د ۲۰۲۳ز. کال مهمې سياسي پېښې او پر نړيوال نظم يې اغيزې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د ۲۰۲۳ز. کال مهمې سياسي پېښې او پر نړيوال نظم يې اغيزې
  • پر اوکراين د روسيې د بريدونو دوام
  • د چين او امريکا متحده ايالاتو د سيالۍ دوام
  • د اسراييلو او حماس جګړه
  • د اذربايجان له لوري د ناګورنو قره باغ نيول
  • د بشري حقوقو نقض
  • د پاکستان له لورې د افغان کډوالو په زوره ويستل
  • د ملګرو ملتونو ناکامي
  • پايله
  • وړانديزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

لکه څنګه چې د يو قلمرو په داخل کې د انسانانو د نظم لپاره یو سياسي نظام موجود دی، همدې ته ورته په نړيواله سطحه هم بين المللي نظام موجود دی، توپير يې په دې کې دی چې نړيوال نظام د دولتونو له خوا رهبري کېږي او داخلي نظام د اشخاصو له خوا. تر اوسه نړۍ درې ډوله بين المللي نظامونه تجربه کړي دي، لومړۍ، له ۱۸۱۴ز. کال څخه تر ۱۹۱۴ز. کال پورې چې دې ته څو قطبي بين المللي نظام ويل کېږي چې د روسيې، اتريش، المان، فرانسې او انګلستان له خوا رهبري کېده. دويم، دوه قطبي بين المللي نظام دی چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د شوروي اتحاد او امريکا متحده ايالاتو له لوري رهبري کېده او درېم، يو قطبي بين المللي نظام دی چې له ۱۹۹۱ز. کال څخه تر نن ورځې پورې د امريکا متحده ايالاتو له لوري رهبري کېږي.

د اوسني بين المللي نظام په اړه د څېړونکو ترمنځ اختلاف دی، ځينې يې څو قطبي ګڼي چې لوی قدرتمند هېوادونه لکه چين او روسيه په نوي بين المللي نظام کې مهم شريکوال دي او ځينې يې لا هم يو قطبي ګڼي، خو دا خبره يقيني ده چې له ۲۰۲۰ز. کال راهيسې نړيوال نظام د بدلون په حال کې دی او د يو نوي نړيوال نظام پر لور روان دی.

۲۰۲۳ز. کال پای ته ورسېده او دې کال کې هم ځينې داسې مهمې پېښې ترسره شوې چې د امريکا متحده ايالاتو تر مشرۍ لاندې يو قطبي نظام يې ننګولی او پر دې نظام يې اغيزې ښېندلي دي.

په ۲۰۲۳ز. کال کې پر اوکراين د روسيې بريد دوام وموند، د چين او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ سيالۍ لا هم پراخې شوي، پر اسراييلو د حماس د بريد له امله د منځني ختيځ په جيوپولټيک کې لوی بدلون رامنځته شو، په قفقاز کې اذربايجان د ارمنستان پر وړاندې بريا ترلاسه کړه، په لوړه کچه بشري حقوق نقض شول، د ملګرو ملتونو او بین المللي حقوقو ناکامۍ راڅرګندې شوې، اقتصادي بحرانونه رامنځته شول او داسې نور… چې په دې ليکنه کې به پرې بحث وکړو.

 پر اوکراين د روسيې د بريدونو دوام

پر اوکراين د روسيې بريدونو په ۲۰۲۳ز. کال کې هم ادامه پېداکړه او دې جګړې پر نړيوال نظام بېلابېلې اغېزې وکړې. دې جګړې د لويو قدرتونو ترمنځ سيالۍ ته لاره پرانېسته او د وسلو د کنټرول لپاره چې د بين المللي حقوقو په چوکاټ کې کومې هڅې روانې وې هغه نه يوازې په ټپه ودرېدې بلکې د وسلو سيالۍ لا پراختيا پېداکړه. چين، روسيې، امريکا متحده ايالاتو، انګلستان او فرانسې له يوې خوا خپلې وسلې زياتې کړې او له بلې خوا يې د اتومي وسلو د عصري کولو او ټکنالوژيکي وسلو جوړولو ته لا پاملرنه زياته کړه[۱]  د سټاکهولم د سولې د نړيوال څېړنيز انسټيټوټ د راپور پر بنسټ چين په دې کال کې ۳۰۰ نوي مزايل او شمالي کوريا ۲۰اتومي سرګوللې جوړې کړي دي. د نړيوالې اتومي انرژۍ ادارې د راپور پر بنسټ ايران د يوارنيمو د غني کېدو چارې چټکې کړي دي. د وسلو دا سیالي چې د اوکراين جګړه يې هم يو لامل دی، نړيوال امنيت ته به لوی ګواښ رامنځته کړي چې دا خپله د نړيوال نظام پر بې ثباتې او د امريکا متحده ايالاتو د مطلقې واکمنۍ د لمنځه وړلو پيلامه کېدلای شي.

په ۲۰۲۳ز. کال کې د اوکراين د جګړې بله اغيزه دا وه چې د ناټو رول يې پياوړی کړ. د ناټو غړي هېوادونو دا درک کړه چې د ځان څخه د دفاع په موخه ناټو ښه اپشن دی او له همدې امله سويډن او فنلينډ هم ناټو کې د غړيتوب غوښتنه وکړه، چې د فنلینډ د غړيتوب پروسه تکميل او د اپريل پر ۴مه نېټه د ناټو غړی شو.[۲] د دې ترڅنګ بوسنیا، جورجيا او اوکراين هم په ناټو کې د غړيتوب لېوالتيا ښودلې ده. [۳] ناټو په ۲۰۲۳ز. کال کې په کلکه د اوکراين ملاتړ وکړ، خو په دې ونه توانېده چې روسیې ناکامه کړي. همدارنګه د ناټو دا پراختيا هم کېدلای شي په شرق کې د يو بل امنيتي بلاک رامنځته کېدلو ته زمينه برابره کړي چې دا به بيا د نړيوال نظام د بدلون تر ټولو مهم لامل وي.

د چين او امريکا متحده ايالاتو د سيالۍ دوام

کله چې د ملي امنيت او اقتصادي سيالۍ خبره راشي، نو چين او امريکا متحده ايالات په دې برخه کې د يو بل قوي سيالان بلل کېږي. امريکايي مشران چين د خپل راتلونکي نظم لپاره لوی ننګونکی هېواد ګڼي.[۴]

دواړه د نړۍ لومړۍ او دويم اقتصادي قدرتونه دي چې په ګډه د نړۍ ۴۰ سلنه اقتصاد جوړوي. دواړه هېوادونه خپلمنځي اقتصادي اړيکې هم لري. له يو او بل څخه توکي اخلي، د يو او بل سوداګريز شرکتونه تمويلوي، د اپليکشينونو او فلمونو په جوړولو کې همکارۍ لري، خو له دې سره هم کله چې خبره د نړۍ د مشرۍ راځي بيا امريکا متحده ايالاتو ته د چين چټک اقتصادي قدرت د زغملو نه دی.

د ۲۰۲۳ز. کال په پيل سره داسې فکر کېده چې د امريکا متحده ايالاتو او چين اړيکې به عادي حالت ته راشي او سيالي به يو څه غاړې ته شي، ځکه د ۲۰۲۲ز. کال په نومبر میاشت کې د چين جمهور رئيس شي جېنپېنګ او د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس جوبايډن ترمنځ د G-20 ناسته کې ليدنه ترسره شوه چې دا ناسته د دوه اړخيزو اړيکو د رغونې لپاره ښه پيل ګڼل کېده او د همدې ليدنې پر بنسټ پريکړه وشوه چې د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن به د ۲۰۲۳ز. کال د فبرورۍ په مياشت کې چين ته سفر وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په رغولو او د جيوپولټيکي سياليو په څنګ ته کولو سره خبرې وکړي، خو د ۲۰۲۳ز. کال د فبرورۍ مياشتې پر دويمه نېټه د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت خبر خپور کړ چې يوه چينايي څارګر بالون د امريکا متحده ايالاتو قلمرو ته داخله شوې او له بېلابېلو سیمو معلومات ټولوي. د فبرورۍ پر ۳يمه نېټه چين وويل دا هوايي بالون د ملکي اهدافو، څېړنو او د هوا حالاتو معلومولو لپاره تللې ده او هېڅکله يې موخه دا نه ده چې د امريکايي نظامي ځايونو په اړه معلومات راټول کړي. د فبرورۍ پر ۴مه نېټه امريکا متحده ايالاتو دغه بالون وويشته او لمنځه يې يوړ چې د چين د سخت غبرګون سره مخامخ شو.

امريکا متحده ايالاتو د دې پېښې له امله چين ته د انټوني بلېنکن سفر وځنډاوو او پر شپږو چينايي فضايي شرکتونو یې بندیزونه ولګول.[۵] له دې پېښې څو ورځې وروسته د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزير لويډ اسټن غوښتل له چينايي چارواکو سره په دې موضوع خبرې وکړي، خو چينايي چارواکو يې د تلفون اخيستلو او خبرو کولو څخه ډډه کړې چې له امله يې د دواړو هېوادونو سياسي اړيکې لا پسې خرابې شوې او د دوی ترمنځ سيالۍ نور هم زور واخیست.

په ۲۰۲۳ز. کال په منځني ختيځ کې د چين او امريکا متحده ايالاتو سيالي هم لوړې کچې ته ورسېده. چين غواړي په منځني ختيځ کې په لوړه کچه اقتصادي نفوذ پېداکړي او د همدې موخې لپاره يې په ۲۰۲۳ز. کال کې د اکتوبر په لومړۍ اونۍ کې چين ته د سوريې د مشر بشارالاسد د سفر پرمهال شي جېنپېنګ ورسره د ستراتيژيک پارټنرشېپ تړون لاسليک کړ. د چاينه ارب ټرېډ اکسپو پرمهال د کويټ پاچا او د چين جمهور رئيس شي جېنپنګ ترمنځ د ۲۳.۴ ميليارده ډالرو سوداګريز تړونونه لاسليک شول. [۶]

په همدې کال کې چين د ايران او سعودي عربستان ترمنځ منځګړيتوب وکړ او دواړه لوريو ترمنځ يې هوکړه ليک لاسليک کړ او ډيپلوماتيکې اړيکې يې ترمنځ ورغېدې. همدارنګه چين غواړي سعودي عربستان د برېکس غړي کړي او د دې دواړو هېوادونو ترمنځ په چينايي ين د نفتو د پلورلو خبرې هم شوي دي. دا هغه کارونه دي چې چين په ۲۰۲۳ز. کال کې ترسره کړي دي او په مقابل کې امريکا متحده ايالاتو هم د چين د مخنیوي لپاره ځينې اقدامات ترسره کړل چې تر ټولو مهم يې له سعودي عربستان او اسراييلو ترمنځ د نارملايزيشن تړون رامنځته کولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړيتوب دی او د دې تړون له لارې امريکا متحده ايالاتو پر سعودي عربستان ځينې شرطونه ايښي، لومړی دا چې له چين څخه به اقتصادي او امنيتي لرې والی غوره کوې، سعودي عربستان کې به چينايي نظامي اډو ته ځای نه ورکوې، د هووايوې ټکنالوژۍ استعمال به محدودوې او پر چين به نفت پر ډالرو پلورې،[۷] چې دا خپله په منځني ختيځ کې د دې دواړو هېوادونو سيالي په ډاګه کوي.

د تايوان قضيه او د اوکراين جګړې په اړه د چين بېطرفي نورې هغه قضيې دي چې په ۲۰۲۳ز. کال کې يې د امريکا متحده ايالاتو او چين اړيکې خرابې او سيالۍ پراخه کړي دي.

د اسراييلو او حماس جګړه

د ۲۰۲۳ز. کال بله مهمه پېښه پر ۷م د اکتوبر د حماس له لوري د خپلې خاورې د دفاع په موخه پر اسراييليانو بريد و چې له امله يې د صهيونستي رژيم او فلسطيني دولت ترمنځ جګړه ونښته. په دې جګړه کې اسراييلو د ټولو نړيوالو مقرراتو خلاف د امريکا متحده ايالاتو په ملاتړ د فلسطين په نسل وژنې او د هغوی په اجباري مهاجرت لاس پورې کړ. اسراييلو د جنګ په اړه د ژنيو نړيوال تړونونو هم نقض کړل، ځکه روغتونونه يې بمبار کړل، ملکي ودانۍ يې ويجاړې کړې، امبولانسونه يې بمبار کړل او نږدې ۲۲۰۰۰ ملکيان يې ووژل او ۵۷۰۰۰ يې ټپيان کړل چې دا ټول د دې ښودنه کوي چې اسراييلو په فلسطين کې جنګي جرايم هم ترسره کړي دي.

په دې جګړه کې اسراييلو کيمياوي وسلې هم کارولي دي چې له يوې خوا يې فلسطين د چاپيريالي ککړتياوو سره مخامخ کړی او له بلې خوا يې ګڼ امراض رامنځته کړي دي. د ښوونې او روزنې سيستم خراب شوی، د ښوونې او روزنې وزير ويلي چې په دې جګړه کې ۱۳ ميليونه ډالرو په اندازه د ښوونې او روزنې ساختمانونو او ۶ ميليونه ډالرو په اندازه توکو زيان ليدلی دی.[۸] په دې جګړه کې د فلسطین زېربنا لمنځه تللې، خوراکي او طبي موادو قحطي رامنځته شوې او فلسطين په لوړه کچه د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی دی.

دې جګړې هم پر نړيوال نظام او پر منځني ختيځ سياسي، امنيتي او اقتصادي اغېزې درلودې.

امنيتي اغيزې يې دا وې چې د سيمې امنېتي حالات ورسره خراب شول، له لبنان نه حزب الله، له يمن نه حوثيانو او له اردن نه خپله قسام حملې وکړې چې په مقابل کې اسراييلو هم ځواب ورکړل چې سيمه ورسره ناامنه شوه. همدارنګه د اسراييلو څو مزايل په مصر هم لګېدلي چې بيا يې بخښنه غوښتې، په لبنان او سوريه هم اسراييلو حملې کړي او له بل طرف نه په عراق او سوريه کې پر امريکايي اډو باندې هم حملې شوې دي.[۹]

سياسي اغيزې يې دا وې چې ترکيې، بحرين او اردن خپلې اړيکې له اسراييلو سره پرې کړې. د سعودي عربستان او اسراييلو ترمنځ د نارملايزيشن تړون په سر خبرې ودرېدې او کېدای شي تر ډير وخت پورې دا تړون لاسليک نشي. د بحرين پارلمان له حکومت وغوښتل چې اسراييلو سره د نارملايزيشن تړون لغوه کړي.[۱۰]

همدارنګه تونس د يو قانون مسوده ترتيب کړې ده چې که هر حکومت د اسراييلو سره د نارملايزيشن تړون لاسليک کړ هغه به ملي خيانت او جرم ګڼل کېږي.[۱۱]

پر نړيوال نظم يې اغيزې دا دي چې په نړيواله کچه د امريکا متحده ايالاتو حيثيت ته صدمه ورسېده، چين او روسيې له دې جګړې تبليغاتي استفاده وکړه او پر امريکا متحده ايالاتو يې تبليغاتي ګذارونه وکړل. په منځني ختيځ کې د چين د نفوذ د مخنيوي هڅې يو څه خنډ سره مخامخ شوې.

په سيمه کې د ايران موقف لوړ شو او ايران د سعودي عربستان په خلاف له دې جګړې تبليغاتي ګټه پورته کړه.

د سيمې په اړه د امريکا متحده ايالاتو بهرنی سياست بدلون وموند، ځکه امريکا متحده ايالاتو غوښتل د نړيوال نظم د مشرۍ د ساتلو په موخه د نورې نړۍ خپله لمنه راټوله کړي او يوازې په انډوپسفيک کې د چين مخنیوی وکړي او په ختيځه اروپا کې د اوکراين د جنګ پرمهال روسيه وځپي، خو د حماس او اسراييلو دې جګړې دوی بېرته اړ کړل چې منځني ختيځ ته په خپل بهرني سياست کې يو ځل بيا ځانګړی ځای ورکړي.

د اذربايجان له لوري د ناګورنو قره باغ نيول

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د قره باغ جګړې تر دېرشو کالو ډېر وخت ونيو، خو په ۲۰۲۳ز. کال کې دا لانجه هم پای ته ورسېده او د سپټمبر په میاشت کې اذربایجان دا جګړه وګټله او پر ناګورنو قره باغ یې بشپړ کنټرول ترلاسه کړ.

د اذربايجان او ارمنستان په دې جګړه کې روسيې د ارمنستان پلوي کوله، خو دا ځل روسيه په اوکراين کې مشغوله وه، نو ځکه يې په دې جګړه کې د ارمنستان پلوي ونکړه او دا د نورو لاملونو ترڅنګ يو مهم لامل شو چې اذربايجان په دې جګړه کې بريا خپله کړه.

