امريکا ته د نوازشريف سفر او افغانستان

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د اکتوبر په ۱۹مه په یوه څلور ورځني سفر واشنګټن ته ولاړ او هلته یې د امريکا له ولسمشر سره د افغانستان د امنیتي وضعيت او سولې پروسې، د پاکستان داخلي وضعيت او له هند سره د پاکستان پر اړیکو خبرې وکړې.

نواز شریف امريکا ته د خپل دغه دويم رسمي سفر په جريان کې، د امریکا په یوه تحقیقاتي مرکز کې هم وينا وکړه او په يوه برخه کې يې وويل: «موږ د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ویلي، چې پاکستان چمتو دی چې د سولې تم شوې پروسه بیا پیل کړي؛ خو دوی نه شي کولای چې طالبان هم ووژني او هم یې د سولې مېز ته حاضر کړي.»

امريکا ته د نواز شریف وروستی سفر د سیمې د دوو هېوادونو افغانستان او هند لپاره د پاملرنې وړ و. دا چې دغه سفر د سيمې پر وضعيت او په تېره بیا له پاکستان سره د افغانستان او هند پر اړيکو څه اغېزې ښندلی شي دلته يې څېړو.

د سوېلي آسيا په اړه د امریکا بهرنی سیاست

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د سوېلي آسيا په لور د امریکا پاملرنه زیاته شوه او د سوېلي آسيا په تړاو یې د امريکا د پخواني ولسمشر ټرومین تګلاره غوره کړه. د سړې جګړې پر مهال، په سوېلي آسيا کې د امریکا پاملرنه د پاکستان-هند د دوو جګړو، د هند-چین جګړې او بیا د افغانستان د قضیې له کبله زیاته شوه. له سړې جګړې وروسته هم، امریکا په خپل بهرني سیاست کې د “ترورېزم” او “سخت‌دريځۍ” تر نامه لاندې دغې سیمې ته زيات ارزښت ورکړ او په تېره بیا له ۲۰۰۱ کال راهیسې، امریکا د دغې سیمې په یوه برخه (افغانستان) کې بشپړ پوځي حضور هم لري.

په ۲۰۰۹ کال کې په امريکا کې د بارک اوباما له ولسمشر کېدو سره د امریکا پاملرنه يو ځل بیا داسې مهال د دغې سیمې په لور ډېره شوه، چې له ۲۰۰۳ کال وروسته يې په منځني ختیځ کې هم پوځي حضور درلود. په ۲۰۰۹ کال کې اوباما اعلان وکړ، چې افغانستان ته به ۳۰ زره اضافي سرتېري واستوي. په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د (Rebalancing Asia) یا د (Pivot to Asia) په نامه یوه تګلاره هم اعلان کړه. هغې د فارن پالیسي ژورنال په یوه مقاله کې ولیکل: «لکه څرنګه چې په عراق او افغانستان کې د امریکا جګړه په ختمېدو ده، نو امریکا په یوه مهم موقعیت کې ده. په تېره یوه لسیزه کې امریکا خپل ډېری وسایل دغو دوو جګړو ته ځانګړي کړل؛ خو په راروانو لسو کلونو کې اړینه ده، موږ هوښیار واوسو او خپل وخت او انرژي په یوه سم ځای کې مصرف کړو، ترڅو زموږ رهبري، ګټې او ارزښتونه خوندي شي[1]

له ۲۰۱۱ کال وروسته د امریکا پاملرنه ورو ورو د سویلي او ختیزې آسيا په لور شوه. له همدې ځایه ده، چې امریکا په سیمه کې له جاپان، هند او استرالیا سره نږدې اړیکې پالي، ترڅو د چین پورته کېدونکی اقتصادي ځواک مهار کړي.

د امريکا-پاکستان رغېدونکې اړيکې

د نوازشريف له وروستي سفر مخکې، د پاکستان د اټومي وسلو په اړه د تشویشونو خبره هم کېده؛ ځکه ویل کیږي چې په نړۍ کې د بل هر هېواد په پرتله پاکستان ډېري اټومي وسلې جوړوي. د نیویارک ټایمز ورځپانې د يوه راپور له مخې، د اوباما اداره د یوې داسې معاملې په اړه غور کوي چې هدف یې د پاکستان د اتومي وسلو محدودول دي او د نواز شریف له سفر وړاندې، په واشنګټن کې په دې اړه بحثونه روان وو.[2] همدا لامل و، چې نواز شریف له دغه سفر مخکې په خپلو څرګندونو کې دې ټکي ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې پاکستان په اتومي وسلو يو سمبال هېواد دی او د اتومي وسلو امنیت يې بشپړ خوندي دی.

امريکا له تېرو دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې د حقاني شبکې، طالبانو او لشکر طیبه ډلو د حضور له کبله پر پاکستان ډېرې نیوکې وکړې او څو ځله یې له پاکستان سره د خپلو کلنيو مرستو د بندولو ګواښونه هم وکړل. د دې ترڅنګ د امریکا د نړیوالو ګټو له کبله د واشنګټن اړیکې له ډهلي سره هم ډېرې نږدې شوې. د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا ولسمشر هند ته رسمي سفر درلود او بیا د همدې کال په سپټمبر کې د هند لومړی وزیر نارېندرا مودي هم واشنګټن ته په یوه رسمي سفر ولاړ، چې دغو دواړو سفرونو بیا د امریکا او هند اړیکې نورې هم نږدې او تودې کړې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف ځکه په اوسني وخت کې امريکا ته وروغوښت، چې د ډهلي-واشنګټن د نږدې کېدونکو اړیکو له کبله د اسلام‌آباد او واشنګټن اړیکې ښې کړي. له همدې امله امریکا پاکستان ته د اېف شپاړس جنګي الوتکو د ورکولو او په نورو برخو کې د همکارۍ ژمنه هم ورکړه.

د سولې پروسې د بيا پيل لپاره د پاکستان لېوالتيا

امریکا ته د نواز شریف سفر له دې کبله هم ارزښت درلود، چې دی امریکا ته داسې مهال ولاړ، چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو پر نوي پلان ايله یوه اوونۍ تېره شوې وه. د دې ترڅنګ د اوباما او نواز شریف د خبرو اترو د اجنډا یوه مهمه برخه هم د افغانستان د امنیت او سولې پروسه وه، چې دا مسئله د پاکستان او امریکا په ګډه اعلامیه کې هم منعکسه شوه. دوی په ګډه اعلامیه کې وویل: «دواړو مشرانو د افغانانو په مشرۍ، د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو پرمختګ ته ژمنتيا څرګنده کړه او ترڅنګ یې پر طالبانو غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني او د دايمي سولې لپاره خبرې وکړي[3]

د دې ترڅنګ د ګډې اعلامیې له مخې، نواز شریف د امریکا ولسمشر اوباما ته د پاکستان د (National Action Plan) په نامه تګلارې له مخې توضیحات ورکړل، چې دوی د طالبانو او حقاني شبکې پرخلاف داسې ګامونه پورته کړي، چې له کبله یې دوی د افغانستان پرضد د پاکستان خاوره استعمال نه شي کړای[4].

نواز شریف د امریکا د سولې په انستیتوت کې هم د خپلې وینا پر مهال د افغانستان د سولې د پروسې په تړاو وویل: «دوی نه شي کولای چې په یوه وخت هم طالبان ووژني او هم یې خبرو اترو ته حاضر کړي. د ده په وینا پاکستان حاضر دی چې د سولې پروسه بیا پيل کړي[5].» خو د نوازشريف دې خبرې په افغانستان کې غبرګونونه هم له ځان سره درلودل او يو شمېر سناتورانو د نوموړي دا خبرې “ټګي” وبللې او ولسمشر ته يې د پاکستان په اړه په خپل وروستي دريځ د درېدو وړانديز وکړ. يو شمېر شنونکي بيا په دې اند دي، چې پاکستان ځکه په دې خبره کې رښتينی نه دی، چې نه يې تراوسه طالبان په نښه کړي او نه يې هم د سولې خبرو اترو ته حاضر کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان له خوا د سولې پروسې د بیا پيلولو وړاندیزونه کېږي، اسلام‌آباد د ملا محمد عمر د مرګ له اعلان او په تېره بیا په کابل کې له څو خونړيو پېښو وروسته څو ځله د سولې پروسې د بیا پيلولو په تړاو څرګندونې کړې؛ ځکه که څه هم د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره د کابل-اسلام‌اباد اړیکې بې‌ساري وې، افغان حکومت پاکستان ته ډېر امتیازات ورکړل او له هند سره یې اړیکې د حامد کرزي د دورې په پرتله سړې شوې؛ خو په کابل کې له څو خونړيو پېښو وروسته د اسلام‌آباد په اړه د کابل رسمي دریځ او سیاست بدل شو او کله چې له ملي وحدت حکومت سره د پاکستان ژمنې يوه پر بلې پسې له وخته تېرې شوې، يو ځل بيا دا ثابته شوه چې پاکستان خپل رول تر حقيقي هغه زيات ښيي او کوم څه چې وايي په علمي ډګر کې يې په وس پوره نه دي.

افغانستان او هند ته د دغه سفر ارزښت

امریکا ته د نواز شریف له سفر وړاندې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه وینا کې وویل: «بله اوونۍ د پاکستان صدراعظم امریکا ته سفر کوي او هلته یې ټینګار پر دې دی چې پناه‌ځایونه باید ختم شي. د طالبانو طرفدارانو ته یې څرګند پیغام دا دی، چې د هغوی د وتلو یوازېنۍ لاره د افغانستان مشروع حکومت سره یوه سیاسي لاره ده»[6].

که څه هم د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ له وروستيو بې‌باوریو سره سره، افغان ولسمشر د نواز شریف له دغه سفر سره بیا هیلې وتړلې؛ خو د سفر پايلو او د نوازشريف څرګندونو ته په کتو سره، دا چې د پاکستان ملکي حکومت به د افغان لوري د هيلې وړ ګامونه اوچت کړي، ستونزمنه برېښي.

له بلې خوا په عمومي توګه د بمبيي د بریدونو او په مشخصه توګه له تېر یوه کال راهیسې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې ډېرې خرابې او پر سرحدي سیمو د یو بل پرضد په بریدونو کې ښکېل پاتې شوي دي. همدا راز د پاکستان پوځ د هند پر ضد ډېر سخت دریځ لري، د نواز شریف له واک ته رسېدو سره پوځ نواز شریف ته مشوره ورکړه، چې هند پلوی سیاست خپل نه کړي، که څه هم نواز شریف په لومړيو کې د هند په لور ولاړ خو اوس یې خپل سیاست بدل کړی او تر ډېره د پوځ پر مشورو روان دی. له همدې ځایه ده، چې نواز شریف د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز لرې او پر ځای يې د پوځ نوی تقاعد شوی جنرال “ناصر جنجوعه” وټاکه.

همدا راز د هند یو شمېر ورځپاڼو او شنونکو هم دغه سفر ته د ډېر ارزښت په سترګه وکتل؛ خو په ټوله کې د هند ډېرې اندېښنې له دغه سفر وروسته راکمې شوې؛ ځکه له یوې خوا د نواز شریف سفر د هند په تړاو ډېرې پاموړ پایلې نه لرلې او له بلې خوا د هند او امریکا اړیکې په سیمه کې ستراتېژيک نوعیت لري او تر ډېره پر پورته کېدونکي چینايي ځواک راڅرخي.

پای

[1] See online: http://foreignpolicy.com/2011/10/11/americas-pacific-century/

[2] See online: http://www.pashtovoa.com/content/pashto-nawaz-sharif-to-visit-us/3009747.html

[3] See online: https://www.whitehouse.gov/the-press-office/2015/10/22/2015-joint-statement-president-barack-obama-and-prime-minister-nawaz

[4] د نورو معلوماتو لپاره وګورئ؛ د امریکا او پاکستان ګډه اعلامیه:
https://www.whitehouse.gov/the-press-office/2015/10/22/2015-joint-statement-president-barack-obama-and-prime-minister-nawaz

[5] See online: http://www.usip.org/publications/2015/10/23/pakistan-s-sharif-urges-renewed-peace-talks-in-afghanistan

[6]  امریکا غږ، جمهور رئیس غني د کندز ښار ته ولاړ، ۲۴میزان ۱۳۹۴، په پرلیکه بڼه:
http://www.pashtovoa.com/content/afghanistan-ashraf-ghani-kunduz-security-taliban-us-/3009997.html

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *