د افغانستان او امريکا وروستۍ ناندرۍ او د افغانستان راتلونکی
نظر محمد مطمئن، ليکوال او شنونکی
امريکايي ګوندونه
د افغانستان او عراق د جګړو او پر دغو دواړو هېوادونو د حملو طراحان، د هغه وخت د امريکا ولسمشر جورج ډبليو بوش، د هغه مرستيال ډيک چيني، د دفاع وزیر رمز فیلډ، د بوش سلاکار او نږدې ملګری خلیلزاد، د بهرنيو چارو وزیره مېرمن رایس، په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازی جان بولټن او د دفاع وزارت مرستيال ویټس ولف وو، چې په نړيواله کچه د افغانستان او عراق د جګړو عاملين او د بې ګناه خلکو پر وژلو او ځورولو پړه بلل شوي او د جمهوري خواهانو په ګوند پورې تړاو لري.
د دېموکرات کلنټن د واکمنۍ پر مهال، د امريکا اقتصاد ډېر پرمختګ وکړ، امریکا د اقتصاد له پلوه، د مجهز او روزلي پوځ او پرمخ تللو وسلو په لرلو سره هومره پياوړې شوه، چې په نړۍ کې يې خپل سيال نه ليده. د امریکا د دېموکرات ګوند مشرانو هر وخت د امريکا اقتصاد او خپلو کورنيو پرمختګونو ته ډېر پام کړی؛ برعکس د امريکا د جمهوري خواهانو ګوند بيا هر وخت پر جنګ او جګړه زور کړی دی.
په عراق باندې لومړی ځل بريد، چې امريکا له کوېت څخه د دفاع لپاره باله، د جورج بوش د پلار بوش له خوا وشو، کله چې بيا ځل دېموکراتان واک ته ورسېدل، تر ډېره بريده يې بهرنۍ مداخلې کنټرول کړې، کلنټن هېڅکله زړه ښه نه کړ، چې پر افغانستان يرغل وکړي، يوازې پر خوست يې راکټي بريد ته زړه ښه کړ. خو جورج ډبليو بوش، چې کله واک ته ورسېد، د خپل پلار تګلاره يې مخته يووړه او لومړی يې پر افغانستان او بيا پر عراق حمله وکړه.
د عراق او افغانستان جګړې امريکايانو ته په ګرانه بيه پرېوتلې، اقتصاد يې کمزوری شو، د پوځ رعب يې په نړيوال ډول اغېزمن شو، د پرمختللو وسلو راز او فارمولونه يې چين، ایران او روسې ته ښکاره او ورسېدل، د دېموکراسۍ تر نامه لاندې استعماري کړنو يې امريکايان د نړيوالو په سترګو کې سپک کړل؛ له همدې امله عام امريکايان د بوش واکمنۍ ته په ډېره بده سترګه ګوري ان تر دې چې اړ شول، تورپوستی اوباما، چې پلار يې مهاجر او مسلمان و، واک ته ورسوي.
د افغانستان او امريکا اړيکې
د افغانستان او امريکا اړيکې په تېر وخت کې هم د شخړو او جنجالونو درلودونکې وې، د جمهوري خواه بوش په وخت کې تر يو حده ښې وې؛ خو د دېموکرات اوباما په دواړو دورو کې ښاغلي کرزي او امريکا چې کله هم د دوی د خوښې خلاف کومه مسئله وي، دوی يې پر سر جنجال کړی او خپلو ځانګړو ګټو ته يې، د دې پر ځای چې د ملتونو او هېوادونو ګټې په پام کې ونیسي، برتري ورکړې ده.
عام افغان ولس حتی د امريکا ځينې افغان ملګري هم، دغه هېواد ته د ملګري په سترګه نه ګوري؛ بلکې د يو سرتمبه او ځېلناک، ځان غوښتونکي، ناسم مدېريت کوونکي، کم عقل په سترګه ګوري؛ افغانان فکر کوي، چې امريکا افغانستان ګروګان نيولی او له افغانانو څخه يې واک اخېستی دي، له همدې امله له دوی سره جګړه کوي.
د افغانستان او امریکا راتلونکې اړيکې هم زيانمنې شوې دي، مګر بيا هم که امریکا او د دوی متحدين سخت کار وکړي او په حالاتو کې مثبت تغيير راولي، په اختلاس او فساد کې له ککړو کسانو او د دوی له لاسپوڅو سياستوالو څخه لاس واخلي، د حقيقي سولې لپاره قدمونه واخلي، په اقتصادي برخه او بيارغونه کې وړ کارونه وکړي، په داسې حال کې چې پوځونه وباسي او مداخله بنده کړي، دغه ډول کړنې به حالت ښه لور ته بوځي.
د امريکا د تګلارو ناکامي
د امريکا تګلاره هم په افغانستان کې وخت په وخت له ناکامۍ سره مخ شوې؛ دا ځکه چې پر تګلارو سم فکر نه کوي.
د جهاد پر مهال به په اسلام آباد کې د امريکا سفارت د تګلارو جوړولو لپاره لومړی له جهادي رهبرانو سره ليدنې کتنې کولې، د هغوی نظرونه به يې اورېدل، دا ډول به له علماوو، روڼ اندو، په پاکستانې کېمپونو کې د افغان مهاجرينو او په هېواد کې دننه له قومندانانو او عامو وګړو سره ليدنې کتنې درلودلې، د تګلارې په اړه به يې د ټولو نظرونه ټولول، له هغه وروسته به يې د راټولو شوو نظرونو په رڼا کې، تګلاره جوړه او پرېکړه کوله.
اوسمهال امریکا پرته له دې چې د بې پلوه افغانانو، علماوو، روڼ اندو او وړ افغانانو نظرونو ته غوږ کېږدي، په خپل سر او د ځينو غرب پلوه افغانانو نظرونه اوري، چې له دې امله يې هره تګلاره له ناکامۍ سره مخ شوې ده.
د دېموکراتانو دريځ
په همدې ورځو کې د 2014 کال د جنورۍ په ۲۲مه د امريکا د پوځ جنرالانو له ولسمشر اوباما څخه غوښتي، چې تر لس زره پورې امريکايان په افغانستان کې پرېښودل شي او د ده د دورې تر پايه کرار کرار ټول پوځيان له افغانستان څخه وباسي، چې پخوا پوځيانو د لسو کلونو پاتې کېدلو لپاره غوښتنه لرله، دا ډول امريکايي جنرالانو اوباما ته مشوره ورکړې، چې که تر لس زره کم پوځيان په افغانستان کې پاتې کېږي، بيا ښه دا ده چې ټول پوځيان له افغانستان څخه وايستل شي.
اوباما، جوبایډن، جان کيري او چګ هېګل څلور واړه په افغانستان کې د امريکايانو پاتې کېدل نه غواړي، دوی څلور واړه سناتوران وو، څلور واړه د مشرانو جرګې د باندینو روابطو د کمېټې غړي هم وو، د امريکا په مشرانو جرګه کې د پوره واک لرونکي کسان وو.
څلور واړه ياد شوي سناتوران په هغه وخت کې د عراق د جګړې مخالف هم وو او په دې اړه يې خپل اواز پورته کړی و، دغه راز دوی د اسرائيلو هم بد ايسي او د کرزي او آی ايس آی هم بد ايسي.
اوس چې دغه څلور واړه د امريکا چارې پر مخ بيایي، داسي ویل کېږی چې غواړي د افغانستان جګړه به ختمه کړي.
امنيتي تړون
سي آی اې پر جګړه ټينګار کوي، هغوی په افغانستان کې د امنيتي قرارداد غوښتنه او په سيمه کې د امريکايي پوځيانو پاتې کېدل غواړي. امريکايي جنرالان هم پر جګړه ټينګار کوي، په دې وروستيو کې د جمهوري خواهانو اړوند جګپوړي جنرالان هم داسې څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې باید اډې ولري.
مايک کرسټل هم په خپلو وروستيو څرګندونو کې، په افغانستان کې د امريکايي پوځ د پاتې کېدلو خبرې کړې دي، کله چې مايک کرسټل په افغانستان کې د امريکايي قواوو قوماندان و، هغه وخت پر جګړه ټينګار او په افغاستان کې د امريکايي پوځيانو د ډېروالي غوښتنې، مایک کرسټل ته د اوباما او دېموکراتانو غوسه راوپاروله، چې په پايله کې يې مایک کرسټل د اوباما له خوا په افغانستان کې د امريکايي پوځ د لويې قوماندانۍ له پوسټ څخه لرې کړل شو.
په تېرو څو اوونيو کې يو پر بل پسې د جمهوري خواهانو جګپوړي امريکايي چارواکي، په بېلابېلو وختونو کې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د پاتې کېدلو او د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتې او دفاعي تړون پر لاسليک کېدلو ټينګار کوي. خو د دېموکرات ګوند اړوند امريکايي چارواکي هڅې کوي، چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي او ټول امريکايي پوځيان له افغانستانه وباسي.
د ولسمشر اوباما مرستيال جوبايډن هم په روانه اوونۍ کې وویل، چې امريکايي پوځيان بايد له افغانستان څخه وايستل شي، د امريکايي چارواکو د تر ټلو مهم او لوړپوړي چارواکي دغه ډول څرګندونو، امريکايي جنرالان او د سي آی اې غړې اندېښمن کړي دي.
اوباما د تېرو ټاکنو پرمهال امريکايي ولس ته وعده ورکړې وه، چې د عراق جګړه به ختموي او له افغانستان څخه به خپل ټول پوځيان وباسي، چې د روان کال د ډسمبر پر ۲۱مه نېټه يې دغه خبره بيا تازه کړه.
د امنيتي تړون په اړه د حامد کرزي دريځ
د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ پر پېنځمه نېټه ښاغلي کرزي راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته يولس نوماند کسان غرمنۍ ته دعوت کړي وو، ښاغلي عبدالله عبدالله په زغرده ښاغلي کرزي ته ویلي وو، چې دا ستاسې مسؤوليت دی چې له امريکا سره تړون لاسليک کړی، دا ډول ډاکتر اشرف غني احمدزي ولسمشر کرزي ته ویلي وو، چې د تړون لاسليک کول زموږ او افغان ولس په ګټه دي، ښه به وي چې لاسلیک شي، استاد سياف هم د تړون ګټو او اړتياوو ته اشاره کړې وه.
ولسمشر کرزي له دغو نوماندانو او د هغوی له مرستيالانو سره په مجلس کې په ډاګه وویل: “هغه خبره يادوم چې ډاکتر عبدالله عبدالله سپينه وکړه، ډاکتر اشرف غني احمدزي په نيمه کې او محترم استاد سياف په لفافه کې وکړه، د امنيتې تړون امضاء کول، ترڅو چې زه ډاډه شوی نه یم، له امريکا سره تړون نه امضاء کوم.”
د ولسمشر کرزي تېره واکمني او راتلونکې ټاکنې
په ۲۰۰۹ زېږدي کال کې مېرمن کلنټن ولسمشر کرزي ته د امریکا د حکومت پېغام ورساوه، چې امريکا قسيم فهيم د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه نه شي منلای، دا ډول جنرال عبدالرشید دوستم هم امریکا نور نه شي زغملای، چې په افغان حکومت کې د واک څښتن وي.
کله چې په ۲۰۰۹ زېږدي کال کې ټاکنې د ښاغلي کرزي په ګټه اعلان شوې او لومړی مرستيال يې ښاغلی فهيم وټاکل شو، د اوباما له خوا بياځلې پيغام ورته ورسېد، چې زما په دوره کې قسيم فهيم او رشيد دوستم امريکا ته نه شي راتللای او هېڅکله به د امريکا وېزه دوی ترلاسه نه کړي.
له همدې امله وو، چې قسيم فهيم د زړه د درملنې لپاره کلونه وړاندې جرمني ته ولاړ او بيا يې د مرګ اوازه هم ځينو رسنيو خپره کړه، داسې فکر کېږي چې د هغه د مرګ اوازه به هم ځينو ځانګړو رسنيو په هغه وخت کې د پلان له مخې خپره کړې وه. رېپوټونه وايي، چې اوسمهال بيا هم ښاغلی فهيم د روغتيايي ستونزو له امله جرمني ته تللی دی.
ویل کېږي چې ولسمشر کرزي او ښاغلي فهيم بياځلې هوډ کړی، چې واک په خپل لاس کې وساتي. کرزی او ټيم يې خوشاله دي، چې راتلونکې ټاکنې به بيا هم جمهوري خواهان ګټي او جمهوري خواهان د دوی د ټيم ملګري او ملاتړ کوونکي دي.
مېرمن کلنټن هم په امريکا کې د راتلونکو ټاکنو لپاره سر له اوسه تياری نيسي؛ خو چانس به يې ځکه کم وي، چې دوې پرله پسې دورې دېموکراتانو حکومت وکړ، درېیمه دوره به سخته وي چې ويې ګټي، که چېرته مېرمن کلنټن واک ته ورسېږي؛ نو بیا ښکاره خبره ده چې د دېموکراتانو په واک کې پاتې کېدل، د ښاغلي کرزي او د ده د ټيم پر تاوان دي، خو که جمهوري خواهان واک ته ورسېږي، بيا نو د ښاغلي کرزي او د ده د ټيم په ګټه دي.
داسې فکر کېږي، چې جمهوري خواهان په دې راضي دي، چې د ښاغلي کرزي کورنۍ په واک کې پاتې شي، خو دېموکراتان يې مخالفت کوي.
ښاغلی کرزی غواړي، چې د ده شرایط ومنل شي او تړون لاسلیک کړي، تر ټولو لوی شرط به يې دا وي، چې د ده ورور قيوم کرزی راتلونکی ولسمشر اعلان شي.
په دې ورځو کې (د 2014 د جنورۍ پر ۲۲مه) رسنيو پو رېپوټ خپور کړی، چې پېنځه تنه نوماندان به د ښاغلي قيوم کرزي په ګټه له خپلې نوماندۍ څخه تېر شي، ویل کېږي چې په دې ډله کې به د بهرنيو چارو پخوانی وزير زلمی رسول هم وي.
حامد کرزي هم په تېرو دولسو کلونو کې د پام وړ سياسي تجربه ترلاسه کړې او په څنګ کې يې پياوړی سياسي او پوځي لوبغاړی قسیم فهيم هم شته دی، تر خپله وسه به هڅې وکړي چې په واک کې پاتې شي، ویل کېږي چې فهيم هم هوکړه کړې، چې له قيوم کرزي سره به پر يوه لاره روان وي.
سعودي عربستان، پاکستان او طالبان
ښاغلي کرزي هغه وخت لويه تېروتنه وکړه، چې تر مشورتي لويې جرګې وروسته او له امريکا سره د تړون پر سر د ناندريو له پېل کېدلو سره سم يې ايران ته سفر وکړ او د ايران او افغانستان تر منځ د ستراتېژيک هوکړه ليک پر سر يې له ايران سره خبرې وکړې.
د ښاغلي کرزي دغه کار عرب هېوادونه په ځانګړي ډول سعودي عربستان او متحده امارات خفه کړل، هغوی ووېرېدل چې له ښاغلي کرزي سره پر لاره تګ به ستونزمن شي.
بلخوا د سعودي عربستان او امريکا اړيکې هم د سوريې پر سر ترينګلې شوې، دا ډول د امريکا او ایران نږدې کېدل او د امريکا له خوا د ایران د اټومي پروګرام تسليمولو هم د سعودي غوسه وپاروله؛ خو د سعودي عربستان او پاکستان اړيکې بيا پخې دي.
ویل کيږې چې پاکستان ته د سعودي عربستان د بهرنيو چارو د وزیر سفر له ډېر اهميته ډک او مهم و.
طالبانو په تېرو دولسو کلونو کې له سعودي عربستان سره ډېرې خړې پړې اړيکې درلودې؛ د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو وختونو کې د طالبانو او سعودي اړيکې هغه مهال خرابې شوې، چې د هغه وخت د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت ترکي الفیصل سپکاوی د طالبانو د مشرانو له خوا وشو، سپکاوی په دې معنا نه چې طالبانو د هغه عمدي او قصدي سپکاوی کړی، د هغه خبره يې د اسامه بن لادن په اړه ونه منله، ترکي الفیصل خفه شو او ملامحمد عمر آخند سختې خبرې ورته وکړې.
اوس چې د امريکا او سعودي اړيکې مخ په خرابېدلو دي، د امريکا او ايران اړيکې مخ په ښه کېدلو دي، دا ډول پاکستان هم د پخوا په ډول نه شي کولای چې دوه مخې تګلاره، چې په ښکاره له امريکا سره ملاتړ خو په پټه بيا د امريکا ګټو ته زيان ورسوي، دا لاملونه دي چې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزیر پاکستان ته سفر وکړ.
ممکن چې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير به له پاکستان څخه غوښتي وي، چې طالبانو ته د سعودي عربستان د دوستۍ پيغام ورسوي او غوښتي به يې وي، چې له طالبانو سره ښې اړيکې ولري؛ ځکه چې سعودي عربستان پر اهل تشيع سربېره په مصر او نړۍ کې له اخوان المسلمين سره هم ستونزه لري، په مصر کې د اخوان المسلمين د حکومت پرځولو اصلي لوبغاړي هم سعودي او امارات وو.
طالبان هم ښه پوهېږي، چې له سعودي عربستان سره به يې ملګري له مجبوريته وي، چې کله هم د دوی او امريکا اړيکې بېرته سمې شي بيا به نو خړ پړ طالبان هېروي او د امريکا د ګټو لپاره به کار کوي.
داسې معلومېږي چې سعودي عربستان به هم عملاً د افغانستان لوبې ته راګډ شي؛ اوسمهال سعودي عربستان مجبوراً بايد د طالبانو پټ ملاتړ وکړي او په افغانستان کې به د امريکایي اډو او پوځيانو د شتون مخالفت کوي، دا ډول همدغه د پاکستان پټه تګلاره هم ده.
پاکستان به ښاغلی کرزی هم وهڅوي، چې د ایران او اهل تشیع له دوستۍ څخه لاس واخلي او د هغوی پر ځای له سعودي عربستان او اماراتو سره اړيکې ښې کړي.
پايله
که چېرته سعودي عربستان او پاکستان هوکړې ته ورسېږي او له طالبانو سره اړيکې سمې کړلای شي، دا ډول دېموکراتان هم د سي آی اې تر فشار لاندې رانه شي، په دغه صورت کې به اوسنی نظام ړنګېږي او په افغانستان کې به له ټولو ښکېلو لورو څخه جوړ شوی نوی حکومت منځته راځي.
پای