دې جګړې هم د سيمې په جيوپولټيکي بدلونونو کې مهم رول درلود، ځکه د جګړې له پای ته رسېدو او د اذربايجان له بريا وروسته په سیمه کې د لویدیځو هېوادونو او ناټو سازمان فعالیتونو ته زمینه برابره شوه. د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د جنوبي قفقاز هېوادونه (ګرجستان، ارمنستان او اذربایجان) سره له دې چې پر دې پوهېدل چې په ګاونډ کې یې روسیه لوی ځواک پروت دی او په یو ناڅاپي ډول شونې نه ده چې له نفوذ څخه یې ځان خلاص کړي؛ نو په همدې اساس دوی په تدریجي توګه د روسیې له مدار څخه د وتلو او لویدیځ ته د نېږدې کېدو په لور حرکت پیل کړ. له بلې خوا لویدیځو هېوادونو او ناټو سازمان ته د قفقاز سیمې او روسیې ترمنځ ګډې پولې، په سیمه کې د انرژۍ شتون، د مرکزي اسیا له سیمې، ایران او ترکیې سره چې د ناټو غړی هېواد شمېرل کېږي ګډه پوله لرل د دې سبب ګرځېدلی ترڅو د لویدیځو هېوادونو او ناټو سازمان غړو هېوادونو پاملرنه ځان ته را واړوي.

لکه څرنګه چې اوسمهال د روسیې – اوکراین جګړه جریان لري، لويدیځو هېوادونو ته د دې سیمې په ځانګړې توګه اروپا ته د اذربایجان د ګازو صادرات ډیر اهمیت لري؛ له بلې خوا په سیمه کې د لویدیځو هېوادونو ښکیلتیا د روسیې ګټې محدودوي او په دې برخه کې د فشار الې په توګه له دې سیمې څخه ګټه پورته کوي او هم کولای شي چې له دې سیمې څخه  د ایران پر وړاندې  چې د لویدیځو هېوادونو او ناټو سازمان سره ښې اړیکې نه لري؛ ګټه پورته کړي. داچې دواړه لوري ( لویدیځ هېوادونه او د جنوبي قفقاز هېوادونه) یو له بل سره د نږدې کېدو لپاره هلې ځلې کوي او له بلې خوا روسیه اوسمهال له اوکراین سره په جګړه کې ښکیله ده او نه غواړي چې په دوه جبهو کې بوخته شي؛ نو ځکه لويدیځو هېوادونو ته ښه زمینه مساعده شوې ترڅو په دې سیمه کې خپل نفوذ لا پراخ کړي.[۱۲] همدرانګه د اذربايجان دغه بريا به په سيمه کې د ترکيې نفوذ هم لوړ کړي.

د بشري حقوقو نقض

۲۰۲۳ز. کال د بشري حقوقو په برخه کې تر ټولو خونړی کال و. په اوکراين کې د دغه کال په هره مياشت کې په اوسط ډول د کوچنيانو او ښځو په ګډون ۱۷۰ ملکيان وژل شوي او ټپيان شوي دي.[۱۳]

په دې کال کې د صهيونستي اشغالګر رژيم له خوا ۲۲۰۰۰ فلسطينيان شهيدان کړل شوي او نږدې ۵۷۰۰۰ ټپيان شوي دي چې اکثره يې کوچنيان او ښځې دي. په دې جګړه کې اسراييلو (White Phosphorous) بمونه هم استعمال کړل چې په نړيواله سطحه يې استعمال منعه دی.[۱۴] په دې جګړه کې نږدې ۱۱۰ ژورناليستان وژل شوي دي چې د هغوی خونديتوب په نړيواله سطحه منل شوی دی. د اشغالګر رژيم له لوري په غزه کې اجباري مهاجرتونه رامنځته شوي دي چې د نړيوالو بشري حقوقو خلاف عمل دی.

همدارنګه په امريکا متحده ايالاتو او اروپا کې په لوړه کچه هغه لاريون کوونکي وځپل شول او له لاريون منعه شول چې د فلسطين په حمايت کې يې لاريونونه کول. لاريون په نړيواله کچه د بشري حقوقو بنسټيز حق ګڼل کېږي، خو د بشري حقوقو همدوی دعوه دارانو په لوړه کچه په ډېره سپين سترګۍ نقض کړل.

د دې ترڅنګ د ارمنستان او اذربايجان په جګړه کې، د سعودي عربستان او يمن پر پولو، رونډا او نيپال کې، ايران او سوريه کې او د نړۍ په نورو بېلابېلو برخه کې د بشري حقوقو د نقض قضيې ثبت شوي دي.

افغانستان هم يو له هغو هېوادونو دی چې په ۲۰۲۳ز. کال کې د بشري حقوقو په نقض تورن دی. له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعليم او په پوهنتونونو کې د تحصيل مخنیوی او نجونې کار ته نه پرېښودل هغه ځانګړي موضوعات دي چې د بشري حقوقو نقض ګڼل کېږي.

د پاکستان له لورې د افغان کډوالو په زوره ويستل

د پاکستان حکومت د معلوماتو پر بنسټ په دغه هېواد کې ۴ ميليونه افغان کډوال اوسېږي چې له ډلې يې ۲.۳ ميليونه کډوال د حکومت له خوا تاييد شوي اسناد لري او پاتې ۱.۷ ميليونه کډوال اسناد نه لري او ناقانونه اوسېږي. ۲۰۲۳ز. کال د اکتوبر پر درېيمه نېټه پاکستان حکومت اعلان وکړ چې ټول ناقانونه افغان کډوال به د اکتوبر مياشتې تر پای پورې خپل هېواد ته ستنوي.[۱۵] په ۲۰۲۳ز. کال د جولای په مياشت کې د مهاجرينو نړيوالې کمېټې د يو راپور پر بنسټ په ۲۰۲۱ز. کال کې د اسلامي امارت د بيا واکمنۍ راهيسې له شپږ سوه زرو زيات افغانان پاکستان ته کډوال شوي چې ټول يې بې اسنادو دي.[۱۶] د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په وينا نږدې يو نيمه مياشت کې يعنې د نومبر مياشتې تر شلمې نېټې پورې څلور سوه زره افغان کډوال د تورخم او سپين بولدک له لارې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.[۱۷]

په زوره د افغان کډوالو د ويستلو تر شا ډېر لاملونه دي چې يو يې هم په پاکستان کې د تاوتريخوالي زياتېدل ښودل کېږي، پاکستان حکومت وايي چې د ناقانونه افغان کډوالو په زیاتېدو سره په پاکستان کې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي دي او له همدې امله بايد ناقانونه افغان کډوال له پاکستان څخه وويستل شي تر څو د پاکستان امنيتي وضعيت بېرته عادي شي. د پاکستاني چارواکو په وينا يوازې په ۲۰۲۳ز. کال کې ۲۴ ځانمرګي بريدونه شوي چې په ۱۴ بريدونو کې يې افغان تابعيت لرونکي دخيل وو. د جنوبي اسيا د تروريزم بنسټ وايي: په ۲۰۲۳ز. کال په پاکستان کې ۴۱۸ بريدونه شوي دي چې دا شمېره په ۲۰۲۲ز. کال کې ۳۶۵ وه[۱۸] چې پاکستاني چارواکي د بريدونو د زياتوالي يو لامل په پاکستان کې ناقانونه افغان کډوال ګڼي او له همدې امله دوي افغان کډوال له خپلې خاورې په زوره شړي.

دويم لامل يې دا دی تر څو پر اسلامي امارت فشار راوړي تر څو د تحريک طالبان پاکستان پر خلاف په داخل د افغانستان کې عمليات وکړي او يا هم د هغوی سره د اړيکو له لارې هغوی پاکستاني حکومت سره خبرو ته کېنوي. موږ مخکې يادونه وکړه چې پاکستان حکومت اسلامي امارت تورنوي چې دوی په افغانستان کې تحريک طالبان غړو ته پناه ورکړې[۱۹]، دا چې اسلامي امارت دغه تورونه رد کړي او په پاکستان کې د تحريک طالبان سره همکاري هم ردوي، نو پاکستان حکومت غواړي د مهاجرينو د شړلو له لارې اسلامي امارت تر فشار لاندې راولي تر څو هغوی د تحريک طالبان پاکستان په اړه له پاکستان حکومت سره همکاري وکړي. [۲۰]

په ۲۰۲۳ز. کال کې دا پېښه که څه هم له يوې خوا د نړيوالو بشري حقوقو نقض ګڼل کېږي، خو له بلې خوا د پاکستان او اسلامي امارت په اړيکو يې منفي اغېز کړی او د دواړو هېوادونو دوه اړخيزې اړيکې ورسره خرابې شوي دي.

د ملګرو ملتونو ناکامي

د ملګرو ملتونو منشور د بين المللي حقوقو تر ټولو مهمه سرچينه ګڼل کېږي. د دغه سازمان له لوري د بشري حقوقو او د دولتونو ترمنځ خپلمنځي اړيکو د تنظيم په موخه بېلابېلې ادارې او کنوانسيونونه رامنځته شوي دي، خو دا چې د بين المللي حقوقو تطبيقي اړخ يوازې اخلاقي جنبه لري او اجباري اړخ يې کمزوری دی دا له پخوا څرګنده او معلومه وه، خو په ۲۰۲۳ز. کال کې د ملګرو ملتونو ناکامي او ضعف په لوړه کچه څرګند شو او حيثيت ته يې سخته صدمه ورسېده.

په دغه کال کې ملګرو ملتونه ونه توانېدل چې د اوکراين او روسيې جنګ ته حللاره پېداکړي، د فلسطين او اسراييلو د جګړې په اړه حتی خپلې پريکړې او پرېکړه ليکونه تطبيق کړي. د چين او روسيې پريکړه ليکونه امريکا متحده ايالاتو ويټو کول او د امريکا متحده ايالاتو پريکړه ليکونه چين او روسيې ويټو کړل، خو کله چې خبره عمومي اسمبلې ته راغله معلومه شوه چې د نړۍ ۱۵۶ څخه زيات هېوادونه د اسراييلو د بريدونو مخالف او د اوربند غوښتونکي دي، خو ملګرو ملتونو ونه توانېدل چې د عمومي اسمبلې دغه پرېکړه پر اسراييلو تطبيق کړي.

ملګرو ملتونه تراوسه نه دي توانېدلي چې د افغانستان ستونزو ته د حل لاره پېداکړي او د تعامل لپاره يو چوکاټ رامنځته کړي. دغه سازمان ونه توانېده چې په دغه کال کې د اجباري مهاجرينو مخنیوی وکړي او غړي دولتونه مجبور کړي چې دا کار ونکړي.

پايله

۲۰۲۳ز. کال کې په نړيواله کچه د سياسي، امنيتي او اقتصادي ستونزو او بدلونونو د رامنځته کېدو تر ټولو مهم کال و. په دغه کال کې د اوکراين او روسيې جګړې لا زور واخيست، د فلسطين پر مظلوم ولس ظلم وروستي حد ته ورسېده، اذربايجان ناګورنو قره باغ ترلاسه کړ، د منځني ختيځ په اړه د امريکا متحده ايالاتو بهرنۍ پاليسي بدله شوه، د عربي هېوادونو بې کيفيايتي، غلامي او بې وسي لا په ډاګه شوه، د امريکا متحده ايالاتو حيثيت د بشري حقوقو د نقض او د اسراييلو د ملاتړ له امله په نړيواله کچه سخت خراب او اصلي څېره يې په ډاګه شوه، په افغانستان کې  د اسلامي امارت تر مشرۍ  لاندې اقتصادي پرمختګونه رامنځته، خو د نجونو د تعليم قضيه هماغسې مبهمه پاتې شوه، د اسلامي امارت سيمې ييزې اړيکې پياوړې، خو له پاکستان سره يې په ځينو مسايلو او په ځانګړي ډول د اجباري مهاجرينو پر سر اړيکې يو څه خرابې شو. د منځني ختيځ معادلې يو څه بدلې شوې او دې ټولو پېښو د نړيوال نظم بدلون طرف ته په چټکې د ګامونو اخيستل اسانه کړل او لرې نه ده چې د امريکا متحده ايالاتو باداري پای ته ورسېږي.

وړانديزونه

۱- اسلامي امارت دې نړيوالو بدلونونو ته جدي پاملرنه وکړي او  دغو بدلونو ته په کتو دې نړۍ سره تعامل وکړي.

۲- اسلامي امارت دې نړيوالې او سيمې ييزې اړيکې د نړۍ جيوپولټيکي بدلونونو او د نړيوال نظم د بدلونونو ته په کتو ټينګې  کړي.

۳- د نجونو د تعليم قضيه له يوې خوا خپله هېواد ته بنسټيزه قضيه ده او له بلې خوا د نړيوال تعامل او نويو بدلونونو سره د ځان عيارولو لپاره مهمه ده، نو اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې د نجونو پرمخ دې د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

مأخذونه

[۱] Carme Colomina, The world in 2023: ten issues that will shape the international agenda, CIDOB, Dec 2022, Access link: https://www.cidob.org/en/publications/publication_series/notes_internacionals/283/the_world_in_2023_ten_issues_that_will_shape_the_international_agenda#:~:text=In%202023%2C%20limits%2C%20both%20individual,to%20respond%20to%20it%20all.

[۲] Nato, Enlargement and Article 10, 3 Aug 2023, Access link: https://www.nato.int/cps/en/natohq/topics_49212.htm

[۳] Ibid.

[۴] Ana Swanson, The Contentious U.S.-China Relationship, by the Numbers, New York Times, July 2023, Access link: https://www.nytimes.com/2023/07/07/business/economy/us-china-relationship-facts.html

[۵] Emily Feng and Lexie Schapitl, How a Chinese ‘spy balloon’ prompted the U.S. to scour the skies, NPR, Feb 14 2023, Access link: https://www.npr.org/2023/02/14/1156731462/china-spy-balloon-timeline-key-dates#:~:text=The%20balloon’s%20appearance%20earlier%20this,enough%20or%20providing%20enough%20transparency.

[۶] Lucy Kurtzer-Ellenbogen; Ambassador Hesham Youssef; Robert Barron and Adam Gallagher. Is a Saudi-Israel Normalization Agreement on the Horizon? United States Institute of Peace, September 28, 2023, Access link: https://www.usip.org/publications/2023/09/saudi-israel-normalization-agreement-horizon

[۷] Lucy Kurtzer-Ellenbogen; Ambassador Hesham Youssef; Robert Barron and Adam Gallagher. Is a Saudi-Israel Normalization Agreement on the Horizon? United States Institute of Peace, September 28, 2023, Access link: https://www.usip.org/publications/2023/09/saudi-israel-normalization-agreement-horizon

[۸] Asmaa Abushabab, The Disaster of Palestine, ADPC, Access link: https://www.adpc.net/igo/contents/iPrepare/iprepare-news_id.asp?ipid=234

[۹] DOUG G. WARE, Attacks against US troops in Iraq, Syria rise to 23, Pentagon says, Stars and Stripes, October 30, 2023, Access link: https://www.stripes.com/theaters/middle_east/2023-10-30/american-forces-drones-rockets-iraq-syria-iran-11880249.html

[۱۰] Middle East Monitor, Bahrain parliament pushes to reverse normalisation with Israel, November 8, 2023. Access link: https://www.middleeastmonitor.com/20231108-bahrain-parliament-pushes-to-reverse-normalisation-with-israel/

[۱۱] Aljazeera, Tunisia debates bill to criminalise normalisation of ties with Israel, 2 Nov 2023, Access link: https://www.aljazeera.com/news/2023/11/2/tunisias-parliament-deliberates-on-anti-israel-normalisation-bill

[۱۲]  عبدالخالق فردوس، د قره باغ په شخړه کې د اذربايجان بريا او د ايران اندېښنې، سيمه ييز مطالعات ژورنال.

[۱۳] United Nations Human rights office of the High Commissioner, Total Civilian Causalities, 25 Sep 2023, Access link: https://www.ohchr.org/en/news/2023/09/ukraine-civilian-casualty-update-24-september-2023

[۱۴] Aljazeera, Israel maintains onslaught as Gaza death toll tops 22,000, 2 Jan 2024, Access link: https://www.aljazeera.com/amp/news/2024/1/2/israeli-bombardment-ongoing-as-death-toll-surpasses-22000

[۱۵] Abid Hussain, ‘Why am I being sent back?’ Hurt, anger for Afghans pushed out by Pakistan, Aljazeera, 3 Nov, 2023, Access link: https://www.aljazeera.com/features/2023/11/3/why-am-i-being-sent-back-hurt-anger-for-afghans-pushed-out-by-pakistan

[۱۶] Abid Hussain, Why is Pakistan planning to deport undocumented Afghans?, Aljazeera, 6 OCT, 2023, Access link: https://www.aljazeera.com/news/2023/10/6/why-is-pakistan-deporting-undocumented-afghans

[۱۷] MUNIR AHMED, more than 400,000 Afghans have returned home from Pakistan following crackdown on migrants, The Associated Press, 20 NOV, 2023, Access link: https://apnews.com/article/pakistan-afghanistan-migrat-crackdown-df89dc612fcf8ee9aa138414ff2034ec

[۱۸] Sneha Swaminathan, Explained | Why is Pakistan asking 1.7 million Afghan nationals to leave its territory?, WIONEWS, 2 NOV, 2023, Access link: https://www.wionews.com/south-asia/explained-why-is-pakistan-asking-17-million-afghan-nationals-to-leave-its-territory-654025.

[۱۹] Arsalan Bilal, Pakistan and the Afghan Taliban: Friends Becoming Foes, THE DIPLOMAT, April 28, 2023, Access link: https://thediplomat.com/2023/04/pakistan-and-the-afghan-taliban-friends-becoming-foes/

[۲۰] Sneha Swaminathan, Explained | Why is Pakistan asking 1.7 million Afghan nationals to leave its territory? Op. Cit.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *