د امريکا او افغانستان ترمنځ امنيتي تړون د چا په ګټه؟
دکتور مصباح الله عبدالباقي
امریکا د افغانستان له حکومت سره د ۲۰۱۴م کال څخه دمخه د امنیتي تړون د لاسلیک کولو لپاره خبرې اترې پیل کړي، د افغانستان له لوري په دې خبرو کې د ګډون کونکي پلاوي مشري په امریکا کي د افغانستان سفیر اکلیل احمد حکیمي کوي! او د امریکایی پلاوي مشري به د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهور رئیس خاص استازی جیمز وارلک کوي، دا خبرې په رسمي توګه د روان کال د عقرب د میاشتې په ۲۵مه نیټه په کابل کې پیل شوي دي.
امریکا په هیڅ ځای کې هم خپله استراتیژي په بشپړه توګه نه څرګندوي، او دا ددې لپاره چې څوک یې راتلونکو ګامونو ته متوجه نه شي او د هغوی استراتيژي له ناکامۍ سره مخ نه شي، نو افغانستان کې هم په همدې پالیسۍ عمل کوي، ولې هغه خلک چې د غرب د سیاسي فلسفې (د ګټې او تاوان فلسفې) څخه اګاه اوخبر ؤ، له لومړۍ ورځې څخه په دې پوهیدل چې د دوی اصل اهداف څه دی، او دوی په کومو ګامونو هغه ته رسیدل غواړي، له پیل څخه دلته په استراتیژیک لحاظ د امریکا دا لاندې موخې او اهداف ؤ او لا تر اوسه هم دي:
لومړی هدف:
دا ټوله سیمه، اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان، پاکستان او د پاکستان او افغانستان ترمنځ پرتې قبایلي سیمې په داسې حالت کې ساتل چې بیا له دې ځایه د امریکا او اروپا، او د هغوی د دوستانو داخلي امنیت او په بهر کې د هغوی حیاتي ګټو ته خطر متوجه نه شي، لکه په ۲۰۰۱م کال کې چې امریکا او له هغې وروسته کلونو کې چې نورو اروپايی هیوادونو ته متوجه شو، ددې هدف د لاس ته راوړلو لپاره دوی په څلور اړخیزی پالیسۍ کار پیل کړ،
لومړۍ: عسکري او د قوت د استعمال پالیسي.
دوهم: اقتصادي او د مالي وضعیت د را ښه کولو پالیسي ځکه د دوی په نظر د امریکا پر ضد هغه خلک استعمالیږي چې په اقتصادي لحاظ ناتوانه وي بناء دلته باید اقتصادي پرمختګ راشي ترڅو د امریکا مخالف جهتونو لخوا د عسکر ګیرۍ چانسونه کم شي.
دریم: فکري او ثقافي بدلون چې ددې لپاره دوی د میډیا، تعلیمي میدان او پراخه ثقافتي میدان کې ډیر لوی پرګرام په لاره اچولی دی.
څلورم: سیاسي میدان په دې میدان کې دوی غواړي چې دلته همیش لپاره داسی حکومتونه پاتی شي چې د دوی ګټې خوندي وساتي، دا د دوی لومړی هدف وه او دې ټولی استراتیژۍ ته دوی د تروریزم پر ضد د جنګ (War on terrorism) نوم ورکړ. د امریکایانو دې سیمی ته د راتګ دویم هدف دا وه چې دلته د طبیعی دولت (ګاز، نفت او معادنو) کومی زیرمی وجود لري هغه د خپل تصرف لاندی وساتي، ځکه دا د دوی د اقتصاد لپاره هم مهمی دي او همدا راز ددې لپاره هم مهمی دي چې دوی په نړۍ خپل تصرف قائم وساتي، او د نړۍ د یواځیني زبر ځواک په حیث خپل حیثیت ته ادامه ورکړي، همدا راز د دوی لوی کمپنۍ هم په دې زیرمو کې زیاته دلچسپي لری، ددې کار لپاره دلته د دوی سیاسي، عسکري او اقتصادي وجود هم اړین وه او دی.
دویم هدف:
د امریکایانو دې سیمی ته د راتګ دویم هدف دا وه چې دلته د طبیعی دولت (ګاز، نفت او معادنو) کومی زیرمی وجود لري هغه د خپل تصرف لاندی وساتي، ځکه دا د دوی د اقتصاد لپاره هم مهمی دي او همدا راز ددې لپاره هم مهمی دي چې دوی په نړۍ خپل تصرف قائم وساتي، او د نړۍ د یواځیني زبر ځواک په حیث خپل حیثیت ته ادامه ورکړي، همدا راز د دوی لوی کمپنۍ هم په دې زیرمو کې زیاته دلچسپي لری، ددې کار لپاره دلته د دوی سیاسي، عسکري او اقتصادي وجود هم اړین وه او دی.
دریم هدف:
د امریکا دریم هدف دا وه او لا تر اوسه پوری همدا دې چې هغه هیوادونه چې اتومی وسله لري او یا یې د جوړولو په درشل کې دي هغه له دې ځایه کنترول کړي، په ځانګړې توګه هغه هیوادونه چې د امریکا د سیاسي اثر او رسوخ څخه بیرون دي، او یا هم سره له دې چې حکومتونه یې د امریکا د رسوخ لاندی دي مګر اسلامي هیوادونه دي او ددې احتمال شته چې حکومت په کې داسی چا ته په لاس ورشي چې په فکري لحاظ د امریکا سره مخالفت لري، ددې ډول هیوادونو کنترول هم له افغانستان څخه په ډیره ښه توګه سرته رسیدلی شي او ځانګړې توګه د استخباراتي ډلو او ګروپونو له لاری، ځکه افغانستان په داسی ساحه کې پروت دې چې ډیر داسی هیوادونه شا او خوا ته پراته دي چې اتومی وسله لري او یا یې د جوړولو په درشل کې دي لکه چین، هند، پاکستان، ایران او داسی نور، او امریکا دا هیوادونه ځکه کنترول کول غواړي چې یا خو دا هیوادونه د امریکا په مدار وڅرخیږي او یا هم د اتومی وسلی څخه محروم شي او دا ځکه چې د همدې وسلی له امله دا هیوادونه د امریکا نړیوال حیثیت چلنج کولی شي او د همدې په بنسټ د امریکا غوښتنو ته د نه ځواب ورکولی شي. افغانستان په داسی ساحه کې پروت دې چې ډیر داسی هیوادونه شا او خوا ته پراته دي چې اتومی وسله لري او یا یې د جوړولو په درشل کې دي لکه چین، هند، پاکستان، ایران او داسی نور، او امریکا دا هیوادونه ځکه کنترول کول غواړي چې یا خو دا هیوادونه د امریکا په مدار وڅرخیږي او یا هم د اتومی وسلی څخه محروم شي او دا ځکه چې د همدې وسلی له امله دا هیوادونه د امریکا نړیوال حیثیت چلنج کولی شي او د همدې په بنسټ د امریکا غوښتنو ته د نه ځواب ورکولی شي.
دا افغانستان ته د امریکا د راتللو استراتیژیک اهداف ؤ، دا اهداف لا تر اوسه نه دي پوره شوي، د همدې اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره دلته امریکا ډیر لوی مصارف کړي دي، امریکا د همدې استراتیژیکو اهدافو او موخو د لاس ته راوړلو لپاره دلته پاتی کیدل غواړي، هغوی سره اصلا د افغانستان ګټې مطرح نه دي، چونکه د محاربوي تیارسۍ په حالت کې د یونیم لک شا او خوا پوځ په ساتلو کې د امریکا اقتصادي مصارف نور هم لوړیدل، له دې امله اوس امریکا غواړي چې د خپل شتون شکل بدل کړي چې په نتیجه کې یې خپل اقتصادي مصارف کم کړي، او په عین حال کې د خپلو پوځونو تلفات هم ټیټې کچې ته را ورسوي، او د کوم وخت نه یې چې په ځینې سیمو کې امنیتي مسؤولیتونه افغان ځواکونو ته لیږدولي دي، هلته د دوی مالي مصارف او هم د دوی د عسکرو تلفات راکم شوي دي، د همدې شکل د بدلولو لپاره دا خبرې اترې روانې دي او په دې امنیتي تړون کې به دا بحث کیږي چې د امریکایی عسکرو څومره شمیره باید دلته پاتی شي؟ او د دوی سره به کوم ډول تسلیحات وي؟ دوی به دلته ته څه صلاحیتونه لري؟ ایا دوی به کوم مسؤولیت هم لري او که نه؟ په طبیعی توګه دا ټول د امریکا ګټې دي او هغوي د خپلو ګټو ساتلو لپاره هلی ځلی کو.
خو اوس سوال دا پیدا کیږي چې په دې کې د افغانستان هم څه ګټه شته؟ افغانستان ولی دې تړون ته خوشحاله دی؟ دوی دا تړون ولی لاسلیک کول غواړي؟ د افغانستان د اوسني حکومت هم په ډیره څرګنده توګه په دې پوه دې چې دا تړون امریکایان د خپلو ګټو د ساتلو لپاره لاسلیک کوي، خو په دې نظام کې شامل یو شمیر چارواکي خو دې تړون ته ددې لپاره خوشحاله دي چې دهغوي هغه شتمنیو ته تحفظ ور په برخه کیږي چې په تیرو یوولس کالو کې یې جمع کړي او غصب کړي دي، او یو شمیر نور د خپلو روانو تجارتونو په فکر کې دي او داسی تړونونه د خپلو شخصي مادي ګټو لپاره ګټور بولي، مګر که دا کسان پریږدو او یواځی د هغه چا خبره وکړو چې هغوي معقول خلک دي او په ملي سطح فکر کوي او د افغانستان راتلونکی ورته اهمیت لري، او ددې اوسني نظام برخه دي او یا هم یې برخه نه دي له دوی څخه د یو شمیر خلکو تصور دا دې چې دا تړون د افغانستان په استقرار کې معاون ثابتیدلی شي، ځکه چې د امریکا محدود پوځی موجودیت به د کوم ناڅاپی تحول څخه مخنیوي وکړي، او افغانستان به د استقرار په لور یوسي، جنګ به ختم کړي، ددې ترڅنګ موږ د افغانستان د ابادولو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو او دا مرستی د همداسی تړونونو له لاری تر لاسه کیدلی شي.دا څرنګه ممکنه ده چې د یونیم لک پوځونو د استعمال په نتیجه کې خو جنګ خاتمه پیدا نه کړي او د یو محدود شمیر پوځونو چې هغه به هم په خپلو هډو کې محصور وي په موجودیت کې دې دا کار سرته ورسیږي؟له بله پلوه د امریکا دایمي پوځي هډی به د مسلح مقاومت لپاره ددې فرصت مهیا کوي چې د ملت د ځوانانو څخه عسکر ګیري وکړي، ځکه دې مسألی اوس دیني بڼه غوره کړی ده.نو کله چې جنګ ختم نه شي نو افغانستان ته استقرار نشي راتللی، او کله چې استقرار نه وي نړیواله ټولنه که هر څومره مرستی وکړي هغه به ټولی په هغه څیر ضائع شي لکه په تیرو یوولسو کالو کې چې څرنګه ضائع شوی!
که موږ د رسنیو له تاثیر څخه لږ لیرې په آرامه فضاء کې په دې فکر وکړو چې ایا دا ادعاګانې څومره د حقیقت سره نږدی دي او څومره یواځی ارزوګانی دي چې د واقعیت سره هیڅ تړاو نه لري، دا درسته خبره ده چې کیدلی شي چې ددې پوځونو موجودیت د ناڅاپی تحول مخنیوي وکړی شي مګر دا زموږ د مشکل چې هغه په افغانستان کې د جنګ خاتمه ده هیڅکله هم مفید نشي واقع کیدلی، ځکه د جنګ خاتمه د وسلی او د زور له لاری ممکن نه ده، که دا کار ممکن وی نو په تیرو یوولسو کالو کې به سرته رسیدلی وی، ځکه ناټو او امریکا خپل ټول زور و ازمایلو خو نتیجه یې ور نکړه، دا څرنګه ممکنه ده چې د یونیم لک پوځونو د استعمال په نتیجه کې خو جنګ خاتمه پیدا نه کړي او د یو محدود شمیر پوځونو چې هغه به هم په خپلو هډو کې محصور وي په موجودیت کې دې دا کار سرته ورسیږي؟
له بله پلوه د امریکا دایمي پوځي هډی به د مسلح مقاومت لپاره ددې فرصت مهیا کوي چې د ملت د ځوانانو څخه عسکر ګیري وکړي، ځکه دې مسألی اوس دیني بڼه غوره کړی ده.نو کله چې جنګ ختم نه شي نو افغانستان ته استقرار نشي راتللی، او کله چې استقرار نه وي نړیواله ټولنه که هر څومره مرستی وکړي هغه به ټولی په هغه څیر ضائع شي لکه په تیرو یوولسو کالو کې چې څرنګه ضائع شوی!
له بلی خوا د امریکایی پوځونو موجودیت د افغانستان لپاره نور ډیر زیات جانبي عوارض او ضرورونه هم لري، چې په ډیره مختصره توګه ورته لاندی اشاره کول ضروری ګڼم:
- سیاسي وابستګي:
په راتلونکی چې هر څوک په افغانستان حکومت کوي هغه به په خپلو سیاسي فیصلو او پریکړو کې ازاد نه وي بلکې همیشه به په خپلو سیاسي فیصلو، د نورو هیوادونو سره په اړیکو کې د دوی د ګټو رعایت په ځان لازم ګڼي او په دې توګه به افغانستان خپله سیاسي ازادي له لاسه ورکړي.
- اقتصادي مشکل:
په اقتصادی لحاظ به هم په افغانستان کې هیڅ راتلونکی حکومت خپله ازاده پاليسی نشی درلودای، د افغانستان هیڅ راتلونکی حکومت به د چین سره داسی تعامل نه شي کولی چې د هغی نه امریکایانو ته اقتصادي ستونزی راولاړیږی ولو که په دې که د افغانستان اقتصادي مرګ هم وي، همدا اوس د معادنو د استخراج په باب په چینایانو باندی ساحه د امریکایانو له پلوه تنګیږی او څه داسی هیوادونو ته ترجیح ورکول کیږی چې امریکایان یې په سیمیزه سطحه د چین د مقابلی لپاره راپورته کول غواړي، مګر د افغانستان حکومت په دې اړه هیڅ هم نشي کولی، له دې امله د دوی موجودیت د افغانستان لپاره مشکل دې د مشکل حل نه دی.ځکه چې ددوی د موجودیت له امله به دې ته اړ وي چې داسی یوه پالیسی غوره کړي چې په نړیواله سطحه د امریکا د اقتصادي حریفانو پر ضد وي، ځکه دا د دوی لپاره حیاتی او استراتیژیکه مسأله ده، د بیلګی په توګه د افغانستان هیڅ راتلونکی حکومت به د چین سره داسی تعامل نه شي کولی چې د هغی نه امریکایانو ته اقتصادي ستونزی راولاړیږی ولو که په دې که د افغانستان اقتصادي مرګ هم وي، همدا اوس د معادنو د استخراج په باب په چینایانو باندی ساحه د امریکایانو له پلوه تنګیږی او څه داسی هیوادونو ته ترجیح ورکول کیږی چې امریکایان یې په سیمیزه سطحه د چین د مقابلی لپاره راپورته کول غواړي، مګر د افغانستان حکومت په دې اړه هیڅ هم نشي کولی، له دې امله د دوی موجودیت د افغانستان لپاره مشکل دې د مشکل حل نه دی.
- ثقافي او دینی مشکل:
د څلویښت پنځوس زره داسی خلکو په یوه ټولنه کې اوسیدل چې د هغوي کلتور، دین، او اجتماعي اخلاقیات د هغه ټولنی سره په ټکر کې وي ډیر لوی مشکلات را پیدا کولی شي، د امریکا د داسی پوځي هډو موجودیت په داسی ټولنو کې هم د مشکلاتو د راولاړیدلو لامل ګرځی چې د دوی سره په دین، کلتور او اخلاقیاتو کې یو شانته دي لکه جاپان، المان او داسی نور، نو په افغانستان کې به ددې مشکلاتو کچه څومره وي؟ ددې تصور هم د انسان غوني ږيږوي.
- امنیتي ستونزی:
دلته پاتی کیدونکو پوځي قطعاتو کې به حتما د امریکایی استخباراتي اداری (CIA) مضبوط ګرپونه هم وي، دا ګروپونه به په سیمه کې د امریکایي ګټو د ساتلو لپاره د افغانستان څخه د مرکز په حیث کار اخلي لکه پخوا يي چې د ایران او نورو هیوادونو څخه اخیسته، دا به په طبیعي توګه د افغانستان نږدی او لیری ګوانډیان دې ته هڅوي چې په افغانستان کې امنیت ګډوډ کړي تر څو امریکایان دلته استقرار پیدا نه کړی شي.
نو کله چې داسی یو تړون چې شرایط یې هر څه وي چې د امریکایانو لپاره د هغوي د ټولو ګټو د لاس ته راوړلو لامل ګرځي او د افغانستان هیڅ یو بنسټیز هدف هم تری نه تر لاسه کیږي بلکې ددې ترڅنګ ډیر لوی مشکلات او ستونزی هم تری راولاړیږي ایا دا به د عقل خبره وي چې داسی یو تړون لاسلیک کړی شي؟ دا قضاوت درنو لوستونکو ته پریږدم.اوس چې کوم لوی سوال راپیدا کیږی هغه دا دې چې د کمزوري په دې حالت کې چې امریکایان نه وي افغانستان به د ګاونډیانو د مداخلاتو څخه څنګه محفوظ پاتی شي؟ او دویمه دا چې د دې ګاونډیانو د مداخلاتو او د خپل منځی شخړو په نتیجه کې د رامنځته شوو حالاتو په نتیجه په فوري توګه د خپل منځی جنګونو احتمالات دومره زیات دې چې انسان د ویری او ترس سره مخ کوي له دې څخه به څنګه ځان ژغورو؟ ایا ددې دواړو مشکلاتو کوم حل شته؟
اوس چې کوم لوی سوال راپیدا کیږی هغه دا دې چې د کمزوري په دې حالت کې چې امریکایان نه وي افغانستان به د ګاونډیانو د مداخلاتو څخه څنګه محفوظ پاتی شي؟ او دویمه دا چې د دې ګاونډیانو د مداخلاتو او د خپل منځی شخړو په نتیجه کې د رامنځته شوو حالاتو په نتیجه په فوري توګه د خپل منځی جنګونو احتمالات دومره زیات دې چې انسان د ویری او ترس سره مخ کوي له دې څخه به څنګه ځان ژغورو؟ ایا ددې دواړو مشکلاتو کوم حل شته؟
بلی ددې دواړو مشکلاتو حل شته، کیدلی شی لږ به مشکل وي، د زغم او یو بل ته د تیریدو متقاضی به هم وي، لږ طویل او صبر ازما به هم وي مګر حل یې شته دی، او دا حل په لاندی څو نقطو کې نغښتی دی:
لومړي:
که موږ هغه اسباب ولټوو چې افغانی ډلی ولې د ګوانډیو په لومو کې نښلي، نو یواځینی اسباب چې مخ ته راځی هغه دا دی:
لومړۍ نقطه:
یو شمیر دا تصور لری چې هیواد یې اشغال دی، او یا ددوی په اسلامی خاوره تجاوز شوی دې او ددې اشغال او تجاوز د ختمولو لپاره که شیطان هم وی د هغی څخه باید مرسته واخیستل شي.
دویم:
کله چې کومه ډله ددې احساس کوي چې هغه مظلومه ده او په زور او تزویر سره د خپل حق څخه محرومیږی، هغه د هغی په زعم د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره باید د هر چا څخه چې وي مرسته ترلاسه کړي.
که موږ دا دوه لاملونه له منځه یوسو، خارجی پوځونه د افغانستان څخه بیرون کړي شي دا لومړی لامل به له منځه ولاړ شي، او د افغانانو ترمنځ یو حقیقی تفاهم پیل شي چې هر څوک دلته د عزت او احترام احساس وکړي خپل ځان معزز او محترم محسوس کړي، هیڅ چا ته د دونیت په سترګه ونه کتل شي، او د یو ملي سند په حیث په څه مشترکاتو باندی سره ټول افغانان هر څوک چې دي توافق وکړي، هر ډول تهمتونه پریښودل شي، هیڅ څوک د مظلومیت احساس ونه کړي، په ټولو خلکو کې وطنیت احساس راژوندی کړای شي، زه یقین لرم چې هیڅ یوه افغانه ډله به د ګوانډیو د لاس اله نه شي، او کله چې ګوانډیان او بهرنی هیوادونه افغانی جهات د اله کار په حیث د ځان سره ونه لري هغوي دلته په هیڅ شکل هم مداخله نشي کولی، مګر دا کار للهیت، اخلاص، د خپلو څه شخصي، نتظیمی، سمتي، او … ګټو څخه د تیریدو غوښتنه کوي که موږ دې ته تیار شوو نو دا کار کیدونکی دی، خلاصه خبره دا چې باید یو واقعی بین الآفغانی تفاهم پیل شي.
دویمه نقطه:
دا ده چې ددې بین الافغانی تفاهم تر شا د یو ملي اجتماعي خوځښت په نتیجه کې (چی باید د هغه تصور باید نور مات کړي شی چې هر څه پیسی او وسلی کوي بلکې دا تصور باید راژوندی کړی شی چې د ملت پرګنی او سیاسی او اجتماعي فشار هغه څه کولی شی چې نه یې پیسی کولی شی او نه یې وسلی، طبعی خبره ده دا هم قربانیو ته اړتیا لری او هم وخت ورکولو ته او هم ستونزمن کار دی، خو ممکن دی، او په ډیرو هیوادونو کې تر سره شوی هم دی.ملت مخلص بچی او داسی ځوان نسل یې قیادت وکړي چې د پخوانیو سیاسی او تنظیمی او سمتی ځنځیرونو څخه پښی ازادی وی) د ملت پرګنی ودریږی تر څو هغه ډلی او جهتونه چې د خپله انده دا تفاهم ونه مني هغه د ملت څخه تجرید کړی شی، او ټول ملت د هغی په خلاف اواز اوچت کړي، یعنی هغه تصور باید نور مات کړي شی چې هر څه پیسی او وسلی کوي بلکې دا تصور باید راژوندی کړی شی چې د ملت پرګنی او سیاسی او اجتماعي فشار هغه څه کولی شی چې نه یې پیسی کولی شی او نه یې وسلی، طبعی خبره ده دا هم قربانیو ته اړتیا لری او هم وخت ورکولو ته او هم ستونزمن کار دی، خو ممکن دی، او په ډیرو هیوادونو کې تر سره شوی هم دی.
درېيمه نقطه:
په دې دوران کې باید یو څه ملي مؤسسات چې هغه واقعی ملي مؤسسات وګرځی تقویه کړي شی، اردو، پولیس، امنیت، قضاء او داسی نور، په دې که دوه ډوله اقداماتو ته اړتیا ده، لومړي دا چې دا اداری د فساد څخه پاکی کړی شی، تقویه کړی شی، او دوی خپل ملي هویت تر لاسه کړي یواځی د امریکایانو د ساتندویه کمپنیو کار تر سره نه کړي، بلکې واقعی ملی هویت کسب کړي، په روانه جګړه کې په داسی ډول د ښکیل کیدو څخه ځان وژغوري چې په یو پړاو کې پری ټولی ډلی اتفاق وکړي شي، پروفیشنلیزم باندی زیات توجه وکړی شي، کله چې دا اداری په ملي روحیه ورزل شي بیا د بهرنیانو د وتلو نه وروسته د مشکلاتو سره د مقابلی امکان را پیدا کیږی.
پای
————————————————————————————————————————————————-