په اسلام‌آباد کې د افغانستان-پاکستان پر اړيکو دوه ورځنی کنفرانس

په اسلام‌آباد کې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز-کابل او د پاليسۍ د څېړنو انستېتيوت-اسلام‌آباد ګډ دوه ورځنی کنفرانس په برياليتوب سره پای ته ورسېد.

دغه کنفرانس د «افغانستان-پاکستان: د ایډیال دوه اړخیزو اړیکو په لور» تر عنوان لاندې د سپټمبر پر ۱۶ او ۱۷مه نېټه په اسلام‌آباد کې جوړ شو، چې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز له لوري پکې د مرکز رئیس دکتور عبدالباقي امین، د مرکز مرستيال ډاکټر وحیدالله مصلح، د علمي شورا غړو دکتور فضل الهادي وزین او انجینر حامد دراني او د مرکز اجرائي مسؤول حکمت الله ځلاند ګډون کړی و. دغه راز په اسلام‌آباد کې د افغانستان د سفارت سکرتر احمد شاکر قرار هم د کنفرانس په دواړو ورځو کې حضور درلود.

د پاليسۍ د څېړنو انستېتيوت-اسلام‌آباد له خوا، په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مهمند، د پالیسۍ د څېړنو انستیتوت رئیس خالد رحمان، خالد اقبال، ډګرمن سید نذیر، په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفير ایاز وزیر، د پالیسۍ د څېړنو انستیتوت د څېړنو همغږي کوونکي عرفان شهزاد، د قائد اعظم پوهنتون استاد دکتور انورشاه او د دغه انستيتيوت څېړونکي معراج الحميد ګډون کړی و.

د کنفرانس له پيل مخکې په يوه جلسه کې اسلام‌آباد ته د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د تللي پلاوي او د پاليسۍ د څېړنو انستېتيوت-اسلام‌آباد د مسؤولينو په ګډه غونډه کې د دواړو مرکزونو پر ګډو همکاريو او راتلونکو پروګرامونو بحث وشو.

د کنفرانس په افتتاحيه جلسه کې دکتور عبدالباقي امين او خالد رحمان د غونډې ګډونوالو ته هرکلی ووايه او د کنفرانس پر اهميت يې رڼا واچوله.

د کنفرانس لومړۍ برخه “د افغانستان-پاکستان اړيکې؛ اوسنی وضعيت او راتلونکی” موضوع ته ځانګړې شوې وه، چې لومړی ويناوال يې دکتور فضل الهادي وزين و او په خپلو خبرو کې په دې ټينګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو او فرصتونو ټکي، چې نوموړي اشاره ورته وکړه، بايد په څرګند ډول د دواړو لورو له خوا مطرح او حل لارې ورته ولټول شي. د دې برخې بل ويناوال په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفير اياز وزير و، چې نوموړي هم په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر وړاندې شته خنډونو او فرصتونو باندې خبرې وکړې.

د کنفرانس په دويمه برخه کې “په افغانستان کې د سولې بن‌بست او حل لارې” تر عنوان لاندې لومړی ويناوال په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مهمند او دويم ويناوال يې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امين و، چې په خپلو خبرو کې يې د افغاني سولې بهير د بريا لپاره بين الافغاني تفاهم اړين وباله او ټينګار يې وکړ، چې تراوسه هم د سولې بهير د ناکامۍ لامل د يوه داسې دريمګړي لوري نشتوالی دی، چې د جګړې ټولو لورو ته د باور او منلو وړ وي.

په دريمه برخه کې هم “په پاکستان کې افغان ګډوال؛ اوسنۍ وضعيت او راتلونکی” تر عنوان لاندې د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز مرستيال ډاکتر وحيدالله مصلح خپله مقاله واوروله او ويې ويل، چې د کډوالو قضیې ته باید د دواړو ټولنو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو په تناظر کې وکتل شي. د کډوالو د قضیې حلولو لپاره یوه داسې ماحول جوړولو ته اړتیا ده چې روڼتیا او د یو بل په خوښه اوږدمهاله حل وړاندې کړي او ټولو کډوالو ته د منلو وړ وي.

څلورمه او وروستۍ برخه “د افغانستان-پاکستان اقتصادي اړيکې؛ ننګونې او فرصتونه” موضوع ته ځانګړې شوې وه، چې له افغان لوري د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز علمي غړي انجنير حامد دوراني او له پاکستاني لوري هم د قائد اعظم پوهنتون استاد دکتور انورشاه خپلې علمي مقالې وړاندې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د اقتصادي اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

د دغه کنفرانس د هرې برخې په پای کې ګډونوالو د بحث د تاوده هرکلي ترڅنګ له ويناوالو څخه خپلې پوښتنې مطرح کړې او پر اړوندو موضوعاتو يې خپل نظرونه وړاندې کړل.

په کنفرانس کې ویناوالو په دې ټینګار وکړ، چې په دواړو هېوادونو کې باید پالیسي جوړوونکي د وخت له ضایع کولو پرته د هراړخیزو خبرو اترو په پیلولو او باورجوړونې لپاره ګامونه پورته کړي، ترڅو له یوې خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پياوړو او تلپاتو اړیکو لپاره لاره هواره شي او له بلې خوا د نړیوالو او سیمه‌ییزو لوبغاړو د هغو ناوړو دسیسو مخنیوی هم وشي، چې د دغو دوو وروڼو ملتونو ترمنځ اختلافات اچوي او په خپل ټول توان سره په سیمه کې د تلپاتې سولې او استقرار لپاره هر کوښښ او هڅه له ناکامۍ سره مخ کوي.

د دواړو هېوادونو د اړيکو په تړاو، په لاندې خبرو ټینګار وشو:

  • د دواړو هېوادونو ترمنځ بايد باور رامنځته شي او د باور جوړونې لپاره باید څرګند او واقعي ګامونه پورته شي؛
  • د خبرو داسې ریښتینې پروسه بايد پيل شي، چې روښانه موخې او مقاصد ولري؛
  • ټولې ستونزې په نښه او پکې شاملې شي؛
  • د یو بل ملي ګټو ته درناوی وشي او دا د مېز سر ته راوړل شي؛

د دې ترڅنګ په دواړو هېوادونو کې د پالیسۍ جوړوونکو، رسنیو او روشنفکره پاړکي پر منفي رول هم نیوکې وشوې، چې د افغان او پاکستاني ملت ترمنځ یې کرکه پيدا کړې او په سیمه کې د بهرنیو لورو ګټو ته کار کوي.

د دواړو خواوو ويناوالو پر دې خبرې هم ټینګار وکړ، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په پراخولو کې مدني ټولنې، څېړنیز مرکزونه او تینک ټانکونه مهم رول لوبولی شي. ځکه دوی پر پالیسي جوړوونکو او ستونزو سره تړاو لرونکو باندې اغېزه کولای شي. له همدې کبله دا ډول ادارو ته پکار دي، چې په دې برخه کې فعال رول ادا کړي او له یو بل سره د همکاریو پر مټ متقابل تفاهم پیاوړی کړي.

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې شويو بحثونو دا پيغام هم له ځان سره درلود، چې ګډه عقیده، تاریخ، کلتور، ژبې او له یو بل سره تړل شوي ټولنیز او اقتصادي حقایق او فرصتونه هغه زمینې او حل لارې دي، چې له مخې یې دواړه هېوادونه سولې ته رسېدلای شي او په ګډه خپل روښانه راتلونکی جوړولای شي.

2-1

2-2

2-3

2-4

2-5

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *