د عینک د مسو کان د استخراج پیل؛ د افغانستان پر اقتصادي پیاوړتیا، سیاسي ثبات او د سیمه ییزو اړیکو پر پراختیا یې اغېزې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د عینک د مسو کان د استخراج پیل؛ د افغانستان پر اقتصادي پیاوړتیا، سیاسي ثبات او د سیمه ییزو اړیکو پر پراختیا یې اغېزې
  • د عینک د مسو کان پیژندنه
  • د افغانستان پر اقتصادي پیاوړتیا د عینک مسو کان د استخراج اغېزې
  • د افغانستان د سیمه ییزو اړیکو پر پیاوړتیا د عینک د مسو کان اغېزې
  • پايله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

کانونه د دولتونو په هر اړخیز پرمختګ او په مطلوبه توګه د بشریت د ژوندانه په دوام کې خورا مهم رول لري،  افغانستان چې د اسیا په  زړه کې ځای لري او راتلونکی اقتصادي پوتانشیل یې په طبیعي سرچینو او جیوپولېټیک موقعیت پورې تړلې ده، کولای شي د پرمختګ او هوساینې لپاره له دې فکټورونو ګټه پورته کړي. د ترسره شویو څېړنو پر اساس افغانستان په سیمه کې د زیاتو طبیعي سرچینو لرونکي هېواد ګڼل کېږي چې اقتصادي ارزښت یې تر ۳ ترېلیون ډالرو پورې رسېږي. په عمومي توګه په افغانستان کې ۱۴۰۰ بېلابېلې سیمې شته چې په کې معدنونه موجود دي، چې مهمې یې د تېلو، طبیعي ګازو، د ډبرو سکرو، مس، کروم، اوسپنې، طلا، سنګ مرمر ګڼل کېږي؛ نو ځکه دغه هېواد تر ځمکې لاندې شتمنۍ د لرلو پر اساس د نړۍ د شتمنو هېوادونو په کتار کې راځي. د همدې طبیعي معدنونو څخه یو هم په لوګر ولایت کې د عینک د مسو کان دی چې  په افغانستان کې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال په ۲۰۰۸ز.کال یې د رایستلو قرارداد له یوې چنايي کمپنۍ سره چې MCC نومېږي لاسلیک شو؛ خو هغه مهال د امنیتي ستونزو، په حکومت دستګاه کې د واحد لید لوري نه موجودیت، مالي فساد، د افغانستان په اقتصادي ښکیلتیا کې د سیمې د هېوادونو سیالۍ او له چین سره د امریکا متحده ایالاتو اختلافات د دې لامل شو چې د دې کان په رایستلو کې ځنډ رامنځته شي؛ کله چې په افغانستان کې اسلامي امارت د دویم ځل لپاره واک ترلاسه کړ؛ نو د دې کان ایستلو ته لاره هواره شوه او د روان کال د زمري میاشتې په ۳ نېټه یې د استخراج چارې رسماً پیل شوې، داچې د دې کان استخراج به د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا، سیاسي ثبات او د سیمه ییزو اړیکو په پراختیا څه ډول اغېزې وکړي؟ دغه پوښتنه به د دې تحلیل په ترڅ کې روښانه شي.

د عینک د مسو کان پیژندنه

د عینک د مسو کان د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په عینک سیمه کې پروت دی. دا د افغانستان په کچه د مسو تر ټولو لوی او د نړۍ په کچه دویم لوی کان ګڼل کېږي. له دغه کان څخه ان تر اسلام مخکې دورو کې هم ګټه اخیستل شوې. مس عینک کان په ۱۹۷۳ز کال کې د روسي څېړونکو لخوا بیا کشف شو او په ۱۹۷۴ز کې یې اکتشافي فعالیتونه پیل شول. د جیولوژی علم له نظره دا کان رسوبي-ولکانیکي خاصیت لري. دغه کان د لوګر ولایت په دریو برخو؛ مرکزي، لوېدیځه او سوېلي کې تشکیل شوی. په دغه کان کې ۱۱،۳ میلیونه مټریک ټنه مس تثبیت شوي او اټکل کېږي چې په دې سیمه کې د مسو ټوله زېرمه به ۱۷ میلیونه مټریک ټنه وي. په دې کان کې د مسو تر څنګ ۷۷۰۰ مټریک ټنه سپین زر (Ag)، ۶۰۰ زره مټریک ټنه کوبالټ (co) او یوه محدوده کچه سره زر هم شته.[۱] د بروکینګز انسټیټیوټ د راپور له مخې، افغانستان څه باندې ۲.۳ میلیارده مټریک ټنه اوسپنه او ۱.۴ میلیونه مټریک ټنه نادره ځمکني منرالونه لري او همدارنګه د امریکا د جیولوژیکي سروې له مخې دا هېواد د یو تریلیون ډالرو په ارزښت غیر استخراج شوي منرالونه لري، اوسپنه، طلا او لیتیم چې د چارج وړ بیټریو او نورو ټیکنالوژیو کارول کېږي نایابه او اړین منرالونه دي سربېره پر دې مس چې د عینک کان عمده منرال دی په مخ پر ودې بازارونو کې د برېښنايي موټرونو، نوې کېدونکې انرژې( د چارج وړ) او ډېټا مرکزونو کې کارول کېږي.[۲]

د عینک د مسو کان د استخراج چارې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ ز.کال کې د جمهوریت په دوره کې د هغه مهال د حکومتي چارواکو او د چین د Metallurgical Corporation of China  یا (MCC) شرکت سره د ۳۰ کالونولپاره لاسلیک کړ.[۳]  خو لکه څرنګه چې په مقدمه کې روښانه شو په افغانستان کې د حکومت په داخل د ستونزو د موجودیت، نا امنۍ او د افغانستان په اقتصادي پوتانشیل کې د چین له پانګونې سره د امریکا متحده ایالاتو مخالفت د دې لامل وګرځېد چې دغه پروژه باندې عملي چارې پیل نه شي؛ خو کله چې په ۲۰۲۱ز.کال په افغانستان کې اسلامي امارت بیاځلي لپاره واک ترلاسه کړ او د متوازن ـ اقتصاد محوره بې پلوه سیاست پر اساس یې وکولای شو چې د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د عینک مس کان د استخراج په برخه کې د چین پاملرنه بیا را جلب او ان تر دې چې د ۲۰۲۴ز.کال د جولای میاشتې په ۲۴ نېټه د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، په افغانستان له مېشتو چینايي ډېپلوماتانو او پانګوالو سره یوځای د مسک کان د کان کېدندنې ځای ته د سرک جوړولو لپاره د کار پیل کولو پټۍ پرې کړه.[۴]  یوه پوښتنه چې دلته مطرح کېږي او اړتیا ده چې روښانه شي، هغه داده چې ایا چینایان به داځل دغه پروژه مخ ته یوسي او که د دې امکان شته چې د بیاځلي لپاره ودرېږي؟ د دې پوښتنې د جواب په برخه کې ویلای شو چې ټول هېوادونه د خپلو بهرنیو پانګونو امکانات څېړي له هغې وروسته پرېکړه کوي چې ایا پانګونه وکړي او که نه، په ظاهره توګه هغه ستونزې چې د جمهوریت پرمهال د دې پروژې د عملي چارو د پیل کېدو پر وړاندې موجودې وې پای ته رسیدلي د بېلګې په توګه امنیتي ستونزه چې پخوا د دې پروژې پر وړاندې جدي ستونزه وه، پای ته رسېدلې، د حکومت لېوالیتا په دې برخه خورا زیاته ده او په حکومتي دستګاه کې د دې پروژې په اړه واحد لیدلوری شته او همدارنګه په افغانستان کې د امریکانانو موجودیت چې د افغانستان په اقتصادي فکټورونو کې د چین له ښکیلتیا سره یې مخالفت درلود، هم په افغانستان کې فزیکي شتون نه لري. دغه ستونزې له وړاندې د چینايي کمپنۍ له لوري ارزول شوي نو ځکه یې اقدام کړي دی؛ نو پر دې اساس ویلای شو چې چین به داځل پر دې پروژه خپل کار ته دوام ورکوي، خو داچې چین د افغانستان په ثبات او دایمې امنیت ډېر ډاډمن نه دی؛ نو د دې لپاره چې دغه پروژه ترې له لاسه ونه وځي، بیا ترلاسه کړه، خو کارونه به د افغانستان شرایطو ته په کتو په کراره کراره ترسره کوي.

دغه پروژه په افغانستان کې د لویو پروژو څخه ګڼل کېږي؛ نو لېرې نه ده چې د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا، سیاسي ثبات او له نورو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مثبتې اغېزې کوي، چې په لاندې توګه یې یادونه کوو.

د افغانستان پر اقتصادي پیاوړتیا د عینک مسو کان د استخراج اغېزې

له چین سره د ۲۰۰۸ ز.کال تړون له مخې به دغه کمپنۍ په لومړي پړاو کې پر دغه کان ۲.۸۹۹ ميليارد ډالر پانګونه کوي چې وروسته به د دغې پانګونې کچه پنځه ميليارده ډالرو ته ورسېږي چې له مخې به يې افغانستان ته۸۰۰ ميليونه امريکايي ډالر د تضمين او د کال۴۰۰ ميليونه ډالر د ماليې په توګه ورکول کېږي.

پر دې سربېره، دغې کمپنۍ هوکړه کړې چې د دغه کان د استخراج او د مسو د بډاينې په برخه کې به د افغانستان له ډبرو سکرو څخه استفاده کوي او په بدل کې به يې د ۴۰۰ ميګاواټو په وړتيا د برښنا د توليد فابريکه جوړوي. د تړون له مخې له تورخم څخه د عينک له لارې تر تاجکستان پورې د اوسپنې پټلۍ جوړېږي چې د باميانو حاجي ګک اوسپنې کان له لارې به يکاولنګ او له هغه ځایه به د دره صوف له لارې د افغانستان شمال له تاجکستان هېواد سره ونښلوي او هغه سره زر به هم افغان لوري ته سپارل کېږي چې له دغه کان څخه استخراجيږي. د مس عینک د را ایستلو پروژې له پيل سره به پر نورو اقتصادي ګټو سربېره په لومړي پړاو کې ۸۰۰۰ او په دویم پړاو کې ۱۵۰۰۰ کسانو ته په مستقيم او په زرګونو نورو کسانو ته په غيرمستقيم ډول د کار زمينه برابره شي. [۵]

لکه څرنګه چې افغانستان د تکنالوژۍ او ماشینرۍ له اړخه داسې موقف کې قرار نه لري چې په خپله د دغه ډول کانونه استخراج کړي، نو ځکه اړینه ده چې په دې برخه کې د هغو هېوادونو سره قراردادونه لاسلیک کړي چې په دې برخه کې تجربې او تکنالوژۍ لري، له چین سره د دغه قرارداد پر اساس افغانستان کولای شي خپلو منرالونو او معدنونو څخه ځانګړې سلنه ترلاسه او په دې سره د معدنونو په ځانګړې توګه د مسو صادروونکی هېواد په توګه بدل شي، داچې اوسمهال په بین المللي مارکېټونو کې د انرژې د تولید او ذخیره کولو په برخه کې مسو ته ډېره اړتیا ده؛ نو افغانستان کولای شي چې له دې اړخه له نړیوال مارکېټونو څخه د پام وړ ګټه ترلاسه کړي. له بلې خوا په دې تړون کې منل شوي چې د مسو د بډاینې لپاره به د افغانستان د ډبرو سکاره کاروي، له دې اړخه افغانستان کولای شي چې په ارزانه توګه نورو هېوادونو ته سکاره صادر نه کړي او په کور دننه ترې ګټه پورته کړي او له دې اړخه هم له چینايي کمپنۍ څخه له دې اړخه عاید ترلاسه کړي، د ډبرو سکرو څخه تولید شوې برېښنا څخه هم په وړیا توګه ګټه پورته کړي، د اوسپنې د پټلۍ جوړېدل چې د سیمه ییز اتصال لپاره لار هواروي او مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي، هغه څه دي چې دافغانستان کولای شي چې د مالیاتي او محصولاتي ګټو ترلاسه کولو سربېره د افغانستان په جیوپولېټیکي اهمیت ځانګړی مثبت اغېز وکړي. همدارنګه د دې کان د استخراج پر اساس سرزر چې له نورو فلزاتو او معدني منرالونو قیمتي دي او مسو د کېندنې پرمهال ترلاسه کېږي؛ پرته له کوم ځانګړي لګښت افغان حکومت ترلاسه کړي.

د افغانستان پر سیاسي ثبات د عینک مسو کان د استخراج اغېزې: د هېوادونو سیاسي ثبات د اقتصادي پیاوړتیا سره مستقیمه اړیکه لري، په نړۍ کې تر ډېره بریده هغه دولتونه چې اقتصادي پرمختګ ته رسېدلي وي او د دولت او ملت اقتصادي اړتیاوې پوره وي نو د دغه ډول هېوادونو سیاسي ثبات هم دوام کوي، ځکه چې اقتصادي پیاوړتیا پر اساس حکومتونه کولای شي د خپلو خلکو مشروع غوښتنې پوره کړي، دهغو ټولنو چې مشروع غوښتنې یې پوره وي، هلته د خلکو د تعلیم او تحصیل کچه پراخه او سیاسي بصیرت یې د پام وړ مثبت وي؛ دوی خپلې ملي ګټې پېژني او د ترلاسه کولو  او ساتلو لپاره یې هلې ځلې کوي او برعکس د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د بهرنيو د مداخلو مخه نیسي او د خپل هېواد پر وړاندې د هر منفي اقدام پر وړاندې له سپر درېږي، خو هغه ملتونه چې اقتصادي خپلواکي نه لري او په فقر او غربت کې ژوند کوي؛ حتمي دی چې له کورنیو ستونزو سربېره، له ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي چې دغه ټکی د دې لامل ګرځي چې په دوی کې د پوهې کچه ډېره کمه او ان تر دې چې هیڅ سره برابره وي؛ نو ځکه دوی د هېواد د ترقۍ، امنیت او ثبات په اړه اصلا فکر کولو ته نه وي وزګار شوي او په دې اړه هیڅ فکر هم نه شي کولای؛ نو ځکه دوی د بهرنیو مداخلو ښکار ګرځي او د خپلو حکومتونو په اړه ناوړه قضاوتونه کوي او ان تر دې چې پر وړاندې یې درېږي؛ چې په دې برخه کې زموږ هېواد دې ټکي ښه بېلګه ده، که چېرې د عینک د مسو کان په څېر ورته ملي پروژې په لاره واچول شي او دولت ترې په مطلوبه توګه ګټه پورته کړي؛ نو په دې سره کولای شي چې دولت له یوې خوا خپلې اړتیاوې او له بلې خوا د ملت اړتیا وې پوره کړی؛ کله چې په ټولنه کې د دې دوه اړخونونو اړتیاوې پورته وي نو دولتونه ثبات پیدا کوي او د پرمختګ پوړونو ته رسېږي.

د افغانستان د سیمه ییزو اړیکو پر پیاوړتیا د عینک د مسو کان اغېزې

د بین المللي اړیکو په برخه کې ټول هېوادونو خپلو ملي ګټو ته په کتو له نورو هېوادونو سره اړیکې پالي، او په دې برخه کې تر ډېره برېده سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټې محاسبه کوي او له هغې وروسته له یوه هېواد سره اړیکې پیلوي او ان تر دې چې په اړوند هېواد کې د پورته ګټو ترلاسه کولو لپاره پانګونه هم کوي چې ښه بېلګه یې همدا پورتنۍ موضوع ( د عینک مسو کان کې د چین پانګونه) ده. په دې کان کې د چین له لوري پانګونه نه یواځې د چین او اسلامي امارت اړیکې پیاوړې کوي، بلکې په سیمه کې د پرتو نورو هېوادونو پاملرنه هم افغانستان ته زیاتېږي او له دغه هېواد سره اړیکې پیلوي چې په پایله کې د اسلامی امارت د سیمه ییزو اړیکو د پیاوړتیا سبب ګرځي، چې په لاندې توګه ترې یادونه کوو:

