)

[viii]   اراف ای، وزیر دفاع روسیه: سازمان‌های تروریستی بین‌المللی مستقر در افغانستان، به کشورهای همسایه نفوذ کرده‌اند، د نشر نېټه ۲۰۲۳/۴/۲۸، د لاس رسي لینک: وزیر دفاع روسیه: سازمان‌های تروریستی بین‌المللی مستقر در افغانستان، به کشورهای همسایه نفوذ کرده‌اند (rfi.fr)

[ix] Tass, Russian New Agency, Taliban delegation to take part in Russia -— Islamic World forum in Kazan, published date: 17/May/2023, available at: Taliban delegation to take part in Russia -— Islamic World forum in Kazan – Russian Politics & Diplomacy – TASS

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *