د سولې پروسه؛ شاليد او د بريا پر وړاندې خنډونه

 

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته چې کومه تکراري تېروتنه د بُن په کنفرانس کې د امریکا او افغان مشرانو له خوا وشوه، کټ مټ تېروتنه د شورویانو له وتلو وروسته هم له مجاهدینو څخه شوې وه. په دغه کنفرانس کې دوه لویې ډلې، چې وروسته یې پر افغانستان د امریکايي او نړيوالو ځواکونو د يرغل پر مهال د وسله والو مخالفينو ليکې جوړې کړې، طالبان او د حزب اسلامي ډله وه. دا دوې ډلې نه یوازې دا چې د بُن کنفرانس ته ونه غوښتل شوې، بلکې دوی د راتلونکي نظام د واک په وېش کې هم بې ونډې پاتې شول.

وروسته په ۲۰۰۲-۲۰۰۳ کلونو کې هم دوی ته په نظام کې د شريکېدلو لپاره کوم وړاندیز ونه شو او همدا راز خبرې اترې هم ورسره ونه وشوې. خو کله چې له ۲۰۰۵ کال څخه وروسته، طالبان په افغانستان کې د ځواکمنېدو پر لور شول، نو یو شمېر هېوادونو په هغو ولایتونو کې چې هلته د واک او امنیت ټينګښت ورسپارل شوی و، له طالبانو سره مذاکرات پيل کړل. د بېلګې په ډول په هلمند کې له طالبانو سره د انګلستان خبرې اترې او په تګاب او کاپيسا کې له طالبانو سره د فرانسویانو خبرې اترې، د طالبانو او امريکا ترمنځ له خبرو اترو څخه وړاندې پيل شوې وې. په ټيټه کچه له دغو خبرو اترو وروسته طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي کای آیډه سره هم خبرې اترې پیل کړې.[1]

په ۲۰۰۸ کال چې کله په امریکا کې بارک اوباما د «بدلون» او د «جګړو ختمولو» تر شعار لاندې ولسمشريزې ټاکنې وګټلې، له یوې خوا یې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر زیات کړ او له بلې خوا يې په ۲۰۰۹ کال کې له طالبانو سره خبرې اترې هم پیل کړې. طالبانو دغه مهال د سولې خبرې اترې له دوو لوریو (د کابل حکومت او امریکا) سره په قطر، جرمني، اماراتو، جاپان، تاجکستان او ترکیه کې پيل کړې؛ خو په پاکستان کې د ملا برادر له نيول کېدو او د حامد کرزي له خوا د قطر په دفتر کې د “اسلامي امارت” تر نامه لاندې د بیرغ او لوحې له شتون سره د مخالفت له کبله د سولې لپاره روانې شوې خبرې په ټپه ودرېدې؛ خو وروسته د یوه امریکايي سرتیري (باو برګډال) او پنځو طالب مشرانو له تبادله کېدو سره، د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې اترې يو ځل بیا پيل شوې.

 

د سولې لپاره د نوي حکومت هڅې:

د ۲۰۱۴ کال د ولسمشريزو ټاکنو پرمهال، دواړو مخکښو کاندیدانو اشرف غني او ډاکتر عبدالله د سولې د ټينګښت په تړاو له ولس سره ژمنې وکړې. اشرف غني په لومړي ګام کې له ګاونډيو او د سیمې له هېوادونو او بيا نړیوالو سره خبرې اترې پيل کړې؛ د ترکیې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره یې په کابل کې خبرې وکړې او سعودي، چین او پاکستان ته یې سفرونه وکړل او دا هڅې د دې ښکارندويې وې، چې د سولې پروسه د اشرف غني د بهرني سیاست مهمه برخه جوړوي.

کله چې په پاکستان کې پر یوه پوځي ښوونځي برید وشو، نو دغې پیښې د پاکستان پر پاليسيو اغېز وکړ او د پاکستاني طالبانو په تړاو د پاکستاني نظامیانو او سیاسیونو نظر «یو» شو. د دغه هېواد لومړي وزير نواز شريف تقريباً له ټولو سیاسي ګوندونو او نظامي او استخباراتي مشرانو سره په هوکړې، د افراطيت په تړاو د پاکستان تګلاره په ۲۱ ټکو کې بيان کړه او پاکستان يې نور نو د افراطيت په تړاو بدل شوی وباله.

وروسته پاکستاني چارواکو هم څو ځله کابل ته سفرونه وکړل، چې د راحېل شریف له درېیم ځل راتګ وروسته، چې په مارچ میاشت کې يې د مذاکراتو لپاره د طالبانو د چمتو کولو ژمنه وکړه، اشرف غني هم په افغانستان کې د سولې په اړه د هېواد له مدني ټولنو، مذهبي او جهادي مشرانو او سیاسیونو سره هر اړخیزې کتنې پيل کړې او له ډېرو څخه یې په دې اړه لیکلې مشورې او ستراتيژۍ هم غوښتې دي.

دا چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به د سولې خبرې چېرته پیل کېږي او د دواړو لوریو له خوا به پکې څوک ونډه اخلي، د ډېرې پاملرنې وړ دي. طالبان به شاید د خپلې تجربې او دريځ په اساس د خبرو اترو لپاره د قطر پر هېواد ټینګار وکړي. خو افغان حکومت تر اوسه لا داسې ځای نه دی غوره کړی، چې د دوی له نظره پکې د سولې خبرې اترې پيل شي. په دې اړه اشرف غني له ډېرو څخه مشورې غوښتې دي او وروستۍ پریکړه به هم له ده سره وي.

په ټوليز ډول د ځای خبره هم ډېره اساسي نه ده او په کار نه ده، چې یوازې د ځای پر سر دغه خبرې اترې وځنډول شي؛ بلکې دلته اساسي خبره د خبرو اترو د اجنډا ده، ځکه همدا د بحث اجنډا ده، چې راتلونکی افغانستان باثباته کولی شي او شاید همدغه اجنډا بیا دواړه لوري له بندو دروازو سره هم مخ کړي.

 

د دواړو لورو ترمنځ اختلافي ټکي:

د روغې جوړې له خبرو اترو وړاندې لازمه ده، چې دواړه لوري د لاندې موضوعاتو لپاره جامع ځوابونه ولري، څو دغه مذاکرات يو ځل بیا له بندې دروازې سره مخ نه شي:

  1. په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو شتون او پوځي اډې:

طالبانو ته به د امریکایانو شتون څومره د زغملو وړ وي؟ آیا حکومت به د طالبانو او د سولې په خاطر دې ته چمتو شي، چې له ۲۰۱۶ کال وروسته امریکا ته د بېرته تګ شین څراخ ورکړي؟
ځکه طالبانو تراوسه هم خپله ډېره مبارزه د همدغه ټکي په موخه روانه ساتلې او د امریکایانو په وتلو سره به له دوی سره د جګړې لپاره کوم بل دليل هم پاتې نه شي! نو له همدې امله اړینه ده، چې دواړه لوري پر یوه داسې څه توافق وکړي، چې دواړو لوریو ته د منلو وړ وي. دا توافق به په لومړي ګام کې له افغانستانه د امریکایانو تدریجي وتل وي. ځکه که طالبان وغواړي هم، چې بهرني ځواکونه به له افغانستانه ووځي، نو لږترلږه یو کال وخت به نیسي.

  1. امارت که ټاکنې؟

دويمه مهمه موضوع دا ده، چې آيا طالبان به بېرته خپل امارت وغواړي او که به دې ته چمتو شي، چې د ټاکنو له لارې په نظام کې ونډه واخلي؟ که طالبان امارت غواړي، نو لږترلږه دا قضیه به یوې لویې جرګې او یا رفرانډم ته وړاندې کېږي، څو معلومه شي چې د هېواد ډېری اکثریت څه ډول نظام غواړي؟ او دا چې طالبان له ټاکنو او جمهوریت سره همغږي نه دي، په دې اړه په کار ده، چې د حکومت او د طالبانو ترمنځ دغه ستونزه د دواړو لوریو د معتمدو علماوو د يوه کمیسیون له لارې حل شي.

  1. اساسي قانون:

بله قضیه چې نه یوازې طالبان بلکې حزب اسلامي (حکمتیار) هم په دې اړه نیوکې لري، د اساسي قانون د تعدیل موضوع ده. دا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تر ټولو مهمه اختلافي موضوع ده؛ په دې اړه په کابل کې یو شمېر جګپوړي چارواکي وايي، چې اساسي قانون باید سره کرښه وي او له طالبانو سره د اساسي قانون له دايرې بهر چلند ونه شي؛ خو د ملي وحدت حکومت له جوړېدو او د اجرائيه پوست په رامنځته کولو سره هم اساسي قانون تر پښو لاندې شو او اشرف غني د اساسي قانون خلاف يو پوست رامنځته کړ. نو کله چې دا ډول پوست، چې په اساسي قانون کې ځای نه لري، رامنځته کولی شي، بيا ولې د افغانستان د ملي ګټو او سولې د ټينګښت لپاره په اساسي قانون کې تعدیل نه شي راوستلی؟

 

د سولې پروسې د بريا مرستندوی ګامونه:

د سولې پروسې د بريا لپاره اړینه ده، چې لږترلږه لاندې نکات په پام کې ونیول شي:

  • حکومت باید د علماو یو داسې ګروپ جوړ کړي، چې له لارې يې د سولې مخالفین قانع او چوپ کړای شي.
  • حکومت باید طالبانو ته د پاکستان د لاس آلې په سترګه ونه ګوري، بلکې د یوه افغان لوري په توګه مذاکرات ورسره پيل کړي.
  • حکومت باید په مطبوعاتو کې د سولې پروسه د ملي ګټو په توګه راپورته کړي.
  • طالبان او حکومت دواړه بايد ښځينه فعالينې، چې له وسله والو مخالفينو سره د سولې مخالفت کوي، د دلایلو له لارې قانع کړي. که هغوی قناعت نه کوي، نو د سولې پروسې ته د زيان رسېدو د مخنيوي لپاره، بايد د ښځينه فعالينو يو ګروپ جوړ او له دې لارې د تخريبي کړيو د فعاليت مخه پرې ونيول شي.
  • افغان حکومت او نړیوالې ټولنې بايد د سولې د پروسې په وروستي پړاو کې د هغو افغان کډوالو د بيا راتګ او دلته د استوګنې د زمينې برابرولو لپاره کار وکړي، چې په پاکستان کې مېشت دي.
  • حکومت بايد د سولې د خبرو اترو لپاره داسې کسان وټاکي، چې له طالبانو سره د دښمنۍ سابقه ونه لري او د رښتينو دريمګړو په سترګه ورته وکتل شي.

 

د سولې مخالفين:

په سيمه کې ځينې داسې اغېزناک هېوادونه هم شته، چې د سولې پروسه او له پاکستان سره نېژدې کېدونکې اړیکې په افغانستان کې د خپلو پانګونو، امنیت او ګټو لپاره ګواښ بولي او اوس هم په افغانستان کې دننه له بېلابېلو نومونو لاندې او د ځينې کړيو او افرادو له لارې د سولې پيل شوې خبرې تخريبوي. دا چې د سولې پروسه د دغو هېوادونو له خوا تخریب نه شي، حکومت بايد د سولې په پروسه کې دغو هېوادونو سره هم په تفاهم او اړيکه کې واوسي او دا ورته روښانه کړي، چې د دې پروسې له بريا سره به نه يوازې دا چې د هغوی امنيت ته ګواښ پېښ نه شي، بلکې د دوی مشروع ګټې به لا ډېرې خوندي شي.

د افغانستان ګاونډيان او د سيمې هېوادونه بايد په دې قانع کړل شي، چې په افغانستان کې د سولې له ټينګښت سره به، نه يوازې دا چې د افغانستان د ګاونډيو او د سيمې د هېوادونو ثبات او استقرار خوندي شي، بلکې ښايي چې د سيمې په اقتصادي پرمختګ کې به هم ستر رول ولوبوي.

پای

[1]  د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ د شوو خبرو اترو تفصیلات د کای آیډه په کتاب “په افغانستان کې د واک پر وېش کړکېچ” کې لوستلی شئ.

 

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *