علمي سيمينار: «له نړيوالۍ ټولنې سره د ا.ا.ا د تعامل څرنګوالی او پر رسميت پېژندنې يې اغېزې» ترسره شو.

د سيمه يېزو او ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز له لورې «له نړيوالۍ ټولنې سره د ا.ا.ا د تعامل څرنګوالی او پر رسميت پېژندنې يې اغېزې» تر سرلیک لاندې علمي سيمينار ترسره شو!

یاد سیمینار د سيمه ييزو او ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز د سياسي علومو ډيپارټمنټ له لوري د ۱/لیندۍ/۱۴۰۲ ه ش چهارشنبې پر ورځ د څېړنوال غلام نبي حنفي په تلاوت سره پيل شو.

د سيمينار لومړۍ ويناوال د علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي غړی څېړندوی عبدالصبور مبارز و چې د نړيوالو حقوقو په رڼا کې يې پر رسميت پېژندنه هر اړخيز بحث وکړ.

نوموړي وويل: د دولتونو رسميت پېژندنه يو حقوقي او د حکومتونو رسميت پېژندنه يو سياسي پروسه ده. په نړيواله سطحه په ۱۹۳۳ز. کال د ډسمبر د مياشتې پر ۲۶مه نېټه د دولتونو د حقوقو او دندو په اړه د مونټو ويډيو کنوانسيون (Montevideo Convention on the Rights and Duties of States)  رامنځته شوی، چې دا کنوانسيون له يوې  خوا د دولتونو حقوق او دندې بيانوي، خو له بلې خوا د دولتونو د رسميت پېژندنې  لپاره يو حقوقي چوکاټ هم ترسيموي. د دې کنوانسيون په درېيمه، شپږمه او اوومه ماده کې د دولتونو د رسميت پېژندنې معيارونه روښانه شوي دي. د حکومتونو د رسميت پېژندنې په اړه په نړيواله کچه څلور دکتورين موجود دي چې په هغې کې د توبار دکتورين، بېټن کورټ دکتورين، سټېمسن دکتورين او د اسټراډه دکتورين شامل دي. مبارز صېب په ډيفکټو او ډيژور رسميت پېژندنې او د رسميت پېژندنې پر اثارو هم تفصيلي بحث وکړ.

د سيمينار دويم ويناوال د علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي غړی څېړندوی عمران زکريا و چې د نړيوالې ټولنې سره يې د ا.ا.ا. پر تعامل بحث وکړ.

نوموړي وويل: د افغانستان اسلامي امارت په داخلي او بهرني سياست کې ګڼې لاسته راوړنې لري، خو دې برخه کې لا پرمختګ ته اړتيا ده. داخلي سیاست د بريالي بهرني سياست لپاره بستر جوړوي او د همدې لپاره بايد ځينو برخو کې لا کار ترسره شي تر څو رسميت پېژندنې ته لاره اواره شي. سره له دې چې چين او روسيه د اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې ډېر نږدې دی، خو لا هم ځينې اندېښنې لري او له همدې امله په ډيژور ډول اسلامي امارت په رسميت نه پېژني. زکريا صېب زياته کړه: که اسلامي امارت په افغانستان کې د بشر حقوق رعايت هم کړي بيا هم کېدای شي امريکا متحده ايالات رسميت پېژندنې ته اقدام ونکړي تر هغې چې د دوی ځينې امنيتي اندېښنې او سيمه ييز شتون ډاډه نشي.

له ويناوو وروسته د غونډې ګډونوالو ازاد بحث وکړ او ځينې پوښتنې هم مطرح شوې چې د سيمينار وړاندې کوونکو له لوري ځواب شوي. سيمينار د قاضي محمد حسن اسلامي په دعايه سره پای ته ورسېده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *