د سولې بهير د بريا لپاره بايد يو دريمګړی لوری رامنځته شي!

حکمت الله ځلاند

په افغانستان کې د سولې ټينګښت هغه موضوع ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې افغانان په تمه دي؛ خو دا چې يوازې د سولې نوم اورېدل کېږي او څه پايله يې څرګنده نه ده؛ ټولو افغانانو ته د سولې نوم او د سولې تش په نامه بهير د واکمنو چارواکو د سياسي ګټې اخېستنې يو مفهوم ګرځېدلی دی.

افغان دولت په تېرو کلونو کې د سولې په نوم وخت ناوخت ځينې فعاليتونه درلودلي دي، د سولې عالي شورا يې جوړه کړه، له ګاونډيو هېوادونو څخه يې د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنې وکړې، چې وروستی ګام يې د ولسمشر کرزي هغه دريځ دی، چې د سولې لپاره يې د عملي ګام اوچتولو شرط، له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک لپاره کېښود؛ مګر تر اوسه هم د سولې لپاره څه هيله نشته ده.

بلخوا ګاونډيو هېوادونو لکه ايران او پاکستان او د سيمې هېوادونو، چې له افغانستان سره تودې اړيکې پالي، لکه هندوستان هم د افغان سولې بهير ته، چې کېدای شي په اړه يې څه اغېز ولري، درناوی نه دی کړی او يوازې په تشريفاتي فعاليتونو او خبرو يې بسنه کړې او د خپلو ګټو له مخې، نه غواړي چې دلته سوله ټينګه شي.

خو سوله يو حقيقي نوم دی او که څوک يې وغواړي راتګ يې ناشونی نه دی؛ مګر دا چې له کومې لارې راتللی شي، اوسني خوځښتونه او فعاليتونه پر هغه لار نه دي روان.

د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو د مرکز مشر دوکتور عبدالباقي امين، د دغه مرکز له رسنيز ګروپ سره په يوه ځانګړې مرکه کې، د سولې د اوسني بهير د ناکامۍ لامل دا بولي، چې لاهم د سولې لپاره په حقيقي توګه هلې ځلې نه دي شوې او د دغه بهير د بريا لپاره د يوه دريمګړي افغاني لوري رامنځته کېدلو ته اړتيا ده.

دوکتور عبدالباقي امين وايي: “که څه هم اوس ذهنيتونه تر ډېره داسې جوړ شوي، چې افغانان پرته له سولې بله لار نه لري؛ خو څه چې دلته يې اړتيا ده، هغه د يوه داسې دريمګړي لوري راپيدا کېدل دي، چې له بېلابېلو لورو سره کېناستلی شي او د سولې په اړه هغوی ته قناعت ورکړي او د سولې د غوښتنو په اړه بحث او مناقشه ورسره وکړي، ترڅو يې په پايله کې وکړای شي چې نظرونه سره نژدې کړي او داسې يوې جامع طرحې ته ورسېږي، چې له مخې يې ټول ښکېل لوري داسې ګامونه پورته کړي، چې له امله يې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او له هېواده بهرني ځواکونه ووځي او افغانان داسې يوه مشترک ملي ميثاق ته ورسېږي، چې په نتيجه کې يې خپلې داخلي ستونزې هوارې کړای شي.”

د نوموړي په وينا، تېرې لس کلنې جګړې دا ثابته کړه، چې هېڅ لوری هم د جګړې له لارې خپل مقابل لوری نه شي ماتولی او بريا ته نه شي رسېدلی، چې دا حقيقت اوس افغان حکومت، امریکایانو، طالبانو او نورو بېلابېلو لورو هم درک کړی دی.

ښاغلي امين زياته کړه: “د همدغه حقيقت د درک کولو په پايله کې امريکايان هم دې ته حاضر شول، چې له طالبانو سره خبرې وکړي او طالبان هم حاضر شول، چې له امريکايانو سره خبرې وکړي او په قطر کې يو سياسي دفتر ولري؛ مګر تر اوسه يې د سولې حقيقي غوښتنو ته ځواب نه دی ويلی، چې هغه غوښتنې دا وې چې ټول لوري له خپلو دريځونو څخه يو څه راټيټ شي، ترڅو وکړای شي چې د سولې خوا ته نژدې شي.”

د ده په وينا، که څه هم ټولو لورو د سولې لپاره چمتووالی وښود، مګر د سولې په اړه د هر لوري نظر توپير لري؛ د حکومت نظر دا و، چې د سولې تر نامه لاندې هغو طالبانو ته چې له جګړې څخه ستړي شوي دي، د امتيازاتو په مقابل کې دا لاره پرانيزي چې له حکومت او سياسي بهير سره ملګري شي او د دغه کار لپاره يې له پيسو، د ګاونډيانو له لوري فشار واردولو او دغه راز له پوځي عملياتو څخه کار واخېست؛ خو له سولې څخه دارنګه تصور، سوله له ګڼو ستونزو سره مخ کړه او د سولې شورا ونه توانېده، چې د دريو څلورو کلونو په اوږدو کې داسې يو عملي ګام پورته کړي، چې هغه افغانانو ته دا هيله ورکړي، چې افغانستان د سولې په لور روان دی او سوله به راځي.

دوکتور عبدالباقي امين وويل: “که چېرته د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا په خپلو اساسي تصوراتو کې بدلون رانه ولي، دوی نه شي کولای چې د سولې په اړه اغېزناک کار وکړای شي او سم رول ادا کړي؛ بلخوا له طالبانو سره هم تراوسه هماغه ذهنيت دی، چې اسلامي امارت به بيا حاکمېږي، مخالفین به يې دوی ته غاړه اېږدي او امریکایان چې کله وځي نو حکومت به د دوی لاس ته ورځي، په دې توګه هغوی هم د بل چا منلو ته تيار نه دي.”

نوموړی په دې نظر دی، چې که له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک شي، د دولت وسله وال مخالفين به جګړې ته دوام ورکړي او نور خلک به هم له هغوی سره همکاري وکړي، چې په پايله کې به يې د سولې په لار کې زيات خنډونه رامنځته شي او افغانان به نور هم د جګړې قرباني وي.

افغان دولت د سولې د راتګ په موخه د سولې عالي شورا جوړه کړه؛ خو له ټولو فعاليتونو سره سره يې د سولې څرک نه لګېږي، نو دا چې د ناکامۍ اصلي دليل يې څه دی؟ ښاغلی عبدالباقي امين يې په اړه وايي: “د سولې عالي شورا په دې نظر ده، چې بايد د بېلابېلو هېوادونو د فشار له لارې طالبان دې ته قانع کړي چې له دوی سره خبرې وکړي او دارنګه فشارونه زما په اند اغېزناک نه دي، طالبان نه د سعودي عربستان په لاس کې دي او نه هم د پاکستان، دوی اصلاً د سولې تر نامه لاندې د طالبانو افراد د تشویق او هڅونې له لارې له افغان حکومت سره یو ځای کوي، دوی غواړي چې د طالبانو د قيادت پر ځای، د طالبانو له افرادو سره خبرې وکړي او په طالبانو کې د انشقاق او درز رامنځته کولو په هڅه کې دي، چې طالبانو یې په مقابل کې ډېر کلک حساسیت ښودلی دی، نو د سولې عالي شورا د سولې خبره په حقيقي شکل سره نه مطرح کوي او همدا د دوی د ناکامۍ اصلي لامل دی.”

د نوموړي په اند د سولې د راتګ لپار تر ټولو غوره لار دا ده، چې د افغانستان له اهل فکر او اهل فرهنګ خلکو څخه د داسې کسانو، چې د افغانستان له راتلونکي سره علاقمند وي او په خپلو شخصي او ګونديزو ګټو پسې نه ګرځي، يوه ډله رامنځته شي او د سولې لپاره ريښتينې هلې ځلې وکړي.

ښاغلي عبدالباقي امين زياته کړه: “دا ډله بايد داسې کسان وي، چې له طالبانو، بهرنيانو، حکومت، د حکومت له اپوزيسيون او نورو ټولو لورو سره خبرې وکړای شی او له ملت څخه هم دا غوښتنه ده چې د اوس په څېر چوپ پاتې نه شي او د يوه حقيقي حرکت ملاتړ وکړي او په هر ځای کې دا غږ پورته کړي، چې د سولې له دغسې شکلي شوراګانو سره او هسې په تشريفاتي خبرو باندې د افغانستان مشکل نه حل کېږي؛ افغانان بايد داسې فشارونه رامنځته کړي، چې په نتيجه کې يې بهرنيان ووځي او افغاني مشران اړباسي، چې د هېواد د ثبات، استقلال او سولې لپاره هڅې وکړي.”

خو دا چې دا ډله به په خپله رامنځته کېږي او که کوم لوری دا مسؤوليت لري، چې دا ډله رامنځته کړي؟

ښاغلی امين وايي: “هر کار هلو ځلو ته اړتيا لري؛ په دې هکله موږ په ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز کې هڅې کوو او مخکې مو هم د اهل فکر، اهل فرهنګ او نخبه خلکو يوه غونډه جوړه کړې وه او دا مسئله مو ورسره مطرح کړې وه؛ د هغوی وړانديز هم دا و، چې يو منځګړی ګروپ بايد رامنځته شي، په دې ورځو کې هم پلان لرو، چې د هېواد ځينې مخور کسان راټول کړو او له هغوی سره دا خبره وکړو، دا یوه اراده غواړي او د خلکو احساس او انګېزې ته اړتيا لري؛ نو موږ خپله په دې تړاو هلې ځلې کوو، چې داسې یو جهت رامنځته شي او د دې لپاره له مختلفو لورو سره په تفاهم کې یو.”

دا چې حکومت د سولې لپاره د سولې عالي شورا جوړه کړې ده؛ نو که يو بل دريمګړی لوری راپيدا کېږي، حکومت به هم بيا د هغو منلو ته چمتو شي کنه؟ نوموړی وايي: “زما په فکر که حکومت لاس پکې ولري، بیا به نو خپل مؤثریت له لاسه ورکړي او طالبان به وایي، چې دا لوری حکومت رامنځته کړی دی؛ نو ځکه بايد دا لوری داسې یو څوک وي، چې پر حکومت يا طالبانو باندې حساب نه وي او دغه راز پر بهرنيانو هم حساب نه وي، ترڅو بيا څوک ونه وایي چې دا لوری ایران یا پاکستان رامنځته کړی دی؛ حکومت او د سولې شورا هم اړ ده، چې دا حرکت په رسميت وپېژني او سره متحد يې کړي، دغه راز د دې اړتيا هم شته ده، چې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان او داسې نور لوري يې هم تاييد کړي او د ځينو سفرونو او غونډو اسانتياوې ورته برابرې کړي، طالبان هم بايد همکاري ورسره وکړي او د هغوی خبرې ته غوږ کېږدي او په ټول کې بايد ټول لوري مرسته او همکاري ورسره وکړي.”

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *