تحليل هفته – شماره: ۱۱۹ (از ۲ الی ۹ جوزا ۱۳۹۴ هـ ش)
آنچه در این شماره میخوانید:
- مقدمه
گروههای ملیشه، چالش یا راه حل؟
- اربکیسازی جنرال پتریوس
- برنامهای برخلاف DDR
- ملیشهسازی بر بنیاد قومیت
- تجربۀ اربکیها در ولایات
- نتیجه
افغانستان-پاکستان؛ اوسنۍ تګلارې او د اړيکو راتلونکی
- د کابل-اسلامآباد وروستۍ اړیکې
- آیا د پاکستان تګلاره بدله شوې؟
- د سولې خبرې او وروستۍ ګنګوسې
- د پاکستان ژمنې او خونړۍ جګړه
- د کابل-اسلامآباد د اړیکو راتلونکی
پوره متن ډونلوډ کړئ او یا يې دلته ولولئ:
تحليل هفته-119
مقدمه
حکومت افغانستان در شماری از ولایات کشور به زورمندان و باشندهگان محلی هزاران میل سلاح توزیع کرده که انتقادهای برخی نهادهای داخلی و خارجی را نیز در پی داشت. کمیسیون حقوق بشر و کمیسیون امنیت داخلی ولسی جرگه از جمله نهادهایی اند که از توزیع سلاح به غیرنظامیان و افراد غیر مسؤول انتقاد کرده و این کار را تهدید جدی برای امنیت کشور در آینده میدانند. وزارت امور داخلۀ افغانستان نیز گفته است که به غیرنظامیان سلاح توزیع نمیکند اما از تمامی خیزشهای مردمی در برابر مخالفان مسلح دولت، پشتیبانی میکند.
این کشور جنگزده در گذشته نیز گواه اینگونه گروههای مسلح بوده که به سود هیچ جانب درگیر نبوده است و این، یک کار آزموده شده با نتیجۀ منفی است. با آن هم اینبار در کندز، ولایتی که گواه ناامنیهای خبرساز بوده است، این تجربه آزموده میشود. پرسش اینجاست که حکومت در وجود نیروی 350 هزار نفری افغانستان چرا به ایجاد ملیشهها روی آورده؟ و آیا احتمال دردسرساز شدن این ملیشهها در آینده وجود ندارد؟
از سوی دیگر، روابط و رفت و آمدهای مقامات پاکستانی و اظهارات اخیر آنان، بار دیگر خبرساز گشته است. از سفرهای مقامات پاکستانی به کابل طوری مینماید که این کشور تلاش میکند از فرصتی به دست آمده از سوی کابل، سود ببرد و برای اولین بار با همسایهای روابط خود را عادی بسازد که همواره دچار تنش و اختلافات بوده است. اکنون کابل در پی آزمودن این پیام است که آیا به راستی “دشمن کابل، دوست اسلامآباد شده نمیتواند”؟
آیا سیاست پاکستان در قبال افغانستان تغییر کرده؟ و اینکه کابل خواهد توانست با به دست آوردن رضایت پاکستان، امنیت وصلح را در کشور تأمین کند؟ و سرانجام این روابط چه خواهد بود؟
برای پاسخ به این پرسشها، تحلیل این هفتۀ مرکز مطالعات استراتیژیک و منطقوی، در پی پاسخ است.
گروههای ملیشه، چالش یا راه حل؟
به دنبال گسترش ناامنیها به شمال افغانستان، مقامات امنیتی افغانستان از تصمیم شان برای ایجاد تشکیلات ملیشههای محلی سخن گفته اند.
محمد عمر صافی والی کندز گفته است که برای مقابله با مخالفین مسلح دولت، همین اکنون در این ولایت یک نیروی مسلح دو هزار نفری ایجاد شده است.
اکنون سوال اینست که آیا میتوان از ملیشهها برای تامین امنیت در کشور استفاده کرد؟ و از این هم مهمتر، آیا دولت قادر به کنترول این نیروها خواهد بود و چه ضمانتی وجود دارد که این گروههای ملیشه به چالشی جدید فراراه امنیت مبدل نشوند؟
تجربۀ دوران حکومت کمونیستی گواه این حقیقت است که ملیشهها زمانی به عنوان یک ضرورت برای تامین امنیت در کشور به کار گرفته شدند که دولت از توان رزمی نیروهای مسلح کشور مایوس شد. آیا افغانستان بار دیگر به همان مرحله داخل میشود؟
اربکیسازی جنرال پتریوس
زمانیکه جنرال دیوید پتریوس در سال 2010 به جای جنرال مک کریستال فرمانده نیروهای بینالمللی در افغانستان تعیین گردید، وی با استفاده از تجربۀ عراق، برنامۀ ملیشهسازی در افغانستان را به عنوان یک راه حل مشکل طالبان روی دست گرفت. برنامۀ ملیشهسازی وی در عراق، به کمک قبایل سنی آن کشور، به صورت موقتی موجب تضعیف القاعده گردید؛ اما وی به این مسئله توجه نداشت که شرایط افغانستان و عراق از هم کاملا فرق میکند. افغانستان قبلا این برنامه را تجربه کرده بود که نتایج ناخوش آیند آن، در جنگهای داخلی به صورت واضح نمایان شده بود.
برنامهای برخلاف DDR
بعد از حملۀ امریکا به افغانستان و سرنگونی رژیم طالبان، برنامۀ “دی دی آر” در افغانستان روی دست گرفته شد. مفهوم برنامۀ دی دی آر، خلع سلاح، ملکی سازی و ادغام مجدد در محیطهای پس از جنگ است تا شرایط برای توسعه و انکشاف اقتصادی فراهم آید.
این برنامه در افغانستان از سال 2001 تحت نظر سازمان ملل متحد آغاز شد و کشور جاپان با پرداخت صدها ملیون دالر به این برنامه، بزرگترین کمک کننده به برنامۀ دی دی آر بود.
بر بنیاد این برنامه باید سلاح از دست افراد غیرمسؤول و نیروهای ملیشه گرفته میشد، زیرا وظیفۀ تامین امنیت و دفاع از کشور را نیروهای مسلح رسمی کشور شامل اردو و پولیس ملی باید به عهده میداشت و تشکیلات نظامی خارج از این نیروها مجاز نبود. در عین حال زورمندان محلی که با استفاده از این اسلحه چالشی فراراه بسط و توسعۀ قدرت حکومت مرکزی بودند، باید از دولت مرکزی اطاعت میکردند.
اما از همان ابتدا مشخص بود که این برنامه با کاستیهای فراوان مواجه است، زیرا دیده میشد که سلاحهایی که بر بنیاد این برنامه جمع آوری میشد، اکثرا کهنه و از کار افتاده بودند.
از آن ببعد برنامۀ دیگری بنام “دایاگ” روی دست گرفته شد که هدف آن جمع آوری سلاحهای غیرقانونی از زورمندان بود، اما این برنامه نیز سرنوشتی بهتر از “دی دی آر” نداشت.
ملیشهسازی بر بنیاد قومیت
اگر حکومت بخواهد گروههای ملیشه را در ولایات کشور ایجاد نماید، قادر نیست تا ملیشهها را بر بنیاد انگیزههای ملی و فراقومی گرد هم آورد. هر قوماندان ملیشه، افراد زیر دست خود را از قوم خود انتخاب میکند زیرا بر آنان اعتماد دارد. در عین حال تنشهای قومی در ولایات را نباید نادیده گرفت. بنابراین وقتی افراد یک قوم به نیروی ملیشه بپیوندند، امکان دارد تا قوم دیگر احساس خطر نموده حتی از روی ناچاری به صف مخالفین مسلح دولت بپیوندد.
تجربۀ اربکیها در ولایات
برای حکومت فقط مهم این است که از یک منطقه در برابر نیروهای مخالف حکومت دفاع صورت گیرد، اما گاهی این دفاع به جای اینکه به نفع حکومت تمام شود، برعکس موجب ضعف حکومت شده است.
مثال عمدۀ آن کندز است که والی آن از مسلح ساختن یک هزار ملیشه در آنجا سخن میگوید. در این ولایت از چندین سال بدینسو تعدادی از افراد مسلح بنام اربکی وجود دارد که زندگی را به کام مردم تلخ ساخته اند. این اربکیها به این بهانه که حکومت به آنها معاش نمیدهد، با استفاده از زور از مردم محل پول میگیرند. در بعضی از موارد حتی نهادهای بینالمللی در مورد ملیشههای اربکی و دست داشتن آنان در اذیت و آزار و حتی کشتار مردم گزارشاتی به نشر سپردهاند.
در سال 2012 میلادی در کندز واقعهای اتفاق افتاد که حتی والی وقت آن ولایت، از توجیه آن عاجز آمد. در اواخر ماه اگست آن سال، تعدادی از افراد مسلح به دنبال کشته شدن یکی از یاران شان به دست طالبان، در روستای “لوی کلم” ولایت کندز بیش از ده تن شامل زنان، اطفال و پیرمردان را کشتند.
در جواب اعتراض مردم به این جریان، والی آن وقت ولایت کندز به رسانهها گفت که این افراد رابطهای با حکومت ندارند بلکه افراد مسلح غیرمسؤول اند که با طالبان میجنگند! این نخستین بار بود که این راز افشا گردید که در افغانستان گروههای مسلحی هم وجود دارند که پولیس ملی و اربکی هم نیستند، اما با طالبان میجنگند.
سوال اینست که این افراد که وابسته به حکومت نیستند، سلاح و مهمات را از کجا به دست میآورند و معاش و مصارف شان از کدام جهت تامین میشود؟
نتیجه
ملیشهسازی برای تامین امنیت در صورتی میتواند مؤثر باشد که این ملیشهها تحت فرمان مستقیم پولیس ملی باشند و از کنترول خارج نشوند، اما در عمل این کار بسیار دشوار است.
گروپهای ملیشه در افغانستان معمولا تحت فرماندهی یک فرد زورمند که اکثرا سابقۀ خوب نیز نزد مردم ندارند، شکل میگیرند. ملیشهها محدودیتهایی را که شمولیت در صف پولیس ملی برای شان به میان میآورد، نمیپذیرند و هرقدر فرمانده شان به آنان آزادی عمل بیشتر بدهد، به آن فرمانده وفادارتر باقی میمانند و همین آزادی عمل، آنها را مبدل به مشکلی برای مردم محل میسازد.
کمیسیون حقوق بشر افغانستان طی گزارشی، اربکیها را به بیاعتنایی آشکار به حقوق بشر و عامل هشتاد درصد خشونتها علیه زنان و اطفال متهم کرده است. یکی از کمشنران این کمیسیون به رسانهها گفت که بررسیهای ما نشان میدهد که ملیشهها با اذیت و آزار مردم و تجاوز به زنان و کودکان، حقوق بشر را نقض کردهاند.
فرقی نمیکند که نام این گروههای مسلح را ملیشه، اربکی یا پولیس محلی بگذاریم. آنچه مهم است عملکردهای آنان است که حکومت کنترول اندکی بر آنان دارد و حتی بدتر از آن، در بعضی از نقاط کشور گروههای مسلح غیرمسول وجود دارند که حکومت هیچ کنترولی بر آنان ندارد و فقط به خاطر مخالفت آنان با طالبان، حضور آنان و اعمال شان علیه مردم را، نادیده میگیرد.
اما سوال مهم این است که آیا دولت نسبت به توان نیروهای امنیتی کشور در ایجاد امنیت و صلح در کشور ناامید است که دست به دامن گروههای ملیشه شده است؟
افغانستان-پاکستان؛ اوسنۍ تګلارې او د اړيکو راتلونکی
د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، د پاکستان دولت افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې خپل پسرلني عمليات ونه دروي او سولې ته مخه نه کړي، ښايي ناوړه پايلې به ولري. له دې وړاندې نواز شریف هم کابل ته د سفر پرمهال د طالبانو پرخلاف نوې څرګندونې وکړې، چې پخوا یې د پاکستان په سیاست کې بېلګه نه وه ليدل شوې، ده وویل: «د کابل دښمنان د اسلامآباد ملګري نه دي».
له تېرو څو مياشتو راهيسې د کابل-اسلامآباد اړيکې تر ډېره بريده ورغول شوې او د دواړو هېوادونو د جګپوړو چارواکو سفرونه هم زيات شول. د پاکستان په اړه د کابل تګلاره بدله شوې او کابل هیله لري چې اسلامآباد هم خپل سنتي دریځ بدل کړي.
له دې سره تېره اوونۍ وال سټریټ ژورنال په چین کې د طالبانو او د افغان حکومت د سولې خبرو اترو په تړاو هم خبرونه خپاره کړل او په اسلامآباد کې د استانبول پروسې یوه مقدماتي ناسته هم وشوه، چې د افغانستان له خوا پکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي ونډه واخیسته.
د کابل-اسلامآباد وروستۍ اړیکې
د افغانستان او پاکستان د دوه اړخيزو اړيکو له ښه کېدو سره، د دواړو هېوادونو د چارواکو سفرونه هم زيات شول. يوازې په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان د بهرنیو چارو او ملي امنيت سلاکار سرتاج عزیز درې ځلې، لوی درستیز راحېل شریف درې ځلې او د آی اس آی مشر رضوان اختر څلور ځلې کابل ته سفرونه کړي دي. د دې ترڅنګ د پاکستان د سوداګرۍ وزير خرم دستګير، د خیبر پښتونخوا والي پرویز خټک له خپلو وزیرانو سره، د پښتنو سیاسي ګوندونو مشران (افراسیاب خټک، افتاب شېرپاو، اڅکزی)، د پيپلز ګوند مشران لکه آصف علي زرداري، یوسف رضا ګیلاني او شیري رحمان هم کابل ته سفرونه درلودلي وو او د یوه خبر له مخې، د پاکستان د مذهبي ګوندونو مشرانو لکه مولانا فضل الرحمان او سراج الحق هم د افغان حکومت رسمي بلنه منلې ده.
دا چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د اسلامآباد او کابل ترمنځ د جګپوړو چارواکو سفرونه زیات شوي، تر شا یې لامل دا کېدای شي، چې د یو بل په تړاو د دواړو هېوادونو خارجي سیاستونو تر یوه حده بدلون موندلی دی. افغان حکومت له تېرو پنځو میاشتو راهیسې تر ډېره پاکستانمحوره خارجي سیاست غوره کړی او له بلې خوا د افغانستان په تړاو د اسلامآباد خارجي سیاست هم، که په بشپړ ډول بدلون نه دی موندلی، خو له تېرو پنځو میاشتو راهیسې وخت ناوخت داسې څرګندونې کوي، چې افغان چارواکي يې هیلهمن کړي دي.
د کابل پاکستانمحوره خارجي سیاست پر افغان حکومت هم اغېزې لرلې. له يوې خوا د حکومت له دننه او بهر څخه تر نیوکو لاندې راغی او له بلې خوا دغه سیاست افغان طالبان هم وپارول؛ ځکه سره له دې چې د افغانستان په تړاو د پاکستان د پاليسۍ بدلون پر افغان طالبانو يو څه اغېز ښندلی شي، خو طالبان بيا خپلې چارې خپلواکې ګڼي او د افغانستان د سولې په تړاو خپل سیاستونه او تګلارې د پاکستان له اغېزو او فشارونو لرې بولي. له همدې کبله د طالبانو وروستي خونړي بريدونه د دې پر ځای چې د پاکستان دوهمخی سياست ثابت کړي، دا حقيقت ثابتولی شي چې طالبان غواړي د دغو عملیاتو له لارې خپله خپلواکي ثابته کړي.
آیا د پاکستان تګلاره بدله شوې؟
دا بحث چې آیا د افغانستان په تړاو د پاکستان خارجي سیاست بدلون موندلی کنه؟ په پاکستان کې د جنرال مشرف د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره او د پيپلز ګوند له واک ته رسېدو سره راپورته شو. وروسته بیا په ۲۰۱۳ کال کې هم هغه مهال دا بحث تود شو، چې د نواز شریف مسلم لیګ ګوند ټاکنې وګټلې او په ۲۰۱۳ کال کې يې افغانستان ته سفر وکړ؛ خو نه د پيپلز ګوند او آصف علي زرداري د واکمنۍ پرمهال او نه هم بیا د نواز شریف د واکمنۍ پرمهال د اسلامآباد افغان تګلارې بدلون وموند.
په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو سره او د پېښور په یوه پوځي ښوونځي له خونړي بريد وروسته يو ځل بيا داسې ذهنيت جوړ شو، چې د پاکستان افغان تګلارې نور بدلون موندلی دی. افغان حکومت هم د هېواد د سولې او د پاکستان د دغه بدلېدونکي حالت له کبله اسلامآباد ته هیلهمن شو او پاکستان ته یې پرلهپسې امتیازات ورکړل.
د پاکستان په تړاو د افغانستان بدلېدونکي خارجي سیاست یوازې پاکستان ته ګټه ورسوله، پاکستان نه یوازې دا چې امتیازات ترلاسه کړل، بلکې تر ډېره یې له هند سره د افغانستان پر نږدېوالي هم اغېزه وکړه او افغانستان یې د حامد کرزي د دورې په پرتله له هند څخه لرې کړ.
د سولې خبرې او وروستۍ ګنګوسې
تېره اوونۍ وال سټریټ ژورنال یو خبر خپور کړ، چې د چین په ارومچي ښار کې د پاکستان د آی اس آی او د چین په همکارۍ د طالبانو او د افغان حکومت د سولې عالي شورا ترمنځ د سولې په تړاو خبرې اترې وشوې. دا خبر په نړيوالو او افغاني مطبوعاتو کې په ډېر پراخ ډول خپور شو. خو طالبانو بیا د چين خبرې اترې رد کړې او په خپله اعلامیه کې یې دغه خبر «پروپاګند» وباله او د سولې شورا یې «جعلي» وبلله.
ويل کېږي چې د سولې عالي شورا د درالانشاء مشر معصوم ستانکزي په دغو خبرو کې برخه اخېستې او د طالبانو په استازيتوب ملا عبدالجلیل، ملا محمد حسن رحماني او ملا عبدالرازق هم ګډون کړی دی؛ خو د طالبانو رسمي اعلامیې ته په کتلو سره نه برېښي، چې د طالبانو رسمي استازو به په دغو خبرو اترو کې برخه اخیستې وي. ځينې سرچينو د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز ته تاييد کړه، چې دغه کسان د طالبانو د قطر دفتر غړي نه دي. البته دا هم له امکانه لرې نه برېښي، چې دغو کسانو به د طالبانو او سولې عالي شورا ترمنځ د منځګړتوب په موخه خبرې اترې کړې وي او موخه به یې يو بل ته د پيغام رسول او باور جوړول وي. له همدې ځایه داسې هم ویل کېږي، چې معصوم ستانکزی له دغو خبرو اترو یوه ورځ وروسته د دفاع وزارت ته نوماند کړای شو.
که طالب استازو هم په دې غونډه کې ګډون کړی وي، نو دې حقيقت ته په کتو سره، چې پاکستان په دې وروستيو کې د افغانستان د سولې په بهير کې د خپل رول زيات ښودلو لپاره ډېری وختونه د خپلو مطبوعاتو له لارې داسې خبرونه خپروي چې حقيقت هم نه لري. د بېلګې په توګه څه موده مخکې پاکستاني رسنيو داسې خبرونه خپاره کړل چې د طالبانو د قطر د دفتر غړی قاري دين محمد له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته سفر کړی او دا خبرې به په يوه اوونۍ کې په کابل کې پيل شي؛ په داسې حال کې چې دې خبرې حقيقت نه درلود. اوس هم که چين ته د طالبانو استازي له اسلام اباد څخه تللي وای، پاکستاني رسنيو به دا خبر خپور کړی وی؛ ځکه نو داسې ښکاري چې د چين په غونډه کې ګډون کوونکو طالب استازو ته پاسپورتونه هم په کابل کې صادر شوي دي.
دا چې دغه پورته خبره به تر کومه ځایه پورې ریښتیا وي، په دې اړه لاهم کافي شواهد نشته؛ خو د سولې عالي شورا د ځینو غړو مرکو ته په کتلو سره ویلای شو، چې په چین کې ناسته شوې؛ خو دا چې په ناسته کې خبرې شوې دي کنه، لا څرګنده نه ده.
د پاکستان ژمنې او خونړۍ جګړه
پاکستان له افغان حکومت سره داسې مهال د سولې په تړاو تکراري ژمنې کړې، چې طالبانو د تېرو کلونو په پرتله ډېره پراخه او تونده جګړه اعلان کړه. د طالبانو جګړې په تېرو کلونو کې ساری نه درلود. په قطر کې د پګواش په غونډه کې هم طالبانو د ولسمشر غني له پاکستانمحوره سیاست سره حساسیت ښکاره کړی و. دا لومړی ځل و چې طالبانو په ښکاره د پاکستان په تړاو د افغان حکومت پر سیاست نیوکه وکړه. که څه هم طالبانو په څرګند ډول د پاکستان نوم نه و یاد کړی؛ خو اشاره یې دغه هېواد ته وه.
د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو توند پیل پر دغې افغانې ډلې د پاکستان اغېز ښه څرګندوي. اوس ویل کېږي، پاکستان ژمنه کړې چې دا عملیات به ودرول شي او افغان طالبانو ته يې په دې تړاو ګواښ کړی. مګر یوه خبره له پخوا د پاکستان په سیاستونو کې څرګنده ده چې پاکستان د طالبانو په تړاو خپل رول له حقیقت څخه ډېر اوچت ښودلی او له دې کاذب رول څخه یې د مذاکراتو پر مېز ډېره ګټه هم پورته کړې ده. دې رول ته د ولسمشر غني سیاستونو هم په غیر ارادي ډول د حقیقت بښلو هڅه کړې او د دې پر ځای چې په کور دننه د جګړې د پراختیا لاملونه په ګوته کړي، هر څه د پاکستان په لاس کې ګڼي.
په تېر کې هم افغان حکومتونه له ورته ستونزې سره مخ وو. د ملي یووالي حکومت لږ تر لږه دا هم ونه شو کړای، چې د ښې حکومتوالۍ له لارې حداقل د پلازمېنې کابل د خلکو زړونه لاسته راوړي. د نوي حکومت له تشکیل راهیسې په پلازمېنه کابل کې هم، خلک د پخواني ولسمشر د حکومت ارمان کوي. په دې برخه کې د ولس سطحي نظر پر خپل ځای؛ خو د نوي حکومت ناکام سياستونه او ستونزې يې اصلي لامل دی.
د کابل-اسلامآباد د اړیکو راتلونکی
د نواز شریف او راحېل شریف وروستي ګډ سفر به ښايي یو ځل بیا د افغان حکومت اندېښنې، د خپلو هغو څرګندونو پرمټ چې پخوا یې نظیر نه و ليدل شوی، راکمې کړې وي؛ خو د کابل-اسلامآباد راتلونکې اړیکې به تر ډېره پر لاندې دوو عواملو راڅرخي:
- په افغانستان کې امنیت؛
- د سولې پروسه.
پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان د سولې په تړاو مثبتې څرګندونې کوي؛ خو په عملي ډګر کې لاهم هېڅ نه دي لیدل شوي او امنيت هم خورا زيات خراب شوی. د یوناما د یوې څېړنې له مخې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په مختلفو چاودنو او بریدونو کې ۹۷۴ ملکي کسان وژل شوي او ۱۹۶۳ تنه نور ټپيان شوي دي. همدا راز د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان د ملي اردو او پولیسو ۱۸۰۰ سرتېري وژل شوي او ۳۴۰۰ نور ټپيان شوي دي.
دا چې افغان حکومت ولې تر اوسه د سولې په تړاو پر پاکستان نېک ګومان کوي او لاهم د انتظار شېبې تېروي تر شا یو لامل دا هم دی، چې هرکله په کابل کې د پاکستان په تړاو اندېښنې او شکونه زیات شي نو پاکستاني مطبوعات او لوړپوړي چارواکي داسې څرګندونې وکړي، چې تر یو څه حده د افغاني مشرانو اندېښنې راکمې کړي. خو دغه حالت به تر ډېره دوام ونه کړي او له پاکستان سره به د کابل راتلونکې اړیکې د افغانستان له سولې او ثبات او امنیتي وضعیت سره تړاو ولري. ځکه دواړو لورو د نویو اړیکو د ټینګولو پرمهال دوې تېروتنې وکړې:
لومړی؛ افغان حکومت داسې وانګېرله چې پاکستان کولای شي، طالبان په زوره خبرو اترو ته چمتو کړي؛
دویم؛ پاکستان له خپلې وسې پورته داسې وښودله، چې طالبان د پاکستان په لاس کې دي او څه چې پاکستان ترې غواړي، ترلاسه کولی يې شي.
له همدې امله، هر څومره چې په افغانستان کې امنیتي حالت خرابېږي، پړه به یې پر پاکستان اچول کېږي، افغان حکومت به د ملت تر فشار هم لاندې وي او داسې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د خرابېدو پر لور ولاړې شي.
پای
ارتباط با ما:
ایمیل:info@csrskabul.com – csrskabul@gmail.com
وب سایت: www.csrskabul.com – www.csrskabul.net
شمارۀ تماس: 784089590 (93+)