د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز رئيس مراکش ته په رسمي سفر ولاړ

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز رئيس دکتور عبدالباقي امین د مراکش هېواد د بهرنیو چارو له پخواني وزیر سعدالدین عثمان سره، دغه هېواد ته د يوه رسمي سفر پر مهال وکتل.

دا ملاقات د روان ميلادي کال (۲۰۱۵) د نوامبر په ۲۲مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه رباط کې ترسره شو او دواړو لورو پکې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د يادولو وړ ده، چې سعدالدین عثمان د مراکش د حاکم ګوند (عدالت او پراختیا) غړی دی.

دکتور عبدالباقي امين وروسته د مراکش د التوحید و الاصلاح د څېړنیز مرکز له رئیس عبدالرحیم شیخي سره هم د نوامبر په ۲۳مه يو ملاقات درلود او په دې ملاقات کې هم دواړو لورو د بدلون پروسې، د تجاربو د تبادلې او د دواړو څېړنيزو مرکزونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې.

IMG_0287-for website2

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *