له امريکا سره امنيتي تړون په علمي توګه څېړل کېږي

د افغانستان او امريکا تر منځ دوه اړخيز امنيتي تړون، د ګڼ شمېر سياسي او حقوقي پوهانو له خوا، په هر اړخيزه  حقوقي او علمي توګه څېړل کېږي.

دغه لړۍ د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو د مرکز له خوا پيل شوې او هره اوونۍ د يوې څو ساعته غونډې په ترسره کولو سره، د دغه تړون پر مادو بحث کېږي او د دغې لړۍ تر بشپړېدلو وروسته به، د دغه مرکز له خوا د يوې رسالې په بڼه چاپ او د هېوادوالو تر ګوتو ورورسېږي.

په دغو غونډو کې، چې په کابل کې د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو د مرکز په دفتر کې جوړېږي، تراوسه د دغه مرکز د مشر دوکتور عبدالباقي امين په کوربه توب دوکتور فضل الهادي وزين، دوکتور عبدالصبور فخري، دوکتور صفت الله قانت، غلام جيلاني ځواک، دوکتور مصباح الله عبدالباقي، استاد علام الدين اثير، وحيد مژده، انجنير نظرمحمد مطمئن، انجنير نجيب الله اميري، محمد يونس برهان، ډاکتر محمد فياض ساپي، استاد محمد عاطف، استاد عبدالوهاب عابد، سيد حبيب شاکر، امين الله معتصم او ځينې نورو پوهانو ګډون کړی دی.

د دغې لړۍ د تېرې اوونۍ په غونډه کې، چې د پنجشنبې په ورځ (د 1392 لمريز کال د جدي يا مرغومي په 26مه) جوړه شوې وه، د دغه تړون پر دريو مادو هر اړخيز بحث وشو او ګډونوالو يې ستونزې او نيمګړتياوې بيان کړې.

هېره دې نه وي، چې له امريکا سره امنيتي تړون له ډېرې مودې راهيسې د امريکايي او افغان چارواکو ترمنځ جنجالي موضوع ده، چې متن يې څو مياشتې مخکې وروستۍ شوی او د ځينو اختلافي موضوع ګانو لپاره يې ولسمشر کرزي مشورتي لويه جرګه هم راوغوښتله.

په هغه جرګه کې، څه هم د دغه تړون په موادو د ګډونوالو له خوا ډېرې نيوکې موجودې وې، خو د جرګې په پای کې داسې وښودل شوه، چې ګواکې د جرګې له خوا ومنل شو؛ د دې ترڅنګ د جرګې پر جوړښت هم نيوکې موجودې وې او له يادې شوې جرګې مخکې له دغه تړون سره د مخالفت څرګندولو لپاره، په کابل لاريونونه هم وشول او لويې لويې غونډې جوړې شوې.

خو تر لويې جرګې وروسته ولسمشر کرزي هم د دغه تړون د لاسليک لپاره ځينې شرطونه وړاندې کړل او ويې ويل، چې ترڅو پورې بهرني ځواکونه د افغانانو پر کورونو عمليات بند نه کړي او په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره عملي ګامونه اوچت نه کړي، دغه تړون په لاسليک نه کړي.

د يادونې وړ ده، چې د امنيتي تړون د علمي تحليل د دغې لړۍ موخه، په دغه تړون کې شته نيمګړتياوې او د افغانستان لپاره يې شته زيانونه دي، چې بشپړه رساله به يې په څو راتلونکو اوونيو کې چاپ او خپره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *