د CSRS پلاوي د کوالالامپور په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ

د ستراتیژیکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز رئیس دکتور عبدالباقي امین او د مرکز د عملي شورا غړو دکتور مصباح الله عبدالباقي، دکتور فضل الهادي وزین او استاد محمد هارون خطیبي د مالیزیا په پلازمېنه کوالالامپور کې “د سولې او ثبات په تامين کې د آزادۍ او ډېموکراسۍ رول” تر عنوان لاندې نړيوال سېمينار کې ګډون وکړ. د دغه کنفرانس تنظيموونکو له افغانستانه د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز رسما دعوت کړی و.

دغه کلنۍ غونډه د روان ميلادي کال (۲۰۱۵) د نوامبر مياشتې په ۲۷مه او ۲۸مه جوړه شوې وه، چې د اسلامي نړۍ شاوخوا ۲۵۰ تنو مفکرينو او د اسلامي حرکتونو مشرانو او غړو پکې ګډون کړی و.

د دغه نړيوال کنفرانس لړۍ يو کال مخکې تاسيس شوې او دا يې دويمه غونډه وه. د دغه کنفرانس د بحث اصلي موضوع دا وه، چې اسلامي نړۍ څرنګه کولای شي د خپلې خوښې وړ حکومتونه، ښې ادارې او ښې حکومتولۍ ولري او دغه راز څه ډول کولای شي په سوله‌ییزه توګه او له وژنو او ورانيو پرته یو دېموکراتیک بدلون رامنځ ته کړي او دولتونه د پرمختګ او پراختیا په لور روان کړي.

د کنفرانس ګډونوالو په ماليزيا او ترکيه کې د ډېموکراسۍ له بريالۍ تجربې څخه د ګټې اخېستلو غږ وکړ او ويې ويل چې دا دواړه هېوادونه توانېدلي چې په ډېر لږ زيانمنېدو او له تاوتريخوالي پرته له هغو ستونزو څخه ځان وباسي چې دا مهال اسلامي نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده. هغوی نړيواله ټولنه د هغو اسلامي ټولنو ملاتړ ته راوبلله چې د ازادۍ، ديموکراسۍ او اسلامي تمدن د بيا ژوندي کېدو لپاره، چې د بشر مصلحت پکې پروت دی، مبارزه کوي.

په دې مجلس کې د اسلامي نړۍ تر منځ پر همکارۍ ټینګار وشو او د اسلامي نړۍ د تحقيقاتي مرکزونو ترمنځ یوه شبکه هم رامنځته شوه، ترڅو خپلې څېړنې همغږې کړي او په لاډېر اغېزناک ډول، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د ستراتېژیکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز پلاوي د کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته، د مالیزیا له پخواني لومړي وزیر مهاتیر محمد سره هم وکتل. د مرکز پلاوي نوموړي ته د افغانستان د روان وضعيت په اړه معلومات ورکړل او غوښتنه یې ترې وکړه چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره هلې ځلې وکړي.

هېره دې نه وي چې “د سولې او ثبات په تامين کې د آزادۍ او ډېموکراسۍ رول” کنفرانس کې د ښاغلي مهاتیر محمد علمي جایزه هم، چې د اسلامي نړۍ غوره [څېړنیزې] لیکنې ته به ورکول کېږي، اعلان شوه. د دې ترڅنګ د ځوانانو او ښځو په برخو کې هم یوه یوه جایزه اعلان شوه، چې تر ټولو غوره بحث (علمي لیکنې) ته به ورکول کېږي.

2 (1)

3 (1)

4 (1)

5 (1)

6 (1)

7

8

9

12

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *