د امنيتي تړون د علمي څېړنې د غونډو لړۍ پای ته ورسېده

د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو د مرکز له خوا، د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون د علمي او هر اړخيزې څېړنې د غونډو پيل شوې لړۍ پای ته ورسېده.

دغه لړۍ کابو يوه مياشت مخکې په کابل کې د ياد شوي مرکز په دفتر کې پيل شوې وه او هره اوونۍ د سياسي او حقوقي پوهانو له راټولېدلو سره، د امنيتي تړون د متن په اړه هر اړخيز بحث کېده، چې وروستۍ او پېنځمه غونډه يې هم د تېرې پنجشنبې په ورځ (د 1392 لمريز کال د دلوې يا سلواغې په لسمه) د دغه مرکز په دفتر کې جوړه شوې وه.

4 (1)

په دغو غونډو کې د دغه مرکز د مشر دوکتور عبدالباقي امين په کوربه توب دوکتور فضل الهادي وزين، دوکتور عبدالصبور فخري، دوکتور صفت الله قانت، غلام جيلاني ځواک، دوکتور مصباح الله عبدالباقي، استاد علام الدين اثير، وحيد مژده، انجنير نظرمحمد مطمئن، انجنير نجيب الله اميري، محمد يونس برهان، ډاکتر محمد فياض ساپي، استاد محمد عاطف، استاد عبدالوهاب عابد، سيد حبيب شاکر، امين الله معتصم او ځينې نورو پوهانو ګډون کړی و.

د امريکا او افغانستان تر منځ د امنيتي تړون پر متن، د دواړو هېوادونو ټاکل شوي پلاوي وروستۍ هوکړې ته سره رسېدلي دي او بشپړ متن يې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر وېبپاڼه خپور شوی دی؛ خو د لاسليک لپاره يې افغان ولسمشر ځينې شرطونه وړاندې کړي دي او لايې هم د لاسليک په اړه د دواړو هېوادونو تر منځ ناندرۍ روانې دي.

د يادونې وړ ده، چې د امنيتي تړون د علمي تحليل د دغې لړۍ موخه، په دغه تړون کې شته نيمګړتياوې او د افغانستان لپاره يې شته زيانونه په هر اړخيز ډول څېړل وو، چې بشپړه رساله به يې په نژدې راتلونکي کې چاپ او خپره شي.

4 (3)

د غونډو د دغې لړۍ د پيل خبر:

https://csrskabul.com/pa/blog/%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%85%D8%B1%D9%8A%DA%A9%D8%A7-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D8%A7%D9%85%D9%86%D9%8A%D8%AA%D9%8A-%D8%AA%DA%93%D9%88%D9%86-%D9%BE%D9%87-%D8%B9%D9%84%D9%85%D9%8A-%D8%AA%D9%88%DA%AB%D9%87-%DA%85/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *