په اقليمي بدلونونو کې د افغانستان ځای او د هغې څخه د ژغورنې ستراتيژي

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • په اقليمي بدلونونو کې د افغانستان ځای او د هغې څخه د ژغورنې ستراتيژي
  • د اقلیم په بدلون کې د افغانستان ځای
  • په افغانستان کې د اقلیم د بدلون پایلې
  • د اقلیم بدلون سره د مبارزې لپاره د ژغورنې ستراتیژي
  • پايله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په ځمکه کې د هوا بدلون چې د بشري فعالیتونو په پایله کې پېښیږي د ملګرو ملتونو کنوانسیون لخوا  د اقلیم بدلون(Climate change) په نوم ياديږي.  دا ټول هغه بدلونونه دي چې د انسانی فعالیتونو په پایله کې د نړیوالې هوا په جوړښت کې رامینځته کېږي. د اقلیم بدلون، د څو پیړیو راهېسې د صنعتي پروژو په پایله کې، د فوسیل سونګ موادو لکه د تېلو او ډبرو سکرو، د ځنګلونو د پرې کولو او د مختلفو زراعتي میتودونو په کارولو سره، د کاربن ډای اکسایډ (CO2)،  میتان (CH4) او نایتروجن اکسایډ (N2O) په څېر د شنو خونو ګازونو په اتموسفیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی،  چې د اقلیم د بدلون لامل شوی دی، لکه په نړیواله توګه د نړۍ د تودوخې زیاتوالی، د سمندر د سطحې زیاتوالی او د غیر متوقع اقليمي پیښو زیاتوالی لکه وچکالي، سیلابونه او ناڅاپي طوفانونه، چې د بشري حقونو او د هغوی د بنسټېزو فزیکي او فزیولوژیکي اړتیاوو پوره کول ېې له خطر سره مخامخ کړي، چې اکثریت خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او د ښځو، ماشومانو او  د نورو وګړو ژوند یې په مختلفو ټولنېزو، اقتصادي او سیاسي اړخونو کې له ګواښ سره مخ کړی دی.

افغانستان نه یوازې دا چې د اقلیم له دې بدلونونو اغېزمن شوی دی بلکې د نړیوالو راپورونو له مخې د اقلیمی بدلون څخه د زیان ليدونکو هېوادونو په ډله کې د نړۍ شپږم هیواد بلل شوی. د ماشومانو د ژغورنې ادارې (Save the Children)  په یوه راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اقلیمي بدلونونو (وچکالۍ، سختې ګرمۍ، سېلابونو، ځمکې ښویېدو) او طوفانونو له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۸ زره کسان بی ځایه شوي چې ۵۰ سلنه یې ماشومان دي.

په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو په خپل کلني راپور کې اعلان کړی چې د اقلیم د بدلون له امله په هېواد کې شاوخوا ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او شاوخوا ۲،۵ میلیونه کسان د دوی له اصلي سیمو څخه بې ځایه شوي دي او هر کال د کرنې په برخه کې بزګرانو ته د ۲۵۰ ميلیون ډالرو په ارزښت زیانونه اړوي.

په دې مقاله کې د اقلیم د بدلون په برخه کې د افغانستان دریځ، په دې هېواد کې د اقلیم د بدلون پایلې او د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره د ژغورنې ستراتیژي له مهمو موضوعاتو څخه دي چې تر بحث لاندې نیول کیږي.

 

 

د اقلیم په بدلون کې د افغانستان ځای

افغانستان د اقلیم د بدلون په اړه نړیوال تړونونه لکه په ۱۹۹۲ کال کې UNFCCC، په ۲۰۱۳ کال کې د کیوټو پروتوکول او په ۲۰۱۷ کال کې د پاریس تړون د اقلیم د بدلون د ناوړه اغیزو د کمولو په موخه له نورو هېوادونو سره د همکارۍ په برخه کې لاسلیک کړي دي.  که څه هم افغانستان کولای شي له دغو تړونونو په تېره بیا د کیوټو پروتوکول او د پاریس له تړون څخه ګټه واخلی او د دغو پروتوکولونو پر بنسټ دغه هېواد له پرمختللو هېوادونو څخه مالي، تخنیکي او د ظرفیت لوړونې مرستې ترلاسه کولای شي. خو د څو لسیزو پرله پسې جګړو، سیاسي بې ثباتۍ، ناامنی او د نړیوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت په رسمیت نه پیژندلو له امله افغانستان تراوسه نه دی توانیدلی چې له دغو پروتوکولونو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي. تردې چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په دریو کنفرانسونو کې چې په پرله پسې په ۲۰۲۱، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په دوبۍ کې جوړ شوي وو افغانستان ته د ګډون بلنه هم نه وه ورکړل شوې.

له بلې خوا، افغانستان یو شمیر قوانین، مقررات او پالیسۍ لري لکه د چاپیریال قانون، د ځنګلونو د چارو قانون او مقررات، د تېلو او ګازو قانون، د کانونو قانون، د اوبو قانون، د انرژۍ قانون، همدارنګه د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمولو مقررات او د چاپیریال ساتنې پالیسي تنظیم او پلي کړي دي. چې دا ټول د اقلیم د بدلون په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د همکارۍ لپاره د افغانستان ژمنتیا څرګندوي.

د آلمان د راپور په اساس د ۲۰۲۱ کال د اقلیم د خطر د شمېرو له مخې، افغانستان له موزمبیق، زیمبابوې، جاپان او مالاوي وروسته په نړۍ کې د اقلیم د بدلون څخه د اغېزمنیا له کبله شپږم ډیر زیان منونکی هیواد دی. دغه راز د خوړو نړیوال سازمان هم په یوه راپور کې ویلی چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ شپږم زیانمنونکی هېواد دی. پداسې حال کې چې افغانستان د اقلیم په بحران کې د هیڅ رول نه دی لوبولی، د شنو خونو د ګازونو د اخراج یو له کوچنیو عواملو څخه دی؛ خو له دې ستونزې څخه تر ټولو زیان منونکی هیواد ګڼل کیږي.

له بلې خوا د سره صلیب د نړیوال فدراسیون (IFRC) لخوا په ۲۰۲۰ کال کې د خپور شوي راپور له مخې افغانستان له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د طبیعي پېښو له زیان ليدونکو هېوادونو څخه یو بلل شوی دی. په همدې حال کې په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي اعلان کړې و چې افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې تر ټولو زیان ليدونکی هېواد دی.  او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) د مرستیالې روزا اوتنبایوا په راپور کې چې د اقلیم په اړه نړیواله غونډه وه او دوبۍ کې د ۲۰۲۳ کال کې ترسره شوه وویل چې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

خو د اقلیم د بدلون له ګواښونو سره سره د نړیوالو له خوا د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندلو کې د تخنیکي ظرفیتونو کمښت او د همکاریو په برخه کې د نړیوالو نه پاملرنه د افغانستان اوسنی او راتلونکې د اندېښنې وړ بلل کیږی.

په افغانستان کې د اقلیم د بدلون پایلې

لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د ترسره شویو څیړنو له مخې، د صنعتي هیوادونو لخوا د فوسیل سونګ موادو لکه ډبرو سکرو، تېلو او ګازو کارول د نړۍ د اقلیم په بدلون کې ترټولو لویه ونډه لري او د نړۍ د شنو خونو ګازو په اخراج کې ۷۵٪ څخه ډیر او د ټول کاربن ډای اکسایډ ٪ ۹۰ اخراج جوړوي.  سره له دې چې افغانستان د شنو خونو د غازونو په اخراج کې ډېره ونډه نه لري، خو د سترو صنعتي هېوادونو له خوا د شنو خونو د ګازو د اخراج له امله افغانستان د اقلیمي بدلونونو په برخه کې زیانمن شوی دی او د دې هیواد وګړو ته یی لوی ځاني، مالي او زراعتي زیانونه اړولي دي.

د ۲۰۲۲  کال کې د کاربن ډای اکسایډ  د اخراج برخه کې د هیوادونو جدول.

Share of world Per capita Population (2022) ۱ Year Change CO2Emission            (tons, 2022 Country NO
۳۲٫۸۸% ۸٫۸۹ ۱,۴۲۵,۱۷۹,۵۶۹ -۰٫۳۹% ۱۲,۶۶۷,۴۲۸,۴۳۰ China ۱
۱٫۷۸% ۷٫۶۷ ۸۹,۵۲۴,۲۴۶ ۱٫۲۷% ۶۸۶,۴۱۵,۷۳۰ Iran ۲
۰٫۵۲% ۰٫۸۲ ۲۴۳,۷۰۰,۶۶۷ -۷٫۷۴% ۱۹۹,۳۲۹,۸۵۰ Pakistan ۳
۰٫۳۴% ۳٫۷۹ ۳۴,۹۳۸,۹۵۵ ۳٫۷۰% ۱۳۲,۴۳۳,۵۲۰ Uzbekistan ۴
۰٫۱۸% ۹٫۶۷ ۷,۲۳۰,۱۹۳ ۱٫۸۳% ۶۹,۸۸۲,۹۳۰ Turkmenistan ۵
۰٫۰۳% ۱٫۰۴ ۱۰,۱۸۲,۲۲۲ ۱٫۳۱% ۱۰,۵۵۱,۲۸۰ Tajikistan ۶
۰٫۰۱% ۰٫۱۴ ۴۰,۵۷۸,۸۴۲ ۰٫۶۵% ۵,۶۷۵,۷۷۰ Afghanistan ۷

 

پورته جدول کې لیدل کیږي چې افغانستان د خپل نفوس په پرتله، د کاربن ډای اکسایډ (CO2) (د ځمکې په اتموسفیر کې یو له مهمو شنو خونو ګازونو څخه دی چې د اقلیم په بدلون کې مهم رول لوبوی) او نورو ګازونو په تولید او خوشې کولو کې خورا لږ رول لوبوی مګر دا چې د کاربن ډای اکسایډ ترټولو لوی اخراج کوونکو هیوادونو لکه چین، هند، ایران، روسیه، جاپان او داسې نورو سره نږدې موقعیت لری، د اقلیم د بدلون له نظره د نړۍ یو له خورا زیان ليدونکو هیوادونو څخه بلل شوی دی او د دې هیواد وګړو ته یې خطرناکې پایلې رسولي دي چې لاندې بحث کې ورته اشاره شوې ده.

سېلابونه: د پرله پسې طبيعي پېښو په توګه په افغانستان کې سېلابونه د دغه هېواد خلک له سترو ننګونو سره مخ کړي دي. سختو بې موسمي بارانونو او ویجاړونکو سېلابونو د کورونو د ورانېدو لامل شوي او د دغه هېواد په یوشمېر ولایتونو کې یې کرنیزو ځمکو، باغونو او حتی د خلکو د استوګنې ځایو ته په زیاته اندازه اوبه او خټې ننوتې او ځايي اوسېدونکو ته یې ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. وروستي سیلابونه چې د وچکالۍ له امله رامینځته شوي او د خاورې د نفوذ کمښت چې په ځمکه کې د اوبو د کم جذب لامل کیږي، لوی زیانونه ترشا پریښي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوالې ادارې له خوا د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د خپرو شویو شمېرو له مخې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د سېلابونو له امله له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۱۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.  له بلې خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل شپږ میاشتني راپور کې ویلي چې د می په میاشت کې د افغانستان په شمال ختیځ کې سختو بارانونو او ویجاړونکو سیلابونو د بدخشان، بغلان او تخار ۲۱ ولسوالۍ اغیزمنې کړې چې له امله یې ۱۸۰ کسان وژل شوي او ۲۸۰ تنه ټپیان شوي دي.  خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر UCHA وايي چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو شاوخوا ۸۳ زره کسان اغیزمن کړي دي.  د اقلیم د بدلون ناوړه اغیزې، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د کورونو او د خلکو د عاید د سرچینو ویجاړول، یو زیات شمیر ځایي اوسیدونکي بې ځایه کړي دي. د ماشومانو د ژغورنې سازمان (Save the Children) د راپور له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله لږ تر لږه ۳۸ زره کسان، چې ډېري یې ماشومان دي، بې ځایه شوي دي. د دې پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د داخلي بې ځایه شویو شمېر په ۲۰۲۳ کال داخلي بې‌ځایه شویو شمېر څخه ډېر دی.

وچکالي: د اقلیم د بدلون بله ناوړه پایله وچکالي او د اورښت کموالی دی. د څېړنو له مخې په افغانستان کې د اورښت منځنۍ کچه ۲۵۶ ملي متره ده، خو په دغه هېواد کې د اورښت تر ټولو لوړه کچه ۳۱۲ ملي مترو ته رسېدلې ده. په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د اورښت کچه له ۱۰۰ ملي مترو څخه کمه ده.

له همدې امله په افغانستان کې د اورښت د منځنۍ کچې له مخې دغه هېواد د نړۍ له وچو سیمو څخه دی. د وچکالۍ پراخوالی چې د څو سوه کیلومترو څخه تر زرګونو مربع کیلومترو پورې اغیزه کوي، او اصلي عامل یې د باران او واورې کمښت دی د اوبو د سرچینو کمښت هم لامل کیږي. له همدې امله د څښاک، کرنې، مالدارۍ، صنعت او شنو ساحو او نورو لپاره د اوبو د سرچینو د نشتوالي له امله خلک د ځمکې لاندې زیرمې په ډیره اندازه کاروي چې دا به د اوبو سرچینو ته د نه جبرانېدونکي زیان لامل شی. له بلې خوا، د وچکالۍ دوام د کرنېزو محصولاتو په کمیت او کیفیت منفي اغیزې لري او د معیشت لپاره جدي ستونزې رامینځته کوي. ځکه چې د افغانستان د خلکو ۸۰ سلنه اقتصاد په کرنه او مالدارۍ متکي دی  او همدا راز د بې وزلۍ د له منځه وړلو هڅې له خنډ سره مخ کوي او بشري مرستو ته د خلکو اړتیا زیاتوي.

د دې پر بنسټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي چې ۱۲،۳ میلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

له بلې خوا په یو شمېر ولایتونو کې خلک د څښاک د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او له همدې امله غیر صحی اوبه، مالګينې اوبه، ترخې اوبه، ناپاکې اوبه او داسې نورې کاروي. د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د مسؤلینو د راپور له مخې د تېر هجري لمریز کال په وروستیو کې شاوخوا ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ وو  او د حیواناتو لخوا د ناپاکو اوبو څښل د ناروغیو خپریدل او حتی د مرګ لامل کېږی. د IFRC راپور له مخې، په افغانستان کې وچکالۍ د ۲۰۱۸ کال د اپریل څخه د ۲۰۱۹ تر جولای پورې ۱۰٫۶ میلیونه خلک اغیزم۳ن کړي دي.

زلزله: د نړیوالو زلزلو څیړونکي په دې باور دي چې وچکالي او د نړۍ د تودوخې او د اقلیم بدلون د زلزلې لامل نه کیږي، بلکې دا عوامل کولی شي د زلزلې ځپلي ځایونو کې د زلزلې خطر رامنځته کړي. په وروستيو کلونو کې د اقليمي بدلون او د هغې د اغېزو له امله د زلزلو پېښې زياتې شوې دي، په تېره بيا په هغو ځايونو کې چې د قوي زلزلو وړاندوينه نه کېده. په تېرو پنځو کلونو کې د اقلیم د بدلون او وچکالۍ اغېزې لیدل شوي او دې مسلې ته د امریکا په کلیفورنیا ایالت او نورو هیوادونو کې جدي پاملرنه شوې ده. د OCHA د راپور له مخې، په هرات کې د تېر کال زلزلې څه د پاسه ۱۱۵۰۰ کسان اغېزمن کړل. په داسې حال کې چې تر زرو کلونو مخکې په دې سيمه کې هېڅ زلزله نه وه شوې. دغه راز د افغانستان په ټولو سیمو کې د نورو کوچنیو زلزلو تر څنګ تېر کال د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ریښتر په کچه یوه بله ۶،۴ درجې زلزله وشوه چې د سیمې خلکو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله په هر حال، د زلزلې ساینس پوهان په دې نظر دي چې “په تیوريکي او د موجوده انګیرنو او فزیکي میتودونو په کارولو سره، دا ویل کیدای شي چې د زلزلې په رامینځته کولو کې د اقلیم د بدلون فشار، لویي دښتې چې د خوځښت فعال توان لري او د اوبو لوی حجم لري تقریبا له ۳۰ کیوبیک کیلومتره پورته له لاسه ورکړي دي، مهم رول لوبوي.

د تودوخې زیاتوالی: د تودوخې زیاتوالی د بشري فعالیتونو په پایله کې، په ځانګړې توګه صنعتي فعالیتونه چې د شنو خونو ګازونو اخراج زیاتوي، د اقلیم بدلون او د نړیوالې تودوخې لامل کیږي. له ۱۸۵۰ز. کال راهیسې د ځمکې تودوخه په اوسط ډول په هره لسېزه کې د ۰٫۱۱ درجې فارنهایټ (۰٫۰۶ درجې سانتي ګراد) یا په ټوله کې شاوخوا ۲ درجې فارنهایټ لوړه شوې ده. مګر د تودوخې کچه له ۱۹۸۲ ز. کال راهیسې درې چنده زیاته شوې، چې په هره لسیزه کې د ۰٫۳۶ درجې فارنهایټ (۰٫۲۰ درجې سانتي ګراد) لخوا ګړندی کیږي. ۲۰۲۳ کال په ډیر تفاوت سره ترټولو ګرم کال و. لکه څنګه چې د ۲۰ پیړۍ اوسط ۵۷٫۰ درجې فارنهایټ (۱۳٫۹ درجې سیلسیس) څخه ۲٫۱۲ درجې فارنهایټ (۱٫۱۸ درجې سیلسیس) لوړ دی. دا د پخوانۍ کلنی  اوسط (۱۹۰۰-۱۸۵۰) څخه ۲٫۴۳ درجې فارنهایټ (۱٫۳۵ درجې سیلسیس) لوړ و. وروستي لس کلونه (۲۰۱۴-۲۰۲۳) په تاریخ کې تر ټولو ګرم کلونه وو او داسې وړاندوینه هم کیږی چې کیدای شي ۲۰۲۴ کال تر ټولو ګرم کال وي.

افغانستان هم په همدې لسېزو کې د تودوخې د پام وړ زیاتوالی تجربه کړی دی، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام (UNEP) او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې (NEPA) د ګډ راپور له مخې په تېرو دېرشو کلونو کې افغانستان هم په تېرو څو لسېزو کې د تودوخې د پام وړ زیاتوالی تجربه کړی دی. په ځانګړي توګه په پسرلي او مني کې په ټول هیواد کې د تودوخې درجه لوړه شوې ده،” د NEPA بل راپور موندلې چې د ۱۹۵۰ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ، د افغانستان تودوخه ۱٫۸ درجې سانتي ګراد لوړه شوې، چې د نړیوال نرخ دوه برابره ده.

د خوړو خوندیتوب: د ملګرو ملتونو د تعریف له مخې، د خوړو خوندیتوب د هر وخت لپاره کافي خواړو ته د ټولو خلکو لاسرسي ته ویل کیږي ترڅو سالم بدن ولري. د خوراکي توکو شتون، هغې ته لاسرسی او د هغې په ترلاسه کولو کې دوام د خوړو د خوندیتوب له مهمو عواملو څخه ګڼل کیږي. د پورتنیو قضیو له مخې، د اقلیم بدلون د مالدارۍ، کرنې، کښت او بڼوالۍ په بهیر کې د منفي او بدو پایلو لامل کیږي او همدارنګه د وچکالۍ او پاکو اوبو ته د نه لاسرسي او نشتوالي لامل کیږي. دا ویل کیدی شي چې د اقلیم بدلون د خوړو په خوندیتوب مستقیم او غیر مستقیم اغیز لري او همدارنګه د خوړو د ځنځیر په مختلفو مرحلو کې خطرونه رامینځته کوي.

په دې اساس، د هېواد زیانمنتیا د نورو عواملو تر څنګ، له دې اړخه هم د فقر او لوږې له جدي ستونزې سره مخ دی. له همدې امله، د (OCHA) په وینا، د افغانستان ۴۸٪ نفوس د فقر کرښې لاندې ژوند کوي. دغه بنسټ ویلي چې دا مهال په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب سره مخ دي.  د دې پر بنسټ په افغانستان کې له هرو دریو کسانو څخه یو تن د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دی. له همدې امله د اقلیم بدلون د یوې طبیعي ناورین او نړیوالې ستونزې په توګه د افغانستان د خلکو د بې وزلۍ یو له اصلی لاملونو څخه دی چې له خلکو څخه د هغوی کار او شتمنۍ لکه باغونه، ځمکې او جایدادونه او حتی کورونه او ژوند اخلي.

د اقلیم بدلون سره د مبارزې لپاره د ژغورنې ستراتیژي

په کورني او نړیواله کچه د هراړخیزو او همغږیو ستراتیژیو او کړنو په کارولو سره، موږ کولی شو د اقلیم د بدلون ځینې منفي اغیزې کمې کړو او د چاپیریال په ښه کولو کې مرسته وکړو:

داخلي اقدامات

– د اوبو د سرچینو مدیریت: د نویو ټیکنالوژیو په کارولو سره د اوبو سرچینو مدیریت ته وده ورکول او د اوبو ایکوسیستم ساتل او د اوبو سرچینو ککړتیا کمول؛ دا ستراتیژي کولای شي چې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې په برخه کې اغیزمنه کیدی شی.

– د نوي کیدو وړ انرژۍ سرچینو ملاتړ: د لمریزې انرژۍ، باد انرژۍ او د انرژۍ د تولید نورو سرچینو باندې پانګونه او مالي اسانتیاوې چمتو کول چې د شنو خونو ګازونو د اخراج لامل نه کیږي.

– د ایکوسیستمونو ساتنه: د خوندي سیمو رامینځته کول او د ایکوسیستمونو ، ځنګلونو او طبیعي چاپیریالونو د ژوندي کولو په برخه کې د بریالۍ پروژو ملاتړ او د اقلیم د بدلون په اړه د عامه پوهاوي هڅول او خلک او ټولنې هڅول چې د ایکوسیستمونو ساتنې په اړه مسؤل او دوامداره چلند غوره کړي.

– د ککړتیا مخنیوی: د مناسبو بدیلونو سره د هر ډول ککړتیا مخنیوي لپاره باید هڅې وشي؛ د بېلګې په توګه: په لویو ښارونو لکه کابل، مزار او کندز کې د ټرانسپورټ په برخه کې د فوسیل تېلو کموالی او مخنیوی او د عامه ترانسپورت لکه سایکل چلولو لپاره د خلکو هڅول او هم د بریښنایی موټرو پراختیا یا د ځینو هیوادونو لکه چین، هند، اندونیزیا او نورو په څیر د هوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره مالیه لګول ترڅو د هوا دککړتیا مخه ونیول شي.

– کلتور جوړونه: د خلکو هڅول چې د دوامداره ژوند طرز غوره کړي؛ د اقلیم د بدلون په اړه د عامه پوهاوي د زیاتولو او د اقلیم د بدلون سره د مقابلې لپاره د دوی مسؤلانه چلند لپاره روزنیز کورسونه او د رسنیو کمپاینونه ترسره کول.

نړیوال اقدامات

– د شنو خونو ګازونو اخراج کمول: د شنو خونو ګازونو اخراج کمولو لپاره د پالیسیو پلي کول ، لکه د نوي کیدونکي انرژي (لمر، باد او اوبو) په برخه کې پانګونه او مالي اسانتیاوې چمتو کول او د انرژي مصرف اصلاح کول په صنعتونو او ودانيو کې د دې ډول انرژي مؤثریت لوړول.

– څیړنه او پراختیا: د نوي ټیکنالوژیو رامینځته کولو لپاره په ساینسي څیړنو کې پانګونه چې د شنو خونو ګازونو کمولو او د نوي کیدونکي انرژي کارولو کې مرسته کوي.

– د نړیوالو کنفرانسونو زیاتوالی: د نړیوالو کنفرانسونو ترسره کول لکه (COP) او د اقلیم د بدلون په وړاندې زیان منونکي ټولو هیوادونو ته بلنه ورکول ترڅو د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره د نړیوالو اقداماتو په اړه د نظرونو تبادله وکړي.

– نړیواله همکاري: په نړیوالو تړونونو کې ګډون او د اقلیم له ننګونو سره د مقابلې لپاره د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره همکاري یو بل فرصت دی چې هیوادونه کولی شي په روښانه توګه خپلې دندې او مسؤلیتونه وپیژني او پلي کړي.

پایله

د پورتنیو معلوماتو له مخې، افغانستان د اقلیم د بدلون له امله له جدي ننګونو سره مخ دی، چې د میلیونونو خلکو ژوند یې اغېزمن کړی او د اقتصادي او بشري ناورین لامل شوی دی. د اقلیم له بدلون سره د مقابلې لپاره د نړیوالو تړونونو له لاسلیک سره سره، سیاسي بې ثباتۍ او د نړیوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندلو دغه هېواد له مالي او تخنیکي مرستو څخه د ګټې اخیستنې مخه نیولې ده.

وړاندې شوي راپورونه ښیي چې افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې تر ټولو زيات زیان ليدونکی هیواد دی، په داسې حال کې چې د شنو خونو ګازونو په اخراج کې یې ونډه ډیره کمه ده. دا وضعیت د نړۍ په چاپیریال باندې د صنعتي هیوادونو د منفي اغیزو او تخنیکي ظرفیتونو او نړیوالې همکارۍ ته د نه پاملرنې له امله رامینځته شوی. له همدې امله د څښاک پاکو اوبو ته نه لاس رسی، د داخلي بې ځایه شویو کسانو زیاتوالی او د کرنې په سکتور کې د پام وړ زیانونه په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو لپاره د زیربناوو د پیاوړتیا او نړیوالې همکارۍ بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي. دغه هېواد له دغو ننګونو سره د مقابلې او د خلکو د ژوندانه د ښه والي لپاره د نړيوالې ټولنې جدي پاملرنې او ملاتړ ته اړتيا لري.

وړاندیزونه

د افغانستان اسلامي امارت ته وړانديزونه:

  1. ۱٫ د کورني ظرفیتونو پیاوړتیا: د اسلامي امارت لپاره اړینه ده چې د اوبو د سرچینو د مدیریت او دوامدارې کرنې په برخه کې د کروندګرو او سیمه ییزو ټولنو لپاره تعلیمي او تخنیکي پروګرامونه په لاره واچوي. دا کولی شي د اقلیم بدلون څخه د زیان په کمولو کې مرسته وکړي.
  2. ۲٫ د چاپیریال د قوانینو پیاوړتیا: د چاپیریال د قوانینو او مقرراتو په سمه توګه تطبیق، په ځانګړې توګه د ځنګلونو او د اوبو د سرچینو د ساتنې په برخه کې چې کولی شي د اقلیم د بدلون د منفي اغیزو په کمولو کې مرسته وکړي.
  3. ۳٫ د چاپیریالي زیربناوو پراختیا: د اوبو په زیربناوو کې پانګونه، په ځنګلي سیمو کې د نیالګیو کښت، په ښارونو کې د شنو پارکونو زیاتوالی او د شنو ساحو خړوبول، د کانالیسیون عصري سیسټمونه او د باران د اوبو ذخیره کول، د اقلیم د ناوړه اغیزو په کمولو کې مرسته کولی شي.
  4. ۴٫ د سیمه ييزو او نړیوالو بنسټونو سره ملګرتیا: د غیر دولتي سازمانونو او نړیوالو بنسټونو سره د پوهې او سرچینو د تبادلې لپاره د اغیزمنې همکارۍ رامینځته کول کولی شي د چاپیریال په ښه کولو کې مرسته وکړي او د اقلیم د بدلون له امله رامینځته شوي زیانونه کم کړي.

نړیوالې ټولنې ته وړاندیزونه:

  1. ۱٫ مالي او تخنیکي ملاتړ: نړیواله ټولنه باید د نړیوال تړون پر بنسټ له افغانستان سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي، ترڅو دغه هېواد د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپل ظرفیتونه پیاوړي کړي.
  2. ۲٫ له اسلامي امارت سره تعامل: د بین المللي همکارۍ د اسانتیا په موخه باید نړیواله ټولنه د افغانستان له اسلامي امارت سره اړيکې پراخي کړي او د اقلیم د بدلون په اړه جوړیدونکي خبرو کې دې ورته ځای ورکړي.
  3. ۳٫ د چاپیریالي پروژو ملاتړ: په افغانستان کې د چاپیریال ساتنې او د اقلیم د بدلون په اړه د پروژو ملاتړ کولی شي د دې بدلونونو د منفي اغیزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
  4. ۴٫ د ځنګلونو ساتنه او پراختیا: د ځنګلونو د ساتنې لپاره باید د ونو د پرې کولو او د اور اخیستلو د مخنیوي لپاره هڅې وشي او د ودې لپاره یې په خالي ځایونو او نورو دولتي سیمو کې شنې ونې وکرل شي.
  5. ۵٫ د اوبو د منابعو مدیریت: د اوبو د منابعو د مدیریت لپاره باید له څو لارو څخه کار واخیستل شي لکه: د ذخیروی څاګانو کیندل، د ځمکې لاندې اوبو د ساتلو لپاره د پوهاوي لوړول، د شنو سیمو ساتل او داسې نور څخه کار واخېستل شي.
  6. ۶٫ د نړیوالو کنفرانسونو ترسره کول: د اقلیم د بدلون په اړه د نړیوالو کنفرانسونو ترسره کول د افغانستان وضعیت ته په پام سره، کولی شي د دې هیواد ننګونو او اړتیاو ته ډیره پاملرنه راجلب کړي.

سرچیني

[۱] . وینسنت توماس،(۲۰۱۶)، تغییر اقلیم در افغانستان: چشم انداز‌ها و فرصتها، ص۱، لینک:

https://www.boell.de/sites/default/files/climate_change_dari.pdf

[۱] . پروگرام محیط زیست ملل متحد، ۲۰۰۹، ص ۱۶٫

[۱].  Save the Children: AFGHANISTAN: EXTREME WEATHER FORCES MORE PEOPLE FROM THEIR HOMES IN FIRST SIX MONTHS OF 2024 THAN ALL 2023, 6 August,2024,link:

https://www.savethechildren.net/news/afghanistan-extreme-weather-forces-more-people-their-homes-first-six-months-2024-all-2023

[۱] . طلوع نیوز: تلاش‌ها برای از سرگیری پروژه‌های محیط زیستی … ۲۴ اسد ۱۴۰۳هـ.ش، لینک:

https://tolonews.com/fa/afghanistan-190230#:~:text=%D8%A8%D9%87%20%DA%AF%D9%81%D8%AA%D9%87%20%D9%85%D8%B3%D9%88%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%86%20%D8%A7%DB%8C%D9%86%20%D8%A7%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D9%87,%D8%B2%D8%B1%D8%A7%D8%B9%D8%AA%20%D8%A8%D9%87%20%DA%A9%D8%B4%D8%A7%D9%88%D8%B1%D8%B2%D8%A7%D9%86%20%D8%A2%D8%B3%DB%8C%D8%A8%20%D9%85%DB%8C%E2%80%8C%D8%B1%D8%B3%D8%AF.

[۱] . اداره ملی حفاظت محیط زیست، ریاست تغییر اقلیم، لینک:

https://www.nepa.gov.af/service3dr

[۱] . افغانستان؛ متاثر از تغییرات اقلیم و محروم از نشست اقلیمی، ۲۰ میزان ۱۴۰۲هـ.ش، لینک:

https://www.dw.com/fa-af/افغانستان-شدیداً-آسیبپذیر-از-تغییر-اقلیم-و-محروم-از-نشست-اقلیمی/a-67693391

[۱]. Najibullah Zaki, An Overview of Climate Change in Afghanistan: Causes, Consequences, Challenges and Policies, January, Page 3.

[۱] . اتحادیه اروپا: افغانستان آسیب پذیر ترین کشور در برابر تغییرات اقلیمی است، ۴ May 2024، لینک:

https://www.aa.com.tr/fa/افغانستان/اتحادیه-اروپا-افغانستان-آسیب-پذیرترین-کشور-در-برابر-تغییرات-اقلیمی-است/۳۲۰۷۸۷۵

[۱] . UNAMA: TIME TO MOVE FROM AWARENESS TO ACTION AS COP 28 OPENS IN DUBAI, 1 Dec 2023, link:

https://unama.unmissions.org/time-move-awareness-action-cop28-opens-dubai

[۱] . Climate Action: Causes and Effects of Climate Change, link:

https://www.un.org/en/climatechange/science/causes-effects-climate-change

 

[۱]. Worldomater: CO2 Emissions by Country, link:

[۱] . ایسنا: علل وقوع سیل در افغانستان؛ چالش‌ها برای مقابله با بلایای طبیعی، ۱۶، می ۲۰۲۴م، لینک:

https://www.aa.com.tr/fa/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86/%D8%B9%D9%84%D9%84-%D9%88%D9%82%D9%88%D8%B9-%D8%B3%DB%8C%D9%84-%D8%AF%D8%B1%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%DA%86%D8%A7%D9%84%D8%B4-%D9%87%D8%A7-%D8%A8%D8%B1%D8%A7%DB%8C-%D9%85%D9%82%D8%A7%D8%A8%D9%84%D9%87-%D8%A8%D8%A7-%D8%A8%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%A7%DB%8C-%D8%B7%D8%A8%DB%8C%D8%B9%DB%8C/3219984

[۱] . Unicef: Humanitarian Situation Report, 1-January-30 June 2024,link:

https://www.unicef.org/afghanistan/media/10386/file/Afghanistan%20Country%20Office%20Mid-Year%20Sitrep%20Number%206_%20Jan%20-%20June%202024_Cleared.pdf.pdf

[۱]. Ariana News: اوچا: ۴۸ درصد از جمعیت افغانستان…۱۵ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش، لینک: https://www.ariananews.af/fa/%D8%A7%D9%88%DA%86%D8%A7%DB%B4%DB%B8D8%AF%D8%B1%D8%B5%D8%AF%D8%A7%D8%B2%D8%AC%D9%85%D8%B9%DB%8C%D8%AA%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%B2%DB%8C%D8%B1%D8%AE%D8%B7/

[۱] . اقلیم بارشی سرزمین افغانستان، فصلنامه تحقیقات جغرافیایی، سال ۲۹، شماره سوم، پائیز ۱۳۹۳، شماره مسلسل ۱۱۴، ص ۱۹۸، لینک:

https://georesearch.ir/article-1-355-fa.pdf

[۱]. اداره ملی آمادگی و رسیدگی به حوادث: خشکسالی، لینک:

https://andma.gov.af/dr/%D8%AE%D8%B4%DA%A9%D8%B3%D8%A7%D9%84%DB%8C

[۱] . طلوع نیوز: اثرهای بد تغییر اقلیم در کشور؛ ۱۷ دلو ۱۴۰۲هـ.ش، لینک:

https://tolonews.com/fa/afghanistan-187298#:~:text=آشامیدنی%۲۰روبه%E2%80%8Cرو%۲۰هستند.-,عبدالسلام%۲۰حقانی%۲۰معاون%۲۰اداره%۲۰ملی%۲۰حفاظت%۲۰محیط%E2%80%8Cزیست%۲۰در%۲۰این%۲۰نشست,به%۲۰آب%۲۰آشامیدنی%۲۰دست%E2%80%8Cرسی%۲۰ندارند.»

[۱] . Alison Freebairn et al (2020), page 9. IFRC World Disasters Report 2020.

[۱]. Climate Change: Global Temperature, 18, January 2024, link:

https://www.climate.gov/news-features/understanding-climate/climate-change-global-temperature#:~:text=Earth’s%20temperature%20has%20risen%20by,0.20%C2%B0%20C)%20per%20decade.

[۱] . Najibullah Zaki, An Overview of Climate Change in Afghanistan: Causes,Consequences, Challenges and Policies,January, Page 11.

[۱]. Ariana News: اوچا: ۴۸ درصد از جمعیت افغانستان…۱۵ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش، لینک:

https://www.ariananews.af/fa/%D8%A7%D9%88%DA%86%D8%A7%DB%B4%DB%B8D8%AF%D8%B1%D8%B5%D8%AF%D8%A7%D8%B2%D8%AC%D9%85%D8%B9%DB%8C%D8%AA%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%B2%DB%8C%D8%B1%D8%AE%D8%B7/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *