سږ کال د افغانانو لپاره ترټولو خونړی کال
په تېرو شپږو مياشتو کې د افغان پوځيانو او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د لوړې کچې په تړاو، په مشرانو جرګه کې د کورنيو چارو او ملي دفاع وزيرانو له څرګندونو وروسته، د افغان جګړې د راتلونکي په اړه د خلکو اندېښنې زياتې شوې دي.
د امنيتي ارګانونو مسؤولينو روان لمريز کال، پر افغانستان د امريکايي او ناټو ځواکونو له يرغل وروسته، په تېرو 13 کلونو کې د افغان ځواکونو لپاره ترټولو خونړی کال وباله او له څرګندونو يې داسې برېښي، چې افغان ځواکونه د روانو او راتلونکو ګواښونو پر وړاندې له پراخو ننګونو سره مخ دي.
د ښکېلو لورو او ملکي وګړو تلفات
د کورنيو چارو وزير عمر داوودزي د مشرانو جرګې په استجوابيه غونډه کې وويل، چې سږنی کال د افغان ځواکونو لپاره ترټولو خونړی کال و. د ده په وينا، د روان کال په تېرو شپږو مياشتو کې 2212 تنه ملي او سيمه ييز پوليس وژل شوي او يوازې له ملي پوليسو 2506 تنه ټپيان شوي، چې په دې توګه د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه د پوره کال په محاسبه خورا لوړه ده.
د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې لوړې کچې ته د شهيد اوونۍ په نمانځغونډه کې، ولسمشر کرزي هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې هره ورځ د امنيتي راپورونو له مخې کابو 50 افغانان وژل کېږي. همدا راز د ملي دفاع وزارت يوه جګپوړي چارواکي هم المان خبري اژانس ته د دغې کچې د لوړېدو خبره کړې او ويلي يې دي، چې هره اوونۍ 100 تنه افغان سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل کېږي.
د وزير په وينا، په دې کال کې د دولت د وسله والو مخالفينو له ډلې څخه، 5503 تنه وسله وال جنګيالي وژل شوي او 2370 تنه نور ژوبل شوي دي.
خو د دولت د وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې کره شمېرې، نه هم پخوا اعلان شوې او نه يې په اړه کره معلومات شته دي؛ مګر امنيتي چارواکي په دې توګه غواړي چې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې لوړه کچه توجيه کړي او له همدې امله وسله والو مخالفينو ته د پوليسو د څو چنده مرګ ژوبلې اوښتلو خبره کوي.
د کورنيو چارو وزير د معلوماتو له مخې، د سږني کال له لومړيو شپږو مياشتو کې د 955 تنه ولسي وګړو د وژل کېدو او 2394 نورو د ټپيانېدو خبر ورکړل شوی. خو دا شمېره هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تر حقيقې کچې ډېره کمه ده؛ ځکه د يوناما (په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر) په وروستي راپور کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې په تړاو ويل شوي وو، چې د 2014 کال په لومړيو شپږو مياشتو کې 1560 تنه ولسي وګړي وژل شوي او 3280 تنه نور ټپيان شوي دي.
د بهرنيو ځواکونو عمليات
که څه هم افغان امنيتي چارواکي ادعا کوي، چې سږ کال په يوازې سر جنګېدلي يو او له بهرنيو ځواکونو يې مرسته نه ده غوښتې، چې له همدې امله يې د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده؛ خو په حقيقت کې سږ کال هم ډېری سيمې د بهرنيو ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته ساتل شوې وې او کله چې په هغو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو هوايي مرسته بنده شوې، سيمه هم د افغان ځواکونو له کنټروله وتلې ده.
که له بهرنيو ځواکونو مرسته نه وي غوښتل شوې، بيا نو ولې نژدې هره ورځ د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې لسګونه افغانان وژل کېږي؟ په داسې حال کې چې د ټولو سيمو امنيتي او عملياتي واک هم افغانانو ته سپارل شوی دی.
په همدې ورځو کې په کونړ کې د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې، چې د افغان ځواکونو د مرستې په پلمه شوې وه، 14 تنه مېرمنې او ماشومان ووژل شول او 13 نور ټپيان شول، چې د بښنې نړيوال سازمان او په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان استازي يان کوبيش هم دا پېښه وغندله.
له لويه سره د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې، يا قصداً او يا هم د ناسمو استخباراتي راپورونو له امله عامو افغانانو ته پراخه مرګ ژوبله اوړي؛ خو ظاهراً داسې ښودل کېږي چې ګويا بې پيلوټه الوتکې يوازې وسله وال مخالفين په نښه کوي.
د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې ځينې وروستۍ پېښې، په نورستان ولايت کې بريدونه او له امله يې د 41 تنو ملکيانو د وژل کېدو، په شينډنډ کې د څلورو مېرمنو او ماشومانو وژل کېدل، په لوګر کې د ماشومانو په ګډون د څلورو تنو وژل کېدل، د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د دريو تنو وژل کېدل او همدارنګه په پروان ولايت کې د پوليسو پر پوسته د بريد په پايله کې، د دريو پوليسو د وژل کېدو پېښې يادولی شو.
په تېرو کلونو کې دغسې بريدونو د افغان سرتېرو غچ اخېستونکي بريدونه هم له ځان سره درلودل، چې وروستۍ پېښه يې هم څو ورځې مخکې، په هرات کې د يوه افغان سرتېري له خوا په مخامخ ډزو کې دريو امريکايي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پېښه ده، چې د بريد پر مهال د افغان سرتېري له وژل کېدو سره د نورو امريکايي پوځيانو د وژل کېدو مخنيوی وشو.
دغه راز پر بهرنيو ځواکونو د کابل په ترټولو باامنه سيمه کې ځانوژونکي بريد او 8 بهرنيو پوځيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پېښې وښوده، چې که څه هم د ټول هېواد په کچه د دغو ځواکونو تګ راتګ کم شوی؛ خو لاهم د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې درنه مرګ ژوبله وراوړي او په بشپړ ډول د جګړې له افغاني کولو سره سره، د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې پر پای ته رسولو هم نه دي توانېدلي.
د افغان ځواکونو د تجهيز ژمنې
کله چې د امريکا ولسمشر “د امريکا لپاره” د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه وکړه؛ نو په پېنځو پړاوونو کې افغانانو ته د ټول افغانستان د امنيتي چارو د مسؤوليت سپارلو هوکړه وشوه.
د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد پروسې لومړنی پړاو د 2008 کال په اګسټ مياشت کې، افغان ځواکونو ته د کابل ښار د امنيتي چارو د واک له سپارلو سره بشپړ شو. وروسته په 2010 کال کې ناټو وويل، چې تر 2014 کال پورې د دې پروسې د پای ته رسولو هوډ لري.
د ناټو دا وړانديز، په شيکاګو کې د 2012 کال د مې مياشتې په غونډه کې، د دغه سازمان د غړو له خوا تاييد شو او له پلان سره سم د ټول افغانستان د امنيتي چارو واک افغانانو ته وسپارل شو؛ خو د امنيتي واکونو د سپارلو ترڅنګ چې کومې ژمنې له افغان ځواکونو سره شوې وې، تر نن ورځې پورې نه دي عملي شوې.
امريکا او ناټو ژمنه کړې وه، چې د امنيتي واک د لېږد په بهير کې به افغان ځواکونه روزي او پرمختللې وسلې به يې په واک کې ورکوي؛ خو د تمې خلاف افغان ځواکونه دا مهال د خورا ټيټې کچې وسلو او تجهيزاتو ته هم لاسرسی نه لري او له کومو سيمو چې بهرني ځواکونه وتل، خپل تاسيسات او هغه پوځي توکي يې چې د لېږد وړ نه وو، په بشپړ ډول ورانول، مګر د افغان ځواکونو په واک کې يې ورنه کړل.
د افغان ځواکونو د پياوړتيا لپاره په هر نړيوال کنفرانس کې ژمنې کېږي، چې وروستی هغه يې هم د لندن کنفرانس و؛ مګر دا مرستې يا خو د مرستو په څېر نه دي، يا عملي جامه نه اغوندي او يا هم د افغان دولت د داخلي ستونزو له کبله، پر ځای نه دي لګول شوې او د نړيوالو ميلياردونه ډالره مرستې او نور فرصتونه له لاسه وتلي دي.
خو هاخوا بيا د دولت د وسله والو مخالفينو بريدونه او فعاليت ورځ تر بلې پراخېږي او افغان ځواکونه اوس هم په ډېری لرې پرتو سيمو کې کلابند شوي او د هوا له لارې يې اکمالات کېږي؛ خو امنيتي چارواکي بيا له دې سره سره هم ملت ته د خپل بشپړ ځواک ډاډ ورکوي.
که له يوې خوا امنيتي چارواکي د وسله والو طالبانو د زرګونو بريدونو د شنډولو خبره کوي؛ خو دا هم مني چې ځينې ولسوالۍ له څو کلونو راهيسې د طالبانو په ولکه کې دي. په سږ کال کې هم د وسله والو طالبانو د بريدونو له پراخېدو سره دوو نورو ولسواليو هم سقوط کړی او څو نورې هم د سقوط له خطر سره مخ دي.
که څه هم افغان چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو سږ کال په يوازې سر د دولت له وسله والو مخالفينو سره جګړه کړې او له بهرنيو ځواکونو يې مرسته نه ده غوښتې؛ خو په حقيقت کې سږ کال هم له افغان ځواکونو سره د بهرنيو ځواکونو مرسته مله وه. نو دا چې د 2014 کال تر پايه به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د زياتې برخې وتلو سره د هغوی پوځي حضور پای ته رسېږي، که له دې وروسته د بهرنيو ځواکونو مرسته هم له افغان ځواکونو سره نه وي او د اوس په څېر کافي تجهيزات هم ونه لري، د افغان ځواکونو د تلفاتو کچه به هم خورا لوړه شي او ښايي ځينې سيمې هم د دولت د وسله والو مخالفينو ولکې ته ورشي. پای