افغانستان-پاکستان؛ اوسنۍ تګلارې او د اړيکو راتلونکی

د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، د پاکستان دولت افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې خپل پسرلني عمليات ونه دروي او سولې ته مخه نه کړي، ښايي ناوړه پايلې به ولري. له دې وړاندې نواز شریف هم کابل ته د سفر پرمهال د طالبانو پرخلاف نوې څرګندونې وکړې، چې پخوا یې د پاکستان په سیاست کې بېلګه نه وه ليدل شوې، ده وویل: «د کابل دښمنان د اسلام‌آباد ملګري نه دي».

له تېرو څو مياشتو راهيسې د کابل-اسلام‌آباد اړيکې تر ډېره بريده ورغول شوې او د دواړو هېوادونو د جګپوړو چارواکو سفرونه هم زيات شول. د پاکستان په اړه د کابل تګلاره بدله شوې او کابل هیله لري چې اسلام‌آباد هم خپل سنتي دریځ بدل کړي.

له دې سره تېره اوونۍ وال سټریټ ژورنال په چین کې د طالبانو او د افغان حکومت د سولې خبرو اترو په تړاو هم خبرونه خپاره کړل او په اسلام‌آباد کې د استانبول پروسې یوه مقدماتي ناسته هم وشوه، چې د افغانستان له خوا پکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي ونډه واخیسته.

 

د کابل-اسلام‌آباد وروستۍ اړیکې

د افغانستان او پاکستان د دوه اړخيزو اړيکو له ښه کېدو سره، د دواړو هېوادونو د چارواکو سفرونه هم زيات شول. يوازې په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان د بهرنیو چارو او ملي امنيت سلاکار سرتاج عزیز درې ځلې، لوی درستیز راحېل شریف درې ځلې او د آی اس آی مشر رضوان اختر څلور ځلې کابل ته سفرونه کړي دي. د دې ترڅنګ د پاکستان د سوداګرۍ وزير خرم دستګير، د خیبر پښتونخوا والي پرویز خټک له خپلو وزیرانو سره، د پښتنو سیاسي ګوندونو مشران (افراسیاب خټک، افتاب شېرپاو، اڅکزی)، د پيپلز ګوند مشران لکه آصف علي زرداري، یوسف رضا ګیلاني او شیري رحمان هم کابل ته سفرونه درلودلي وو او د یوه خبر له مخې، د پاکستان د مذهبي ګوندونو مشرانو لکه مولانا فضل الرحمان او سراج الحق هم د افغان حکومت رسمي بلنه منلې ده.

دا چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د جګپوړو چارواکو سفرونه زیات شوي، تر شا یې لامل دا کېدای شي، چې د یو بل په تړاو د دواړو هېوادونو خارجي سیاستونو تر یوه حده بدلون موندلی دی. افغان حکومت له تېرو پنځو میاشتو راهیسې تر ډېره پاکستان‌محوره خارجي سیاست غوره کړی او له بلې خوا د افغانستان په تړاو د اسلام‌آباد خارجي سیاست هم، که په بشپړ ډول بدلون نه دی موندلی، خو له تېرو پنځو میاشتو راهیسې وخت ناوخت داسې څرګندونې کوي، چې افغان چارواکي يې هیله‌من کړي دي.

د کابل پاکستان‌محوره خارجي سیاست پر افغان حکومت هم اغېزې لرلې. له يوې خوا د حکومت له دننه او بهر څخه تر نیوکو لاندې راغی او له بلې خوا دغه سیاست افغان طالبان هم وپارول؛ ځکه سره له دې چې د افغانستان په تړاو د پاکستان د پاليسۍ بدلون پر افغان طالبانو يو څه اغېز ښندلی شي، خو طالبان بيا خپلې چارې خپلواکې ګڼي او د افغانستان د سولې په تړاو خپل سیاستونه او تګلارې د پاکستان له اغېزو او فشارونو لرې بولي. له همدې کبله د طالبانو وروستي خونړي بريدونه د دې پر ځای چې د پاکستان دوه‌مخی سياست ثابت کړي، دا حقيقت ثابتولی شي چې طالبان غواړي د دغو عملیاتو له لارې خپله خپلواکي ثابته کړي.

 

آیا د پاکستان تګلاره بدله شوې؟

دا بحث چې آیا د افغانستان په تړاو د پاکستان خارجي سیاست بدلون موندلی کنه؟ په پاکستان کې د جنرال مشرف د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره او د پيپلز ګوند له واک ته رسېدو سره راپورته شو. وروسته بیا په ۲۰۱۳ کال کې هم هغه مهال دا بحث تود شو، چې د نواز شریف مسلم لیګ ګوند ټاکنې وګټلې او په ۲۰۱۳ کال کې يې افغانستان ته سفر وکړ؛ خو نه د پيپلز ګوند او آصف علي زرداري د واکمنۍ پرمهال او نه هم بیا د نواز شریف د واکمنۍ پرمهال د اسلام‌آباد افغان تګلارې بدلون وموند.

په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو سره او د پېښور په یوه پوځي ښوونځي له خونړي بريد وروسته يو ځل بيا داسې ذهنيت جوړ شو، چې د پاکستان افغان تګلارې نور بدلون موندلی دی. افغان حکومت هم د هېواد د سولې او د پاکستان د دغه بدلېدونکي حالت له کبله اسلام‌آباد ته هیله‌من شو او پاکستان ته یې پرله‌پسې امتیازات ورکړل.

د پاکستان په تړاو د افغانستان بدلېدونکي خارجي سیاست یوازې پاکستان ته ګټه ورسوله، پاکستان نه یوازې دا چې امتیازات ترلاسه کړل، بلکې تر ډېره یې له هند سره د افغانستان پر نږدې‌والي هم اغېزه وکړه او افغانستان یې د حامد کرزي د دورې په پرتله له هند څخه لرې کړ.

 

د سولې خبرې او وروستۍ ګنګوسې

تېره اوونۍ وال سټریټ ژورنال یو خبر خپور کړ، چې د چین په ارومچي ښار کې د پاکستان د آی اس آی او د چین په همکارۍ د طالبانو او د افغان حکومت د سولې عالي شورا ترمنځ د سولې په تړاو خبرې اترې وشوې. دا خبر په نړيوالو او افغاني مطبوعاتو کې په ډېر پراخ ډول خپور شو. خو طالبانو بیا د چين خبرې اترې رد کړې او په خپله اعلامیه کې یې دغه خبر «پروپاګند» وباله او د سولې شورا یې «جعلي» وبلله.

ويل کېږي چې د سولې عالي شورا د درالانشاء مشر معصوم ستانکزي په دغو خبرو کې برخه اخېستې او د طالبانو په استازيتوب ملا عبدالجلیل، ملا محمد حسن رحماني او ملا عبدالرازق هم ګډون کړی دی؛ خو د طالبانو رسمي اعلامیې ته په کتلو سره نه برېښي، چې د طالبانو رسمي استازو به په دغو خبرو اترو کې برخه اخیستې وي. ځينې سرچينو د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز ته تاييد کړه، چې دغه کسان د طالبانو د قطر دفتر غړي نه دي. البته دا هم له امکانه لرې نه برېښي، چې دغو کسانو به د طالبانو او سولې عالي شورا ترمنځ د منځګړتوب په موخه خبرې اترې کړې وي او موخه به یې يو بل ته د پيغام رسول او باور جوړول وي. له همدې ځایه داسې هم ویل کېږي، چې معصوم ستانکزی له دغو خبرو اترو یوه ورځ وروسته د دفاع وزارت ته نوماند کړای شو.

که طالب استازو هم په دې غونډه کې ګډون کړی وي، نو دې حقيقت ته په کتو سره، چې پاکستان په دې وروستيو کې د افغانستان د سولې په بهير کې د خپل رول زيات ښودلو لپاره ډېری وختونه د خپلو مطبوعاتو له لارې داسې خبرونه خپروي چې حقيقت هم نه لري. د بېلګې په توګه څه موده مخکې پاکستاني رسنيو داسې خبرونه خپاره کړل چې د طالبانو د قطر د دفتر غړی قاري دين محمد له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته سفر کړی او دا خبرې به په يوه اوونۍ کې په کابل کې پيل شي؛ په داسې حال کې چې دې خبرې حقيقت نه درلود. اوس هم که چين ته د طالبانو استازي له اسلام اباد څخه تللي وای، پاکستاني رسنيو به دا خبر خپور کړی وی؛ ځکه نو داسې ښکاري چې د چين په غونډه کې ګډون کوونکو طالب استازو ته پاسپورتونه هم په کابل کې صادر شوي دي.

دا چې دغه پورته خبره به تر کومه ځایه پورې ریښتیا وي، په دې اړه لاهم کافي شواهد نشته؛ خو د سولې عالي شورا د ځینو غړو مرکو ته په کتلو سره ویلای شو، چې په چین کې ناسته شوې؛ خو دا چې په ناسته کې خبرې شوې دي کنه، لا څرګنده نه ده.

 

د پاکستان ژمنې او خونړۍ جګړه

پاکستان له افغان حکومت سره داسې مهال د سولې په تړاو تکراري ژمنې کړې، چې طالبانو د تېرو کلونو په پرتله ډېره پراخه او تونده جګړه اعلان کړه. د طالبانو جګړې په تېرو کلونو کې ساری نه درلود. په قطر کې د پګواش په غونډه کې هم طالبانو د ولسمشر غني له پاکستان‌محوره سیاست سره حساسیت ښکاره کړی و. دا لومړی ځل و چې طالبانو په ښکاره د پاکستان په تړاو د افغان حکومت پر سیاست نیوکه وکړه. که څه هم طالبانو په څرګند ډول د پاکستان نوم نه و یاد کړی؛ خو اشاره یې دغه هېواد ته وه.

د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو توند پیل پر دغې افغانې ډلې د پاکستان اغېز ښه څرګندوي. اوس ویل کېږي، پاکستان ژمنه کړې چې دا عملیات به ودرول شي او افغان طالبانو ته يې په دې تړاو ګواښ کړی. مګر یوه خبره له پخوا د پاکستان په سیاستونو کې څرګنده ده چې پاکستان د طالبانو په تړاو خپل رول له حقیقت څخه ډېر اوچت ښودلی او له دې کاذب رول څخه یې د مذاکراتو پر مېز ډېره ګټه هم پورته کړې ده. دې رول ته د ولسمشر غني سیاستونو هم په غیر ارادي ډول د حقیقت بښلو هڅه کړې او د دې پر ځای چې په کور دننه د جګړې د پراختیا لاملونه په ګوته کړي، هر څه د پاکستان په لاس کې ګڼي.

په تېر کې هم افغان حکومتونه له ورته ستونزې سره مخ وو. د ملي یووالي حکومت لږ تر لږه دا هم ونه شو کړای، چې د ښې حکومتوالۍ له لارې حداقل د پلازمېنې کابل د خلکو زړونه لاسته راوړي. د نوي حکومت له تشکیل راهیسې په پلازمېنه کابل کې هم، خلک د پخواني ولسمشر د حکومت ارمان کوي. په دې برخه کې د ولس سطحي نظر پر خپل ځای؛ خو د نوي حکومت ناکام سياستونه او ستونزې يې اصلي لامل دی.

 

د کابل-اسلام‌آباد د اړیکو راتلونکی

د نواز شریف او راحېل شریف وروستي ګډ سفر به ښايي یو ځل بیا د افغان حکومت اندېښنې، د خپلو هغو څرګندونو پرمټ چې پخوا یې نظیر نه و ليدل شوی، راکمې کړې وي؛ خو د کابل-اسلام‌آباد راتلونکې اړیکې به تر ډېره پر لاندې دوو عواملو راڅرخي:

  • په افغانستان کې امنیت؛
  • د سولې پروسه.

پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان د سولې په تړاو مثبتې څرګندونې کوي؛ خو په عملي ډګر کې لاهم هېڅ نه دي لیدل شوي او امنيت هم خورا زيات خراب شوی. د یوناما د یوې څېړنې له مخې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په مختلفو چاودنو او بریدونو کې ۹۷۴ ملکي کسان وژل شوي او ۱۹۶۳ تنه نور ټپيان شوي دي. همدا راز د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان د ملي اردو او پولیسو ۱۸۰۰ سرتېري وژل شوي او ۳۴۰۰ نور ټپيان شوي دي.

دا چې افغان حکومت ولې تر اوسه د سولې په تړاو پر پاکستان نېک ګومان کوي او لاهم د انتظار شېبې تېروي تر شا یو لامل دا هم دی، چې هرکله په کابل کې د پاکستان په تړاو اندېښنې او شکونه زیات شي نو پاکستاني مطبوعات او لوړپوړي چارواکي داسې څرګندونې وکړي، چې تر یو څه حده د افغاني مشرانو اندېښنې راکمې کړي. خو دغه حالت به تر ډېره دوام ونه کړي او له پاکستان سره به د کابل راتلونکې اړیکې د افغانستان له سولې او ثبات او امنیتي وضعیت سره تړاو ولري. ځکه دواړو لورو د نویو اړیکو د ټینګولو پرمهال دوې تېروتنې وکړې:

لومړی؛ افغان حکومت داسې وانګېرله چې پاکستان کولای شي، طالبان په زوره خبرو اترو ته چمتو کړي؛

دویم؛ پاکستان له خپلې وسې پورته داسې وښودله، چې طالبان د پاکستان په لاس کې دي او څه چې پاکستان ترې غواړي، ترلاسه کولی يې شي.

له همدې امله، هر څومره چې په افغانستان کې امنیتي حالت خرابېږي، پړه به یې پر پاکستان اچول کېږي، افغان حکومت به د ملت تر فشار هم لاندې وي او داسې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د خرابېدو پر لور ولاړې شي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *