د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز پلاوي په اسلام‌آباد کې له افغان سفير سره وکتل

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز رئيس دکتور عبدالباقي امين او ورسره پلاوي، چې اسلام اباد ته په يوه دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون په موخه تللی و، په اسلام اباد کې د افغانستان له سفير جانان موسی زي سره وکتل.

په دې ليدنه کې چې د سپټمبر په ۱۷مه وشوه، د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز رئيس دکتور عبدالباقي امين په اسلام‌اباد کې د پاليسۍ د څېړنو په انستيتيوت کې د دوه ورځني کنفرانس په اړه، چې د دواړو مرکزونو له خوا په ګډه د «افغانستان-پاکستان: د ایډیال دوه اړخیزو اړیکو په لور» تر عنوان لاندې د سپټمبر پر ۱۶ او ۱۷مه نېټه په اسلام اباد کې جوړ شوی و، افغان سفير ته معلومات ورکړل او په کنفرانس کې د شويو بحثونو مهمو ټکو ته يې اشاره وکړه.

دکتور عبدالباقي امين وويل، چې د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د خپل ملي رسالت له مخې د هېواد د مهمو قضاياوو په تړاو څېړنې کوي. د ده په وينا، د اسلام اباد په کنفرانس کې د بحث يوه مهمه قضيه د افغانستان د سولې بن‌بست او د حل لارو لټول وو، چې تراوسه د بين الافغاني تفاهم او يوه داسې دريمګړي لوري د نشتوالي له کبله د سولې بهير له ناکامۍ سره مخ دی، چې د افغانستان د قضيې ټولو ښکېلو لورو ته د منلو وړ وي او له همدې کبله دا مهال مرکز د سولې د يوه دريمګړي لوري د رامنځته کولو په هڅه کې دی.

افغان سفير جانان موسی زي د مرکز هڅې وستايلې او له خپل لوري يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *