د سولې لپاره يوه مؤثر ملي حرکت ته اړتيا ده
د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز رئيس دکتور عبدالباقي امين، په کابل کې د “مبانی وحدت اسلامی و نقش آن در تأمین صلح“ تر عنوان لاندې جوړ شوي سمينار کې د سولې د هڅو د بريا لپاره پر بينالافغاني تفاهم ټينګار وکړ او د همدې موخې لپاره يې د يوه مؤثر ملي حرکت د رامنځته کولو وړانديز وکړ.
دغه يو ورځنی علمي-څېړنيز سمينار د افغانستان د علومو اکاډمۍ د عقيدې او ثقافت د مرکز په نوښت د روان ۱۳۹۴ لمريز کال د عقرب په ۱۳مه نېټه جوړ شوی و او د هېواد يو شمېر علمي شخصيتونو پکې برخه اخېستې وه.
ولسمشر اشرف غني هم دغه سمينار ته په استولي پيغام کې، چې د علومو اکاډمۍ د عقدې او ثقافت مرکز د رئيس مرستيال سرمحقق عبدالمعبود ضريري له خوا ولوستل شو، ويلي وو چې اسلام بشريت ته د سولې او ورورولۍ پيغام لري او بايد د دغه پيغام مفهوم په پراخ ډول تفسير شي.
دغه سمينار ته دکتور عبدالباقي امین په خپله وینا کې د سولې پر وړاندې شته خنډونو او شته فرصتونو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه: «په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت د سولې پر وړاندې خنډ دی او همدا خبره مقاومت ته انګېزه ایجادوي.»
د ده په وينا، د سولې هڅې د “سولې عالی شورا” له لوري منحصرې ګڼل کیږي او آن د “اسلامي همکاریو سازمان” یاده شورا د سولې یوازېنی آدرس بولي، چې دا حالت د سولې د بهیر له بريا سره هيڅ ډول مرسته نه شي کولی.
نوموړي د سولې د مفهوم په سم تفسيرولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه: «له لومړي سره د سولې سم تفسیر موجود نه و او د وسلهوالو مخالفینو له خوا د وسلو اېښودل، د هغوی له لوري د افغانستان اساسي قانون منل او د ښځو حقوقو ته درناوی سوله بلل کېده، حال دا چې سوله یو بل ته د ورتېرېدلو او د یو بل ځینو شرایطو ته غاړه اېښودل دي.»
هغه وويل: «په اسلامي نړۍ کې غربیان استقرار او ثبات نه غواړي، د لويې ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره نړیوالې هڅې کېږي او استبدادي حکومتونه تحکیمېږي؛ مصر، سوریه او یمن يې ښې بېلګې دي. د جنګ مدیریت کېږي او افغانستان د رقابتونو په ډګر ګرځول کېږي. همدا راز د مخدره موادو مافیا او استخباراتي کړۍ په افغانستان کې د جګړې شتون او ادامه غواړي.»
نوموړي ټينګار وکړ چې د افغانستان د سولې کيلي د بهرنیانو په لاس کې نه ده. ښاغلي امين وویل: «د بین الافغاني تفاهم له لارې سوله راتللی شي، په دې بهیر کې د اعتماد وړ یوه منځګړي حرکت ته اړتیا ده تر څو موانع او فرصتونه تشخیص کړي او په یوه هر اړخیز حل کار وکړي. هغه وړانديز وکړ، چې د سولې د هڅو د بريا لپاره باید یو مؤثر-ملي حرکت- رامنځته ته شي ترڅو ژر تر ژره یوې ټولمنلې او تلپاتې سولې ته ورسېږو.»
د ده په خبره، د بهرنيو ځواکونو وتل، په خلکو کې د جګړې د توانمندۍ له منځه تلل، هېواد ته راتلونکي نوي جريانونه، بحرانونه او ګډ خطرونه چې هم دولت او هم طالبان ګواښي، او همدا راز په خپله د طالبانو نوې رهبري د سولې اړوند فرصتونه دي چې باید پاملرنه ورته وشي.
د ستراتېژیکو او سیمهيیزو څېړنو مرکز د علمي شورا غړي دوکتور فضل الهادي وزین هم په دغه سیمینار کې وینا وکړه او ويې ویل: «سوله د ټول انسانیت په تېره بیا د افغانانو جدي اړتیا ده او افغانان د مسلمانانو په توګه، باید په قرآن منګولې ټینګې او په هغه عمل وکړي او دا چې د سولې اړوند باید یو سرتاسري ملي محور رامنځته شي او د سولې د مطالعاتو لپاره باید یو ځانګړی مرکز جوړ شي.»
په دغه سیمینار کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د مرستیال، سرمحقق محمد اسلم افضلي په ګډون د دې اکاډمۍ يو شمېر غړو، د سولې د عالي شورا منشي امين الدين مظفري، دکتور عبدالله خاموش هروي، د افغانستان د علماوو علمي مجمع مشر مولوي عبدالصبور حقاني او ځينو نورو شخصيتونو هم په اړونده موضوع ويناوې وکړې او خپلې علمي-څیړنېزې مقالې يې ولوستلې، چې په پای کې د ګډونوالو له لوري پر موضوع بحث او مناقشه هم وشوه.
پای
راپور: عبدالله جاوید