۱ ـ هند تر دې دمه له اسلامي امارت سره پراخې اړیکې نه دي پیل کړي یواځې افغانستان سره بشري مرستې کوي او ان تر دې چې دغه هېواد ته یې د افغانانو په ورتګ بندیز لګولی او ویزې هم ورته نه صادروي، داچې له یوې خوا په سیمه کې چین او هند سیالۍ لري او له بلې خوا دواړه هېوادونه په صنعتي برخه کې خامو موادو ته اړتیا لري؛ نو کله چې چین په دې اړه په افغانستان کې ښکیل شي؛ نو هند هم کرار نه کښیني او حتمي ده چې له افغانستان سره بیا نږدې کېږي او له اسلامي امارت سره به اړیکې پیلوي، چې ښه بېلګه یې د عینک مس د استخراجولو د چارو د پیل کېدو وروسته د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له لوري افغانانو ته د ویزو بیا پیلولو په اړه مثبتې څرګندونې دي چې د روان کال د جولای میاشتې په ۲۷ نېټه یې کړي دي.[۶] له هند سره د افغانستان اسلامي امارت د اړیکو د پیل کېدو سره د افغان ـ تجارتي اړیکې پیاوړې کېږي، په تعلیمي ـ تحصیلي برخه کې مثبتې اغېزې کوي، په صحي برخو کې افغانان کولای شي چې خپل مریضان د تداوي لپاره دغه هېواد ته واستوي او په سیاسي برخه کې له دې هېواد سره اړیکې پیلول هم د اسلامي امارت د بهرني سیاست د بې پلوۍ پر پله مثبتې اغېزې کوي.

۲ ـ له چین سره د اسلامي امارت د دې هوکړه پر اساس له تورخم څخه تر تاجکستان پورې د اوسپنې پټلۍ جوړېږي، دغه پټلې به د افغانستان د سیمه ییز اتصال لپاره لاره هواره کړي او افغانستان به د اوسپنې پټلې پراساس جنوبي اسیا له مرکزي اسیا سره وتړي؛ د افغانستان ترانزیټي ارزښت به لا زیات شي نو ځکه به د جنوبي اسیا د هېوادونو سربېره د مرکزي اسیا د هېوادونو پاملرنه به افغانستان ته لا زیاته او د افغانستان د سیمه ییزو اړیکو د پیاوړتیا لامل شي.

۳ ـ سربېره پر دې چې د پورته یادې شوې پټلۍ پر اساس د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه یو له بل سره تړل کېږي؛ نور هغه هېوادونه چې د افغانستان له لارې دغه دوه سیمو ته خپل تجارتي مالونه صادروي، پر افغانستان باور زیات او له دې هېواد سره به اړیکې ټینګې کړي.

۴ ـ په افغانستان کې د چین ښکیلتیا په ځانګړې توګه د معدنونو د استخراج په برخه کې نن سبا د بهرنیو رسنیو د بحث د سر په ټکو کې ځای لري؛ چې دا په خپله په نورو هېوادونو اغېزې کوي او هڅوي یې چې د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره له افغانستان سره اړیکې پیل او له دغه هېواد سره په یو نا یو ډول ځان ښکیل کړي.

پایله

چین په سیمه کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه هڅه کوي چې له یوې خوا په سیمه کې خپل نرم قدرت پیاوړی او له بلې خوا د سیمې له اقتصادي پوتانشیلونو او ظرفیتونو څخه ګټه ترلاسه کړي، له بلې خوا په افغانستان کې اسلامي امارت د بیاځلي لپاره واک ته رسېدلی او خپلو اقتصادي اړتیاوو د رفع کولو لپاره اړ دی چې بهرني پانګوال را جلب ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي، دا دواړه هغه لاملونه دي چې چین او اسلامي امارت یې په ګډه کار کولو ته اړ کړي دي. که چیرې دغه پروژه په بریالیتوب سره ترسره شي او د اسلامي امارت له لوري یې ښه نظارت ترسره شي؛ نو لېرې نه ده چې افغانستان به د منرالونو په ځانګړې توګه د مسو د صادروونکي هېواد په توګه بدل شي او د افغانستان اقتصادي وضعیت به مثبت لوري ته ولاړ شي او له مله به یې سیاسي ثبات دوام وکړي او له امله به یې پر اسلامي امارت د نورو هېوادونو باور زیات او د سیمې هېوادونه پاملرنه به لا جلب او په پای کې به په سیمه کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه څرګند شي.

وړاندېزونه

د تحلیل په پای کې لاندې وړاندیزونه لرم.

۱ ـ اسلامي امارت د د دې پروژې د مدیریت او نظارت لپاره مسلکي او تجربه لرونکي ټیم وګماري، چې دغه پروژه ښه مدیریت او نظارت ترې وکړي ترڅو مقابل لوری د تړون له موادو څخه سرغړونه ونه کړي، دا کړنه به د دې لامل شي چې له یوې خوا د کان د استخراج پرمهال چاپیریال او تاریخي اثارو ته زیان ونه رسوي او له بلې خوا  ټول هغه امتیازات چې په تړون کې افغانستان ته په نظر کې نیول شي په ښه ډول ترلاسه شي.

۲ ـ داچې معدنونه د ټول ملت او ان راتلونکو نسلونو پورې اړه لري؛ نو اسلامي امارت ته وړاندیز کوم چې له دې لارې ترلاسه شوي عاید لپاره ځانګړي انکشافي پلانونه ترتیب او په عام لمنفعه، لویو اقتصادي پروژو یې ولګوي ترڅو د هېواد ټول اتباع ترې ګټه پورته کړي.

۳ ـ اسلامي امارت د د افغانستان د معدنونو په اړه دقیقه او هر اړخیزه څېړنه ترسره کړي او یا داچې هڅه د وکړي چې د بهرنیانو له لوري ترسره شویو دقیقو او هر اړخیزو څېړنو ته لاس رسی پیدا کړي.

۴ ـ اسلامي امارت ته وړاندیز کوم چې د معدنونو د اکتشاف او استخراج پروسې بېلې کړي، لومړی د د معدنونو اکتشاف ترسره او له هغې وروسته د د استخراج لپاره لاس په کار شي.

۵ـ اسلامي امارت د نور هېوادونه هم وهڅوي ترڅو هغه پروژې چې د جمهوریت پر مهال ورته ورکړل شوي او اوس یې کارونه نیمګړي پاتې، تکمیلې کړي.

سرچینې

[۱]  عزت الله بدلون، مس عینک کان؛ ارزښت، کاري پرمختګ او پر وړاندې یې شته خنډونه، دریاست الوزار اقتصادي مرستیال دفتر انټرنېټي پاڼه، د خپرېدو لینک:   | DPMEA

 

[۲] China in Eurasia Briefing: Is China Finally Ready to Cash in on Afghanistan’s Resources, Radio Free Europe Radio liberty, published date: July 31, 2024, access link: China in Eurasia Briefing: Is China Finally Ready to Cash in on Afghanistan’s Resources? (rferl.org)

[۳] World Bank Group, Q&A: Aynak and Mining in Afghanistan, published date: April 2, 2013, access link: Q&A: Aynak and Mining in Afghanistan (worldbank.org)

 

[۴] China in Eurasia Briefing: Is China Finally Ready to Cash in on Afghanistan’s Resources, Radio Free Europe Radio liberty, published date: July 31, 2024, access link: China in Eurasia Briefing: Is China Finally Ready to Cash in on Afghanistan’s Resources? (rferl.org)

[۵] عزت الله بدلون، مس عینک کان؛ ارزښت، کاري پرمختګ او پر وړاندې یې شته خنډونه، دریاست الوزار اقتصادي مرستیال دفتر انټرنېټي پاڼه، د خپرېدو لینک:   | DPMEA

 

[۶] India resumes visa issuance for Afghan nationals, Khama press, published date: July 27, 2024, available ate: India resumes visa issuance for Afghan nationals – Khaama Press

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *