پاکستان-امریکا ستراتېژیکې خبرې اترې
ذاکر جلالي
د تېرې دوشنبې په ورځ، د امریکا او پاکستان ترمنځ ځنډېدلې ستراتېژیکې خبرې اترې، له سره پیل شوې. دا مذاکرات د پاکستان له لوري د دغه هېواد امنیتي او سیاسي سلاکار او د امریکا له لوري د هغه هېواد بهرنیو چارو وزیر جان کېري پر مخ وړل.
جان کېري د خبرو اترو پر لومړۍ ورځ وویل، چې هیلهمن دی پاکستان د «اسیايي پړانګانو» په کتار کې وویني. «اسیايي پړانګان» هغو اسیايي هېوادونو ته (هانګ ګانګ، سنګاپور، تایوان، سویلي کوریا) کارول کېږي، چې په دې وروستیو کې يې د پام وړ اقتصادي وده کړې ده. درې کاله مخکې په ۲۰۱۱م کال کې ځینې داسې پېښې وشوې، چې د امریکا او پاکستان اړیکې يې تر وروستي بريده ترینګلې کړې. د ۲۰۱۱م کال په جنورۍ مياشت کې د امریکايي استخباراتي کارمند (رېمنډ ډیوس) له لوري، په لاهور کې د دريو تنو پاکستانیانو وژنه، د مۍ مياشتې په درېیمه په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن پر استوګن ځای برید او بیا د یاد شوي کال په اکتوبر مياشت کې د امریکايي ځواکونو له لوري، پر پاکستاني پوستې برید او تر پېنځلسو پورې پاکستاني پوځیانو وژنه، هغه لاملونه وو چې دغه ستراتېژيکې خبرې يې وځنډولې.
سرتاج عزیز، چې پوخ دیپلومات دی، په دې خبرو اترو کې د پخوا په پرتله له امریکا ډېرې غوښتنې لري. دی اوس پر دې ښه پوهېږي، چې هېواد یې امریکا ته څومره مهم دی. عزیز وویل، دی غواړي چې د دوو هېوادونو اړیکې له «معاملاتي» ډول څخه «ژور مشارکت» ته بدلې کړي، چې متحده ایالات به پاکستان ته د افغانستان او ترورېزم له سترګو نه ګوري. عزیز په خپلو خبرو کې، د خپل هېواد اندېښنې بربنډې کړې. ده وویل: «زه ډاډه یم، چې تاسې ټول به راسره موافق یاستئ، چې کله چې امریکا په ۱۹۹۱م کال کې سیمه پرېښوده او بیا چې په ۲۰۰۱م کال کې بیا سیمې ته راغله، د پاکستان ملي امنیت په پام کې نه دی نیول شوی». سرتاج عزیز له امریکایانو دا ګیله هم وکړه، چې د هند په پرتله د ده د هېواد اندېښنې جدي نه دي نیول شوې. عزیز له امریکایانو وغوښتل، چې په ټولو سطحو کې دوه اړخيز باور منځته راشي. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په زغرده وویل، چې «د افغانستان جګړه باید په مسؤولانه ډول پای ته ورسول شي او تېرې غلطۍ ښايي تکرار نه شي».
اوس چې بیا حالات څه نا څه د ۱۹۹۱م کال په څېر دي، پاکستان یو ځل بیا د امریکا په بهرني سیاست کې د پام وړ ارزښت خپل کړ. د امریکا زیات شمېر ځواکونه به، د روان زېږدي کال تر پایه افغانستان پرېږدي، چې د دغو ځواکونو د هغو تجهیزاتو په لېږد کې، چې کباړ کوي يې نه، د پاکستان ځمکنۍ لار تر ټولو لنډه او ارزانه لار ده. پاکستان ته هم دا پېښه ارزښتناکه ده. لکه څنګه چې سرتاج عزیز وویل، چې امریکا له وتلو وروسته، په سیمه کې تشه رامنځته کوي. نو پاکستان هم غواړي په دې «تشه» کې د خپل رول لوبولو لپاره، د امریکا باور ترلاسه کړي.
په پاکستان کې عامه افکار او په خيبر پښتونخوا ایالت کې د عمران خان تحریک انصاف ګوند حکومت، چې په دې وروستیو کې يې امریکاييضد دریځ خپل کړی، په همداسې د امریکا په زیان وضعیت کې له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو وتل، هغه لاملونه دي، چې امریکا یې بیا اړاېسته څو له پاکستان سره ستراتېژیکې خبرې اترې بیا پیل کړي. د خبرو په دغه پړاو کې د امریکا هڅه دا ده، چې پاکستان ته د امتیاز ورکولو له لارې، د دغه هېواد له ځمکې خپل پوځي تجهیزات وباسي. د پاکستان له لوري سرتاج عزیز هم د خپل هېواد اوسنی ارزښتناک رول ښه درک کوي او پوهېږي، چې له امریکا څخه د امتیاز ترلاسه کولو ښه موقع ده، نو خپلې غوښتنې په جرئت سره مطرح کوي.
په پاکستان کې د عمران خان په پرتله د نوازشریف ګوند اوسمهال امریکا ته نېک نظر او له طالبانو سره په جګړه کې پرېوتی، چې دا دریځ یې ښايي په پاکستاني ولس کې محبوبیت ته زیان واړوي. د نوازشریف د حکومت هڅه هم دا ده، چې له امریکا سره د ستراتېژیکو خبرو اترو د بیا پیل او د انرژۍ، امنیت، دفاع، قانون حاکمیت او اقتصاد په برخو کې، د امریکا مرستې راخپلې کړي، چې له دې لارې کولای شي، د پاکستاني ملت عامه افکار د ځان په ګټه بدل کړي.
دلته یوه مسئله د پام وړ ده؛ له امریکا سره د افغانستان د امنيتي تړون مسئله دمګړۍ ښه توده روانه ده. د تړون پلویان د خپلې ادعا د توجیه لپاره یو دلیل هم دا وايي، چې امریکا ته د پوځي اډو ورکړه ځکه مهمه ده، چې ګاونډیان زموږ امنیت له خطر سره مخ کوي. دا په دې معنا چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې «zero-sum game» واکمن دی؛ دا په نړیوالو اړیکو کې هغه حالت ته ویل کېږي، چې د یوه هېواد ګټه د بل هېواد په زیان وي. اوس له پاکستان سره د امریکا هره معامله د افغانستان او له افغانستان سره يې هره معامله د پاکستان په زیان ده. له پاکستان سره ستراتېژیکې خبرې او په مختلفو برخو کې له افغانستان سره بیا د امنيتي تړون اړتیا(؟) منتفي کوي.
له افغانستان سره چې کوم تړون تر بحث لاندې دی، هلته هسې تشې خبرې دي. هسې لفظي ژمنې، چې هېڅ ډول تضمين نه لري. که پاکستان د امریکا په سیمه کې باورمن پارټنر دی؛ نو بیا له افغانستان سره د تړون اړتیا څه ده؟!