شانګهای همکارۍ سازمان اتلسمه ناسته او پر افغان سوله یې اغېزې

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو استازي د عقرب میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه، د دغه سازمان د لومړيو وزیرانو په 18مه غونډه کې د ازبکستان په مرکز تاشکند کې سره راټول شوي ؤو. د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د يوه پلاوي په مشرۍ، په دې غونډه کې ګډون کړی ؤو.

د دغه سازمان مخینه د افغانستان له حالاتو سره مستقیمه اړیکه لري او په وروستیو اتو کلونو کې هم د افغانستان په لور د دغه سازمان پاملرنه، اندېښنې او لېوالتیا زیاته شوې ده. په سیمه کې د دغه سازمان ارزښت ته په کتلو سره افغانستان هم تېر کال د دغه سازمان د بشپړ غړیتوب د ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان اجراییه رئیس د دغه سازمان د وروستۍ غونډې په څنډو کې د روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له لومړيو وزیرانو، د ایران د جمهور رئیس له لومړي معاون او د هند د دفاع له وزیر سره هم ملاقاتونه درلودل. [1]

د شانګهای همکارۍ سازمان د لومړیو وزیرانو ۱۸مې غونډې ته په کتو سره، د شانګهای غړو هېوادونو رول په افغان سوله کې څه دی؟ او په ټوله کې د یاد سازمان د غړو هېوادونو رول د افغان کشالې په دخیلو اړخونو باندې څه دی؟ په اړه یې دلته شننه شوې ده.

د شانګهای همکارۍ سازمان لنډه پېژندنه

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شوی، موخه یې د غړیو هېوادونو ترمنځ په امنیتي، سیاسي، تجارتي، اقتصادي، او یو شمېر نورو برخو کې همکارۍ ته وده ورکول دي.

همداراز د شانګهای همکارۍ سازمان د سخت دریځو اسلامپالو ډلو له خوا د راپورته کېدونکو ګواښونو د مخنیوي او له افغانستان نه د نشه يي توکو د قاچاق له منځه وړلو په موخه جوړ شوی.

د شانګهای د غړو هېوادونو مساحت د آسيا او اروپا په سلو کې يو شپيته خاوره او د وګړو د شمېر له مخې د نړۍ دویمه برخه وګړي په دې هېوادونو کې ژوند کوي. [2]

اوس مهال اته هېوادونه (چین، قزاقستان، قرغزستان، روسیه، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان) د یاد سازمان دایمي غړي، افغانستان، بېلاروس، ایران او د منګولیا هېوادونه یې د څارونکو؛ او ازربایجان، ارمانیا، کمبوډیا، نیپال، ترکیه او سریلانکا هېوادونه يې د خبرو شریکانو په حیث پيژندل کېږي. [3] د یادولو وړ ده، چې افغانستان په ۲۰۱۲م کال د چین په مرسته د دې سازمان  څارونکی هېواد شو.[4]

د شانګهای همکارۍ سازمان د لومړیو وزیرانو ۱۸مه غونډه

د افغانستان اوسنيو حالاتو  ته په کتلو سره د شانګهای د همکارۍ سازمان ښکېلتیا د افغان سولې پروسه کې اړینه ده، له همدې کبله د یاد سازمان غړي هېوادونه د افغان سولې پروسه کې د خپل رول د درلودو له مخې د یاد سازمان پاملرنه هم د افغانستان په لور زیاته شوې له همدې ځایه ده، چې دغه کنفرانس د افغانستان لپاره مهم ؤو. د یادې ناستې ډېره پاملرنه د شانګهای همکارۍ سازمان په داخلي جوړښت او کارونو باندې ؤو، او په ۲۰۱۸م کال او د ۲۰۱۹م کال په لړ کې چې کوم کارونه د یاد سازمان له لوري تر سره شوي ؤو، هغه وارزول شول او د یاد سازمان د ۲۰۲۰م کال په بودجه او پلان باندې بحث وشو همدارنګه یاد سازمان له نورو نړېوالو ټولنو سره د ګډې همکارۍ په موخه تفاهم‌نامې هم امضاء کړې، او په یاده ناسته کې په سیمه کې د چاپېریال په برخه کې ګټوره همکاري، تروریزم پر وړاندې ګډه مبارزه، د نشه يي توکو قاچاق، د انسانانو قاچاق، د پيسو ناقانوني حوالې، د سپکو وسلو ناجائزه سوداګري، اقتصادي وده،  ترانسپورتي همکاري او صنعتي ودې هم بحث وشو. [5]

په اقتصادي برخه کې: په اقتصادي برخه کې باید غړي هېوادونه په خپلو منځونو کې تجارتي راکړې ورکړي زیاتې او د غړو هېوادونو ترمنځ مالیه کمه کړل شي، همدارنګه غړي هېوادونه په خپلو سیمو کې د هغو طبیعي حوادثو په هکله معلومات شریک کوي، چې د دوی ګاونډیان اغېزمنوي، د هېوادونو د مشرانو او مسؤولینو ترمنځ د معلوماتو تبادله ترڅو په هېواد کې نړیوال توریزم ته وده ورکړي او د دغو مسؤولینو ترمنځ همغږي رامنځته کړي، د حوادثو د مدیریت په هکله له یو بل سره خپلې تجربې او معلومات شریکول او خپلمنځي ګډې پروژې پر کار اچول تر څو په سیمه کې د اقتصادي ودې د زیاتوالي سبب شي.[6]

د چاپېريال په ډګر کې همکاري: غړي هېوادونه به په ګډه سره د چاپېريال ساتنې په برخه کې نه یوازې دا چې پروګرامونه به جوړوي بلکې پلي کوي به یې هم، په تېره بیا په سرحدي سیمو کې.

تروریزم پر وړاندې ګډه مبارزه:  غړي هېوادونه باید د خپلو ملي قانونو له مخې د تروریزم د له منځه وړلو لپاره په خپلو کې همکاري وکړي او د سخت دريځو او بېلتون غوښتونکو عملونو مخنيوی به کوي.

نشه یي توکو پر وړاندې ګډه مبارزه: غړي هېوادونه به له یو بل سره د نشه يي توکو د ختمولو، انساني قاچاق، د پیسو ناقانونه حوالې او د نورو زيان رسونکو موادو پرخلاف اقدامات کوي. غړي هېوادونه باید د تمدنونو د جګړې پرخلاف له یو بل سره د تمدنونو ترمنځ خبرو اترو ته وده ورکړي.

سیاسي او نظامي:د تلپاتې ثبات او په نظامي-سیاسي ډګر کې خپلمنځي اعتماد پياوړي کول

د غړو هېوادونو له مشرانو سره ناستو ته کتنه

د شانګهای همکارۍ سازمان په اتلسمه ناسته کې د افغانستان په استازولی د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله برخه درلوده، یاده ناسته چې دوه ورځې یې دوام وکړ د حکومت اجرائیه رئیس د دې ناستې تر څنګ د سازمان د غړو هېوادونو له مشرانو سره هم ناستې درلودې او په یادو ناستو کې په لاندې ذکر شویو موضوعاتو باندې بحث وشو:

  • د سیمي د هېوادونو څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کولو غوښتنه: د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې په دغه غونډه کې یې د افغان دولت په استازیتوب ګډون کړی ؤو ، وویل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوې سیمه‌ییزې ستراتيژۍ او کړنلارې ته اړتیا ده تر څو وکولای شو، چې په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مقابله وکړو، همدا اوس افغانستان له دې ترهګری سره لاس او ګرېوان دی نو له همدې امله د شانګهای د همکاریو سازمان سیمه‌ییزو هېوادونو هوساینه د افغانستان سولې او ثبات پورې تړلې ده. نو لازمه ده، چې د سیمې د ګډو ستونزو د حل لپاره په ګډه د عادلانه سوله‌ییزې او باعزتې کړنلارې له مخې د جګړې ختمولو ته هڅه او کار وکړو. [7]
  • له روسیې سره د دوه‌اړخیزو اړیکو پراختیا: د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس د روسیې له صدراعظم سره د دې غونډې په څنډه کې لیدلي دي.[8] دغې لیدنې درې مهمې برخې لرلې: لومړی:د افغانستان او روسیې د دوه‌اړخیزه اړیکو پیاوړتیا؛ دويم: د افغانستان د سولې پروسه؛ دريم: نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه.
  • د سيمې له هېوادونو سره اړيکېد دې ترڅنګ د دغه کنفرانس په څنډو کې ډاکتر عبدالله عبدالله د سیمې د يو شمېر هېوادونو له لومړيو وزیرانو سره هم وليدل او د اړیکو پر نږدې کولو یې خبرې وکړې. د ازبکستان لومړی وزیر کابل ته راوبلل شو. له هند او ایران سره پر امنیتي او اقتصادي همکاريو خبرې وشوې او همدا راز له تاجکستان او قزاقستان سره هم د اړیکو په رغولو خبرې وشوې.

د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو رول په افغان سوله کې

په تېرو اتلسو کلونو کې د بېلابېلو خواوو په ګډو همکاريو، شانګهای همکارۍ سازمان په نړۍ کې د همکاريو داسې جامع او سيمه‌ييز سازمان ګرځېدلی، چې د پراخوالی او نفوس له لحاظ د نړۍ په سطحه له ټولو سازمانونو لوی دی. د دغه سازمان د غړو هېوادونو عمومي اقتصادي حجم او نفوس په جلاجلا توګه د نړۍ ۲۰ سلنه او ۵۰ سلنه جوړوي. له ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو او سيمه‌ييزو سازمانونو سره يې پراخې همکاريزې اړيکې ټينګې کړې دي او نړېواله اغېزه يې لاپسې پراخه کړې. او د یاد سازمان ټول غړي هېوادونه د افغانستان په جګړه کې په ټولو ښکېلو اړخونو نفوذ لري، نو له همدې امله یاد سازمان کې ځیني شامل هېوادونه کولای شي چې د افغان سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي، چین د خپل اقتصادي نفوذ د لرلو په اساس کولای شي، د سیمې هېوادونو [پاکستان] باندې فشار راوړي تر څو هغه ډلې، چې یو ډول نه یو ډول په افغان کشاله کې رول لري خبرو مېز ته کېنوي، په ټوله کې یاد سازمان دا توانایي لري چې په نړېواله سطحه امریکا ( د افغان جګړې د پیل اصلي لوری) ته ووایي، چې افغان کشاله د خبرو له لارې حل کېدلای شي او د خبرو له لارې په حل کې یې موږ هم همکاري کؤو او که چېرې د جګړې له لارې حل غواړی په هغه برخه کې یې موږ ور سره همکاري نه کؤو، نو که چېرې یاد هېوادونه په ريښتیا هم دا ډول وغواړي، امریکا دلته د ډېرې مودې لپاره نشي پاتې کېدی.[9]

پایله

د شانګهای همکارۍ سازمان د لومړیو وزیرانو ۱۸مه ناسته داسې مهال تر سره کیږي، چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې نه دي معلومې شوې او یو ځل بیا په سیمه‌ییزه او نړېواله کچه د سولې د خبرو د پیل غوښتنه شوې.

 اروپایي ټولنې، په مسکو کې د افغان سولې په اړه تر سره شوې څلور اړخیزه ناسته او په نېږدې راتلونکې کې د چین په کوربتوب د بین الافغاني ناستې تر سره کېدل هغه څه دي چې ورسره یو ځل بیا په افغانستان کې د تل پاتې سولې راتلو لپاره هېلې راټوکېدلې دي.

یاد سازمان په افغان کشاله کې په ښکېلو لوریو باندې نفوذ لري امید دئ چې دوی په دې برخه کې له خپل نفوذ نه مثبتې ګټې اخستنې سره په افغانانو باندې د دې تپل شوې جګړې د ختمولو هڅه وکړي او د افغان سولې لپاره، چې کومې هڅې اوس روانې دي د دوي په همکارۍ دا تېزې کړل شي، تر څو د دوی په مثبت رول ادا‌ء کولو سره  وکولای شو، چې د افغان سولې د راتلو او جګړې د ختم لپاره سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کړو.

همدارنګه افغان سیاست‌والو ته په کار ده، چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې هم زر تر زره اعلان او وړونکی ټیم دې د نوي حکومت د تشکیل لپاره کوټلي ګامونه واخلي او بایلونکي ټاکنیز ټیمونه دې ګټونکي ټیم سره د نوي حکومت په تشکیل او د افغان حکومت له لوري د سولې د پروسې په پیل کې خپله هراړخیزه همکاري وکړي؛ تر څو په دې سره وکولای شو، چې خپل نړېوال موقف قوي کړو او په افغانستان کې یوې تل پاتې سولې ته ورسیږو.

===================================================================================

[1]https://csrskabul.com/?p=1841- د شانګهای همکارۍ سازمان او پر افغانستان یې اغېزې

[2] https://en.wikipedia.org/wiki/Shanghai_Cooperation_Organisation

[3] http://eng.sectsco.org/secretariat/

[4] http://eng.sectsco.org/secretariat/

[5] https://pa.azadiradio.com/a/30249639.htmlعبدالله عبدالله: سولې ته د رسېدو لپاره باید د خلکو غوښتنې په پام کې ونیول شي –

[6] https://8am.af/pashto/shanghai-cooperation-org/ د شانگهای د همکارۍ سازمان پراختیا مومی

[7] https://aric.adb.org/initiative/shanghai-cooperation-organization

[8]https://thediplomat.com/2019/06/the-shanghai-cooperation-organization-a-vehicle-for-cooperation-or-competition/- The Shanghai Cooperation Organization: A Vehicle for Cooperation or Competition?

[9] https://ccdcoe.org/organisations/sco/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *