د افغانستان د بهرني سیاست په هکله د مرکز سیمینار

(د افغانستان بهرنی سیاست ) تر سرلیک لاندې د ستراتیژیکو او سېمیزو څیړنو دمرکز سیمینار د روان کال د تلی میاشتې په اوویشتمه نیټه د خوشحال مینې په سېمه کې د سیدجمال الدین په تالار کې تر سره شو.

نوموړی سیمینار د افغانستان د بهرني سیاست د ارزونې په موخه په لاندې دریو محورنو کې ټاکل شوی :

  • د سېمې، نړۍ، ګاونډیو هیودانو او لویو قدرتونو په هکله د افغانستان بهرنی سیاست…
  • دافغانستان بهرنی سیاست څوک جوړوي او معیارونه یې څه دي؟
  • د اسلامي قضایاوو په اړه د افغانستان بهرنی سیاست

سیمینار دتلې په ۲۷ مه د پنجشنبې ورځې ماسپښین مهال د قرآن عظیم الشان د څومبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، د چلوونکی چارې د مرکز غړي حمدالله فایق په غاړه درلودې، دسیمینار په پیل کې د سیمینار  چلوونکی حمدالله فایق صاحب میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د مرکز لنډه پیژنده یې په لاندې ډول وکړه :  افغانستان په تیرو دریو لسیزو کې د ډیرو ناوړه او دردناکو شرایطو سره لاس ګریوان ؤ ، چې له بده مرغه نوموړي و ضعیت خپله ناوړه سیوره د افغانستان کړیدلي ولس  د ژوندانه په ټولو اړخونو باندې غوړولې ده . د دغه راز یو کړکیچن حالت څخه د وتلو په موخه د ستراتیژیکو او سېمیزو څیړنو مرکز په کال ۲۰۰۹ م د جولای په میاشت کې د کابل په ښار کې تاسیس شو تر څو د نورو مدني بنسټونو تر څنګ خپلې کړنې تنظیم کړي.

د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څیړنو مرکز یو غیر انتفاعی مرکز دی، چې د جوړونکو او اغیزمنو خبرو اترو د شرایطو د چمتوکولو او د علمی پرګرامونو د انعقاد په موخه د فکر د ډګر د لابډاینې په موخه خپل فعالیتونه په لاره اچوي.

تر دې وروسته فایق صاحب د سیمینار د لومړی ویناوال ځواک صاحب چې په پام کې وه دسېمې او نړۍ د هیوادنو په هکله د افغانستان سیاست په خپله موضوع کې دسیمینار ګډونوالو ته وړاندې کړي، معذرت وړاندې کړ او ورپسې یې د دوه یم ویناوال ته بلنه ورکړه تر څو د سیمینار د دوه یم محور په هکله خپله موضوع ګډونوالو ته واوروي،  دوه یم وینا وال دکتور فضل لهادی وزین د سلام پوهنتون د ثقافت اسلامی د دیپارتمنت رئیس تر حمد او درود وروسته  خپله وینا د افغانستان د بهرني سیاست په اړه پیل کړه او لومړی یې د افغانستان د سیاسی فعالیتونو د تنظیم په اړه خبره وکړه او بیا یې د افغانستان د بهرني سیاست په هکله د اساسی قانون احکام وڅیړل او د خپلو خبرو په لړ کې یې هغو اطرافو ته اشاره درلوده چې د افغانستان په بهرني سیاست کې اغیزمن دي .

تر دې وړاندې یې څرګنده کړه چې د افغانستان بهرنی سیاست د دولت لوړ رتبه چارواکي تنظیموي او د افغانستان د بهرني سیاست بنسټیز ټکي یې معرفی کړل او څرګنده یې کړه چې د افغانستان بهرني سیاست باید پارلمان تأیید کړي .

په پای کې یې هغه عوامل وڅیړل چې د افغانستان د دولت په سیاست کې اغیز لري:             

 ۱ – د افغانستان بهرنۍ پالسي.۲ـ د استوګڼو شمېره .۳- اقتصادی زیرمې او طبیعي ذخایر ۴- نظامی ځواک ۵-  د هیواد کورنی نظام ۶ – د هیواد کورنی وضعیت ۷ – بهرني تاثیرات ۸- د اقتصادی خپلواکۍ نشتوالی …

او بیا یې د اساسی قانون  اوومه او اتمه ماده تشریح کړې او په همدې سره یې خپله وینا پای ته و رسوله .

د سیمینار دریم ویناوال د ولسي جرګې غړی استاد عبدالحفیظ منصور ؤ، چې د سیمینار چلونکی فایق صاحب د مرکز په اړه تر لنډو معلوماتو وروسته ورته بلنه ورکړه تر څو د ستیج سرته تشریف راوړي او خپله وینا ګډونوالو ته واوروي.استاد عبدالحفیظ منصور د سیمینار د دریم محور په اړه چې د

رلود چېاسلامی قضایاوو په اړه د افغانستان سیاسي دریځ باید پکې څیړل شوی وي خپله وینا پیل کړه په سر کې یې په دې ټینګار د افغانستان په بهرني سیاست په اړه باید د سیاسي اړیکو او سیاست تر منځ توپیر وشي او په کار نه ده چې دا دواړه مفهومونه سره ګډ شي او څرګنده یې کړه چې افغانستان په داسې حالت کې نه دي چې خپل ځانګړی بهرنی سیاست ولري او افغانستان د دې تابتیا نه لري چې خپل سیاسي کشالې په خپله د نورو هیوادونو سره په ځانګړې توګه وړاندې کړي ،او د افغانستان دولت سیاسي خپلواکي نه لري افغانستان یو اشغال شوی هیواد دی او دلته یې د(( نیمه اشغال اصطلاح)) وکاروله او اضافه یې کړه چې د حکومت حاکمیت محدود دی تر دې وروسته یې د اسلامی کشالو په هکله د افغانستان د دولت او ولس دریځ وڅیړه او یو ډول دوه مخۍ ته یې اشاره درلوده چې افغان ولس یې د اسلامی پیښو په هکله خپلوی په داسې حال کې چې د قرانکریم په سون باندې سړکونو ته راوځي او لاریونونه په لاره اچوی بیا د سیمینار چلونکي فایق د استاد عبدالحفیظ منصور څخه مننه وکړه او  ګډنوالو ته یې اعلان کړ تر څو د پوښتنو او  نظر ورکولو په هکله ګډون وکړي:

لومړی نظر ورکوونکی د سلام پوهنتون استاد دوکتور مصباح الله عبدالباقي ؤ،  چې د پام وړ مداخله یې درلوده ، په خپله مداخله کې یې څرګنده کړه، چې انتظار دا ؤ تر څو د افغانستان په بهرني سیاست کې مؤثر عوامل څیړل شوي وی او دا په ډاګه شوي وی چې د افغانستان اوسنی بهرنی سیاست کوم لوری ته روان دی آیا دا سیاست په خپلو پریکړو او دریځونو کې موفق او بریالی دی او د افغانستان د  ملت د هیلو سره سم مخ پر وړاندې روان دی که بالعکس  او که زموږ بهرنی سیاست ناکام وي موږ ته څه په کار دي چې د خپل بهرني سیاست د ځواکتیا لپاره یې تر سره کړو .

او د دریم محور په اړه یې ددغې پوښتنې ځواب و غوښت چې آیا  افغانستان  د اسلامی نړۍ د یو غړي په توګه په اسلامي نړۍ کې ځای لري ؟

بیا یو ګډنوال وړاندیز درلود تر څو د هغو کنوانسینونو په اړه پراخ بحث تر سره شي چې  افغانستان ورسره ملحق شوی دی …

په پای کې د ستراتیژیکو او سېمیزو څیړنود مرکز رئیس دکتور عبدالباقی امین په خپله لڼډه ویناکې د ګډنو الو او میلمنو څخه په سیمینار کې د ګډون په اړه مننه څرګنده کړه او د مرکز په کړنو باندې یې لنډه تبصره درلوده او هیله یې څرګنده کړه ترڅو مرکز د افغانستان په سیاسي ډګر کې د نورو مدني بنسټونو تر څنګ خپل مسؤولیت او هود پرځای او هغو موخو ته لاس رسی پیدا کړي چې د خپلو کړنو لپاره یې په پام کې نیولې دي .

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *